د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکامرون وروستۍ وينا مي شوردنادزي سترگو ته جگ ودراوه!

حبيب الله غمخور 24.12.2012 03:51

د۲۰۱۲ ز کال  ډسمبر پر ۱۹ دبرتانيالمړی وزير ښاغلي کامرون د امريکا له ولسمشر بارک اوبا ما سره تر اوږدو ويډيويي خبرو وروسته اعلان  وکړچې د نوي ميلادي کال تر پايه به خپل نژدې نيمايي (۳۸۰۰) عسکر له افغانستانه وباسي.

ښاغلي کامرون د ډیسمبر ۱۹مه خپل پارلمان ته وويل چې د عسکرو دا وتل به پسرلي کې پيلېږي او دابه د۲۰۱۴  کال تر پايه د نورو پاتې عسکرو ايستلو لپاره لاره هواره کړي.

ډیویډ کامرون  دامریکا ولسمشر باراک اوباماغوندي خبره و کړه ،وا يي تر ۲۰۱۴ کال  وروسته به هم یو شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي . د پاتې پوځیانو دنده به د افغان پوځیانو روزنه او د لوجستيکي کارونو سمبالول وي.خو دابه بيا هغه وخت گوروتراوسه لاوختی دي چې پدې هکله فکر وشي .

د حامد کرزی د ویاندوايي دبرتانې لومړي وزیر کامرون له ولسمشر کرزي سره هم په دې موضوع ټلیفوني خبرې کړي اوهغه  له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو د پریکړې هرکلۍ کړی .

دډسمبر پر ۲۱ ښاغلی کامیرون د کرسمس د جشن را رسېدو په ویاړ هلمند ته راغلی او هلته یې په یوه پوځې اډه کې د خپل هېواد له پوځیانو سره ولېدلو پر مهال يوځل بياداخبره تکرارکړه چي دخپل پوځ نيمايي دراتلونکي کال ترپايه له افغانستان څخه باسي .

ددې ترڅنگ دفرانسي ددفاع وزير واضح څرگنده کړې چې موږ  يوسربازي هم دلته په افغانستان کي نه پرېږدو يوازي  پوځی مربيان به دروزنيزو کارونولپاره پاته وي .هغه وايي (( غیر از مربیان فرانسوی تمام نیروهای فرانسوی بدون استثنا از افغانستان خارج می‌شوند.فرانسه در حال حاضر غیر از آموزش سربازان افغان و کمک مالی برای بازسازی افغانستان فعالیت دیگری در این کشور انجام نمی‌دهد. وزرات دفاع به صراحت عنوان می‌کند که نیروهای فرانسوی حاضر نیستند در عملیات علیه طالبان یاسایر شبه‌نظامیان شرکت کنند.)) خبرگزاري فارس 91/09/30

ښاغلي کامرون په خپله وينا کښي  وویل، په افغانستان کې ستونزې ډیرې دي خو د ۲۰۰۱ کال راهیسې ډېر پرمختګونه هم شوي دي  . هغه په دې باوري دی چې افغان پوځیان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد ساتنه وکړي  .

 کامرون دغه اندېښنې ناسمې وبللې،چې ګواکې له ۲۰۱۴ کاله وروسته به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

ښاغلي کامیرون  دامني چې  ((په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، د بې وزلۍ، بې ثباتۍ او ستونزو کچه لوړه ده . خو د ۲۰۰۱ کال په پرتله، چې موږ  دې هېواد ته راغلي وو، حالات ډېر ښه شوي دي . د افغانستان اقتصاد وده کړې، لا ډېر زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کچه لوړه شوې ده. له هر څه ډېره مهمه د پوځ او پولیسو رامنځ ته کېدل دي چې کولای شي له خپل هېواده ساتنه وکړي او د ترهګرو روزنیز مرکزونه له دې پرته چې دډېر شمېر بهرنیو سرتېرو مرستې ته اړتیا ولري،له منځه یوسي .))

