د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محور ورځپاڼه: پاکستان پسې وغږېږو؛ که پاکستان پسې نه غږېږو؟!

حبيب الله غمخور 09.12.2012 03:00

 

  1. | شنبه, 08.12.2012, 12:51 PM |   (205 لیدل شوی)

محور ورځپاڼې د ولسمشر کرزي دا فرمایش منلی و، چې پاکستان پسې به نه غږېږي. اوس دې ولسمشر ووایي، په اسدالله خالد برید چا وکړ د پاکستان ترهګرو که د امریکا؟

(( د سولې په بهیر کې د پاکستان رول افغانانو ته د جنرال ضیاءالحق خاطرې یادوي، چې نن یې په هماغه انداز په نړیوالو غونډو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر ترسره کوي، خو افغان حکومت پند نه اخلي.)) شکریه بارکزۍ

ولې د کرزي د حکومت هر سړی د سولې پټ ملاقاتونه کوي؟ د جوړجاړي واحده لاره په کار ده، چې باید ایجاد شي!

د طالبانو د سولې دویم سفیر هم د افغان حکومت یو بل مهم کس په نخښه کړ. د تېر کال د ډسمبرپه شلمه هم د طالبانو د سولې لومړي سفیر د سولې عالي شورا په میلمستون کې ددغې شورا په مشر برهان الدین رباني ځان والوزاوه.

د کارپوهانو په وینا، دا دومره منظم او پلان شوي بریدونه د هغو طالبانو له وس وتلي بلل کېږي، چې نه د خپل نظام پرمهال منظم ول او نه اوس.

د سولې روان پېچلی بهیر د ډېرو شنونکو له انتقادونو سره مخ دی. د دوی په وینا په سولې بهیر کې د پاکستان ونډه، د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې مبهمه اجنډا او د امنیتي ارګانونو کمزورتیا د پنجشنبې ورځې د پېښې لامل شول.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مشره شکریه بارکزۍ وایي، طالبانو کله هم ندي ویلي چې له افغان حکومت سره سوله کوي. د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم ګڼل د افغان حکومت لویه اشتباه ده:((د سولې تګلارې تراوسه هېڅ ګټه نده کړې. یوه داسې تګلاره دې رامنځته شي، چې بشپړه افغاني وي. حکومت د پاکستان له خوا د بندیانو خوشي کول لاسته راوړنه بولي، خو له دغو بندیانو سره چا حساب وکړ، چې دوی په بند کې د طالبانو استازي ول او که د پاکستان؟ حکومت تل ناکامې پروژې پر مخ وړي. د سولې د ناکامې پروژې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ جوته شوه.))

اغلې بارکزۍ زیاتوي، د سولې روان بهیر د ډاکتر نجیب الله د سولې هغه هڅې را تازه کوي، چې هغه یې قرباني شو، خو افغان حکومت ترې پند نه اخلي. په اوس وخت کې د سولې لپاره د طالبانو استازې حنا رباني کهر ده او د مجاهدینو په وخت کې جنرال ضیاءالحق و، خو نه هغې سولې افغانانو ته څه ورکړل او نه به په روان ډول سوله افغانانو ته څه ورکړای شي.

افغانې رسنۍ او کارپوهان اوس په اسدالله خالد د برید ترشا د اصلي طراح په اړه ځکه بربنډ نشي ویلی چې ولسمشر منعه کړي دي.  

د ولسي جرګې غړي خالد پښتون محور ته وویل، په اسدالله خالد برید د سولې د تخریب لپاره و، خو دا چې د چا له خوا و، څه نه وایي:(( په اسدالله خالد برید د سولې په بهیر کې د بې اعتمادۍ د رامنځته کولو هڅه ده. خو حکومت دې د سولې بهیر جاري وساتي. د سولې بهیر په کور دننه هم زموږ له ډېرو انتقادونو سره مخ و او مخ دی، خو حکومت پام نه کوي. د سولې لپاره یو داسې تشکیل په کار دی، چې طالبان پرې اعتماد وکوي. د بې اعتمادۍ له همدې کاواکه بهیر څخه د منطقې استخبارات د بې اعتماده طالبانو په مرسته خپل پلانونه عملي کوي.))

د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي، په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان د نظر اړول لومړی ګام دی. دویم ګام د سولې د پالیسۍ تغیردی. پرون برهان الدین رباني د مبهمې سولې قرباني شو او نن اسدالله خالد:(( د سولې تغیر شوې پالیسي داده چې درېیم ګړي دې میدان ته شي. د حکومت له منځه دې د نظار شورا واکونه کم شي. افغان حکومت ته که د سولې په بهیر کې له یوې خوا طالبان ستونزه ده، له بلې خوا د حکومت په داخل کې شمالي ټلواله هم لوی مشکل دی. دوی په حکومت د طالبانو اعتبار ته زیان رسولی دی، ځکه خو طالبان هم د سولې د سفیرانو په نوم ځانمرګي رالېږي.))

