د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتيار صاحب او د حافظ غونډاري

محمد نسيم نيازی 15.07.2012 02:03

دا څو ورځې وينم چې يو څه ځوانان له حکمتيار صاحب سره په قلمي مشاجره بوخت دي، که څه هم ځوانه ډله راته ډېره جدي نه ښکاري او يوازې د حکمتيار صاحب خبرې مسخره کوي، خو بيا هم ورور حکمتيار له هغوی سره ډېر جدي بريښي او غواړي چې هره خبره يې ځواب کړي. زه دا ملګري ټول پېژنم، ټول الحمدلله د "ورور" په شمول فاضلان خلک دي، که څه هم حکمتيار صاحب سره زما ناسته نه ده شوې، خو د ده ليکنې، کار و زيار او سياست په شد و مد مطالعه کوم.
که دا بحث جدي او سنجيده ونيول شي او د دې پر ځای چې هسې مسخره په کې وي، ښه به دا وي، چې دا مشاجره علمي شي. دې ورونو کې داسې خلک شته چې په ورور علمي اعتراضات لري او د دې پر ځای چې د داخلي جګړو د مهال خبرې بېهوده ګرميږي، ښه دا ده چې تازه "صورتحال" بحث شي او يو څه فايده ورباندې مرتبه شي!
ځوانې طبقې ته زما مشوره دا ده، چې ورور که تاسې هر څه ګڼئ، خو له دې هيڅوک هم سترګې نه شي پټولی، چې دی يو لايقه او ذهين انسان دی. هسې خو د ده په شمول د هر قائد په کار وزيار نقد کېدای شي او شايد دا اعتراف هم بې ځايه نه وي، چې د ورور ليدلوری يو څه ډېر منفرد دی. د ټولو قضاياو په اړه، که هغه علمي دي، که سياسي دي او تنظيمي، نو ورور په کې يو جلا اړخ لري، بلکې که ووايو چې دی د هرې قضيې جلا اړخ دی، هم بده به نه وي.
بالمقابل ورور ته زما طالبانه وړانديز دا دی، چې مسائل داسې بايد وانه ارزول شي، چې هغه يوازې په تخميناتو او فرضيو بنا وي. زه د نبي خېل په شمول، ظريف، جمال، جرس او خالد ټول پېژنم او ټول د جهادي صفونو لښکريان دي، خو حکمتيار ورور مې ورباندې يوازې د دې مشاجرې په بنا د ملي امنيت د کار کوونکو نوم ږدي!!
ورور مې د نبي خېل شک په داسې چا کړی، چې هغه په ژوند خپل بابا نه ګاټه، نو په مړينه به يې دفاع ښه وکړي او هغه هم له تا؟!! هغه بېچارګی د زړه تکليف لري او حتی د بابا په اثارو هم ليکل نه غواړي، نو تاسره د مشاجرې انرژي چرته لري؟! تاسې ماشاءالله لس ليکوال په خپله قلمي انرژۍ شاته پورې باسئ او هغه بېچاره د خپلې بيوګرافۍ د ليکلو توان نه لري، که خبره مو زړه ته لوېدلي وي، نو سړی د دې مستحق دی، چې بښنه ترې وغواړئ.
ځوانه ډلګۍ هم بايد داسې ونه کړي، چې د يوه رهبر او قائد په سويه شخصيت مسخره کړي، بلکې په کار ده ، چې د ده له تجربو، خاطرو او ځانګړي ليدلوري استفاده وشي. يو څوک چې پينځه ورځې په يوه کار تېرې کړي، د استادۍ تمه ترې کيږي او ورور خو دا دی کابو پنځوس کاله "مد وجزر" کې دی!
زما په فکر هغه څه چې اړين دي؛ هغه د مثبتې او هدفمنې مباحثې لار ده، داسې مباحثه چې په يو او بل د امنيت او امريکا شکونه را ولاړ کړي، بېځايه ده. دېته هم کتل په کار دي، چې حکمتيار صاحب څومره ډېر مخالفين لري، له هر چا سره يې يوه پنجه وهلې، نو نه بايد د هغه مخالفينو ته دا لار هواره کړي، چې له دې مشاجرې خوند واخلي!
هغه څه چې زه ورته متوجه يم او شديدا ورباندې نقد لرم، دا چې حکمتيار صاحب په مستعار نامه ليکل په داسې بڼه کوي، چې د خپلې تقوی، ايمان او جهاد صفت کوي!! الله جل جلاله دې د ورور منډې ترړې قبولې کړي، خو دا د هغې نهی نافرماني ده، چې وايي : فلا تزکوا انفسکم هو أعلم بمن اتقی. عالم الغيب فرمايي، د ځان صفتونه مه کوئ، زه ستاسې په تقوی او ايماندارۍ ښه خبر يم.