د کامرون په وینا نوموړې دا فکر نه کوي چې داپریکړه به په افغانستان کې دترهګریزو فعالیتونو د زیاتیدو سبب شي . هغه وايي زموږ سرتیري له افغانستان څخه دلته د شویو بریالیتوبونو پر بنسټ وځي ، نه د ناکامیو پر بنسټ .

دده له دې څرگندونوسرۀ  افغانان  وايي چي دوي خپلي دندي لکه چي ئې دافغان ولس سره وعده کړې وه سرته ندي رسولي اوهرڅه  نيگړي پرېږدي خپلي پښې باسي ،دبېلگې په دوي وايي دويته  ډالی سوی دولت يوناکام اوله ملت نه بېگانه دولت دی،هغه په افغانستان کي سولي ته ژمن نه دی اونه هم دمخالفينوسره معينه پالسي اوطرح لري ،پدې لارکښي دسولي له شورانيولې دمخالفينوسره خبرې ټولې نمايشي بڼه لري .دا لس کاله کرزی صاحب وايي دمخالفينوسره خبروته اماده خوددې اماده گی لپاره عيني حرکت چاونه ليد.هغه اوددولت نورچارواکي تل دايوه خبره کوي وايي ،ددولت  مخالفين بايد اساسي قانون ومني راسي په خپل وطن کي ارام ژوندغوره کړي ،يعني رادي سي اوتسليم دي سي داډول طرح اوپالسي دسولي راوستولپاره يوه زره مرسته هم نسي بلکې دجگړې اومخالفت له دوام سره مرسته کوي .

دغه برياوي چي ښاغلي کامیرون   ترېنه يادونه کوي يوازي شکلي بڼه لري . افغانان اودسنی سياسي ،پوځي حالت اوتلاښونوته په کتوسره يوځل بيا دا ډار لري چې د۱۹۹۱ کال په څېر نړيواله ټولنه دويته شاگرځوي اوافغانستان سرنوشت هغوته سپاري چي دافغان ولس لپاره دمنلو وړنه دي اونه هم دوي دگډ سياسي دولتی کارجوگه کېداي سي . ځکه همدا دوي وه چي دقدرت پر سر جگړه کښي ئي  تر پنځوس زره زيات دکابل ښاريان په شهادت ورسول اوښکلی ښار ئي په کنډواله بدل کړ ، په واحد افغانستان کې څوحکومتونه جوړسول چي هريوه ئي خپل مشر،خپله اردو،دولتي تشکيل اوپیسې درلودې .

افغانان تعجب کوی چې امريکا اونړيواله ټولنه چي دافغانستان په ناورين کښي ښکېل څنگه اودکوم دليل له مخې يوځل بياپردوی باورکوي اودافغان دولت برخليک ددوي پلاس  ټاکي ؟؟؟؟

دښاغلي کامرون دغه څرگندونې  زماهغه وخت راپياده وی کوم چي ميخائيل سرگېويچ گرباچف غوښتل خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي .هغه وخت زه په کابل کښي وم ،چي په کابل کښي څه تېرېدل تريوه بريده پرې خبرېدم .

دشوروي اتحاد دهغه وخت دبهرنيو چارو وزير ښاغلی  شوردنادزی کابل ته راغلی اودمرحوم نجيب الله سره یې دوه په دوه لېدنه درلوده چي تردغه ملاقات وروسته بيا هغه دحاکم گونددسياسي بيرو اودارالانشادغړوسره هم خبري وکړي . هغه هم داخبره وکړې وه چي نړيوال اوکورنۍ فشار اودبلې خواستاسو ورځنی برياوي ددې ښکارندوي دي چي تاسو خپله کولاي سی دځان څخه دفاع وکړی موږ خپل سربازان باسو . هغه هم په هغه سفرکښي دخپلو افسرانوسره وليدل اودغه پورته ويل سوی خبري ئي ورته وکړې چي تاسوخپل انترناسيونالستي دنده په شهامت اومېړانه سرته ورسول اوس نوبايد کوروته ستانه شئ .

