د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران د اخوندانو په وړاندې د افغان د صبرکاسه ډکيږي

حبيب الله غمخور 12.12.2012 02:58


نن  ددسمبر نهمه  مې د ډله  ايزو رسنيو په مټ خبرترلاسه کړ  چې دهرات په تاريخي ښارکي ددې ولايت ددوولسواليو  ((گلران او کهسان))  يوشمير اوسېدونکو دايرانی جلادانولخوادخپلو ۱۳ نفره ځوانانودمړودجسد سپارلوغوښتلوپه خاطر په هرات کي  د ایران  د قونسلګرۍ پر وړاندي لاريون درلود . لاریون کوونکو ويل، چې کابو دوې میاشتې وړاندې د گلران او کهسان  ولسوالیو ۱۳  تنه اوسیدونکي د ایران خاورې ته ددغريبۍ لپاره  د وراوښتوو پر مهال وژل شوي دي او تر اوسه یې لا جسدونه کورنیو ته دهغوي دمکررې غوښتنې سره  نه دي سپارل شوي .

په لاریون کی ګډون کونکو په ایران تور ولګوی چي په تیرو دوو میاشتو کې یوازي تر ۲۶ تنه زیات هغه افغانان وژلي چي غوښتل یې ایران ته سفر وکړي .

لاريون کوونکو ویل چې ایران دې د هغو دیارلس افغانانو مړي  دهغوي کورنيوته وروسپاري  کوم چې د ایران خاورې ته له ننوتو وروسته ایراني پوځیانو په بې رحمۍ او وحشيانه بڼه وژل سوي دي . ويل کيږی چي  دايران پر ضد دغه لاريون په تاوتریخوالي بدل شو او په ورته وخت کې  ئې د قونسلګرۍ په لور ډبري ویشتلي، چي په ترڅ کې د امنیتي چارواکو په وینا د کونسلګري د ودانۍ هنداري او دروازي ماتې شولې، او کوښښ یې وکړ چي قونسلګری ته ننوزي، خو پولیسو یې مخه نیولې ده .

خواحتجاج کوونکي وایي چې دحکومت له لورې د نه توجه په صورت کې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي .

واقيعيت دادی له هغې ورځې چي په ايران کښي دغربی هيوادوپه نېغ ملاتړ دوخت دشوروي نظام په وړاندي په سيمه کې دهغوي  ته دسرخوړی جولوړولوپه خاطر دغه ايراني اخوندان  واک ته ورسول،له هغې لمړی ورځي نه تر نن پورېې دافغانستان په کورنيو چاروکي دلاسوهنې اوافغان ولس سره له دښمنۍ لاس نه دی اخيستئ .ايراني اخوندانوخپلو ناولومخوته درسېدوپه خاطر تل له ژبني ،اومذهبی اړېکونه استفاده کړې اوداسلام پر نوم په سوداگری کښي نړيوال شهرت لري .همدا اوس په عربی نړې کي داسي هيوادنسته چي ايراني اخوندان دي هلته خپل کرغېړن لاس  نه وي غځولی اودهغوهيوادو دعامو وگړي دې دخپلو ناروامخولپاره پر شعيه اوسوني نه وې وېشلی  اويا ئي لا اقل ددوي ترمنځ اختلاف ته لمن نه وې وهلې . ځکه  خو په عراق ،سعودي ،مصر ،يمن ،الجزاير ،عما ن اونورهيوادو کي دولتي چارواکودوي ته  گوت څنډنه کړې او ددوي له دوستۍ نه بې زار دي .ډيره ښه بېلگه ئي همدا امريکا اونور غربي هيوادونه دي چي همدا اخوندان ئي په ځانگړې الوتکه کښي له فرانسې نه تر تهران پوري راورسول اورضاشاه پهلوی ئي تردوي قربان کړ،خو اوس ترېنه په عضاب دي . دادسی اوس ئې دنړيوال زبرځواکوسره دسيالی لپاره اټومی وسلو جوړولوته چي لمړئ گام ئي داټومی انژی  غنی کول دي ملاتړلې ده .

