د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داوبواوبرښنا وزيرخطر ناکه لوبه پيل کړې!

حبيب الله غمخور 09.11.2012 23:24

پدې بايد هر څوک پوه وي چې افغانستان پر مجاهداوغېرمجاهد وېشل ملي جفااوتاريخی خيانت دی .

دنومبرپر دوهمه مي په تاند ملي ويب پاڼه کښي هغه خبر ولوست چي مائې انتظاردرلود .ځکه اسماعيل خان څو مياشتي وړاندي  هم په هرات کي په  يوه غونډه کي اعلان وکړ چي  دده لخواد افغانستان په مختلفو ولایتونوکې د مجاهدينویوې لویې شورا پر جوړولو کار روان دی .

په دې خبرکښي راغلي وه چي  اسماعیل خان په هرات کې د جنوب لوېدیځې حوزې د جهادي قومندانانو په غونډه کې دخپلو پلويانو نه وغوښتل چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هغه چا ته رایې ورکړي کوم  چې په جهادي کورنۍ پوري تړلی وي . هندا ډول ئې د غونډې له برخوالو وغوښتل چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتوکې يوازي د جهادي کاندید ملاتړ وکړي .

هغه په خپلو خبروکي داټکی په گوته کړ  : «د ازاد فکر خاوند ولسمشر، د افغانستان د تابعیت لرونکي ولسمشر، د جهاد او مقاومت د دېرش کلنو تجربو خاوند ولسمشر، لا خو څه باندې یو کال انتخاباتو ته پاتې دی، موږ سر له اوسه تیاري ورته نیسو . داسي نه چې د څو پیسو په خاطر په هر چا پسې وځغلئ .»تاند

که ورته ځير سوپدغه کليمه چي تاسو په څوپيسو پسی ځغلئ له يوې خواپه خپل ذات کښي درايه ورکونکواوټول افغان ولس توهين دی اوله بلې خواددې خبري پخلۍ پخپله کوی چي  رايه ورکونکي  په پيسو پسی ځغلي .خوداپوښتنه به نه ترې کوم چي ولي دا خواران په پيسو پسی ځغلي ؟؟؟؟ اويادا چې  ، ايا په تيرو ټاکنو کښي دشمالي  ټلوالی کانديد مگر لږ پيسې مصرف کړې ؟

که څه هم ماداسماعيل خان دلمړۍ څرگندونې اودبهرنيوپه هڅونه دده ددې تلاښونوپه هکله چي دده په وينادمجاهدينو لويه شورا جوړوي  چي په مټ به  ئي افغانستان ته نجات ورکړي ددې ددې افغان  دښمنه اوايرانی اخوندانوپه هدايت  تلاښونوپه هکله دليکنې لمړۍ برخه خپره کړې ،خودبده مرغه دافغان ولس ته دهمدې اسماعيل خان غوندی کسانو چي اوس ئې مجاهدين بولي اوملت ئې جنگسالار اوهغو چي دوي ئې  واک ته رسولي په مټ ورځنی  ناخوالي دومره زياتي دي چي سړۍ ئي په انعکاس اوغبرگون پسي نه رسېدلاي ، ځکه دهغۀ  دوهمه برخه رانه ځنډېدلې ده ،ولي ډير ژر به  ئي نشرته وسپارم . البته پدې ډاډه وم چي اسماعيل خان  به  يوبل ځل بياددولتی سفرنه دخپلو بهرنيوملاتړ و (ايرانی اخوندان) د پټوموخولپاره  ږغ اوچت کړی،چي دادي دانتظار سره ئې داکار وکړ  .

داد ښاغلي کرزي تير وتنه ده چي پرخپل سر خلکوته لقبونه ورکوی اودهغو په څنگ کښي ئې تورن صاحب ته هم چي دجميعت دتنظيم يوله  عادی قوماندانانوڅخه  وود جهادي رهبر لقب  ورکړ په همدې دجميعت پهتنظيم کښي نورډير غښتلي قوماندانان وه چې په رښتيسائي دوطن دنجات لپاره جهاد کاوه خودهغوي  نوم نه دوي اونه کرزی صاحب اخلي ،يوازي معلم عطا او تورن اسماعيل دميدان قهرمانان دي  . سره لدې چي ملت  دهغه دپخوانيو کړنوپر بنياد دغو قوماندا نانو ته داډول لقبونوسره سخت مخالفت څرگند کړی ،مگر متاسفانه ددولتي چارواکو په  هدايت  اوغوښتنه دوي دجهادي مشرانوپه نوم معرفي کيږي  . زه نه غواړم دتورن صاحب اسماعيل خان پر ټولو پخوانيو کړنو او بهرنيو استخباراتی شبکوسره دڅولسېزوراپدې خواصادقانه او باوري اړېکو باندي خبري وکړم اويادې مسلې ته په تفصيل اشاره وکړم چي همدا اوس هم دوزارت دمقام اودکرزی صاحب  لخوا و رکړه سویوالقابونه په استفادې سره نه يوازي داچي دافغانستان په ميليارډومترمکعب اوبه مفتي پاکستان او ايران ته رواني دي اوپه ځانگړې توگه دهلمند اوجنوب غرب سيمه کښي داوبو اوبرېښنا دپروژو دپراختيا مخه په يوه اوبله پلمه دايران په گټه نسي، ځکه ددې هڅواوپه ادوتلی فساد کي دککړتياپه هکله زموږ غښتلو هيوادوالوبې شمېره ليکنې خبرې کړي . دبېلگې په توگه کله چي دوزير صاحب نه پوښتنه وشي چي دهلمند له رودنه  خو موږ د برېښنادتولېد لپاره دومره استفاده کولاي شو چي نيم افغانستان ته بر ېښنا ورکړي ،نو تورن صاحب وايي امنيت نسته دټولوکارونومخه امنيت ډب کړېده . پوښتنه پيداکيږي که اسماعيل خان دومره محبوب دی چي دده په ويناپه دېرشو ولايتونوکي دمجاهدينوشوراگاني جوړې سوې ،يعني يوازي څلورو لايتونوته  ئي لاس نه دئ رسېدلئ  کنه  ټول افغانستان ئي ياداوه ،نوولي دهلمند ، کنړ اونورو رودوباندي دبندونو دجوړېدو په موخه دهمدې تورن صاحب دملاتړواودده په وينامجاهدينونه غوښتنه نه کوی چي ددې ډول گټورو ملي پروژوامنيت خوندي کړي ؟ داکاربه ددې ښکارندوي واي چي اسماعيل خان دخپل هيواد او ولس دښېرازۍ سره علاقه لري . خواسماعيل خان به دا کار هيڅکله و نکړی  ، ځکه  چي پدې کارکي دملت گټه  اودده دبهرنيو دوستانو زيان  نغښتۍ دی .