د نظامي چارو کارپوه جنرال امان الله امان محور ته وویل، د سولې کمېسیون لا تراوسه سیاسي کمېسیون دی. حکومت په نوم یو څو کسان راټول کړي او د روزي یوه مرجع یې ورته تشکیل کړې ده:((لاتراوسه د اسدالله خالد د پېښې په اړه څه ویل به له وخت وړاندې خبره وي. په دې کې د څو اړخونو مداخله کېدای شي، د سیمې استخباراتي کړۍ، د لویدیځو استخبارات او یا هم طالبان. خو که دا کار هر چا کړی د طالبانو په مرسته یې وکړ، نو طالبانو سره سوله نشي کېدای. پرون یې رباني مړ کړ، نن یې د اسدالله خالد د وژنې هڅه وکړه او سبا د همداسې یو بل هڅه کوي.))

د سیاسي چارو کارپوه بریالی حکیمي وایي، د افغان حکومت له منځه د طالبانو د مخالفو ډلو دریځ طالبان له سولې وېرولي، ځکه خو د سولې سفیران د جنګ سفیران دي:(( د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه نده برابره، په دې معنا چې حکومت او طالبان په سوله کې یو بل ته سخت شرایط لري، ځکه خو یې ستونزې پرخپل ځای پاتې دي.))

………

راپور: افغان حکومت ښايي تر ۲۰۱۴ وروسته ''ړنګ شي''

د خپريدو وخت: 04:25 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391    

شننه: بحران او د افغان حکومت د نسکورېدو امکان

د افغانستان په اړه یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، ښایي افغان حکومت نسکور شي.

د افغانستان په اړه یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، ښایي افغان حکومت نسکور شي.

په بروسل کې مېشته د بحران نړیواله ډله په خپل رپوټ کې کاږي، چې افغان امنیتي ځواکونه لا هم د امنیتي چارو تر لاسه کولو ته نه دي چمتو.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي دغه راپور ته په غبرګون کې بي بي سي ته وویل چې ددغه راپور موضوع د افغانستان د کابینې په غونډه کې مطرح شوه.

نوموړی وايي چې د کابینې عمومي نظر دا و چې دا رپوټ د افغانستان له واقعيتونو لیرې دی او افغانستان دا یو سیاسي راپور بولي.

فیضي وویل چې دغه راپور دې ته زمینه برابروي، چې ځینې بهرني هېوادونه په راتلونکو ټاکنو کې مداخله وکړي.

د ولسمشر ویاند وویل چې تر ۲۰۱۴ کال ممکنه کړکېچ ته لمن ووهي او غواړي چې ځینې لوېديځې رسنۍ او دا ډول تحقیقاتي بنسټونه د رواني جګړې پرمټ دا ډول رپوټونه خپاره کړي.

خو وړاندې د برتانیا لومړي وزیر دېوېد کامېرون ویلي وو، چې د افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو روزنه پر وخت او له پلان سره سمه روانه ده.

خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند وايي د نړیوال کړکېچ ډلې او فعالیتونو ته درناوی کوي، خو د ناټو هڅه دا ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هرڅه په نورمال ډول پاتې شي.

ددغو ځواکونو ویاند ډامنیک میډلي بي بي سي ته وویل: ''زه د ناټو د یوه ویاند په توګه په دې اند یم چې ناټو له افغان حکومت سره د ثبات، امنیت او ټیکاو په راتلو کې تر خپلې وسې همکاري کوي. تر ۲۰۱۴ کال وروسته به نړیواله ټوله او ناټو له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، چې په دې سره زما په اند د کورنیو جګړو د پیلېدو وړاندوېینه ناسمه ده، چې خپله افغانان هم یوځل بیا د کورنیو جګړو پيلېدل نه غواړي.''

ناټو تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو او د افغانستان د امنیت ټینګولو په تړاو د افغان ځواکونو د بشپړې روزنې په اړه هم ډاډ ورکړ.

لکه چې د بي بي سي اندرو نارت له کابله لیکي، رپوټ خبرداری ورکوي چې افغانستان د وېجاړېدونکي سیاسي بحران لور ته روان دی او په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل لوېدیځ پلوه حکومت د ړنګېدو او حتی د کورنۍ جګړې د پېښېدو له ګواښ سره مخامخ کېدلی شي.

 

ایمل فیضي وايي دا راپور د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې څرګ لګولی شي.

د رپوټ په لیکنه، ولسمشریزې ټاکنې چې په همدې ۲۰۱۴م کال کې کېدونکې دي، که ولسمشر حامد کرزی یې د سمولو لپاره څه ونه کړي، د تېرو هغو په څېر به له درغلیو سره ملې وي.

خو رپوټ زیاتوي، افغان مشر چې د بلې دورې لپاره د ټاکنې حق نه لري ښایي هڅه وکړي د خپلې خوښې کاندید رامخې ته کړي چې یو انتخاب یې هم د ده ورور دی.

افغان حکومت دې ته سخت غبرګون ښوولی دی.

د ولسمشر یوه ویاند ویلي که نړیواله ټولنه د راتلونکي ملاتړ لپاره خپلې ژمنې عملي کړي، نو د ۲۰۱۴م کال وتل به هېڅ توپير رامنځ ته نه کړي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېد کامېرون ویلي د افغان پوځ او پولیسو روزنه له پلان سره سمه روانه ده، په داسې حال کې چې سږکال ۹ برتانوي سرتېرې د افغان پولیسو یا سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

خو ښاغلي کامېرون دا هم ویلي چې برتانیا به تر وتلو وروسته له ځانه داسې هېواد پرې نه ږدې چې پوره وي او هېڅ نیمګړتیا ونه لري.

