د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني چارواکي څه غواړي؟

حبيب الله غمخور 26.12.2012 23:36

دافغانستان دسياسي اوپوځی لانجې دحل په منظور ښه داده چي دولت اومخالفين خبري سره وکړي، دنوروگډون تشريفارتی بڼه لري اودپخلاينې سره مرسته  نسي کولاي . نوکه تشريفات مطرح وي بيادټولوگډون ملي ارزښت لري .

درنو دوستانو!

کله چي په ليکنو اوياراډيوگانوسره په مرکوکښي پردې خبره ټينگارکوم چي پاکستاني جنرالان دطالب په نوم وسله والي ډلې نه  دخپلو موخولپاره استفاده کوي،نويوشمير پاکستاني پلو ه  ان دشمالي ټلوالي وياندويان او استازي راته وايي چي نه داسي نه ده ،طالبان په پاکستان کي په پټه گرځي اوهغوي هلته ځاي نلري،دطالبانو ۱۰۰۰ نفره بنديان دي  .

زه پرې پوهېږم ، دوي پدې خبره غواړي پرما اويازماپشان نورو ليکوالو ومني چي پاکستان دطالبانوسره دوستي نلري  . دوي غواړي موږ ته څرگنده کړي چي پاکستان دطالبانو پر خلاف دولت دی اوهغوي نه پرېږدي چي طالبان هلته ازاد تگ راتگ وکړي اويائي کورنۍ هلته  اوسی .دوي غواړي دکينايې په ژبه داسي څرگنده کړي چې  طالبان دلته په افغانستان اوپه پښتون مېشتو سيموکښي او سی. دلته روزل کيږي اوپه وسلو سمبالېږي اوبيايواوبل ځاي  مرگونی گزارونه کوي . پدې ماهرانه څرگندونه داسي ښکاره کوي چي ټول اور دپښتنوله لمنې راولاړ سوی .خوحقيقت داسي نه دی  ،طالب هر څوک چي دی هره اډيا چي لري اودهرڅه لپاره چي ئي ټوپک پلاس اخيستی داپدوي پوري اړه لري ،خوداټول کاروبارئې دپاکستاني چارواکو تر لارښودنې اونظارت لاندي ترسره کيږي .که دعربی شيخانو پيسې دويته رسېږي ،نوهغه هم د پاکستاني بانکو له لاري رسېږي  .داچي وايي طالبان زندانيان دي،بلې زندانيان به وي،خوداهغه کسان دي چي دپاکستان داستخباراتي شبکو امر اوهدايت نه مني اوياملادادلله غوندي دوطن سره مينه لري . هغه چي ددوي خبره مني اوددوي ترحمايي لاندي جگړه ايز اويانورفعاليتونه سرته رسوی هغوي نه زندانيان اونه هم په پټه گرځي .همدا نن دکرزی معاون فهيم خان په خپله يوه ويناکښي په ډاگه داخبره وکړه چي دشوروي نظام ترړنگېدو وروسته جنرال حميد گل يوه طرح جوړه اوهغه ئي جنرال ضيا الحق ته وړاندي کړه .پدې طرحه کښي راغلي وه چي پاکستان بايدپه افغانستان کي دشوروی ځاي ناستی اوسی .دغه طرح منظوراوقبوله سول .فهيم رښتيا وايي داسي وه او داسي ده  پاکستان په هيڅ صورت له افغانانو سره ددوستی علاقمند نه دی اونه هم په افغانستان کي ديوغښتلي دولتي جوړښت پلوی کوي .

دالنډه يادونه مې پدې خاطر وکړه چي  دطالبانوپه کړنو اوفعاليت پښتانه بدنامول له انصاف نه لري خبره او جرم  دی.

ځکه ترهرچازيات پاکستاني جنرالانودطالبانوپلاس  له پښتنوسره ظلم کړياوداسيمي ئي په کنډوالوبدلي کړي دي او موږ پدې پوهېږوچي داسي بايد وي .ځکه دپاکستاني جنرالانويوازنۍ دښمن پښتون قوم دی او دډيورنډدکرښي دواړو خواووته پرتو پښتنوسره دوي تاريخي دښمني لري .

که ديوې ثانيې لپاره داپوښتنه مطرح سي چي دکرزی حکومت خوپر ټول افغانستان مسلط دي او بهرنيان هم هرچيري شته، نوداجگړه ، وژنه،دښوونځيو ورانول ، دښوونکو په شهادت رسول اويادښونکی اوشاگردانو ډارول ،دسيمو نيول ،دسرونوپرېکول ،سنگسارول اوداسي نوردعلم ،معارف ،پرمختگ اوانسانيت پرخلاف کړنې ولي تربلې هرځاي په پښتون مېشتو سيموکښي زياتي دي ؟جگړه دلته توده ده،داځکه چي پاکستاني جنرالان دهمدې طالبانوپوسيله  دپښتنوسره خپله تاريخي دښمنی پرمخ بيايي لکه چي دجهاد په دوره کي هم جگړه په پښتون  مېشتو سيموکښي په خرپ روانه وه، نور په ټول افغانستان کي خيرخيريت وو.

