د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجم ځوان دی، خو سینه یې پراخه ده

محمد مدثر اسلامي 02.01.2013 15:37

دوه ورځې وړاندې مې په ټول افغان کې د نجم په اړه یوه لیکنه ولیده. د نجم د پیغامونو د لړۍ په اړه یې ګټورې مشورې وړاندې کړې وې. د نجم مسئولینو هم په ورین تندي د مشورو هر کلی کړی و او د یادو شوو کمیو د پوره کولو وعده یې سپارلې وه. لیکنه که څه هم په مستعار ډول خپره شوې وه، خو د نورو انتقادي لیکنو په څیر نه پکې چا ته ستغې سپورې ویل شوې وې او نه یې په چا د هغه او دغه نومونه تپلي و. د لیکوال معقول چلند او سړې سینې دې ته وهڅولم چې زه هم پرې څه ولیکم.
لومړی د نجم لنډه پیژندنه درته په مخ کې ږدم. بیا د لیکنې په اړه خپل نظر څرګندوم.
نجم د نهاد جوانان مسلمان لنډ نوم دی چې په پښتو کې د مسلمانو ځوانانو ټولنه یادیږي. د یوه ټولنیز بنسټ په توګه د نجم بنسټ د یو شمیر متدینو او په اسلام، ملت او هیواد مینو ځوانانو له خوا د ۱۳۹۰ د حوت پر ۱۹مه د جلال آباد په ښار کې کیښودل شو تر څو د اسلام د سمې پوهې په رڼا کې ځوانان داسې وروزي چې په پایله کې یې مثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختګ رامنځ ته شي.  نجم ټاکل شوي هدف ته د رسیدو لپاره له بیلا بیلو علمي، تحقیقي، فرهنګي، اجتماعي، تفریحي او نورو وسایلو کار اخلي. له علمي کنفرانسونو او سیمینارونو نیولې بیا تر عامو غونډو او سوله اییزو لاریونونو پورې هغه وسایل دي چې نجم پکې ځوانان سره راټولوي او په ټولنه کې یې خپلو دندو ته متوجه کوي. د همدې کارونو په لړ کې نجم ولس ته د خیر رسولو په موخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د موبایل له لارې د دیني پیغامونو د خپرولو لړۍ پیل کړه چې اوسمهال لکونو هیوادوالو ته رسیږي. په نږدې وروستیو کې همدا لړۍ د هیواد له پولو بهر مهاجر چاپیریال ته هم وغزیده او په پيښور، اسلام اباد، لاهور او ځینې نورو سیمو کې پیل شوه.
لیکوال چې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون محصل ښکاري لیکلي چې څه موده وړاندې نجم په اسلام اباد کې محصلینو او نورو عامو وګړو ته د موبایل له لارې د دیني پیغامونو لیږلو لړۍ پیل کړه، او په یاده لړۍ کې شته کمیانې او غلطۍ یې په ګوته کړي. د هغه په وینا په پیغامونو کې د املایي، انشايي او ادبي غلطیو سر بیره دوه نورې لويې کمیانې دا دي چې حدیث له سند پرته لیکي او کله کله د حدیث نیمګړی متن خلکو ته لیږي.
زما نظر دا دی چې د موبایل پیغامونه په خپل ځای پریږده، ادبي او انشايي غلطۍ په لیکنو او کتابونو کې هم راځي، خو دا چې د پیغام لیکونکی دې په اړونده ژبه تسلط ولري، ډیره پر ځای خبره ده. بله دا چې عام وګړی ډیری وخت دې ته پام نکوي چې حدیث کوم صحابي روایت کړی دی، هغه ته بس دا مهمه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ویلي یا کړي دي خو زه د دې هیڅ مخالف نه یم چې حدیث سره دې سند ذکر شي. پدې اړه اسانه چاره دا ده چې حدیثونه له معتبرو کتابونو غوره شي یا دا چې کم له کمه د نجم اداره ځان د حدیث د سند په اړه باوري کړي. او که د هر حدیث پوره سند راواخلو نو د موبایل په یوه پیغام کې به یې له متن سره ځایول ګرانه خبره شي. د سند نه لیکل او د صلی الله علیه وسلم پر ځای یواځې د ص لیکل کیدای شي د دې لپاره وي چې پیغام په لږ وخت کې ډیرو کسانو ته ورسیږي؛ ځکه د اوږدو پیغامونو لیږد ډیر وخت نیسي. د دیني پوهانو د ډیر تاکید په اساس زه هم پدې باور یم چې هڅه وشي د "صلی الله علیه وسلم" او "جل جلاله" عبارتونه په پوره بڼه ولیکل شي.
لیکوال د لیکنې په پای کې لیکي "نه دې څوک راباندې د متعصب ګمان کوي او نه د جمعيت د مخالف". زما د لیکنې لامل په اصل کې همدا وروستۍ خبره ده. د افغانستان ټولنې ته په پام سره کیدای شي د یوې داسې انتقادي لیکنې په پای کې د دې جملې راوړل ډیر مناسب کار وي. پدې لیکنه کې د دې جملې راوړل د لیکوال په نیت کې اخلاص او همدردي هم ښيي.
دلته دود همدا دی چې ځینې لیکوالان له ویرې څه لیکي نه او ځینې نور بیا د نقد په نامه د سړي پلار او مور ته کنځل کوي. له بلې خوا دې که په چا نقد وکړ نو له فسق، نفاق او کفر ټیټه ټاپه درباندې پیرزو کوي هم نه.
نقد لومړی باید د اصلاح په نیت وي (لکه لیکوال چې په سرلیک کې ورته اشاره کوي) او نیغ په نیغه کمیو ته تر ګوته نیولو به ښه دا وي چې لومړی د نقد کیدونکي اړخ ښیګڼې په ګوته شي. نقد یواځې د کمیو په نښه کولو ته هم نه وايي، بلکې نقد لیکونکی باید له نقد وروسته د کمیو د پوره کولو لپاره ګټورې لارې چارې وړاندیز کړي.
زه سره لدې چې لیکوال رغنده نقد ته هڅوم، تر څنګ یې د دې اطمینان ورکوم چې نجم نه په چا ټاپې لګوي او نه یې سینه دومره تنګه ده چې د نیکو مشورو په اوریدو یې خوا بده شي. نجم که څه هم ځوان دی، سینه یې د مشرانو په څیر پراخه او سړه ده.