چټیات

لکه څرنګه چې د اندرو نارت په رپوټ کې راغلي افغان حکومت د بحران د نړیوالې ټولنې رپوټ ته سخت غبرګون ښوولي او وایي دوی باید رپوټ وګوري خو د حکومت نسکورېدل یې چټيات بللي دي.

د ولسمشر یوه ویاند حامد علمي ویلي هېواد یې اوږد تاریخ لري او زبرځواکونو ته یې ماتې ورکړې ده.

"د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د چارو کارپوه شېرجان احمدزی باور لري چې د رپوټ دا څرګندونې هسې بې ځایه دومره تت انځور ورکوي."

هغه زیاتوي، د هېواد امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې او خپلواکۍ ساتلو ته تیار دي.

د ښاغلي علمي په وینا، که نړیواله ټولنه هغه ژمنې پر ځای کړي چې د توکیو په کنفرانس کې یې کړې وې نو په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به په حالاتو کې هېڅ بدلون رانه ولي.

هغه وویل افغان حکومت، ولسمشر او خلک د ۲۰۱۴ کال ولمسشریزو ټاکنو ته سترګې په لاره دي چې دده په وینا عادلانه به وي او هېڅ ډول لاسوهنه به په کې نه کېږي.

د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د چارو کارپوه شېرجان احمدزی باور لري چې د رپوټ دا څرګندونې هسې بې ځایه دومره تت انځور ورکوي.

د ښاغلي احمدزي په ګومان نړیواله ټولنه به اوسنۍ حکومت په هغه ډول یوازې پرې نه ږدي لکه چې پخواني شوروي اتحاد له افغانستانه د وتلو پرمهال د ډاکټر نجیب الله حکومت یوازې پرېښود.

 

………….

زبان فارسی عامل همگرایی ملت‌های منطقه

گستره و ریشه تاریخی زبان فارسی در میان اقوام و ملت‌های منطقه به نحوی است که می‌توان با محور قرار دادن آن، از حوادث تلخی همچون تجزیه جلوگیری کرد و بالعکس همگرایی را افزایش داد.

به گزارش فارس، در کنار بسیاری از عوامل اتحاد و یکپارچگی، زبان نیز عاملی برای وحدت بیان می‌شود. افغانستان از جمله کشورهایی است که زبان فارسی یکی از 2 زبان رسمی آن محسوب می‌شود.

هر چند فارسی‌زبانان اکثریت جمیعت افغانستان را تشکیل نمی‌دهند اما به دلایل مختلف زبان فارسی بر اکثریت مناطق این کشور سیطره دارد و مردم ولایت‌های مختلف افغانستان قادرند به فارسی صحبت کرده و بنویسند.

بخش اندکی از رسانه‌های افغانستان از زبان غیرفارسی استفاده می‌کنند و می‌توان گفت زبان غالب رسانه‌های افغانستان نیز فارسی است.

با توجه به آن که این زبان در کشورهای منطقه نیز رواج دارد، می‌تواند عاملی برای وحدت و همدلی مردمان کشورهای منطقه از جمله پاکستان، ایران و تاجیکستان باشد.

هر چند در حال حاضر زبان رسمی پاکستان فارسی نیست اما در گذشته نه چندان دور زبان فارسی در آن رونق خاصی داشت و شاعران برجسته‌ای چون اقبال به فارسی می‌سرودند.

اکنون نیز زبان فارسی در این کشور و همچنین جایگاه خاص خود را دارد و به عنوان مثال سرود ملی پاکستان به زبان فارسی است.

چندی پیش یادداشتی از قاضی حسین‌احمد یک رهبر مذهبی پاکستان منتشر شد که در آن به اهمیت زبان فارسی به عنوان عامل اتحاد اشاره شده بود و عملکرد دولتمردان پاکستان به دلیل به توجهی به این مهم و دور شدن از افغانستان نکوهش شده بود.

این رهبر مذهبی پاکستان نوشته است: «پیش از آمدن انگیسی‌ها به سرزمین هند، فارسی زبان رسمی و زبان علم و ادب در این نیم قاره بود. عده‌ای از شعرای نامور زبان فارسی نیز از همین خطه سر برافراشته بودند.

فارسی اهمیت علمی و فرهگی خود را بعد از تسلط انگلیسی‌ها بر هند برای مدت‌های طولانی همچنان حفظ کرد.

علامه اقبال، فیلسوف و شاعر نامور که در نیم قارۀ هند به دنیا آمده بود، از فارسی به عنوان وسیله‌ای برای انتشار پیام‌هایش به سایر مسلمانان استفاده می‌کرد.

اگرچه نسل جوان پاکستان از اشعار فارسی اقبال آگاهی چندانی ندارند، اما پیام‌های اقبال یکی از عوامل بیداری در کشورهای افغانستان، ایران و آسیای مرکزی بوده است.