ټول افغانستان اسماعيل خان يو ناکام  وزير  بولي ،ځکه دغه مقام اومسوليت دده ترپوهی اومسلکي صلاحيت لوړدی ، اسماعيل خان يوافسراوټانکيست دی ، نه داوبواوبرېښناپه برخه مسلکی کدراوماهر ، خوترکومه ځايه چي څوکۍ دمسلکي صلاحيت پر بنياد نه دی وېشل سوی  يوازي دتنظيموسره داړېکو مسله  مهمه ده  نوموړي ته دا وزارت هم لوي غنيمت وو . خلک وايي دکرزی صاحب په دوهمه دوره کښي ئي له دې دندې گوښه کاوه ، خو بيائي ښاغلي گل اغا دننگرهاروالي ته زاری  وکړې چي پردې مقام پاته سي اوهغه ورسره مرسته  وکړه ، ښه داددوي کاردی دوي يو اوبل  ښه سره پوهېږي .

زموږ افغانانوله نظر داسماعيل خان دواړي هڅې يعني دمجاهدينو شورا جوړول  او تر ټاکلي وخت  وړاندي ديوچا او يايوه تنظيم دکاند لپاره چې له ورايه معلومېږي څوک دی ،  تبليغ  کول  دملت په گټه نه دي اونه هم دټاکنو دبهير اودهغو دشفافيت سره مرسته کولاي سي . نن دنومبر اتمه  دددوي په وينا دملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته له بیا غوره کېدو وروسته سپارښتنه وکړ ه ،((ښه دی چي هدايت ئي نه دی ورکړۍ )) چې د افغانستان تر راتلونکو انتخاباتو مخکې د افغانستان سیاسي چارې تصفیه کړي کنې په دې هیواد کې دې د کورنۍ جګړې خطر په غاړه واخلي . په دری زبه کي يومتل دی وايي ((ازدست ما سالم شد ،پس برايم معلم شد))دخندا وړده چې احمد ضيا مسعود هم دامريکا ولسمشرته گوت څنډنه کوي .

مسعود وویل، په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د اندېښنې په شمول یوشمېرعوامل د یوې بلې شخړې د پیلېدو سبب کېدای شي .

احمد ضيامسعود هم  لکه تورن اسماعيل په خپله چپنه کي ځان  پاچابولي ،ځکه خوپه دولتی واک کښي ورته دبل چامنل دزغم  او منلو وړنه دي .زماپه نظر ښه به داواي کله چي دانتخاباتودخپلواک کمېسيون اعلان وکړ چي طالبان اوحزب اسلامي هم دخپل کانديد دمعژری حق لري ،هغه ته گوت څنډنه کړې واي اوبيائي دعادت سره سم دکلينرانو لاريون ددې پرېکړې  پر خلاف را ايستلی واي . دادی داحمد ضيا له څرگندونومعلومه سول چي تورن اسماعيل ولي دجهادی شوراپه نوم  ډله جوړوي اوولي درې ورځې وړاندي ئې دهمدې شوراپه نوم په هرات کي دوسلو ويش پيل کړ  .

که چيري طالبان خپل کانديد ورکړي اورايي وگټي ، چې په ډير غټ گمان تر شمالي ټلوالي زياتي رايي ترلاسه کولاي سي  ،په هغه وخت  کي به دادتش په نامه ملي جبهې سالار څه کوی ؟ اوبارک اوباماته به کوم پيغام ليږي ؟

احمدضیا مسعود وویل، تر ټولو مهمه دا ده چې اوباما باید دا یقیني کړي چې د ۲۰۱۴ کال انتخابات ازاد او شفاف دي او بیا د ۲۰۰۹ په شان درغلي نه کېږي .دابايد ثابته شي حې په ۲۰۰۹ کي چادرغلی وکړې ؟ اياشمالي ټلواله  له در غليونه خلاصه وه ؟  خونه  وه  ،بلکې  پر همدې شمالي ټلوالي هم ددرغليوپه سلهاووتورونه ولگېدل ،داچي فهيم دکرزی دلمړی مرستيال  په توگه  معرفی سوی  وو،همدې شمالي ټلوالي  دکرزی  بری دفهيم  دلمړی مرستيال کېدو په خاطر  په خپلو ماڼيوکي ولمانځه .