ښاغلي شوردنادزی  دافغان چارواکوسره په خبروکي داوعده ورکړه چې موږ دملگروملتودسازمان په مرسته ستاسوله مخالفينوسره دروغي جوړي خبري پيلوو ،همدا ډول به ستاسوله هغوگاونډيانوسره چي ستاسو مخالفين روزی اوپه وسلو سمبالوي په نړيواله کچه خبري پيل کړو ،موخه ئې دژينوکنفرانس وو.

دژينو مذاکرات  له ( ۱۹۸۸-۱۹۸۲) ز کال پوري دملگروملتودسازمان دځانگړي استازي تر سرپرستتی لاندي پرمخ بېول کېده ، په ۱۹۸۸ کال داپريل دافغانستان اوپاکستان ترمنځ توافق نامه لاسليک سول .

هغه وويل موږ غواړودملي تفاهم پر بنيادپه افغانستان کي  يودولت جوړسي،داډيره ښه خبره وه اوحاکم گوندهم دا غوښتل چي جگړه پاي  ته ورسېږي اودملي پخلاينې پر بنياد دټولوخوابدو خواوو په گډون  يو دولت  رامنځته  شي چي افغان ولس ته دمنلو وړ وي  .خو متاسفانه  دحاکم گوند ددې نيک نيت سره دزمان پېښو اوددوي لخواپيل سوی پروسې چي امريکا ورسره همږغې وه  داسي څرگنده کړه چي روسانواو امريکايانو پدې ښکلې طرحه کښي خپلې موخې درلودې . افغانستان په هغوکړکېچونوکي پاته شودکومودله منځه وړلو په موخه چې شپږ کاله گويا دملگروملتوسازمان دامريکا اوشوروی لخواددوي په وينادسولي هڅې پيل سوي اودژينو توافقات لاسليک سول .

سره له دې چي دغودواړوز برځواکودملگروملتودسازمان په گډون  پر هغه لوزنامه باندي چي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ لاسليک سول دشاهد اودپلي کېدو دضامن په توگه لاسليکونه وکړه،خومتاسفانه هرڅه دکاغذ پر مخ پاته سول .

شوردنادزی  دگرباچف په استازيتوب داوعده وکړه چي موږ به داړتياپه صورت  کي وسله اومالي مرستي درسره وکړو، خواستعمال ئي په تاسو پوري اړه لري ،لکه چي اوس کامرون اونور وايي ،موږ  مووسله وال پوځ روزو او په  وسلو سمبالوو، نورکارنه درلروهرڅه چې سره کوئ   . مگرددې ټولووعدواوهڅوونکو شعارونوسره ئې افغانستان ته دامرياپه گډون داسي شاه کړه چي وروستۍ پايلې یې دادی دايولس کاله  ټول تراوسه دسرپه سترگوگوري .

تاريخ ثابته کړه چي دشوروی دولتی چارواکوهغه  دافغانستان  هغه دولتي حاکميت چي دوي ورته ويل موږ مو شاته ولاړيو پر څودوکانو وپلوری . له يوې خوادامريکا سره معامله وسول ،دبلې خوادپاکستان او ايران سره اوددې ترڅنگ ئي شمالي ټلوالي مشران مسکو کي په گوندکي دڅونوکرصفتو په گډون يوه اونۍ ساتلي وه اوله هغوي سره ئي  دهغه څه وعدې وکړې چي دادی تراوسه دروسيې له ملاتړنه برخمن ښکاري  .

