د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان او غزني

سیدامیر سادات 01.08.2012 14:01

ه مقر کې د خلکو د پاڅون رپوټونه د غزني امنیه قوماندان زړور زاهد هم تایید کړي دي. د زړور زاهد په نظر، د مقر خلکو د اندړو له اوسېدونکو الهام اخیستی او د خپلو سیمو د ازادولو تکل یې کړی دی. البته، د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا خبره رد کړې ده چې طالبان وژل شوي دي، خو دا یې ویلي دي چې په کوه بند کې ځینې نښتې شوې دي او د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې ځینې خلکو ته د امریکا سفارت پیسې ورکوي.
د ذبیح الله مجاهد له څرګندونو دې نتیجې ته رسیږو چې نه یوازې په کوه بند کې د پاڅون خبره رښتیا ده، بلکې پاڅون پیاوړی هم دی، ځکه که پاڅون پیاوړی نه وای بیا به طالبانو دې ته اړتیا نه لیده چې د امریکا له سفارت سره یې وتړي.
د اندړو ولسوالي د غزني په یوه سر او د مقر ولسوالي یې په بل سر کې پرته ده. په اندړو ولسوالي کې کابو ټول اندړ اوسي او د مقر د خلکو لویه برخه تره کي دي. اندړ او تره کي د غزني ولایت تر ټولو لوی قامونه ګڼل کېږي. که چیرته په آب بند کې هم پاڅون د اندړو د قیام غوندې د طالبانو د حملو په مقابل کې مقاومت وکړي، نو بیا دا امکان لرې نه دی چې په غزني ولایت کې طالبان مات شي.
د طالبانو جګړې په اوله کې تر ډېره حده په زابل او روزګان کې پیل شوې، بیا هلمند او کندهار ته ورسېدې او په درېیم پړاو کې یې غزني ته لاره وکړه چې له همدې ځایه میدان وردګ ولایت هم ناامنه شو.
په زابل او روزګان کې اوس د شپږ، اووه کاله پخوا په نسبت طالبان کمزوري شوي او د لویو عملیاتو قدرت یې تر ډېره حده له لاسه ورکړی دی. په هلمند کې هم رپوټونه ښیي چې طالبان په تېرو اتو کلونو کې تر بل هر وخت کمزوري شوي دي او تقریبا په هیڅ سیمه کې کنټرول نه لري. د کندهار د ولایت هم د دوه، درې کاله پخوا او اوس ډېر فرق دی.
په غزني کې طالبان په ۱۳۸۸ کال کې ډېر پیاوړي وو. په ۱۳۹۰ کال کې د دوی فشارونو خلک ډېر په تکلیف کړل خو له چا سره دا جرئت نه و چې ښکاره مخالفت ورسره وکړي. په ۱۳۹۱ کال کې د طالبانو په خلاف څرګند مخالفتونه پیل شول. اوس د اندړو د ګڼ نفوسې ولسوالۍ چې شاوخوا دوه نیم لکه کسان په کې اوسي، تر نیم زیات کلي د طالبانو له کنټروله راوتي دي او څه موده پس هر وخت د یو نوي کلي د ازادېدو خبرونه خپرېږي.
که چېرې د کوه بند پاڅون کوونکي پښې ټینګې کړي، نو دا امکان زیات دی چې د اندړو او مقر تر منځ بله مهمه سیمه یعنې قره باغ کې هم خلک پاڅون وکوي او په دې ډول طالبان په افغانستان کې خپل مهم سنګر له لاسه ورکړي.
د اندړو د پاڅون د ځپلو لپاره طالبانو ګڼ شمېر پاکستانیان راوستل چې هر ځل یې ماته وخوړه او یو لوی شمېر یې له منځه لاړل.
