د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بې عدالتيو به محشر وي، سورغر به نه وي!

محمدنسيم پښتون شريفي 13.08.2012 15:49

د ١٣٨٤ لمريز کال د چنګاښ مياشتي شپاړسمه نېټه وه چي سورغر اوونيزي په کندهار کي د لومړنۍ خپلواکي چاپي اوونيزي خپروني په توګه خپلي خپروني پيل کړې. دا هغه مهال و چي په هيواد کي تازه د بيان آزادي رامنځ ته سوې وه او لا هم د رسنيو پوره آزاد فعاليت ته زمينه برابره نه وه.
که څه هم پوره زمينه اوس هم برابره نه ده، خو بيا هم سورغر ښايي د هيواد په کچه د هغو خپرونو په کتار کي راسي چي له دغي نيمه ديموکراسۍ او د بيان آزادي څخه يې پوره استفاده کړې، او تر ډېره يې د خلکو د ږغ او ستونزو د يوې بې سانسوره منعکسوونکي خپروني په توګه رول لوبولى دى. سورغر اوونيزه څه باندي اووه کاله وچلېدله او په دغه موده کي يې تاسي شاهدان ياست چي په فرهنګي، ادبي، سياسي، اقتصادي، اجتماعي، هنري او نورو برخو کي يو مخ خپلواکي خپروني کولې.
دا چي دغي اوونيزي يوازي د خلکو، قانون، عدالت او بشريت ملاتړ کاوه او د هيڅ زورواکي او زرواکي پروا يې نه درلوده، ځکه نو د خپل اووه کلن فعاليت په دوران کي له خورا زياتو ننګونو سره مخ سوه. په وار وار په لويه کچه د دغي خپلواکي اوونيزي د بندولو او د کندهار د خلکو د ږغ د خاموشه کولو هڅه وسوه، خو د سورغر کاري ټيم ورسره مقابله وکړه او آن تر اوو کلونو يې په داسي شرايطو کي په کندهار کي خپل کار ته دوام ورکړ چي په دې ولايت کي نژدې د هر قشر لپاره آزاد ژوند او کار کول ستونزمن وو.
پر کندهار حاکمي مافيايي کړۍ او هغو زورواکو او زرواکو چي ګټي يې د دغي کړۍ د ګټو په خونديتوب کي خوندي وې، هيڅ کله ونه سواى کولاى چي په کندهار کي د سورغر په شان خپلواکي خپروني فعاليت وزغمي. له همدې امله به يې وخت ناوخته پر دغه اوونيزه مستقيم او نامستقيم فشارونه راوړل، تر څو يا له دوى سره معامله وکړي او د بيان له آزادي څخه يې په استفاده د دوى له بې عدالتيو پرده پورته نه کړي او يا هم خپلي خپروني بندي کړي، خو له بده مرغه نړيوالو چي په نړيواله کچه د بيان د آزادي نارې وهي، هم ونه توانېدل چي د افغانستان اساسي قانون ته په درناوي د بيان بشپړه آزادي وزغمي. دوى هم تر ډېره د هغه چا ملاتړ وکړ، چا چي د سورغر په شان د بيان له آزادي څخه پوره استفاده کوونکي د ځان د ګټو لپاره خنډ بلل.
د کندهار حاکمي مافيايي کړۍ د دغو اوو کلونو په اوږدو کي په سيسټماټيک ډول د سورغر د بندولو هڅي رواني وساتلې. په لومړيو کي يې د سورغر د تمويل خپلواکي سرچينې وچي کړې او په تدريج يې بيا د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت د مالي او عايداتي سرچينو په وچولو لاس پوري کړ او په کندهار کي يې د دغه شرکت کاروبار انحصار کړ. ځکه همدا اراکوزيا وه چي په هيواد کي د يوازني خصوصي شرکت په توګه يې فعاله فرهنګي څانګه درلوده او دغي فرهنګي څانګي د نورو فرهنګي فعاليتونو تر څنګ د سورغر خپرونه چلوله، چي له بده مرغه د بيان د آزادي له اصولو څخه د استفادې له امله مافيايانو ته د زغمولو نه وه. دا چي سورغر اوونيزه د کندهار د خلکو د ږغ پورته کولو په آرمان رامنځ ته سوې وه، ځکه نو د دغي اوونيزي تمويلوونکي او چلوونکي اراکوزيا شرکت پراخ مالي زيانونه وګالل، تر څو دغه اوونيزه فعاله پاته سي. د ټول هيواد په کچه د اعلاناتو د لومړني مسلکي شرکت اراکوزيا د فعاليت بندېدل هم د همدغي اوونيزي د فعاليت د روان ساتلو لپاره قرباني وه. خو په دې وروستيو کي اقتصادي او سياسي فشارونه دومره زيات سول چي نور د سورغر اوونيزي رهبري پلاوى اړ سو چي موقتاً د دغي اوونيزي د خپرونو د بندولو پرېکړه وکړي.
د همدغي پرېکړي پر اساس ټاکل سوې ده چي سورغر اوونيزه د ١٣٩١ لمريز کال د اسد/ زمري له دوه ويشتمي نېټې وروسته د لنډ مهال لپاره خپلي خپروني بندوي او هر کله چي پر دغه اداره د اقتصادي او سياسي فشارونو کچه راتيټه سي، او يا هم په هيواد کي د بيان آزادي ته په نظري او عملي ډول ژمنه اداره واکمنه سي، بيرته به خپلي خپروني په عادي ډول پيل کړي.
د سورغر اوونيزي اداره د کندهار له شريفو خلکو، ديني، فرهنګي، بشري، مدني، سياسي، اقتصادي او نورو فعالانو څخه د زړه له کومي مننه کوي چي د دغي اوونيزي د خپرونو يې تل هرکلى کړى او دا اوونيزه يې په خپلو ښکلو نظرونو او اندونو لکه څنګه چي اړينه وه، د خلکو د ږغ منعکسوونکې کړې ده. د بې عدالتيو پر ضد سورغر د خلکو د ږغ په آزادانه پورته کولو وياړي او وېره لري که دا اوونيزه خپلي خپروني بندي کړي، نو د کندهار هغه زرواکي او زورواکي به بيا په بې غمه زړه بې عدالتيو ته زور ورکړي چي په دې وروستيو کي د همدې اوونيزي د فعاليت له امله تر نسبي فشار لاندي وو، ځکه په کندهار کي دا مهال هيڅ داسي رسنۍ نسته چي هغه دي د مافيايانو خيال ونه ساتي او د خلکو ږغ دي پورته کړي.
سورغر اوونيزه که څه هم د وخت د جبر له امله خپلي خپروني موقتاً بندوي، خو هيله لري چي په هيواد کي د بيان آزادي د تامين او د بې عدالتيو پر ضد مطبوعاتي مبارزه به روانه ساتل کېږي او يو وخت به داسي مهال راځي چي د اوس خلاف به زرواکي او زورواکي نه، بلکي رښتيني مبارزين برلاسي وي.
د همداسي يوې شېبې په هيله!

محمدنسيم پښتون شريفي، د سورغر اوونيزي د رهبري پلاوي مشر