برای تجزیه مسلمانان، انگلیسی‌ها ابتدا دانشجویان مدارس رسمی را از فرا گرفتن زبان قرآن یعنی عربی محروم کردند و سپس انگلیسی را جایگزین فارسی کرده تا باشد رابطۀ مسلمانان هند را با دنیای وسیع فارسی‌زبان قطع کنند.

فارسی از زمان‌های باستان، زبان رسمی، علمی و فرهنگی سرزمین افغانستان بوده و اکثر پشتون‌ها هم به حاکمیت آن ارج میگذاشته و فقط به تکلم به زبان پشتو در محلات خود اکتفاء میکرده‌اند.

فارسی در «صوبه سرحد» (مناطق پشتون‌نشین پاکستان) نیز همیشه زبان علم و ادب بوده است.

من تحصیلاتم را از با زبان شیرین فارسی آغاز کردم. تمام نوشته‌ها و مکاتبات پدرم به فارسی بودند. اجداد من صدها سال در کار قضاوت بودند و تمام اسناد باقیمانده از آنان به زبان فارسی است.

غربی‌های امپریالست پس از زبان عربی، زبان فارسی را هدف قرار داده تا مسلمانان را تقسیم کنند و به همین دلیل از حرکات قومگرایانۀ برخی پشتون‌ها حمایت کرده تا میان پشتون‌ها و فارسی‌زبانان شکاف ایجاد کنند.

نادرشاه و پسرش ظاهر شاه که خود پشتون بودند نه تنها فارسی را زبان خانوادگی خویش بلکه آن را به عنوان زبان رسمی و آموزشی افغانستان پذیرفتند. از خانوادۀ سلطنتی عده‌ای انگشت شمار هم نمی‌توانند به زبان پشتوی روان سخن گویند و اکثر قبایل پشتون در ادبیات از فارسی بهره می‌گیرند.

قبل از هجوم روس‌ها به خیوه و بخارا، فارسی زبان رسمی آن سرزمین‌ها بود. مردم ترکیه نیز اغلب مسلط به زبان فارسی بودند.

نوشته‌های مولانا به این دلیل به فارسی بود که زبان رسمی آسیای مرکزی، ایران، خراسان (افغانستان) و هندوستان فارسی بود.

بعد از اضمحلال حکومت‌های خیوه و بخارا، به بهانۀ موجودیت لهجه‌های مختلف ترکی، روس‌ها آسیای مرکزی را به کشورهای ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قیرغیزستان و آذربایجان تجزیه کرده و روسی را جایگزین زبان فارسی کردند.

هر چند انشالله افغانستان تجزیه نخواهد شد اما تلاش‌های فراوانی در جریان است تا تنش‌های زبانی را در این کشور دامن زنند تا همزیستی مسالمت‌آمیز میان فارسی‌زبانان و پشتون‌ها غیرممکن شود.

برای خنثی نمودن چنین تحرکاتی ما جنبش ضد جدایی‌طلبی را در هر افغانستان و پاکستان به راه انداخته بودیم. با وجود موفقیت های آن جنبش، ولی بخاطر بیخردی زمامداران پاکستان اکثر مردم افغانستان اکنون پاکستان را دشمن و هند را دوست تلقی می‌کنند.

اکنون لازم است تا زمامدران پاکستانی در سیاست خود در قبال افغانستان بازنگری جدی کرده تا نشود که این 2 کشور بر بنیادهای زبانی تجزیه گردند. با داشتن دین، تاریخ و فرهنگ مشترک، مردمان این 2 کشور می‌توانند که یکدیگر را در آغوش کشیده و سد راه تجزیه شوند.»

روابط 2 کشور افغانستان و پاکستان در سال‌های اخیر فراز و نشیب‌های زیادی به خود دیده است و آن گونه که قاضی حسین احمد نوشته است، زبان فارسی می‌تواند بهانه‌ای باشد برای گردهم آوردن این 2 ملت.

همچنین چنین استنباط می‌شود که دسیسه‌هایی برای تجزیه افغانستان به بخش‌های پشتون‌نشین و غیرپشتون نیز وجود دارد.

کشورهای افغانستان، تاجیکستان و ایران اکنون بر محور همزبانی، همکاری‌های مشترکی را آغاز کرده‌اند که دامنه این همکاری‌ها می‌تواند به کشورهای دیگر مانند پاکستان نیز گسترش داده شود.

…………….

14 عقرب 1391 15:52

حامد کرزی : لشکر کشی امریکا به افغانستان برای تامین منافع واشنگتن

رئیس جمهوری افغانستان حضور کشورهای غربی از جمله امریکا در کشورش را در جهت تامین منافع اشغالگران دانست .

به گزارش ایرنا، حامد کرزی رییس جمهوری افغانستان امروز در دیدار با مسئولان رسانه های این کشور در کاخ ریاست جمهوری تاکید کرد که کشورهای غربی به فرماندهی امریکا برای مبارزه با تروریسم در این کشور حضور ندارند بلکه برای تامین منافع خود به افغانستان لشکرکشی کرده اند .