داچي اوس تورن اسماعيل دټولوقوانيوخلاف دې خوا اوهاخواځغلی اوچيغې وهې چي  مجاهد ته رايه ورکړی ،هغه چاته رايه ورکړئ  چي دمقاومت دېرش کاله سابقه ولري . پدې موږ  يواوبل سره پوهېږو چي څوک يادوي .

اوکه پردې بحث وکړوچې دشمالي ټلوالي سره څوک دمقاومت خبره  نه منې ،شمالي  ټلواله اواحمد ضيا دي نه خوابدی کيږي ، ځکه دوي دشوروی  پر خلاف مقاومت نه  دی کړی ، بلکي  دهغوي سره ئې ددوستۍ تړون لاسليک کړ اودهمدې شوروی  د مشرتابه سره د  مرحوم نجيب الله دحاکميت په ورستيو شپو او ورځوکي دمسکو ښار دمرکزی کمېټې په ځانگړې استراحت گاه  کښي ديوې اونۍ نه زياتي مودې پټ  اوسېدو په وخت کښي، دشوروی کمونست گوند اودولتی مشرتابه سره دملاقاتو داستانونه اودهغوي نه دپخوانيو اړيکو پر بنيادپه افغانستان کي  دولتی حاکميت  ته درسېدو غوښتنه کول ،چې غوښتنه ئي ومنل سول اوهمدا شمالي ټلواله  شورويانو ته د افغانستان دخلق  دموکراتيک  گوند نږدې  ثابته سول . دشوروی اوشمالي ټلوالي ددوستۍ تاريخ دمره اوږ د دی ،  لکه دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند او شوروي حاکم گوند . خو د شورويانوحاکم  گوند دشمالي ټلوالي په خاطر دافغانستان دخلق دموکرتيک گوند ته  شا وا ړول اوتراوسه شمالي ټلواله دشوروي نظام دوارثينو نږ دې او صادق دوستان دی ،سره له دې چي دامريکا او اروپايي ټولنې سره هم هر ډول همکاری ته ژمن پاته سوی  .

که  تورن صاحب اسماعيل خان خپل قانوني صلاحيت  اومسوليت  ته جدی پام  وکړي ،دابه ورته څرگنده شي  چي وروستی حرکتونه ئې  نه يوازي داچي غير قانوني دي  بلکې  د برحال او ژوندی جمهوررئيس حاکميت اوهدايات  تر خپل تبليغاتي سيوري  لاندي  راولې . موږ دکرزی نه دفاع نه کوو،خوپه دولت کي انارشی اوپه حکومت کي حکومتونه ديوه جمهوررېئس پر ځاي  شل امران  او هيواد دگاونډيانودلوبو مرکز نشوگر ځو لاي  .

دا لمر غوندي  روښانه ده چې تور ن اسماعيل ددولتي موقف  اوامکاناتو نه په استفادې دخلکو احساسات راپاروي ، هغه پدې ورستيوکښي دپاکستان او ايران په ايشاره داساسي قانون اوانتخاباتودقانون خلاف  تر وخت  دمخه پرخپل سر  دخپلي خوښي کانديد لپاره چي اوس ئي نوم  دبادار دهدايت له مخې نه يادوي تبليغ کوي اويادگاونډيانودروزل سوونه دجهادي شوراپه نوم ډله جوړوي  .ولي ديادولو وړ ئي  بولم  چي که داسماعيل خان  وينا په ځير واورېدل سی اودراتلونکی جمهور رئيس په هکله دتړلودروازوشاته خبرو ته غوږ سونودابه راته څرگنده سي چي تورن صاحب دچاپه خاطرټول قوانين  ترپښو لاندي کوي  او دملت په پيسو ددولتي مقام نه په استفادې سره دهغه لپاره په ډيره وارخطايي تر وخت وړاندي تبليغ  ته ملاتړلې . موږ هر يو پرې پوهيږو چي دده کانديد څوک دی اودغه نيک ،افغاني او اسلا مي صفات دچاپه هکله د خلکو ترغوږو رسوی .

داډيره جالبه ده چي په شمالي ټلوالي پوري تړي دولتي چارواکي  تل  تر کرزی لوړي خبري کوي اوهر يوځان ددې ملک چي اوسېدونکي ئي له نوم اورېدونه کرکه  لري واکدار بولي . دتو رن صاحب له دې څرگندونونه روښانه معلومېده چي ديوه وزير په توگه دنوروکانديدانو پر خلاف  غير قانوني تبليغات کویاوپه خپلو تبليغاتوزموږ ولس پر مجاهد اوغير مجاهد ويشي . تورن اسماعيل خان اوپلويان ئي پدې بايد پوه اوسي چي  دپاکستانی جنرالانو اوايراني اخوندانو نوکري داسلاميت اوافغانيت محک نسي گرځيدلاي اوددې سياسي لوبې نه دوينو بوي راځې ،نه پوهېږم  چي داځل  به  څوک دکلاب ترسمڅو ورسېږي .

تورن اسماعيل حق نلري په يوه اوبله بهانه دافغانستان ولايتونوته سفروکړي اوهلته دشمالي ټلوالي اوربانی دگوند طرحي ددولتی امکاناتونه په استفادې سره تبلېغ کړي .