همدې اخوندانودافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت پرخلاف لمړۍ ښورښ دهمدې پېژندل سوی تورن اسماعيل اويوشمير نورکسانوپه مرسته  پيل کړ . په ايران کښي ئې دافغان کډوالونه چي ټول دشعيه مذهب پيروان وه ددې پرځاي چي يوتنظيم جوړکړي  نهه ((۹)) تنظيمونه ددې لپاره جوړ کړه چي په هرحالت دوي هم لکه پاکستان اويا دنړی يوشمير نورهيوادونه دافغانانوله وحدت نه ډارلري . دو ي ددې ټولو تنظيموسره مالي اومادي مرستې کولې ،افراد ئي روزل ،په وسلوئي سمبالول اودخپلو استخباراتی افسرانوپوسيله ئي ددوي هغه عملايت رهبري کول کوم چي ايراني اخوندانو غوښتل . خوپه عين وخت کښي ئي ددوي ترمنځ هم دنفاق تخم شندی اوهريوه ته ئي ويل چي تاسوتردانورو دايران ښه دوستان ياست . ددې لاس وهنواوخپلو لاسسپوڅوسره داړېکوساتلو اودهغوي په مرسته خپلو اهدافوته درسېدو سلسله ترنن پورې را اوږده سوې ده . اوايران لکه پاکستان  متاسفانه دافغان دولت په ټولواداروکي غوښتن نفوذ لري اوددې نفوذ ساتلولپاره ترارگ پوري دتورخلطولېږلوداستان لا تر اوسه نه دی ختم سوی .دوي زموږ يوشمير چارواکي رانيواي سی اوياخپل پخواني روزل سوي ددولت په مختلفو مقامونوکي  دخپلواستخباراتی امکاناتوپه مرسته ساتلاي سي،خو زموږ  ولس نسي رانيولاي ،زموږ  همدا اوس زموږ شعيه وروڼوپه ايران کي ددوي پر وړاندي ورځنۍ کرغڼ عمل اوکړنې ويني ځکه خوددودنوم له  اورېدونه نفرت لري .

متاسفانه ايراني اخوندان دخپلو ټولوامکاناتونه په استفادې سره  دلته دخپلو گټودپاللوپه موخه دافغان ولس په وړاندي  له ټولووسيلونه استفاده کړې،کډوال  زوروی ،دحقارت په سترگه ورته گوري  اويا ئي په مختلفو بهانو اونومو په دارځړوي . داپروسه داڅوکاله روانه ده ،زموږ دولتی چارواکي ددوي په وړاندي دمعينو دلايلو له مخې چوپ دي ،خو ملت بايد چوب پاته نسي .

ټول افغانان هر چيري چې  اوسی بايد دهراتی ځوانانوددې مظاهري اوايراني اخوندانولخوادافغانانوسره  دغير انساني اوغير اسلامی کړنوپه وړاندي  دنفرت څرگندولولاريون  څخه  بې ساری ملاتړ وکړي .

داڅو کاله کيږي چي ايراني اخوندان پر افغان دولت  دسياسي فشار دوسيلې اوپه ځانگړې توگه دامريکا اونړ يوالی ټولنې  پر خلاف دنفرت راپارولو په گوته په ايران کښي افغان کډوالوسپکاوی ، زورونې،زنداني کولواوپه دار ځړولوته  ملاتړلې ده،داچي دافغان دولت په وژاندي ددوي له مخالفينوسره حه ډول اړېکې ساتي اوپه کومه بڼه له هگوي سره هم مرتستې کوي دسابله خبره ده .

دا خداي ناترسه کله په سره ژمې په زرهاوو کورنۍ دټولواسلامي او انساني اصولوخلاف په زور دخپلې خاوري  نه باسي اوکله خوبيا چي زموږ زلمی ددې اخوندانودفاشستی ارگانواو استخباراتی کړيودنفرت اوکر کې په پايله کښي په يوه اوبله بهانه په دارځړېږي . دايران څخه راغلې ځني کسان لاداهم وايي ،کله چي دسپاه پاسدارانو داستخباراتي ادارې هغه څانگه چي دافغانانوسره  ،دافغان ولس پر خلاف کارکوي دځوانانوڅخه ددوي داستخباراتی کړيوسره دهمکاری اوکار غوښتنه وکړي اوياوغواړي چي هغوي دجنگی بريدونواوعملياتو لپاره ځانگړوروزنتونوته ولېږي ،چې داسي روزنتونونه په ايران کم نه دي  اوهغوي ئي ونه منې ،نوسمدواره دهيروئينودسوداگری اويابل داسي تور نيول کيږي چي ددوي دافراطي قانون پر بنياد بايد اعدام شي .دا پداسي حال کښي که يوڅوک ددغوبېچارگانونه پوښتنه وکړي چي دوي پدغه تور تورن دي ،يوبه پرې خبرهم نه وي .