حامد کرزی در این دیدار گفت، کشورهای غربی نباید به بهانه حضور خود در افغانستان، به منافع و امنیت این کشور صدمه وارد کنند .

رییس جمهوری افغانستان افزود، کشورهای غربی در برخی موارد تلاش می کنند، ازنظر روانی دولت کابل را زیر فشار قرار دهند و با امضای قراردادهای امنیتی، اهداف نظامی خود را در افغانستان پیگیری کرده و ضمن استقرار پایگاههای نظامی، نظامیان خود را تحت پوشش مصونیت قضایی در این کشور قرار دهند.

کرزی گفت، کشورهای غربی همچنین برای تحمیل خواسته های خود درباره مسایل و موضوعات مربوط به کشورها، افغانستان را تحت فشار قرار می دهند.

رئیس جمهوری افغانستان از رسانه های افغانستان خواست که با تقلید از رسانه های غربی به روح و روان مردم صدمه نزنند و به مطالبی که در مطبوعات غرب منعکس می شود، باور و اطمینان نکنند .

کرزی با اشاره به اینکه در سال های اخیر انتقادهای بسیاری از وی در مطبوعات صورت گرفته است ، گفت، برخی از این انتقادها بجا و برخی هم غیرمنصفانه بوده است، اما من از این مسایل شکایت نکردم. وی افزود آزادی بیان در افغانستان در تمام منطقه بی نظیر است و آرزو دارم که هرچه زودتر از ریاست جمهوری کنار بروم تا نظریات خود را آزادانه بیان کنم.

 

د ډیورنډ په اړه د شمال د ټلوالې او پاکستان همغږي

د ډیورنډ په اړه د شمال د ټلوالې او پاکستان همغږي

په دې وروستیو کې په مغرضانه ډول د ډیورنډ موضوع مطرح کړاۍ شوه. پداسې حال کې چې د ډیرې مودې راهیڅې د هیواد د اقلیتونو تش په نامه مشرانو که هغه عطا محمد نور دې او که دوستم که ضیا مسعود دې او که محقق په بیا بیا د خپلو ګټو لپاره یاده موضوع یادوله او غوښتل یی چې باید پاکستان سره پرې خبرې او بالاخره ومنل شي.

په عمومي ډول د اکثریت په پرتله اقلیتونه چې هر چیرې وي د هاغه هیواد ملي ګټو ته ډیر تعهد او وفاداري نلري ولې په ډیرې مواردو کې د افغانستان د اقلیتونو استازي یا مشران د بې شرمۍ او ملي خیانت حد ته رسيدلي.افغانستان یواځینې داسې بدمرغه هیواد او پښتانه داسې بدبخته اکثریت دې چې خپل کور کې بې واکه او برخلیک ټاکونکي یی اقلیتونه دي.

د همدې ډلو لخوا پښتانه پرته له کوم دلیله د پاکستان د جاسوسانو په توګه یادول کیږي خو کله چې دوۍ وغواړي د پاکستان سره نږدې اړیکي ولري نو دا بیا ددوۍ سیاسي تاکتیک بلل کیږي. په دې نږدیو کې د پاکستان مهمو چارواکیو د شمال ټلوالې د مشرانو سره بیا بیا لیدنې کړي. ویل کیږي چې کابل کې د پاکستان سفیر چې د ټلوالې سره د اړیکو دنده ورسپارل شوې په دې هکله ډیر پرمختګ کړې. پاکستان چې د لاپخوا څخه یی د ډیورنډ دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو په سیاسی، کلتوري او ټولنیزه توګه ځپل اساسي پالیسي وه اوس غواړي چې د افغانستان لږه کي هم ځان سره شریک کړي.

داسي ښکاري چې حتی پخوا هم د پاکستان او د هیواد د لږه کيو ترمنځ کوم تفاهم موجود وو. خپله حکمتیار هم یو وخت وویل چې پاکستان نه غوښتل چې یو غښتلې پښتون دې د افغانستان مشر اوسي او دده په وینا د ډاکټر نجیب د رژیم د سقوط نه وروسته یی د نوموړي مخالفت او ځپل پیل کړ.

بلخوا د امنیت پخواني مشر امرالله صالح چې ظاهراً یی ځان د پاکستان ستر مخالف ښودلو ولې داسې ښکاري چې د پردې تر شا دې ښاغلي هم د پاکستان سره کوم تفاهم درلود او د پښتنو ځپلو او هم د افغانستان روان کړکیچ کې پاکستان ته د ډیرې ونډې ورکولو لپاره خپل رول ولوبولو.

د ډیورنډ موضوع د افغان اولس په وجود داسې یو ژور زخم دې چې وینه ترې بهیږي خواوس مهال یی مرهم نلري. خو تر هاغه مهال چې دغه زخم رغیدلې نه وي تر هغې نور وجود هم سمه ورځ نلري.ددې نه علاوه د اولس لپاره دا د ناموس مسله ګرځيدلې او دغه اولس هیڅکله هم حکومت ته دغه ( Mandate) اعتبار یا اختیار ندې ورکړې چې په دغه ستره تاریخی ، حیاتي او برخلیک ټاکونکې موضوع دې کومه پریکړه وکړي. او پدې د کرزي صیب اوسنې حکومت ښه پوهیږي. همدا دلیل وو چې د بهرنیو چارو وزارت په همدې اړه خپل غبرګون کې وویل چې : "د ډیورنډ کرښه افغانانو ته تاریخي ارزښت لري. دافغانستان دولت د یادې کرښې په هکله هر راز ویناوی ردوی او هغه بی ربطه ګنی".

