د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا د انگليسی چارواکو د پرېکړې برکت دی !

حبيب الله غمخور 06.12.2012 03:07

 

فرمانونه دافغان زورېدلي ولس هيڅ دردنسی دواکولاي ، اړينه ده چي دولتي اداره له ملت نه ليري اوپه فسادکي ماهروکسانوله شتون څخه پاکه شي .

 د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ددسمبر پر دوهمه په یوه حکم کې له بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې د پای ته رسولو اود بې برخلیکو بندیانو د دوسیې د بشپړېدو غوښتنه وکړه .

په فرمان کي راغلي چې د افغانستان په محکمو او محبسونو کې ډېر شمېر بندیان بې له دې چې دوسیې یې بشپړې شي او برخلیک یې مالوم شي، پراته دي او له بلې خوا ډېر شکایتونه اورېدل کېږي چې په توقیف ځایونو په تېره بیا د ملي امنیت په توقیف کې متهمان سخت شکنجه کېږي . تاند

دايولس کاله په زندانوکي له زندانيانوسره بد چلند سوی اوپه زندانوکي ډير کسان دمحکمې دپرېکړې په انتظار کلونه تيروی ،خوکرزی صاحب هيڅکله  هم دې مسلې ته فکر نه دی کړي،په تویزيونی پروگرامونوکښي موليدلې چي دبې سرنويشته زنداني مور سره بېگناه ماشوم هم په زندان  اودزندان په شرايطو لويږې اوله هر ډول ازادی نه دمور په گناه ، سره لدې چې دهغې دجرم په هکله هم کومي محکمې پرېکړه نده کړې محرم دی  .ددې خبرې پخلی دکزی دادوهم ځل صادر سوی فرمان کوي  .

ددسمبردمياشتي پر دوهمه  مې په  ډله ايزورسنوکي واورېدل  او ولوستل  چې کرزی صاحب وايي : پولیس او ملي امنیت دې متهمان نه شکنجه کوي .

په هغه خبر کي چي دتاند ويب پاڼي پر تنبدی مې ولوست راغلي وه : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په یوه حکم کې له بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې د پای ته رسولو او د بې برخلیکو بندیانو د دوسیې د بشپړ ېدو غوښتنه وکړه .

د افغانستان په محبسونوکې ډېر شمېر بندیان بې له دې چې دوسیې یې بشپړې شي او برخلیک یې معلوم شي پراته دي .  د کرزی صاحب  په حکم کې سترې محکمې ته هم ویل شوي چې د هغو بندیانو دوسیې دې د محکمو له لوري په جدي ډول وڅېړل شي چې د راپورونو له مخې له یوولس کلونو راهیسي د ابتدایه، استیناف او تمیز دمحکمو فیصلو ته انتظاردي .

داډيره ښه خبره ده چي خپله ښاغلي کرزی پر دولتي فسادچي همدا ښاغلی ئي دمشرتابه وياړ په غاړه لري اعتراف کوی اودامنی چي عدلی او امنيتی ارگانونه دخپل ولس سره څومره ناوړه چلند کوي ؟ دايولس کاله افغان ملت چيغي وهلې خو چانه اورېدې اوکه به دنړيوالوسازمانولخواکومه اعلاميه خپره سول  ،دوي به ورته دافغانستان په کورنيو چاروکي دمداخلې الاس وهنې نوم ورکړ اوهغه به ئې ددوي په وينا له واقيعت اوحقيقت نه ليري وبلل  اويابه کرزی صاحب ويل چي زموږ پر خلاف رواني جگړه روانه ده .

اوس معلومه سول چي رواني جگړه نده روانه بلکي ملت نه يوازي په زندان کي کړېږي  بلکي چي ورته دولتي چارواکي ازاد ژوند وايي دلوږ ي ،بې امنيتی ،بېکاری اوروغتيايي اونوروهغو  ټولنيزو مرستونه نه محرونم دی چي دولت ئې دقانون له مخې په سرته رسولو مکلف گڼل کيږ ي . په بشريت په تايرخ کښي  دظلم اوملت سره دجفاداسي بڼه  نسته چي په دې څوکلونوکښي دي پر افغان ولس روانه وي بلل سوې .