نړيوال اصول خو داسي  دي چي که ديوه هيواد تبع په بل هيوادکي دکوم جرم په تور نيول کيږي، بايد هغه ته دوکيل دحق ورکولوترڅنگ دهغه اودهغه دهيواد دسفارت دکوم مامور (ديپلومات ) سره دملاقات زمينه برابره کړي .چي متاسفانه دايوکار هم ايراني اخوندان چي ځانونه داسلام ټېکداران بولي خوپه عمل کښي ددوي اواسلام ترمنځ واټنونه فاصله شته نه دی کړی . زموږ خلک اوددوي عام وگړي وايي دايوازي په څيره مسلمانان اوپه عمل کښي درنده گان دي . دوي افغان پر ساه ورکولواوپه دارځړولوخوند اخلي .

که څه هم دافغانانودفشارونوپه پايله کي درې ،څلورځله په مختلفوکچو دولتي چارواکوددې مسلې دحل اوسپيناوي لپاره ايران سفرونه کړي ،چي يوځل دکرزی صاحب دوهم مرستيال خليلی صاحب  هم تللي وو. خوهغه لاترکابله نه وورا رسېدلې چي په ايران کي افغان کډوالوچې چيغه پورته سول ،کاشکي خليلی صاحب  نه واي راغلي،همداسي دنورو چارواکوسفرونوهم افغان کډوالوته کومه گټه نده رسولې اونه هم ددوي سره دايراني چارواکوپه دښمنانه کړنه کې کوم تغير راغلي ،هغه دچاخبره داخوندانوچرگ يوپښه لري . 

زموږ  بدمرغی داده چي زموږ هغه دولتي چارواکي چي دافغان ولس  دحق ددفاع  صلاحيت او مسوليت  لری ددې تور مخو اخوندانولخوا دڅولسيزو راپدې خوا رانيول سوی اوپه استخباراتي کړيوکي تنظيم سوی دي ،ځکه خوددوي نور داصلاحيت اوجرأت  نلري چي دخپل هيوادوال دفاع وکړي ، دعوامو خبره  دوي اخيستل سوی دي .يوازی دافغانان عام خلک ملي او اسلامي دنده لري چي دايراني اخوندانو دداسي غير اسلامي کړنو په وړاندي دکرکې اونفرت څرگندولو لوي په خاطرستر لاريونونه تنظيم کړي اودافغان دولت نه په کله وغواړي ترڅوزموږ دکډوالو سرنويشت ټاکل سوی نه وي اوددوي دمړوجسدونه په افغانستان کي په عزت اودرناوي تسليم سوی نه وي،په ايران کي  پر خپل سر دافغانانوپه دار ځړولو مسله  حل سوې  نه وي ددوي سره  دديپلوماتيکو مناسبات ددوام په هکله پرېکړنده عمل  وکړي  .

که  دایراني اخوندانودغوسپکاويوته په عادي سترگه وگورواوياددوي دهغونو کرانو چي دلته په افغانستان کي ځانونه  دشعيه ورڼو اوهزارگانو يوازني مدافعين  بولي اوپردې قومي اومذهبی  تړاو دنړۍ په ټولوسياسي هټيوکښي ځان پلوري  ،تبليغ اودايرانی اخوندانودغيراسلامي اوغيرانساني حرکتونوددفاع لپاره ددوي بې ځايه دلايلوته غوږ سو، هرڅه به رانه پاته اودنړۍ وال سپکاوی سره به لاس په گرېوان يو . ددوي هر چارواکي چي په خپل هيوادکي څه غواړي دافغان کډوالوپه وړاندي سرته رسوي اوهراخوند چي ئي دلته افغانستان ته راځی موږ ته به پلارنی نصيحتواو لارښودنې کوي .دغه ته وايي ديوه هيواد دخپلواکۍ ته  سپکاوی  ،په کورنيو چارواونړيوال سياست کي بربنډه لاسوهنه .

اوس شاوخواهره اونې دپنځو ،شپږ و افغانونوسرونه پدارځړېږي اوپه زرگونوافغانان ددوي په توروزندانوکي بې سرنوشته اوبې خبره ناست دي . که ئي موږ اوزموږ چارواکي نندارچيان اوسو حالت  به تردې لاهم بدترسي.

دوي دافغانانوپه وړاندي دهرې کرغېړنې کړنې نه ځانگړې گټه پورته کوي .

راځې يوکېږو ،کنه ورکېږو .ومن الله التوفيق