دوي دافغانستان دخلک دموکراتيک گوند دهغو ملحوظاتواوکينې له مخې وپلوره چي زه ئې دملي گټوپر بنياد نوم  نسم اخيستلاي ،که ئي دانوم واخل دشمالی ټلوالي اودهغوي دبادارانو نوکرصفتان به يو وځل بيادسکټاريست اويابل نوم راباندي کښېږدي . دوي ملي اوسياسی نفاق ته په يوه اوبل نامه لمن ووهل اوبلاخره ئې دشمالی ټلوالي لپاره دقدرت ترلاسه کولوامکانات برابرکړ  . چې همدې ناورين اودافغان ولس دارادې اوگټو خلاف دسيسې ډير ژر پاکستان ته دا زمينه برابره کړه چې دطالب په نوم له پخوانه پټه روزل سوې  بله  ډله چي يوازي ددوي تر تاثير لاندي وي راوړاندي کړه . پاکستاني جنرالانوپه هغه وخت کي په ډاگه ويل دجميعت گوند چي موږ  جوړکړی او روزلی  ووله پاکستان سره خيانت وکړ،داچي کوم خيانت ئي کړې دوي اوپاکستانيان دې سره سپينه وي . له دوي نه دپاکستان دخوابدی دروسې دتاثيراتو پاپله داسول  چي رباني تر کولا به وتښتېداوپرافغانستان يوځل بيا پاکستان مسلط سو .شمالي ټلواله دروسې ترحمايي لاندي ترهغه  وخت پوري  دطالبانو پرخلاف جنگېدل کله چي ئې دامريکا داستخباراتي شبکې سره نوی تړون لاسليک کړ . پدې کارونوکي شمالي ټلوالي  نړۍ وال شهرت اوښه  تجربه لري،دوي دهرچانوکری ته حاضردي خوپدې شرط چي پيسې اودولتي مقام  ورته ورکړي  .

دنيويارک ترتاريخي پېښې  وروسته امريکايوازي پر شمالي ټلوالي اوددوي پر نورو اړوندانوباندي تکيه وکړه دوي ئې استخدام اوپر افغانستان دالقاعدي پرخلاف اودطالبانودحاکميت دړنگولو په نوم تيری پيل سو .

دويته ئي دهمدې خدمت په نتيجه کښي يوشمير دولتي مقامونه ورکړه او دادی تراوسه هغه ډله چي دافغانستان دغوڅ اکثريت لپاره دمنلو وړنده ،سره له دې چي په دولت کي متاسفانه تر هرچا ډيره  ونډه لري  ولي بياهم ددولت داپوزيسيون په نوم دلته او هلته ،کله دطالبانو ،دگلبدين حکمتياراوکله هم دپاکستاني استخباراتي جنرالانواوددې هيواد له سفير اونوروچارواکوسره خبري اوملاقاتونه کوي . جالبه خوداده  چي په دولت شاملوته دنړيوالي ټولنې لخواداپوزېسيون نوم ورکړه سوی اودوي هم نه يوازي داچي ځانونه دملت استازي بولي،بلکي داپوزيسيون په نوم ږغ کوي .

داسي ښکاري چی يوازي همدا څلورپنځه نفره چي دپنجشيرپه دره کي روزل سوی اولوي سوي په حقيقت کي ديوه گوندغړي دي خواوس ئي بهرنيان  پرڅلورو دروازو سياسي ډگرته راباسي او دټول افغانستان استازيتوب کوي .

خلک پوښتنه کوي دغه استازيتوب لکه چي ښاغلي امرالله صالح هم داشناراډيوسره پدې ورستيوکي په مرکه کښي اشاره کړې دغو فرمايشي استازوته  چاور کړ ؟

اياپدې هيوادکښي  بل کوم سياسي گوند ،سياسي شخصيتونه اوملي مشرانو وجودنلري چي دهغوي سره دهيواد دراتلونکي په اړه مشوره وسي اويادهغوي نظر واورېدل سي؟ اوياکنفرانسونوکي دگډون زمينه ورته برابره سي چي يوازي دوي هرچيري راښکاره کيږي ؟ ايادانور  ټول ددولت پلويان دي خويوازي دغه دگوتوپه شمير کسان چي په دولتي اوسياسي فسادکښي شهرت لري دملت استازي گڼل کيږي .پدې هرڅوک پوهيږي  دانړيواله ټولنه او امريکا ده چي دوي مطرح کوي اوهرچيرې په  ډول ،ډول کنفرانسونوکښي دگډون اوويناوامکانات ورته برابروي ،ترڅو يوځل بيا  دروغجن شهرت ته ورسېږي .