که داسی ده ، نوسرله اوس نه دټولوهغوکانديدانو پلويانوته چي هغوي هم په دولت کښي لوړي څوکۍ اومقامونه  لري حق ورکړه سي چي دوي هم ورته سفرونه ولري او ورته تبليغات وکړي . دادی سرله اوسه  ئي گورو چي درغلی ددولتی چارواکو اوهغو کسانو لخوا رواني دي چي ځان مجاهد اودولتي اصولواو قوانينوته ژمن بولي  رواني دي ،مگر خپلو دغوسرغړونو ته دقانوني اوملي حرکت  نوم ورکوي ، اصول دادي چي  په هيڅ صورت ددولت وزير نه بايد داډول څرگندوني وکړي .

که داښاغلي تورن اسماعيل  يورهبر دی کرزی مکلف دي چي هغه ته دحکومت نه جواب ورکړي اوهغه دې ديوه رهبرپه توگه فعاليت وکړ ي .ولي دادمنلو وړنده چي اسماعيل خان  يو وزير اوخبری ئي درهبرانوترکچې لوړي دي .

تورن اسماعيل خان په خپلو خبروکښي داسي څرگندول چي گوياهمدا تورن صاحب  دايران پېژندل سوی  دوست  دافغا نستان برخليک ټاکي . روښانه حقيقت خودادی  چې تورن صاحب  نه دهرات خلکو اونه هم دبل ځاي خلکوته دمنلو وړدی ، اونه هم د چا برخليک ټاکلاي سي،داچي خلک پرې راټول سوی وه دا ددولتي امکاناتو نه  ناوړه اوناروا استفاده سوېده

دتورن اسماعيل خان  داډول شعارونه اوبېځايه تبليغات  نه يوازي داچي دملي پوځ جنگی روحيه اومورال  بلکي ددوي ملي روحيه او احساسات کمزورې کوي  .

حقيقت  دادی چي  وزير  بايد دوزارت کارونه  په  صداقت اوپاکولاسونوسرته  ورسوی  نه دا چي  ښاغلي موږ ته  نوی مشرتابه راپه گوته کوي . زموږ خلک وايي اسماعيل خان بايد کوښښوکړي چي په دفاع وزارت کي دخپلي رتبې سره سم ځان ته  کار پيدا کړی . دتورن اسماعيل خان پشان کسانو احساساتي څرگندوني اوبې ځايه خبري دافغانانو احاساسات راپاروی . چي داحساساتو را پارولو پايلي گټوري نه دي . داسي به وي لکه دده رهبر احمد ضيا چي ورته  اشاره کړې ده . ځکه  خو دته پاکستان پدې خاطر چي يوخوئې پخوانی دوست  دی اوبل ئي دايراني اخوندانو په  غوښتنه دطالبانو له زندان څخه دفرار زمينه ورته  برابره  کړه  اودبلې خوادده تاريخي دوستان ايراني اخوندان  هم  تورن صاحب ته دا هدايت و رکړی هر چيري چي کولاي سې خبري وکړۀ،ځان رهبرو تراشه اولارښود له ځان نه جوړ کړه ،تر څودافغانانو احساسات راوپارېږي  او داسي کار وکړي  چي زموږ په گټه وي  .موږ  پدې پوره پوهېږوچي په افغانستان کي دکورنيو ناخوالولپاره پاکستان او ايران دخپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي ،ترڅوله يوې خوا خلک دنړيوالي ټولنې او امريکا پر خلاف راوپارېږي اودبلې خوا خپل لاسپوڅی مطرح اودافغانستان په راتلونکی سياسي بهيرکي دهغوي دگډون امکانات برابرکړي .   داسماعيل خان دغه ډول حرکتونه نه يوازي داچي ژبنيو،قومی او مذهبی  اوسيمه ايزو اختلافاتوته لمن وهی  بلکي ددولت وسله وال پوځ مورال راټيټوی اوهمدا ډول دعاموخلکو ،مدني ټولنو سياسي اوټولنيزو سازمانو حساسيتونه  راپارېږي . اسماعيل خان وايي چي بهرنيان وزی امنيت له گواښ سره مخامخ کيږي ،نوددې لپاره چي امنيت خوندی ساتل سوی وي دمجاهدينوشورادامنيت ساتلولوي بار پر اوږو اخلي،داڅرگندونې  پخپله دحساسيتونو راپارولو لپاره لار پرانيزي .

کله چي تورن اسماعيل ته دوزارت مقام ورسېدپه کراتوئې داخبره کړې چي نور جهاد نسته اوداکسان چي په جگړه بوخت دی دا دپردو نوکران دی ، جهاد پاي  ته  ورسېد او په افغانستان کي يو اسلامي دولت جوړ سو،نوددې ترڅنگ داخبره مطرح کيږ ي چي جهاديان هم په خپل کار پسي ولاړه  او دجهاد په نوم  تاريخي سوداگر  پر دولتي چوکيوباندي خيټې واچولې . داپدې معناچي تورن اسماعيل  نور جهادي مشر نه دئ اوپه حقيقت کي هغه هيڅ  وخت مشرنه وو، هغه  يوازي دحميعت دتنظيم ديوې  ډلي قوماندان  دنده  پر غاړه  درلوده ،خو دبهرنيو استخباراتی  کړيو سره  په  اړېکو نيولو کي دمحصلۍ له وخته مهارت لري  .

