د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي امارت سړي تښتونې ته جواز ورکړی

بلال سادات 01.11.2012 21:05

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

له تیرو لسو کلونو راهیسې وسله والو طالبانو د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له بیلابیلو لارو چارو کار اخیستی چې وخت په وخت یې په اړه په رسنیو کې تبصرې او راپورونه خپاره شوې، خو د لومړي ځل لپاره یې، د پیسو ترلاسه کولو یوه بله سرچینه هم راڅرګنده شوه چې هغه ستړي تښتول دي.
د سې شنبې په ورځ د لړم په ۹مه، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د هیدیاخیلو سیمه کې څلور تنه وسله والو طالبانو په رڼا ورځ ۲ بجې د هرات ګمرک یوتن مامور چې د یادې ولسوالۍ استوګن دي، په داسې حال کې له خپل موټر ښکته کړې چې د کور څو تنه میرمنې هم ورسره وې.
وسله والو دغه کس د موټر په ډاله کې واچاوه او دښتې ته یې مخه کړه ،خو د سیمې اوسیدونکو سم لاسې د سیمه ییز دود له مخې نغاره وډنګوله او ټول ولس له خپلو وسلو سره پسې ورووتل، له درې ساعتونو نښتې وروسته تښتول شوی کس، او څلور واړه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره چې پیکا، راکیټ او لاسې کرنیټونه هم په کې وو،له موټر سره یوځای ونیول شول.
نیول شوي کسان په سیمه کې د وسله والو طالبانو مشران او قوماندانان دي، له دې کسانو یو تن یې یوه میاشت وړاندې له بګرام زندان او بل یې له پلچرخې زندان څخه راخلاص شوي دي.دغو کسانو د سیمې د شورا مشر ته په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت د اصولو له مخې هغه کسان چې پیسې ولري او امارت سره مرسته نه کوي باید وتښتول شي او ترې په زور پیسې واخیستل شي، دوی ویلي چې تر دې وړاندې یې هم ورته تښتونې کړې او پیسې یې د اسلامي امارت چارواکو ته ورکړي دي.
نیول شویو کسانو ویل چې دوی ناروا او ناوړه کار نه دی کړی بلکې هغه څه یې کړي چې د اسلامي امارت علماوو ورته په رسمي ډول اجازه ورکړي او په خپل ترسره شوي کار یې افتخار هم کاوه.
داسې ښکاري چې اسلامي امارت د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له ټولو اړینو لارو کار اخیستې او یوازې هغه وروستې لار چې کیدای شی په دې یې هم صرفه نه وي کړي دشپې لخوا د خلکو کورنو د مالونو لوټ کول وي، چې دوی به یې د امارت لپاره د پیسو راټولولو لړۍ بولې هم ترسره کړي.دا ټولې هڅې ددې ښکارندویې کوي چې دوی نور له خپل قوت او زور څخه لویدلي او له دې لارې کوښښ کوي چې له یوې خوا خلکو کې ویره او ډار پیدا کړي او بل لور ته د خپلو مصارفو د پوره کولو لپاره يو ښه اسانه تجارت ولري.
بلال سادات
جلال کوټ