اوس د هیواد د لږه کیو دغه تش په نامه مشران دې لږ شرم وکړي او دهیواد دغه تر ټولو ستره ملي مئسله دې د خپلو پلیدو ګټو لپاره نه کاروي او چې اوسنې افغان حکومت ځان ددې جوګه نه ګڼي نو دغه د پردیو لاسته ناست د ګوتو په شمار څو تنه هیڅکله هم ددې موضوع د رابرڅیره کولو حق نلري. اوس مهال هیواد یو باثباته، قوي او پر خپلو خپو ولاړ نظام ته اړتیا لري چې په داسې نازک حالت کې ددا رنګه سترې موضوع رابرسیره کول په هیڅ وجه د هیواد او اولس په ګټه نه ده.

که څه هم د ډیورنډ د دواړو خواوو ولسونه د دغه تاریخي او ددوۍ د هویت د مسلې اختیار لري خو دوۍ نه دغه کرښه پخوا منلې او نه به یی په راتلونکې کې ومني.

پاکستان: لا هم ځیني افغان ډلې له طالبانو سره د پخلاینې مخالفې دي

  1. | یکشنبه, 11.11.2012, 06:43 PM |   (122 لیدل شوی)

تاند- په کابل کې د پاکستان سفير

یر وايي هیواد یې هیله لري چې د حقاني د ډلې په شمول به د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان سولې ته وهڅوي خو اندېښنه لري چې په افغانستان کې د طالبانو مخالفې سیاسي ډلې به د پخلاینې هلې ځلې تخریب کړي.

د پاکستان سفیر محمد صادق له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې یادونه وکړه چې امریکا ته ښه دا ده چې د پوځي قوې په وسیله د وسله والو یاغیانو پر مشرانو د حملو پر ځای له یاغیانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د پاکستان سفیر دا څرګندونې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا تر سفر مخکې وکړې. ټاکل شوې ده چې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی په یوه اوونۍ کې پاکستان ته لاړ شي او د دغه هیواد له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.

د سولې پلاوي ویلي چې پاکستان ورسره د عملي مرستې ژمنه کړې ده.

افغان پلاوی به، چې له طالبانو سره د خبرو د لارې د اوارولو لپاره د پاکستان مرسته غواړي، په پاکستان کې د طالبانو له بندي مشر ملاعبدالغني برادر سره هم وویني.

د پاکستان سفیر سره له دې چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د ځینو افغان ډلو د مخالفت یادونه وکړه، په عین حال کې وویل چې تر دوه کاله پخوا اوس په افغانستان کې پر دې زیات یووالی لیدل کېږي چې له طالبانو سره باید روغه جوړه وشي.

ده زیاته کړه:«لا هم ډېر مهم کسان، چې له طالبانو سره جنګېدلي دي، نه دي حاضر چې له طالبانو سره خبرې وکړي او موږ له دوی سره پر دې مسلې کار کوو.»

د پاکستان د سفیر ښاغلي صادق اشاره د شمال د پخوانۍ ټلوالې غړیو ته وه، چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا له لوري د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د افغانستان پر ټولو چارو واکمن کړای شول. دوی اوس نه یوازې د دولت پر ټولو اورګانونو مسلط دي، د ملي او دولتي شتمنیو د لوټلو له کبله د هیواد اقتصاد هم په کنټرول کې لري.

سره له دې چې کرزي د سولې د عالي شورا مشري او واک په دغو ډلو پوري یوه اړوند کس ته سپارلې خو دا ډلې له طالبانو سره د خبرو حق خپل بولي او وايي چې هر ډول خبرې باید له دوی سره وشي.

د سیاسي چارو ډېر کارپوهان وايي، له طالبانو سره د خبرو مخالفې ډلې تر هغو خپل دریځ نه بدلوي چې د طالبانو د حملو له کبله زیان ونه ویني.

طالبان یوازې د جنوب او ختیځ قومي او دولتي مشران وژني خو داسي ښکاري لکه چې د شمال له پخوانۍ ټلوالې سره یې غیررسمي اوربند کړی وي.

په تېرو لسو کلونو کې طالبانو د جنبش، وحدت او جمعیت ګوندونو پر چارواکو حملې نه دي کړي. د جمعیت دوه قومندانان وژل شوي خو ویل کېږي چې د هغوی په ترور کې د مخدرو مواد قاچاق او خپلمنځي مسایلو رول لرلی دی.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر تاکید وکاوه:« موږ به ټولې یاغي ډلې وهڅوو. موږ به د افغانستان ټولې مخالفې وسله والې ډلې تشویق کړو چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.»

ده زیاته کړه:«زما په فکر د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په برخه کې یو شی ثابت شوی او هغه دا دی چې وژنو هغوی کمزوري کړي نه دي ځکه چې دوی د هر قومندان پرځای، چې وژل کېږي، فوراً بل ټاکي. دوی کولی شي چې په یوه یا دوو ورځو کې د خپل وژل شوي قومندان متبادل ومومي.»