په افغانستان کي همد اوس خلک وايي ،که  په تورن  اسماعيل خان  پسي  دومره  خلگ ولاړ  وي لکه چي دبيات تلوېزيون ددې غونډې په خبر کې  وښودل، تورن صاحب پر يوازي  سردخپلو پلويانو په  مټ  دهيواد امنيت ساتلاي سي . که په رښتياسره  دومره پلويان  لري ؟  نوولي ځان نه کانديدوی ،موږ  داسي  يوچاته اړتيا لرو چي  دومره  پلويان  ولري  . دامهمه نده چي تورن دی اوکه جنرال اويابزگر خو چي دداسي ځواک خاوند وي لکه چي دتورن صاحب لپاره چي خبر جوړ سوی وو .

دافغانانو دمنلو شرط دادی : چي يو افغان کانديد دپردو نوکراوپېژندل سوی اجنټ نه وي ، دپردوسره په معاملو کي بدنام نه وي ، رشوتخور ،په فساد ککړ ، دملي اوشخصی شتمنيوپه غصب تورن نه وي ، دموکراسۍ،دبيان اوعقيدې ازادي ،بشری عدالت ،دبشردحوقواعلاميې ،دماشوم او مور دنړيوال کنوانسيون اعلاميو، په افغانستان کي په هرنامه او بهانه دبېلتون غوښتنې سره مخالفت ،ملی يوالي ته  ژمنتوب  ،دښځواو ماشوم حقو ق ته درناوي ، دښځو اونارينه  دگډ کار حق  منل ، د قانون پلې کول  او ملي گټوته ژمنتيائي له اساسي شرطونوڅخه شمېرل کېداي سي  . نوکه اسماعيل خان دا ډول  صفات لري  بايد ژر تر ژره  ځان  کانديدکړي ، يا الله موږ به ټول دده شاته ودرېږ و .

خومتاسفانه دا صفات په هغه کښي نه ليدل کيږي ،همدا اوس په دولتي فساد اودزابلی د شخصی شتمنۍ دغصب په تور تورن دی ،خودا چي کرزی صاحب  ئي دفاع  کوي  ، وايي څارنوالي  ئي  د راغوښتلو جرات نه کوي .ممکن اسماعيل خان دهمدې محکمواودخلکو له  پوښتنونه دځان دخلاصون  په  موخه داډول ننداره جوړه کړې وي ، تر څو دولتي چارواکو، نړيوالي ټولنې ،عادی افغانانو اودده  مخالفينو ته څرگنده کړي ،تاسو ئې گورئ  چي زه  څومره پلويان  لرم  او دادی ديوې جهادی شوراپه جوړېدو مصروف يم ،دبلې خوادافغانستان  راتلونکی جمهور رئيس درته  ټاکم ،ځکه خودهغه لپاره دټولوقوانينوخلاف  نر غوندي تبليغ کوم .

له نېکه مرغه دافغانستان  پارلمان  دواړومجلسينو(مشرانوجرگې اوولسی جرگې)   هم داسماعيل خان دغير قانونی هڅوسره مخالفت څرگند کړاوهغه ئي دقانون اودولت په وړاندي خپل سری وبلل .

دبېلگې په توگه  دنومبرپر  پنځمه دمشرانوجرگې بې شمېره سناتورانوپه خپله نوبتی غونډه کي په ښاغلي اسماعیل خان تور لګاوه  چې د ګاونډیو هېوادونو په  لمسون یې دغه هڅې پیل کړې دي ، د داسې یوې شورا جوړول د افغان امنیتي ځواکونو شتون تر پوښتنې لاندې راولي .

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار په  وینا، یوازې  د افغان ځواکونو په ځواکمنولو سره امنیتي اندیښنې له منځه تللی شي ."مونږ په دې باور یو چې باید د نظام د غښتلتیا لپاره کار وشي، پولیس، اردو او ملي امنیت باید د شمېر  او تجهیزاتو له پلوه تقویه شی او افغانستان له دفاعي پلوه پر خپلو پښو ودریږي  . دولت باید وروسته له ۲۰۱۴ کاله د امنیت په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ورکړي. باید د بی باورۍ حالت لرې کړای شي او خلک باوري شي . هغه کسان چې د خلکو په استازیتوب خبرې کوي باید د هیواد ملي ګټو ته جدي پام وکړي. "یو شمېر سیاسي ګوندونو هم د ښاغلي اسماعیل خان د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د وسله والو ډلو جوړول به په افغانستان کې د نا امنیو د ډېرېدو لامل شي . بې بې سي پښتو ويب پاڼه

همدا ډول د نومبر پر اومه دولسی جرگې  وکيلانوهم  په خپله غونډه کښي داسماعيل خان لخوا دجاهدينو شوراجوړول رد اوهغه ئي دملت په زيان  کارونه باله .نومبر۷ ملي تلوزيون