ولي داراباندي وتپل سي چي اسلام يوازي په پښتو ن مېشتوسيمو کي په خطرکښي دي اويابهرنيان يوازي دلته اوسېږې  داسي نه ده .موږ په هرڅه پوهيږواودپاکستاني تورمخو جنرالانوپه تور اوکرغېړنو هڅو موهم سرخلاص دی .

اميدچی زماله دې لنډې ترخې ولي له حقايقونه ډکې څرگندونې نه دافغان ولس قسم خوړلي دښمنان بل ډول استفاده ونکړي . زمامخه له دې خبرونه دانه ده چي زه قومونواوسيموترمنځ اختلاف اودښمنی ته لمن وهم .زه دافغانستان هره لويشت افغانستان اوهرفرد افغان بولم .زه ټولوته يوشان درناوی لرم اوټول ددې وياړلی ټاټوبي اوسېدونکي بولم .

قيصه داسي ده!

کله چي ددولتونو ( افغانستان ،پاکستان ) تر منځ داطالبانو،حزب اسلامي اونورو ډلو په هکله خبره مطرح کيږي  نو سمدلاسه پاکستاني چارواکي وايي  موږ له طالبانوسره سم پرابلم لرو لکه چي تاسوئي لري . دې خبري دسپيناوي لپاره ئي دپاکستاني طالبانوپه نوم يوه ډله جوړه کړې ، کله چي ئي زړه وغواړي په هغوي کومه دماکه وکړي ، دوي داکارددې لپاره په خپله خاوره  پري کوي چي دنړيوالوپه سترگوکي خاوري وشندی اوڅرگنده کړي چي،گوری دلته موږ هم ورسره په ستونزواخته يو.اوکه دوي په طالبانو وژلي،نو هغه هم  ټول دپښتون قوم سرغنه ئي پرې وژلې . کوم پنجاپی دوي تراوسه له منځه نه دی وړي اوکه ئي سباله منځه يوسي هغه به  هم هغه کس وي چي دجنرال صاحابانوخوښ نه وي .

ددې ټولو سره  کرزی صاحب طالبان پر پاکستاني اوافغاني ويشي .چي داډول ويش لويه سياسي تيروتنه ده .حتاکله کله لکه ماشوم پر هغوږغ کوي،تاسوداپردي طالبان مه پرېږدي چي ستاسو وطنداران له منځه يوسی اويامووطن خراب کړي .

متاسفانه پاکستاني چارواکي دطالبانوپر خوځښتن معين حاکميت لري اودپښتنو دبدنامولولپاره ئي دطالبانوترڅنگ تر ۲۰۰۴ کال وروسته دپاکستاني طالبانوپه نوم خپلې جوړي سوې  ډلې ته دبغاوت دنده وسپارل . جالبه خودادچي دا دپاکستاني طالبانو اصطلاح ئي په افغانستان کي را وزېږول ،سره له دې چي دوي په کوزه پښتنخواکي فعال ساتل سوی . پاکستاني چارواکي پدې بڼه په خاص مهارت داخبره زموږ په وسيله او زموږ دډله ايزو رسنيو له لاري هغه سيمې چي موږ ئي دپاکستان په نامه نه پېژنو داتبليغات کوي .دوي دغه طالبان ددوموخولپاره راپيداکړه ، يوخودلته په امريکا پښتانه وټکوي چي پردې موخه بريالي سول ،ټوله نړۍ داسی فکرکوی چې ترپښتنو بل وحشي قوم نسته اوپه افغانستان کي هم پښتون دښمنه سياستوال اودهغوي نوکرصفته ليکوال اوژورنالستان په ډير مهارت پښتانه داډول معرفي کوي . اودبلې خوائې تر ۵۰۰ زيات دپښتنو مشران  دطالبانوسره دتړاوپه نوم په بهرنيانواويادبهرنيانوسره دتړا ودطالبانولخواپه شهادت  ورسول .دريمه خولا داچي  دغه سيمه دپاکستان دخاوري په نوم په موږ تبليغوي .