کله چي نړيوالوخپلې مرستې اوملاتړ دعدلي ارگانوپه اصلاح اوقانون دتطبيق سره وتړلې اويوشمير نړيوالو سازمانوپه افغانستان کي ددولتي فساد اودولتی انارشی دپياوړتياپه هکله راپورونه خپاره کړل ، همدې ښاغلي کرزی صاحب ددې کال داسد په مياشت کي سمدواره  يوفرمان صادرکړ اوپه هغه کښي یې د فساد د مخنیوي لپاره بېلابېلو دولتي ادارو ته دنوودندوسپارلوترڅنگ پرسترې محکمې ږغ  وکړچې د اداري فساد اودمځکو دغضب ټولې دوسیې په شپږو میاشتو کې دننه بشپړې کړي اوداسي نوري دندې  .

جالبه  دا ده په  فرمان کې لوې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې وه چې د یوې میاشتې په اوږدوکې په توقیف ځایونوکې د ټولو بندیانو قضیې د څارنوالیو له خوا وڅېړ ل شي،له مادي دلایلو پرته دې دتوقیفولو مخه ونیول شي اوپه توقیف ځایو نوکې د بندي شویو کسانو بشپړ لیست  د تور له توضیح سره یوځای برابر او عدلي او قضايي کمېټې ته وړاندې شي .تاند

ديادولووړئې بولم هغه فرمان کرزي صاحب پر يخ وليکه چي دا لمر را وخوت يخی ويلي وفرمان اوبويوړ ،تراوسه بيادخپله کرزی صاحب په گډون دهغه فرمان پوښتنه چانده کړې .

دادې يوځل بيادنړيوالواوپه ځانگړې توگه دانگليسي چارواکوغوڅ جواب اوگوت څنډنې،کرزی صاحب ديوبل فرمان صادرولوته مجبورکړ . کرزی صاحب په خپل دې نوی فرمان کښی له يوې خواڅارنوالی ته برأت ورکوی اودهغوي بار دکورنيوچارو وزارت او ملي امنيت رياست پر غاړه اچوی،خوددې ترڅنگ داهم منی چي دده يوفرمان اوحکم هم دده له دفتردهغه ميزنه وړاندي دکوم شاته چي کله کله خپله کښېنې دمنلو وړنه دی  اونه ئي څوک عملي کوي .

دادی دهمدې جمهور رئيس کرزی صاحب دپخواني فرمان  نه څلو رمياشتی وروسته دانگلستان دحکومت دگوتنيونې په برکت يوازي ځانته دخلاصون دلاري لټولوپه خاطر ترډيره بريده  پخوانی ته ورته فرمان  ئې دوهم ځل  صادر کړ .

دبلې خوا ددې ټولوستونزو اومشکلاتوسره پدې ورستيو ورځوکښي يې گورو همدا کرزی صاحب  چي امريکا پر افغان ولس تپلی دامريکا اونړيوالي ټولنې  پرخلاف ئې دراتلونکوانتخاباتونه دناوړه موخولپاره داستفادې په خاطر دافغانانو پر ملي مذهبی احساساتوباندي سياسي سوداگری بازار  تود ساتلی  اوپه خرپ دهغوي لخوادامريکا اونړيوالي ټولنې پر خلاف دډله ايزورسنيوپه مرسته  غولونکی تبليغات روان دي .دامې پدې خاتر وويل چي غولونکی  چې همدا اوس هم دبهرنيو دملاتړ پرته يوگړی پر دغه مقام چي ورسپارل سوی نسي پاته کېداي .

زه پوهېږم چي ددې ډول تبلغاتو بازار ولي تود سوی ؟ ځکه مې دافغان ليکوالو اوپه ځانگړې توگه خپلواکه ځوانانونه هيله داده چي ملت ددې نوی ، خود زاړه ميتود نه په استفادې سره دادملي گټوپرخلاف ماهرانه تبليغاتوماهيت افغان ولس ته بربنډ کړي . زه دافغان  ولس دملي گټواوافغانستان  دنړیوال اعتبارپر خلاف  دهيچانه دفاع نه کوم ،زه دغه اوسنۍ دامريکااونړيوالی ټولنې پر خلاف په يوه اوبله بهانه تبليغ اوسرټکونه صادقانه  نه بولم دايوه معامله چي دافگان ولس دغولونې،خپلو اوهمدې بهرنيو هيوادو دگټوساتلوپه موخه کيږي . دټولی نړۍ خلک سياستمداران ندي هغوي وايي موږ مرستې درسره کوو اوستاسو جمهور رئيس او انډيوالانوئي په موږ پسې را اخيستې ده .