غواړم دتورن صاحب اوتورن صاحب پشان ټولودولتي چارواکواوښاغلي فهيم دې گوتنيونې په هکله چي وايي په دولت کي مجاهدين  څنډې ته  شوي  ووايم  چي ،ددولتي حاکميت مطلق اکثريت چوکۍ دهغوکسانوپلاس کښي دي چي پرون ئې دگاونډيانو له خاوری  دقدرت  ترلاسه کولو په خاطر دجگړې  اورتازه  ساته  او زموږ  بېگناه  خلک ئي دجهادپه نامه قربانيان کړه اوخپله دادی اوس پر دولتی مقامونونه سره جوړېړي . خو همدا پرونی دجهادی سوداگر اوس  پر ملت حاکمان  دي ،همدا دليل دی چي دملت لپاره  دمنلو وړنه  دي . که داجهاديان  په گوته کړونود ښاغلی کرزی ،فهيم ،خليلي نه نيولې ،په پارلمان کي سناتوران او وکيلان ،کوم وزير دئ  چي وايي ماجهادنه  دۍ کړئ ،همدا ډول ددوي مرستيالان ،دمستقلوادارو رئېسان ، عادي رئيسان ،په دفاع  ،کورنيو چارو وزارت  او ملي امنيت کي رئيسان  اوجنرالان ،واليان ،ولسوالان داټول په پروني پاکستان او ايران کي جوړسووتنظيمو سره ملگري وه اوس دهمدې اړېکو پر بنياد پر دولتي څوکيو په کار گمارل سوی دي . موږ نه پوهيږوچي نورنوڅنگه دغه تنظيم سالارو اوجنگسالار و ته په دولت کي ځاي پيدا کړو . دابه نه وايم چ ددې جملې نه  ډيروداسي کسانوته داډول  مقامونه رسېدلي چي په خوب ئې لانه ليدل ،موږ نه پوهيږو نور په ملک کښي کوم ډول واک سته چي په هغه کښي داددوي په وينا مجاهدين کنج ته سوی ؟ ملک خوټول ددوي پلاس کښي دي اوملي اوخصوصی شتمني هم  دوي چورکړه  .

اسماعیل خان  چي کله دعام ولس سره مخامخ شي نو دهغوي دغولېدولپاره  ، په هيواد کښي اوسنۍ ستونزې د بېلابېلو بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د موجودیت  نه بولي،  وايي په هيواد کي د مختلفو هیوادونو د یونیم لک عسکرو ترڅنګ په افغانستان کې د شپېتو هیوادونو استخبارات هم فعالیت لري . اوخلک ئي په جواب کي وايي رښتياهمداسي ده چکه يوه پېژندل سوې چي يوه نومونه ئي خپله وزير صاحب دی . ازادي راډيو ويب پاڼه

سوال دادی ،چي اسماعيل خان پدې پوهېده بيائې نو ولي دداسي دولت غړيتوب ومانه  او ولي تراوسه پوري چوپ ناست وو اوجهاد ئي نه کاوه ؟ که دشورويانو ديرغل  په وخت کي ئي دده په ويناجهاد کاوه چي والله اعالم نواوس خوهم دادی له بهرنيانوسرټکوي  او دڅرگندونو نه  ئي داسي معلومېږي چي دغۀ راغلي بهرنيان هم يرغل گردي ، نوبياولي داڅوکاله داسسماعيل خان مجاهدين درک نلري ؟ ولي  داحوکاله دهمدې بهرنيانوتر مستقيم ی حمايي لاندي  دملت په وينو ځبېښلو ‌اخته دي ؟  لکه  چي وړاندي مي  وويل  همدا دولتي چارواکي دهمدې امريکا او بهرنيو هيوادو په  مټ اوبرکت  د تورن  صاحب اسماعيل خان  په گډون  تر دغه مقام  پوري  رسېدلي  ، کنه چا دويته دا دندی  ورکولې ؟

 او  چي  دا سبا دملي ارادې  پر بنياد دولت جوړ سي ، ډير ښاغلي به ترخپلو بهرنيو دوستانو په  ايران اوپاکستان کي  ځانونه ورسوي اوځني به  ئې  نوروهيوادوته چيرته چي ددوي په خبره د کمونستانودلاسه مهاجر سوی وه دوباره ولاړ سي . اسماعيل خان دې پدې ډاډه وی چي دايوهم  دده سره غروته نه پورته کيږي  اودا هم  موږ ته معلومه ده چي نورخپله اسماعيل خان هم غروته دجهادلپاره چي هرڅوک پردې هيواد يرغل وکړي نه پورته کيږي ،هغه يو وخت اوزمان وو، بې شمېره ډالر ،ريال ،فونډ ،مارک ،وسلې اوپيسې وې چي درېگن خبره چې دې جگړې ته ئې  جهادنوم ورکړئ وو، کنه همدا ډول جگړه وه  لکه اوس چې  ئې طالبان اواسلامي گوند داسماعيل خان اودده دنوروملگروپه وړاندي چي دولتي واک ئې پلاس کښي اوملت ترې نارازه  دي سرته رسوي  .  

ځني داخبره هم کوی  وايي  اسماعيل خان فکری قرارله لاسه ورکړی ،ځکه هغه وايي  په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالات ښه شي . په همدې غونډه کي بل ځاي وايي  (( د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د مجاهدینو له همکارۍ پرته په دغه هیواد کې د امن راوستل ناشوني دي .)) اورېدونکی پوه نسول چي دده کومه خبره ومني .نوچي حالات ښه کيږي دمجاهدينو لښکرواومجاهدينو نامنهاده شوراجوړولوته څه ضرورت دئ .اوکه خرابېږي نوبياولي ددوي وتلوته دخلکودغولونې په خاطر دومره  ليوال تياڅرگندوې .ايادبهرنيوتر وتلووروسته به اسماعيل خان اوملگري ئي په همدې بڼه فرمانونه چلوی لکه اوس ؟ فکرنه کوم  .سره له دې چي خلک وايي هيڅ  اسماعيل خان نلري ، که په رښتيا امکانات لري اويوڅوک ئي پر مفته خبره غوږ نسي  نو ښه داده چي دخپلو امکاناتوپه مټ دوسله وال پوځ دپياوړتياسره مرسته وکړي ،نه داچي دځان ساتنې او ځان څرگندونې په خاطر دمجاهدپه نوم لښکر راټولوي اودايراني اخوندانوپيسې او وسلې پرې ويشي . 