زموږ غوښتنه داده چي دولتي چارواکي اوډله ايزوسرنيواستازي خپلوڅرگندونوته جدي پام ولري ،کرزی صاحب خلک دطالبانوسره دلېدونه ډاره وي وايي  احتياط وکړی ،خوزه ديوه افغان په توگه دهر افغان څخه  غوښتنه لرم چې دډيورنډ دکرښې اوددې کرښې دواړوغاړوته پرتواوسېدونکواوسيمو دنوم اخيستلوپه هکله دملي دريځ له مخې احتياط وکړي .تراوسه موږ افغانانوداکرښه دپولي په نوم په رسميت نه ده پېژندلې،پدې خاطرټولې هغه سيمې چي دکرښې کوزې خواته پرتې دي دپاکستان دخاوري په نوم معرفی  کول دافغان ولس سره سترخيانت  بولم . هر افغان بايدخپلو څرگندونو ته جدي پاملرنه ولري،کنه دپاکستان تورلينگيانو موږ ته داسي لومي جوړي  کړي چي دهغولومونه دخلاصون لپاره  يوازي  ملي هوښياري  پکارده .

که موږ په خپلو څرگندونوکي داسي اصطلاح اونوم استعمال کړو که سبادنړيوالي محاکمې خبره مطرح کيږي  نو دوي راته  ويلا سي ،دادي تاسو ئي واورئ چي تاسو اوستاسو چارواکو څه ويلي دي اودغه سيمې مو په کوم نامه يادې کړي دي . ددې خبري دثبوت لپاره غواړم څرگنده کړم ،کله چي يوه امريکايي وکيل وويل چي موږ داکرښه دپولي په توگه ډير پخواپه رسميت پېژندلې،نويودم داسي کسان چي دپاکستان نوکران وه ،تردې نامه لاندي چي ټولې بدمرغۍ دهمدې کرښي له امله زموږ په نصيب دي سرونه راپورته اوپه اپلاتوئي پيل وکړ ،چي بيادافغان ولس دغبرگون په مقابل کښي ډير ژر چوپ سول .

راځم دليکنې اساسي موخې ته :

په ډله ايزو رسنيوکي مي ولوستل چې، د افغانستان حکومت په ترکمنستان کې د ملګروملتو د استازندوی دفتر (یوناما) له خوا د طالبانو اوحزب اسلامي په ګډون د بېلابېلو افغان ډلو د استازو د غونډې د نوښت هرکلی وکړ .

زه پردې بحث نه کوم چي داکنفرانس به څومره گټور وي اوياداپوښتنه نه راپورته کړم چي داځل به پدې کنفرانس کي کومو ښاغلو اواغلوته دگډون بلنه ورکړه سي اوداځل به ترکومه بريده تشريفاتي بڼه ولري .

خوددې کنفرانس په اړوندخبرکي دپاکستاني چارواکو نظر اوهدايت راته دسر په کاسه کي اوبه راکړي .

زه ددي خبرپرنوروجزياتوچي په تاند ويب پاڼه کي مي ولوست خبري نه کوم خوددې خبرپر يوټکي عاجله تبصره اړينه بولم هغه ټکی پدې خبر کښي دا دي : ((دپاکستان حکومت غواړي چې د بون د لومړي کنفرانس په شان یو ځل بیا په افغانستان کې په قومي بنیاد واک ووېشل شي خو داځل د پښتنو استازیتوب طالبان وکړي . پاکستان خپل دې هدف ته د رسېدو لپاره د شمال د پخوانۍ ټلوالې له مشرانو سره، چې اوس په ملي جبهه او ملي ايتلاف کې سره وېشل شوي دي، تماسونه زیات کړي او هڅه کوي چې هغوی هم په دې قانع کړي چې د پښتنو په استازیتوب د تکنوکراتانو او ملتپالو په ځای له طالبانو سره په ګډ حکومت کې شریک شي.)) تاند

دلته مې هغه دپښتو متل راپيادسو (( وايي چاپه کلي کښي نه پرېښود،خوده ويل زماټټودملک کره وتړئ ))موږ دپاکستان سره داشپېته کاله زاته موده پرابلم لرو،دوي بيا لکه ايراني اخوندان خپلي لارښودنې پر موږ مني او زموږ غيرتی قومونوته په خپله خوښه استازي ټاکي!!!

لمړئ بايد پاکستاني چارواکوته ووايم چي  موږ ستاسونه کرکه لرو،داټولي بدمرغی اوناخوالي ستاسو له لاسه دي ،موږ ستاسوله هرڅه بېزاريوکه موږ پرېږدی .دوهم داچي متاسفانه دبن کنفرانس کوم بريالی کنفرانس نه وو .دهغه کنفرانس پايله داسول  چي زموږ پر ولس داسي  يوناکام،له ملت نه ليري اودجنگسالارو په گډون  دولت وتپل سوچي اوس خپله کرزی وايي يوشمير زموږ له لاسه طالبان سول اوغرونوته پورته سول . دده دغه يوازنۍ خبره ،دده په ټول حاکميت کښي رښتياده . زموږ ولس تراوسه ستاسواستخباراتي جنرالانو ،ايراني اخوندانو اونور زبرځواکوپه منگولوکي دغم شپې او ورځې سباکوي اوتراوسه تاسوانسان دښمنو توروموخوته احتياج دي .