داډيره مشکله او ناشونې ده چي دا ټول تاريخ اودادڅولسيزوراپدې خواپيل  سوی داستان سړۍ ورته تشريح کړي ،ځکه نودلته په بهرکي افغانان دبې پاسه خلکوپه نوم ټکول کيږي ،چي داسي نده . همدغه ټکی  چي په نړيواله کچه خلک له افغانانوڅخه بيزاره کيږ ي ملي خيانت اودملت سره جفاده .

تاريخ ثابته کړه چي افغانان باپاسه خلک دی ،هغوي ديوچاد ډير لږ احسان په مقابل کښي ډير قيمت پرې کړی دئ .پدې خاطرهيڅوک داحق نلری چي دنړيوالوپه ذهنيت کښي افغان ولس وټکول سي اوخپله بياکله د وزيرفتح خان اوکله دامان الله خان اسويسابل تاريخي شخصيت په نوم جوړ سوی مډالونه اونښانونه  همدې دامريکا اونوروهيوادو جنرالانو او سفيرانو ته ورکوي .

حقيقت دادی چې دوې په خپلو دا ډول تبلېغاتو چي که ئې زه يوازي  ددغوتبليغاتوعنوانونه دلته وليکم دليکنې نه به کتاب جوړ سي اودبلې خوابه تکراروي . په يوه خبره کرزی صاحب  غواړي دافغان ولس له مغزونه دځان په وړاندي  ديولس کلن نفرت اوکرکي احساس  ورک اوهرڅه ورنه هير کړي ،تر څو يوځل بيادا ولس دخپلو موخولپاره وغولوي .

موږ ئي گوروکله چي نړيواله ټوله دافغان دولت په وړاندي دخلکو دحقوقوددفاع په خاطر کومه خبره وکړي اوياکوم راپور نشر کړي  چي دا ښور خوروي نو دکرزی صاحب  لخوافرمان صادر شي .

حقيقت خو دادی چې دافغانستان داساسي قانون له مخې جمهوررئيس چي اوس کرزی صاحب دی دافغان ملت په وړاندي مسوليت لري .دادهغه قانونی دنده بلل کيږي چي دافغان ولس حقوقونه دفاع وکړی او دقانون پر پلي کولو دنظارت اوکنترول  قانون مسولت پر غاړلري .

زموږ په باور فرمان  دصادرولوته کومه اړتيانستۀ ځکه  دافغانستان داساسي قانون په دویم فصل ((د اتباعو اساسی حقوق او وجایب)) په برخه کې داټول مسايل په ساده الفاظو ليکل سوی اونه يوازي دامنيتی ارگانوبلکې ددې تپل سوی عدلی ارگانووظايف اودندي هم په گوته سوې . اودبلې خواکه موږ وايو چي داسلام مقدس دين اوشريعت ته ژمن عدلی ارگانونه  لرو؟ نوداسلامی ارشاداتواودشريعيت په کوم حکم کښي ويل سوی چي انسان ،وزوروه ،شکنجه یې کړه او يائې بې گناه په کلونوپه زندان کي وساته . داچي ښاغلي قاضي صاحب ته دې کله  پسې پيدا کړي ،هغه شېبه له زندان خلاصېږي  اويا ئې برخليک ټاکل کيږي .

په يوه خبره که زموږ دولتی مامورين اودعدلی اوقضایي ادارومامورين اومسولين  په رښتيا مسلمانان اوپر اسلام عقيده لري نوديوه مسلمان په توگه بايد پردې زورېدلي ملت زړه وسوځوی .

دالمر غوندي روښانه خبره ده چې دافغانستان په ټولودولتي اداروکي رشوت يوه عادي او معمولي خبره ده .که کرزی صاحب دانه منې نوحاضريم چي ديوه تلوېزيونی ډيالوگ په درشل کښي ئي دټولې نړې په وړاندي ورته ثابته کړم چي په افغانستان کي په کومه بڼه رشوت اخيستل کيږي .چې يو افغان دخپلې ورکې سوې تذکرې، قبالې اويابل کوم سند حتاچې داولادوڅښتن اوسی دنکاه خط  مثنا اخلي مکلف دی چي رشوت ورکړي،نوروپرابلمونوڅخه خلاصون خو پر خپل ځاي پرېږده .