دتورن په خبروکي له ورايه برېښي چي  هغه  پر نظام اوامنيتی ارگانو اعتماد نلری ،ځکه خوهغه دبل ځواک په هکله خبري کوي ترڅو دهغه  په مټ ځان  دولس له محاکمې نه وساتي  .

موږ ئي گوروچې ددې ملي گټو خلاف هڅونه ئي څومياشتي لانه دې تيري سوی دادی دهرات ولايت دولتی چارواکوږغ دازادۍ راډيوپوري ورسېد . د هرات ولایت سیمیز چارواکي وايي : ((ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د جهادي قوماندانانو شوار د وسلې د ویش لړۍ پیل کړې ده . د هرات د والي  ویاند محی الدین نوري په دې اړه وايي داسی شواهد ورسره دی چې دا شورا پر  ځینو خلکو  د وسلو د ویش فورمي  ویشي .       

 د هرات  چارواکي وايي  : ((ډیرو هغو خلکو چې د مجاهدینو یا جهاد په چوکاټ کې فعالیت کړي وو دوی هغه خلک دی چې باید خلکو او دولت ته په مستقیمه توګه ځواب ووایي . دوی په حقیقت کې د وسلو له ویش څخه ځانته د بلا یو سپر جوړ کړی څو په دې توګه  خپل جنایتونه پټ کړي او له انتقالی عدالت څخه ځان وژغوري . ))ازادي راډيو17.08.1391

زموږ په اند اسماعيل خان  اويابل دولتی چارواکی پدې ډول تبليغاتو  بايد  خلک ونه غولوي  چي گويا د امريکا اونړيوالي ټولنې سره دښمني لري . ټولوته روښانه ده چي همدې امريکادغه اسماعيل خان  له ايران څخه راوغوښت  اودلته ئې بې استحقاقه  لمړۍ دهرات حاکم اوبياچي هلته ئي گزاره نسول کولاي  ،وزير  مقررکړ  .داچي ددي مقام نه ئي څومره دارايي پيدا کړه څومره ملي او شخصي شتمني ئې غصب کړې ددولتي فساد سره دمبارزې اداره اولويه څارنوالي بايد ورسره حساب وکړي  . زه دامريکايانو اويانړيوالي ټولنې مدافع نه يم خودومره وايم چي اخلاقأ داکسان حق نلري چي ددوي پر خلاف څرگندونې وکړي ،ددې افغان وژنې دوام په حقيقت کي  پر دولتي واک  باندي  ددوي دساتلوپه موخه روان دي .که نړيواله ټوله ددوساعتولپاره کنج ته سی اودملت لخواددوي سره دعادلانه حساب ننداره وکړی پدې موږ ټولوافغان باوری يوچي په هغه شېبه به ددې دولت دوړي تر آسمانوپورته سی .

داسماعیل خان داخبري چي وايي : (( توپ و تانک ما را جمع کردند و مثل آشغال در یکجا سر هم ریختند و به عوض آن دختر آلمانی آوردند، دختر فرانسوی آوردند، دختر هالندی آوردند، دختر امریکایی را مسلح کردند، عسکر سفید پوست اروپایی آوردند، عسکر سیاه پوست افریقایی آوردند و فکر کردند که در اینجا امنیت آورده می توانند، اما نتوانستند.)) دهغوعسکرواوټول پرسونل لپاره توهين دی کوم چې ددوي دهيوادودولتي چارواکولخوا دلته رالېږل سوی دي .داسماعيل خان له ادبی چبوکاټ وتلوڅرگندونو نه  نړيوالوته دافغانانو په وړاندي داسي تصور پيدا کيږي چي افغانان داسي په سپکو الفاظو زموږ  نه يادونه کوي  . پداسي حال کښي چي موږ افغانان داډول څرگندونې دافغان ولس داخلاقو او عاداتو بيلگه نسوبللاي اونه ئي دافغان په استازيتوب ددي ډول خبرو پخلی اوننگه کوو .

همدا تورن اسماعيل امريکايانوپه همدې هرات کي دتورن امان الله خان پرخلاف وساته . خو پر دې  ټوله حمايي سربېره هغه  هلته گزاره نسول کولاي . نوامريکايانوکابل ته راوست او وزير ئي وټاکه  .خو اوس  بيا دحق په جابنه څېرې  په نيولو سره  دامريکا يانو پر خلاف تبلېغات کوي . اسماعيل خان له پخوا پرې پوهېږي چي دافغانانو لپاره  په کوم ډول تبليغ داورېدو وړ دی، تر څوخپلې خبري پرې ومنی .ځکه خوتورن صاحب  چي  يو عادي سړئ  وو او  امريکايانو تر دې ځايه را ورساوه اوس غواړي  يوځل بياخلک وغوړلوی اوداسي څرگنده کړي چي ولس او هيواد ته وفادار دی ،خو دائي له پامه غورځولې چي افغانان نومړی  ايرانی اخوندانوته  يوله وفادارترينوکسانوڅخه بولي . ځکه خو دايرانی اخوندانو په هدايت داخبره کوي ،وايي چي امريکا وزي اوخداي دې زر وباسي ،که دايراني چارواکواوښاغلي احمدي نزژادڅرگندونې راپيادکړوهمدا ډول خبري کوي اودائې غوښتنه ده چي امريکا يان ژرووزی ترڅودوي خپل کرغېړنو اهدافو ته  داسماعيل خان غوندي کسانواوشمالي ټلوالي په مرسته ورسېږي  .تورن اسماعيل له ايراني استخباراتو سره نږ دې اړيکي لري او په ورستيو کښي  دايراني استخباراتو له  هغه  هيئت  سره چي دشمالي ټلوالي سره ئې په کابل کي وکتل  دتورن سماعيل سره ئې هم ځانگړې کتنه درلوده .