د پاکستان سفیر یادونه وکړه چې امریکا باید په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له تجربې زده کړه کړې وای.

«دوی کسان لري. د کسانو په وژلو دوی نه کمزوري کېږي. شورویانو یو یا دوه ملیونه خلک ووژل خو په دې وسیله د دوی پرخلاف جنګېدونکي کمزوري نه شول.»

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان هیله څرګندوي چې بارک اوباما به د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې له طالبانو سره د سولې بهیر په جدي ډول تعقیب کړي.

د دوی په وینا اوباما تر انتخاباتو مخکې نه شوای کولی چې طالبانو ته په خبرو کې امتیاز ومني.

امریکا تېر کال په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې خو د اعتماد د رامنځته کولو لپاره یې د طالبانو ابتدايي غوشتنې ونه منلې.

طالبانو په لومړي پړاو کې له ګوانتنامو څخه د خپلو څو تنو بندیانو د خوشي کېدو او په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانستلو غوښتنه کړې وه.

…………..

2012/11/جنرال-رازق دګډي پولي٥٠٠فرعي-لاري-تړل-س/

November 11, 2012

دکندهار دامنې قوماندن وايي دکرښې کوزه خوا دپاکستاني پوځ لخوا طالبان روزل کيږي اوپه کابل کي ناست چارواکي له پاکستان څخه غوښتنه کوی چې دويته دسفر پاسپورتونه برابر کړي ،يعني په لويلاس ئې دپاکستاني چارواکو غېږ ته ورټېل وهی ،غ

11 Nov 2012, 2:51

سره له دي چې د کندهار، زابل او پکتيا ولايتونو سرحدونه د ګاونډي هېواد پاکستان سره پراته دي او ويل کيږي چې

ددي پولي ډېري برخي يې خالي پاتي دي او وسله وال طالبان ترې را اوړي.

د کندهار امنيه قومندان او سرحدي پوليسو د دريم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق وايې چې د ګاونډي  هېواد پاکستان سره تر څلور سوه کيلومتره زياته پوله يې تر کنټرول لاندي ده او هغه چې پاتي دي پرې کار روان دى چې شاوخوا په دوه کلونو کې به پاتي ستونزي هم له منځه يوسي.

دده د معلوماتو له مخي چې پر دي سرحدونو شاوخوا پنځه سوه فرعي  لاري ايله دي  او دوى هڅه کړي چې د وسله والو طالبانو د اوښتو مخه ډب کړي.

((دا مهال پاکستان او افغانستان د ګډي پولي په خوا کې پنځه سوه فرعي پولي لري او دا پولي يې تر ډېره تړلي دي او لا هم ځيني ستونزي سته دي.))

بل خوا ته جنرال رازق وايې چې د سرحد پوري غاړي ته په ګاونډي هېواد پاکستان کې د پاکستانيو سرتېرو په خوا کې وسله والو طالبانو د افغان جګړي کولو لپاره د زدکړي مرکزونه پرانيستل سوي دي او وروسته له زدکړو څخه يې افغان لوري ته استوي.

هغه په ټينګار سره وويل چې د ګاونډي هېواد پاکستان په توبه، باديني، ګلستان او ځينو نورو سيمو کې ښکاره مرکزونه لري او دا مرکزونه يې د پاکستانيو فوځونو سره په خوا کې جوړ سوي دي.

((د پاکستان سره ګډي پولي ته څېرمه په توبه، ګلستان، باديني او ځيني نورو سيمو کې وسله وال طالبان د پاکستانيو فوځونو سره په خوا کې زدکړي کوي او دا زدکړي پاکستان ورکوي)).

 هغه دا څرګندوني وروسته له هغه وکړي کله چې ترې وپوښتل سول چې ولي د ګاونډي هېواد پاکستان څخه د وسله والو طالبانو د را اوړيدو مخه نه نيول کيږي.

هغه وايې چې دا مهال د کندهار او هلمند ولايت تر منځ د ښورابک په وروستيو کې د بې بې جاني په نوم پوله خالي پاتي ده کومه چې اوس ورته نوي پلانونه د هلمند له لوري نيول سوي  دي.

 November 11, 2012.

……………

محور ورځپاڼه: ايران په نيمروز کې د تېلو افغان پلټونکي وژلي دي

  1. | یکشنبه, 11.11.2012, 03:41 PM |   (190 لیدل شوی)

ایراني راکټ ویشتونکي د ګلران په هغه سیمه بریدونه کوي، چېTARRISEIS (ټرېسيس) کاناډایي کمپنۍ پکې د تېلو د سرچینو سروې پیل کړې ده.

افغان حکومت دغې کمپنۍ ته ۱۰ میلیون ډالر ورکړي، چې د لویدیځ په حوزه کې د تېلو سرچینې سروې کړي. د ایران پوله ساتونکو پوځونو په ( رباط) کې په هغه کاروان هم برید کړی چې ګلران ته یې د سروې مشینري انتقالوله او د  کمپنۍ ۸ افغان کارکوونکي په دغه برید کې وژل شوي دي.