کله چې په دولتي اداروکي رشوت علنی او قانوني بڼه ولري ،نوڅنگه کېداي شي زموږ ولس  دا توقع او هيله ولروچي دلته قانون پلی کيږي ؟؟؟

کله چي  رشوت ،واسطه اودجنگسالارو،تنظيم سالارو دتورن صاحب  اسماعيل  تش په نامه مجاهدين سالارو واک وي دايوه روښانه خبره ده چي حقيقت او دعالت به خپل ځاي زورواکی اوظلم ته پرېږ دي .دلته نوبياڅارنوالي،پوليس اردو اوامنيتی ارگانونه  په طبعی شکل دټولوسرغړونونه  له تهمت نه نجات مومي .لکه چي تورن اسماعيل دپارلمان دپردې شاته دکرزی صاحب  اوشمالي ټلوالي په مرسته پارلمان داستيحضانه نجات وموندسره لدې چي يوناکام اوپه دولتی فساد ککړ وزير دی  .

دټولوافغانانو په نظر ددې فرمان صادرول دکرزی صاحب لخواپردې اعتراف  اوددې شاهدی ورکوي چي لويه څارنوالی اونوروعدلی ارگانودده پر پخواني  فرمان غوږ هم نه دی گرولی،ځکه خوپه ددې دوهم يادانگليسانودفشارپه پايله کي فرمان  هغه پخوانۍ مادې په خپله لمن کي رانغاړي .

دادشرم اوتردغه بله دقانون ترپښولاندي کولودثبوت خبره نسته چي کرزی صاحب  هم پرې اعتراف کوي  وايي ډېر داسي کسان  په محبسونو کې پراته دي چې د قیدموده یې پوره شوې ده اوياچادلمړی  ورځې نه تراوسه پوښتنه نده ترېکړې.

کرزی صاحب دخپل حاکميت په وروستيوکلونوکي،خداي دي وکړي چې وروستی شي  ،غواړي تر قانون لوړو فرمانو په صادرولوسره ځانته ددې لپاره نجات ورکړي،  ترڅوافغان ساده اودپاک زړه خاوند ولس په ۲۰۱۴ کال کي دده  په خبرو اوتبليغ  چي اوس ئي څوک فکرنسي کولاي وغولېږي اودده داخبره ومني چې  ملت هغه چاته  بايد رايه ورکړي ، چي کرزی صاحب ئي دملت دنجات فرشته اودده لخوادده په وينا پيل سوي پلانونه پلي کړي . اودخپلو ډاډول فرمانوتر څنگ  خوئې تورن اسماعيل ته دنده سپارلې چي تبليغ وکړه داځل به داسي څوک جمهوررئيس ولرو چي دمقاومت درېرش کاله سابقه ولري اوپه کوم جرم  تورن نه وي .

حقيقت خودادی چي پدي اوتردې شاته په ټولوناکامه اونه پلي کېدونکو فرمانو کښي رانغښتي مسايل دافغانستان په اساسي اونورو قوانينوکښي په ډيرو ساده جملو اوالفاظوليکل سوی دی . چي دوي په هغونه پوهيږي اويانه غواړي پرې  پوه سي ، نوڅنگه کولاي سو داومنوچي دکرزی صاحب په هغوفرمانودي پوه سی کوم چي ماشوم هم پرې پوهېږي چي دبهرنيو چارواکوترگوتنيونې وروسته  په بېړه صادرېږ ي .