پر شمالي ټلوالي تکيه او اعتبار به په يقين سره د۱۹۹۲۱و۱۹۹۵ ترخې پېښي  تکرارکړي .ديوه داسي هيوادچې ولس ئې ترستوني په کورنيو پرابلمونو، اختلافاتو،ټولينزو ناخوالو،دبنسټپالو،جنگسالارو،دقدرت تاريخي تږ و، ددو پېژندل سوو گاونډيانوترسيوري لاندي کسانونو ترمنځ په زور آزموينه اوسيالی کښي دغم شپې او ورځې تيروي په لوي لاس هيرول اوهغوي  ته  شاگرځول ،نه يوازي بشري جفا او انساني ناورين ته لار پرانيزي  بلکي دابه يوځل بيا داسي  تيروتنه وي چي بيابه دافغان ولس دسر اونړيوالی ټولنې دمالي اوانساني تلفاتوپه قيمت تمامه سي ، يا خوبه په اسياکښي يوبله سوماليااوسوډان جوړوي .خوددې سياسي سونامې لمبې به ترآسمانو ورسېږي اولوگی به ېې نړيوال په غبرگوسترگو ړانده کړي .

زه ديوه خپلواک اوپرخپل مټ اوبازوباندي تکيه افغانستان پلوی يم ،دپردو دشتون سره علا قه نلرم ،هيله مند يم چي داوسني دولت رښتيانی مخالفين او حقيقي اپوزېسيون هم دې ټکی ته جدي پاملرنه ولري ،وطن نوردوسلې په استعمال نه جوړېږي ،يوه سياسي ،علمی اوملي تدبيرته حياتی اړتياليدل کيږي .

متاسفانه اوس همدې پردو ټول هوښیار افغانان دې ته مجبورکړی چي دويته ووايي تر اوبو وړاندي گاولي مه باسئ ، داچي پرخپل سر راغلاست  نوپرخپل سره وتل اودوتلو ولپاره مودا ډول  هڅې ناکامه اوبې گټې او دافغان ولس سره په نړيواله کچه  ظلم  اوجفاده .

موږ  چې پدې ورستيوکښي  ودې منډې ترړوته گورو چي ترپر ون پوري ئې يودبل سيورۍ په ټوپک ويشت نن يودم اوناببره  په يوه اوبل هيوادکښي سره غاړه غړۍ کېږي ،داکومه معجزه وسول ؟ خوددې ټولوهڅونه داسي  ښکاري چي بهرنيان ځانته دوړو پزه جوړوي .

نړيواله ټولنه په سرکي امريکا متحده ايالات بايد پدې ښه پوه وي ،پدغوچي همدا اوس هم په دولت اوهم اپوزيسيون ځانونه تراشي نسې کېداي دافغانستان راتلونکې  روښانه اوډاډمنه اوسي . دوي لکه تير ځل چې په پاکستان اوسعودي عربستان  کي  پر قرانکريم لاسونه سره کښېښودل ،چي هغه پروسه هم ملي اوخودجوشه نه وه دهمدې امريکا اواروپايي ټولنې پکښي لاس درلود اوددوي تر نظارت لاندي هرڅه سرته رسېدل ،ځکه خوچي داتر ارگ  پوري راورسېدل ، پاکستانی جنرال حميدگل اودسعودي عربستان داستخباراتورئيس لاتر خپلو هيوادونه وه رسېدلي چي دوي په ارگ کښي سره ښکرپه ښکر سول . که همدا کسان اوهمدا ډلي دافغانستان سياسي راتلونکې په دې ډول جوړوي لکه چي اوس داپروسه روانه ده ، وعده درکوم چي هغه خوادث به يوځل بياکه خيروو تکرار سي کوم چي دتاريخ ئې دافغان زورېدلي ولس په وينه ليکل سوی  .