 اوس افغانان داپه ډاگه وايي دشمالي ټلوالي اونور جنگسالارو دغه  تلاښونه دقدرت لپاره دي غواړي يوځل بياد۱۹۹۲ په څير پر دې ملت حاکم شي ،دا همدا پېژندل سوی جنگسالار دی چي په يوه اوبله بڼه دقدرت لپاره سره راټول سی .

که دوي دمجاهدينواستازيتوب کولاي  نو يو دبل پرخلاف  به  نه جنگېدلاي . دوي دنجيب اردو اوپوځی ځواک له منځه يو وړ اوپدې کار سره  ئي  پاکستاني جنرالان  اوايراني اخوندان  خوشحاله کړل  .

داکسان  چي ځانونه تل مجاهدين بولي اودمجاهدپرنوم سوداگري کوي،دوي  ټول مجاهدين  بدنام کړي  .

که داسي نده نو دا په کابل اوټول افغانستان کي دا ښارگوټي .انجوگاني اوقراردادونه په ټولو وزارتخانو اوبهرنيو موسيسوکي دچاسره لاسيليک سوی .داهمدا شوخواسل کسان دچي دمملکت  ټوله سرمايه ئې  پلاس کښي ده او د مجاهد  له نامه څخه  دځان په گټه دخلکو دغولولو لپاره  پراخه اقتصادي اوسياسي استفاده کوي .

اصلي مجاهد ورک دی اونه دهغه پوښتنه څوک کوی ،هغوي غريب اودربدره دی ،مگردمجاهددنوم ټېکداران په ډالرو کي لوبي اومستۍ کوي .

زه پدې باوريم چي تورن صاحب اسماعيل خان دخپل بې مسوليته اوخپل سرو هڅوپه وړاندي په ټولوډله ايرزو  روسنيو لکه  ، تلوېزيو،راډيو،چاپي مطوبوعات ،ويب پاڼي ، فيسبوک  اونورو وسيلوپه مټ به دامعلومات ترلاسه کړی  اوپدې به پوهېدلی وي  چي دافغانستان لوي او واړه ،نارينه اوښځې  دده له دې  بې ځايه  او ملي گټو پر خلاف هڅو او تبليغاتو څخه کرکه او نفرت لري او دې کار ته  ئې د یوې کورنۍ اوغچ اخیستونکی  جګړې دپيلېدودهڅو په سترگه گوري   .

داچي تراوسه لا بهرنيان دلته شتون لري  تورن صاحب اسماعيل  دچا خبره نه منې اوپر خپل سره هرڅه چې زه ئې وغواړي اويا ايراني اخوندان ورته ووايي کوي ، که دابهرنيان ووزي  تاسو خپله فکر  وکړی چي پدې هيوادکښي به بيا څومره خپل سری اوخپلواکان  پيدا شي ؟

دافغانستان ټولوخلک داخبره کوي چي تورن صاحب ته بيا کوم  بهرنی هيواد هدايت ورکړئ  چي دوزارت کارونه ئي شاته پرې اېښي اودده په وينا مجاهد ولسمشر ته  ئې  تر ټاکلي وخت وړاندي  دټولوقوانينو خلاف تبلېغاتي کمپاين دملت په پيسواودولتي امکاناتونه  په ناروا استفادې سره پيل کړی ؟

موږ دښاغلی کرزی نه په جدې بڼه غوښتنه لروچي دخپلو وزيرانو لپاره دصلاحيت حدود وټاکي . وزير ،وزيردئ ، دلته بل لقب نه ځايږي نه دجهادي مشر اونه هم بل کوم نوم . اوس نه جهادیان شته اونه ئي مشران څوک منلاي سي .که دجهاد خبره وي نو طالبان اودحزب اسلامي لښکري وايي چي موږ اساسی جهاد کوو. اوتورن صاحب بيا هغوي  مجاهدين به بلکي  تروريستان او دپردونوکران اود اسلام دښمنان بولي  .

محمد اسماعیل خان هيرنه کړې چي يوازي وزيردی ،که خبره داسي گډوډيوته ورسېدل چي هر وزير دخپلي خوښي ډلي ته ددولتي امکاناتونه په استفادې دهيواد په مرکزاومختلفو ښارونوکي تبلېغات پيل کړه پدې ډاده اوسئ چي دولتي کارونه به په ټپه ودرېږي اودتبليغاتو سيالی به په درب پيل سي ،چې ددې تبلېغاتوسيالی کېداي سي په تاوتريخوالي بدله شي او په عادي بڼه ددولت دبې وخت او بې پلانه ړنگېدو لامل شي . ومن الله التوفيق