که ددې نوی صادر سو ی اوپخوانی  فرمان محتوی ته وگورو نو ددې فرمانودپلي کېدو په اړوند ترټولولمړی مسوليت دښاغلي کرزی  پر غاړه دی . دقانون اوعدالت پر تامين همېشنۍ نظارت  اودقانون سرغړونکی هرڅوک چې وي بېله فرمان  صادرولونه  بايد محاکمه اوپه جزاورسېږي .که رښتياسره ووايوددې ډول  مسائيلو په هکله قانوني اوشرعی وضاحت سته ،ځکه نودداډول فرمانو صادرول  په خپل ذات کښي ددولت دمشرتابه دکمزوری اودولتی اداروپه فساد دککړتيا اوقانون نه پلي کېدو روښانه بېلگه ده . داخبره ځکه کوم ،که چيري په دولتي اداروکښي هريومامور اويو چاروا کي پدې پوه وي چي دده له کړنو نه قانوني نظارت کيږي اودهيوادمشرهغه له نږ دې څاري ،فکرنه کوم  چي ليونۍ دي هم  دقانون پر خلاف حرکت وکړ ي .اوس خبره داده هرڅومره چي ديوچالخوا قانون ترپښولاندي کېږي په هغه اندازه  هغه ښاغلی اومعتبر پېژندل کيږي .پدې يولس کاله دقانون هغه سرغړونکی ته چي خلک ورته گوته نسي  چا جز ا نده ورکړې اونه ئي محاکمې ته رابللي دی . لويه جزاديوه ځاي نه بل ځاي اوياديوه مقام نه ترهغه لوړ مقام ته پورته کول دي ،ددې ډول جزاگانوبېلگې زموږ دولس سره بې شماره دی ،ځکه خو خلک وايي موږ نه پوهيږوکرزی صاحب په کومو سترگو اوجرات ددولتي فساد ،قانون نه پلي کېدو ،ظلم ،خيانت ،رشوت اونوروناوړه کړنودمخونوی په هکله خبري کوي ؟ دا چي کله کله يوبېچاره تحويلدار اويادټيټې رتبې مامورچي دکوم جنگسالار اوتنظيم سالارسره اړېکي نلري محاکمې ته راکشېږي  ،دايوازي ددې لپاره کيږي چي هغه دچاخبره دنړيوالوپه سترگوکي خاوري وشندي . کنه دقانون سرغړوونکي اوپه دولتی فساد ککړمشهورکسان همدا اوس هم په دولتي واک کښي په ډيره سپين سترگی دعدالت اوقانونيت خبري کوي . اوياداسي شعاراونه ورکوی ته به وايې همدا دی دزوراوځواک څښتن دی اوهمدا ښاغلی داملت له ټولوبلاوونه ساتي .

اوس چي تېره اونۍ د انگلستان دولت له افغان ولس سره  تر هراړخيزه ملاتړاومرستود وعدو تر څنگ دبشردحقوقودنړ يوالي اعلامې په  وړاندي دمسوليت په درکولوسره اعلام وکړ وچي دوي هغه  افغان زندانيان چي له دوي سره دي افغان  دولت  ته ئې له سپارلو نه ډډه کوي ،ځکه هلته شکينجه کيږي اوبې سرنويشته په زندانوکي پراته وي،کرزی صاحب يو ځل بيادپخواپشان له خوب نه رابيدارسو،دابل فرمان ئي صادر کړ ،ځکه ده ته خو دفرما ن  صادرول  داسي دي لکه چي دکومې ناوړې پيښي وروسته په ډله ايزورسنيوکي خبرخپرېږي (( ښاغلي کرزی داپېښه په کلکو ټکو وغندل .))

زمايونږدې دوست يو وخت  په ټليفون کښي ددې کلکوټکوغندولوپه هکله  راته وويل  : ((والله که کرزی په څه خبروي اوس چې هرپېښه کيږي ددفتر نه همدايوخبراتومات  لېږ ل کيږي چې دافغانستان ولسمشر ښاغلي کرزی داپېښه ،بريد اويابله حادثه په کلکو ټکو وغندل اود . . . .)) يوازي ېې په خبرکي دپېښي اودځاي نوم ته تغير ورکوي ،نور يومتحدالمال خبردی چي دارگ له دفترنه دکومي پېښي داورېدسوپه وخت کښي  تل ډله ايزو رسنيوته لېږل کيږي .

وايی کرزی اړونده چارواکوته شپږ ومياشتي وخت ورکړي چي پدې شپږومياشتوکي داسټولي يو لس کلنې ناخوالي سمې اوددوي دوزيرانوشوراته راپور ورکړي . داشپږمياشتي به هم ډير ژرتيري شي پدې هيله چي  دکرزی صاحب ددغه فرمان مزه زموږ کړېدلی ولس وڅکی . ومن الله التوفيق