افغانان اوس دنړيوالي ټولنې پر وعدو بې اعتباره سوی دي،دوي پدې پوهيږي چې په سياست کښي هيڅ شئ ثابت نه دی ،هرشېبه دنظر اوعمل دبدلېدو امکانات سته،لکه چې پدې يولسو کلونوکښي ئې هر ه ورځ  موږ دسرپه سترگو وينو زموږ خلک  نه پوهېږي چي په راتلونکی ۲۰۱۳ کال کښي به نورڅه گلان اوبوته ورکړي ؟  او ۲۰۱۴ به څنگه پايته ورسېږي ؟

افغانان دملگروملتودسازمان اوددې سازمان دامنيت  شورانه په کلکه داغوښتنه لري چې دامريکانه نيولې بيا تر ، انگلستان ، فرانسي ،جرمني اونوروهيوادونوپوري دي هغه وعدې  پوره اوعملي کړي کوم چې په ۲۰۰۱ ز کال کښي  افغان ولس ته ورکړه سوي وې . په افغانستان کښي ښکيل هيوادونه بايد ديوداسي نړيوال ضمانت  سره له دې خاوري ووزي چي بيا افغانستان دقدرت پر سرجگړوپه ميدان بدل نسي .دافغانستان سرنوشت په افغانستان اودافغانستان دټولوخلکو،په کوردننه اوبهرکښي ددوي دسياسي،مذهبي،فرهنگی ډلواوشخصيتونوپه گډون په ډاډمنه توگه وټاکل سي .

نړی  واله ټولنه دافغانستان په وړاندي حقوقي،اخلاقی او انساني مسوليت لري چي دوي ئي بايد سرته ورسوي  . متاسفانه نړيوالی ټولنې دافغانستان په وړاندي خپل مسوليتونه لکه چې لازم بلل کيږي سرته ندی رسولی ،په ډيرو چاروکي پاتې راغلي . ددوي لخواپر افغان ولس تپل سوي چارواکي لادشرمه داخبره منی چي هيڅ ندي سوی خوددې ترڅنگ وايي موږ ملامت  نه يو دابهرنيان دي چي موږ  ئي له دولتي فسادنه نيولوله نوروفسادونواوناخوالو سره لاس په گرېوان کړيو،جدي هيله لروچي نړيواله ټولنه اوزموږ دولتي چارواکي دامسله سره سپينه کړي اوپه رښتياسره ملت ته ددې ورپېښ ناورين څخه نجات ورکړي  .دکرزی صاحب تکرار ويناوي سرټکونې اوهرڅه پر بهرنيانواچول زموږ دولس ددي ادعا دثبوت پوره شاهدی  ورکوي  .

زماهيله دهغو افغانانوڅخه چي پوهه لري دوطن سره مينه لري ،قلم اومغز لري خومتاسفانه نړيواله ټولنه له دوي نه پوښتنه نه کوي  داده  چې دخپل هيواد پدې حساسو اوبرخليک جوړونکو شېبوکښي بې تفاوته پاته نسي ،هر هغه حرکت اوهڅه چي زموږ  دولس ملي گټو،خپلواکی ،ملي يووالي ته زيان رسوي  پر خپل وخت بربنډه اورسواکړي . پتمنواوهوښيار افغانانو! ستاسو داهڅې دافغانستان راتلونکی تاريخ جوړوي ،حق غښتلی، دحق اوازغښتلي اوقلم څوک نسې ماتولاي . دافغان زورېدلی اوکړېدلې ولس دښېرازه اوبسياژوند درارسېدوپه هيله .ومن الله التوفيق