په غزني کې د طالبانو لویه اندېښنه دا ده چې دوې میاشتې وروسته هوا یخه کېږي او د دوی کسان پاکستان ته د ستنېدو تکل کوي او که دا ځل دوی خپل سنګرونه خوشي کړي، د ولسي پاڅون پلویان تیار ورته ناست دي، د دوی خلا ډکوي چې په نتیجه کې په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو ستنېدل مشکله کېږي.
څرنګه چې په غزني کې اکثره طالبان پاکستانیان او د تودو سیمو اوسېدونکي دي، د غزني په ژمي کې اوسېدل ورته سخته دي. بل علت دا دی چې د مني په پیلېدو سره پاڼې وچېږي او طالبانو ته پټېدل مشکل ګرځي. د مني د موسم له رابرېدو سره د طالبانو د نه تم کېدو بل علت دا دی چې د درمندونو او حاصلاتو له اخیستلو وروسته د غزني په کلیو کې د اوسېدو اقتصادي انګیزه ختمېږي.
په پاکستان کې دېره طالب مشران به ډېره هڅه وکړي چې طالبان په غزني کې د ژمي تېرېدو ته وهڅوي خو که د تېرو څو کلونو تجربه په نظر کې ونیسو، اکثره طالبان به ژمی په غزني کې پاتې نه شي او د پاکستان تودو سیمو ته به ځانونه ورسوي.
په غزني کې د طالبانو په خلاف ولسي قیام څلور لوی علتونه لرل: یو علت یې دا و چې طالبانو د ښوونځيو، کلینکونو او نورو ضروري اسانتیاوو مخه نیوله. بل دا چې طالبانو له خلکو سره سپک چلند کاوه. یو شل کلن طالب به راولاړ شو، یو بوډا ته به یې ټوپک نیولی و او پټکې به یې ورباندې کولې. د ولسي پاڅون بل علت د طالبانو په صفونو کې د پاکستانیانو د شمېر وار په وار زیاتېدل وو. طالبان چې په افغانانو بې اعتباره وو، وار په وار یې په پاکستانیانو تکیه وکړه او اوس په غزني کې د طالبانو په اکثرو جبهو کې ځایي خلک یوازې د راه بلدو او یا ژباړونکو نقش لري. د پاڅون څلورم علت دا و چې کله نړیوالو د خپلو عسکرو د وتلو اعلان وکړ، ډېرو خلکو طالبانو ته وویل چې که ستاسې مبارزه د خارجي عسکرو د حضور خلاف وي، نو هغوی خو هاغه دی پخپله وځي، اوس ولې په جنګ باندې تاکېد کوئ؟ طالبانو دې پوښتنې ته څرګند ځواب نه درلود.
طالبانو ته دا مشکله ده چې له پاکستاني پرسونله صرف نظر وکړي، ځکه پاکستانیان اوس د دوی په صفونو کې د ملا د تېر حیثیت لري. البته په تېرو دوو میاشتو کې په غزني کې د طالبانو په رویه او سلوک کې تغییر راغلی دی. اوس د غزني په ګڼو سیمو کې طالبان له خلکو سره هاغسې تریخ چلند نه کوي لکه دوه کاله پخوا چې یې کاوه. دوه کاله پخوا به ښوونکي او د معارف منسوبان د طالبانو په سیمو کې د ګناهګارانو غوندې په وېره کې ګرځېدل خو اوس په اکثرو سیمو کې ښوونکي ازاد او بې وېرې ژوند کوي. البته، هغوی چې د طالبانو په باره کې ډېره تجربه لري، په دې نظر دي چې طالبان د خلکو وېرولو او ځورلو ته د یوه کامیاب تکتیک په سترګه ګوري او دا چې په غزني کې یې په ځينې مواردو کې له خلکو سره نرمي پیل کړې ده، وجه یې دا ده چې دوی په خپله ډېرېدونکې کمزورۍ پوه شوي دي. که چیرې دا وروستی تعبیر ومنو نو ویلای شو چې په غزني کې طالبان د خپل قدرت وروستۍ میاشتې او بلکې اوونۍ تېروي.