که دبن په کنفرانس کي دافغان ولس وړ استازيتوب سوی واي اوس به موږ له دي ناخواله سر لاس اوگرېوان نه واي .

داچي پاکستاني چارواکي وايي ،پدې کنفرانس کي بايد طالبان دپښتنو استازيتوب وکړي ،داهم ددوي يوه بله سياسي  چالاکي ده ،ډيره جالبه اودخندا وړ! له يوې خوا وايي دطالبانونه په عزاب يو،دوي دسولي اوپرمختگ  دښمنان دي اودبلې خوابياهمدا پاکستاني چارواکي ددوي لپاره داسي هڅې کوي ترڅودافغانستان دکشالې دحل په کنفرانسونو کښي دوي دپښتنو دسترغيرتی اوپر سوله مين قوم استازي معرفي کړي .دېته وايي لعنتي ډيپلوماسي اولعنتي دوستی . دوي غواړي پدې نامه يوځل بيادپښتنو په وړاندي دنړۍ دعام ولس نفرت راوپاروی اوپښتانه بدنام کړي .

يوخو دطالبانوپه ليکه کښي دټولوقومونواستازي سته اوبل داچي هيڅ يوه ډله نسي کولاي دپښتون غوڅ اکثريت قوم استازي  توب په کوم کنفرانس کي وکړي  .پښتانه دومره ډيردي چي په يوه گوند،ډله اوتنظيم کښي ددوي راټولېدل ناممکنه خبره ده .نه طالبان  اونه هم بل تنظيم اوگوند دپښتنو استازيتوب کولاي سي . ددې ستر قوم نه تراوسه چاپوښتنه نده کړې چي څوک ئي استازيتوب کولاي سي ؟په افغانستان کي ټولي سياسي  ډلي ټپلې ان محقق صاحب خوهم  ځان دپښتنواستازي بولی ،شمالی ټلواله خوپر خپل ځاي پرېږده .حقيقت خودادی چي په افغانستان کي يوه ډله هم دکوم قوم استازيتوب نسي کولاي ځکه دپردوپر لمن رالوي سوی . پدې څولسيزوکي ډيروکوښښ وکړچي يوقوم په ځان پسي کش کړي خوله نېکه مرغه بريالي نسول اميدچي په تاريخ کي بريالي نسي .داښه اودوياړخبره ده چي زموږ په هيوادکي دپاکستان اوايران دټولوکرغېړنو هڅو اوتلاښونوسره دوي پردې بريالي نسول چي دافغان ولس ترمنځ اختلاف اوبې اتفاقي لمن ووهي .

پدې کنفرانس کي بايد دافغانستان اوله بهرنه دخپلواک نظرخاوندان  افغانان گډون ولري .دتوپک په لاس کي ساتل اويادهيروئینو سوداگري ،په دولتي اوټولنيز فسادکي مهارت اوککړتيا نه بايد دوطنپالنې بېلگه  وبلل سي .

په تکراروايم دافغانستان ډير زيات روڼ اندي اودنظر خاوندان په بهرکي اوسي ددوي له گډون پرته هرپروسه چي پر مخ بيول کيږي ناکامه اودملت په گټه نده .

که نړيواله ټولنه ياددې ډول کنفرانسوکوربه غواړي  داکنفرانسونه دافغان  ملت په گټه تمام سي اړينه ده چي دټولي نړۍ نه افغانانوته د گډون  بلنه ورکړه سي،نه يوازي هغه چي په افغان وژنه کي ماهر دي .

ليکنه پدې ټکو رانغاړم  چي دافغانستان په اړوندکنفرانسونوته دگډون لپاره دمخالفينوتر څنگ چي هغوي معلوم اوڅرگنددي ، بايد دټول افغان ولس  هرچيري چې اوسی منلو استازو،همدا ډول موږ ډيرې هوښياری اوعالمې خوندي اوسياستوالي لرو چي په هرډول کنفرانس کي دگډون جوگه کېداي سي هغوي ته هم  دگډون بلنه ورکړ سي .په دولتي کي دولتي اپوزېسېون دملت استازيتوب نسي کولاي، لکه چي طالبان دپښتنواويابل قوم استازي نه دي . ومن الله التوفيق