په نيمروز خاوره د ايران راکټي بريدونو په کابل کې حکومت او مېډيا سخته پارولې، خو د نيمروز خلک دغه بريدونه د ايران لومړنۍ تخريبي هڅه نه ګني. ځايي خلک وايي په تېرو دوو مياشتو کې ايران په نيمروز کې ګن وسله وال ګروپونه ګمارلي او ددې سيمې په نا امنۍ کې د طالبانو او نورو اورپکو رول لوبوي.

اوسنی بريد په هغه کمپنۍ شوی چې د افغان دولت په غوښتنه يې د نيمروز په سرحدي سيمه کې د تېلو سرچينې سروې کولې.

د ترېسيس کاناډايۍ کمپنۍ له خوا ترسره کېدونکې دې سروې ته (سیسمکس) ویل کېږي، چې افغان حکومت ورته د نومبر ۱۸ د تکميل وروستۍ نېټه ټاکلې، خو د ایران پوځي بريدونو نه يوازې سروې ټکنۍ کړې، د کمپنۍ کارکوونکو ته د سر زيانونه هم وراوښتي دي.

د نومبر په ۶ ددې کمپنۍ په کارکوونکو د ايرانيو پوځيانو په برید کې ۸ افغان انجینران ووژل شول. له هغې وروسته د کورنیو چارو وزارت په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره (۴۰) ساتونکي ځای پرځای کړل، خو د کمپنۍ مشرانو د ۳۰۰ ساتونکو غوښتنه کړې ده.

د نومبر په ۷ یعنې د تېرې چهارشنبې په ورځ له ایران سره د نیمروز په سرحدي سیمه (رباط) کې هغه مهال اته توغندي ولګېدل، چې کاناډایي کمپنۍ له يادې سيمې ګلرام ته د سروې مشینري انتقالوله.

ځايي اوسېدونکي وايي، له هغې راهيسې چې په سيمه کې د ځمکتلو سرچينو د پلټنې اوازې خورې شوې ايراني پوځونو په نيمروز، هرات او ورڅېرمه نورو سيمو کې نا امنيو ته زور ورکړی، وسله وال ګروپونه يې ګمارلي، ماينونه خښوي او چاودېدونکي توکي رالېږي. يوې سرچينې ويلي، چې ايران په نيمروز کې ځينو اورپکو ګروپونو ته پيسې او البسې را استولې، چې چريکي جګړې پيل کړي. دغه سرچينه وايي، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د نيمروز په کليوالو سيمو کې حالات ترينګلي شوي او ناپېژاند وسله وال خلک ګواښي.

خو د نیمروز والي سرور ثبات د کاناډایي کمپنۍ په کارکوونکو برید ردوي او زیاتوي:(( د رباط په سیمه کې لسګونه توغندي لګېدلي او دې بریدونو څو ساعته دوام درلود. اوس مو دې پېښې ته پلاوی ټاکلی او له ایراني لوري سره یې خبرې هم کړې دي. ایراني لوري ویلي، چې دا یو قصدي برید نه و، زموږ نظامي تمرینات و، چې سهواً دا مرمۍ  د افغانستان خاورې ته اوښتې دي.))

ځايي خبريال شامحمود درانی وايي،  نیمروز ته  د تېلو  سروې د کمپنۍ له راتګ سره د ناپېژانده وسله والو یو خونړی ګروپ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دی د کمپنۍ کارکوونکي ګواښي، سروې کوونکو ته ماينونه خښوي او ځايي خلک سخت اندېښمن دي.

څلور میاشتې وړاندې د افغان تاجک په پوله د همدې سروې د لومړنیو کارونو پرمهال هم د وسله والو په يو برید کې ۲ انجینران وژل شوي و. tand

دا مهال د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د یاغي ډلو او د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي فعالیتونه کوي چې وخت نا وخت افغان حکومت ته سرخوږی جوړوي. خو د ایرانۍ  وسله والې ډلې خبره نوې ده.

دغه سروې په ۳۰۰ کیلو متره ځمکه کې ترسره کېږي، چې د لویو ځانګړو موټرونو په واسطه لومړی ځمکه کتل کېږي او وروسته د ځمکې د تل په اړه چې د تېلو د شتون اټکل يې کېږي، څېړنه کېږي. دغه سروې دوه میاشتې دوام کوي.

د کانونو د برخې کارپوه جاوید نوراني محور ته وویل:(( افغان حکومت دې ددې ستراتیژیکې ،حیاتي پروژې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي، له کمپنۍ سره په مشوره دې د هغوی د ساتنې لپاره کافي ځواکونه واستوي. زما په نظر دغه پروژه په ټاپي هم اغېز لرلی شي، که حکومت یوازې دوه میاشتې د امنیت نیولو سم پلان جوړ کړي د افغانستان دا لویه پروژه له ناکامۍ ژغورل کېدای شي.))

تردې وړاندې هم ايران له امريکا سره د افغانستان په ستراتيژيک تړون خواشيني ښودلې او ګواښ يې کړی و، چې دا چاره د ايران سياسي حيات ته ګواښ دی.