که خبره تر دې سرحده وي، چې ځوی حبيب يې وايي، نو بيخي سمه ده، حکمتيار صاحب بايد مخامخ له خلکو سره مخاطب وي، خو دا چې په خپله د خپل تفسير، قيادت، علم، تقوی، ايمان او جهاد صفت کوي، دا نو د علم وتقوی وايمان وجهاد منافي کار دی. که احيانا حکمتيار صاحب په مستعار نوم ليکنه کوي او ځان په کې ښه توصيفوي، نو مستعار نوم بايد بيخي پټ پاتې شي، تر څو د رياکارۍ بوی ترې راونه وځي!
د ورور مستعار نوم که هر څه وي، نو د ده ليکدود داسې دی، چې هيڅ ځان نه شي پټولی او نه د خپلو الفاظو او تکراري جملو او تکراري افکارو له امله ځان پټولی شي.
د ورور دا خبره د منلو ده، چې دی او بابا د يوې لارې خلک دي او له دوی کشران په کې ډېر ځای نه لري، خو دا خبره ډېره د تامل وړ ده، چې بابا او شهيد نسيم له ده سره بيعت کړی. دا خبره که څه هم د شاربلو نه ده او نه ارزي، چې وخت ورباندې ضايع شي، خو دومره عرض کول غواړم چې ورور بايد ځينې ځايونو کې احتياط وکړي او د مبالغې حدود مات نه کړي. شهيد نسيم په ۱۳۵۴ هجري لمريز کې شهيد شوی او دا وخت شايد د نهضت خبرې وي، نه د حزب. که ومنو چې دا وخت هم حزب و، نو بيا يې مشري د وقاد په غاړه وه، ورور په کې د يوه غړي په توګه و. کله چې مهاجرينو مشرانو وغوښتل چې حزب او جمعيت سره يو ځای کړي، نو فايض صاحب په غوڅ اکثريت مشر وټاکل شو، چې حکمتيار صاحب يې له منلو ډډه وکړه او مولوي محمدنبي محمدي پسې يې احوال وکړ، چې له کويټې راشي او د حرکت انقلاب اسلامي ډلګۍ مشري وکړي. دا- ۱۳۵۷ هجري لمريز کال و او د ميزان څلورمه نېټه وه، چې ورور حکمتيار، استاد رباني او امين وقاد له مولوي محمدنبي محمدي سره د پېښور ګلبهار محمدي مسجد کې بيعت وکړ. مولوي خالص بابا، مولوي صاحب حقاني، شهيد مطيع الله خان الله او حاجي دين محمد په همغه زاړه حزب کې پاتې شول. ستوري د حزب لوګو او بيرغونه او کتابچې د مولوي بابا ملګرو ته وسپارلې، ځکه چې دوی د حرکت په نامه اتحاد کې شامل شوي وو او حزب د بابا ملګرو وساته. حرکت انقلاب اسلامي لا د جهاد رسمي اعلان نه و کړی، چې حزب اسلامي د مولوي بابا په مشرۍ جهاد ته واوښتل. بابا او دين محمد پکتيا زېړوک ته لاړل، مولوي حسين کنړ ته لاړ، مولوي صاحب حقاني او شهيد مطيع الله خان خوست ته لاړل.
دوه مياشتې وروسته حکمتيار صاحب له ملګرو سره د استاد عبدالله توتو وال په توسط وتوانېدل چې په مولوي محمدنبي محمدي باندې کودتا وکړي او هغه په کور کېنوي.
يوه بله خبره چې د ځوانې ډلې پام ورته راړوم، دا ده، چې ستاسې استعداد له دې لوړ دی، چې بېځايه له چاسره سر وخوږئ، زه پوره متيقن يم چې تاسې خپل مخالف نه شئ، قانع کولی، ځکه چې زما په فکر هغه له تاسې سابقه ډېره لري او هم دې موضوعاتو کې له تاسې ډېر دخيل و. د ا فيصله شايد تاريخ وکړي، چې په کورنيو جګړو کې څوک ملامت و؟ چا پيل کړه، چا ائتلافونه مات کړل او وکړل؟ خو دا بايد وارزول شي، چې همدا اوس د هېواد د بحران په حل کولو کې د ورور ونډه څومره ده؟ که څه هم دا زيار ځينو خلکو ته د منلو وړ نه دی، خو دا هم اړينه نه ده، چې هر سړی دې د حکمتيار صاحب په سياسي فلسفه پوه او قانع شي، مهمه دا ده چې د ده رول تر کومه بريده معقول او د منلو دی؟
يو شي ته چې زما پام راوښتی هغه دا دی، چې د حکمتيار صاحب سياسي ژوند په واقعيت کې يو څه متضاد ژوند دی، ځکه خو يې خلک په مطالعه او تعقيب کې هم تېروځي. که څه هم په مجموع کې دا خبره سل په سله د منلو ده، چې حکمتيار صاحب هيڅکه هم له خپلو اصولو او دريځه نه دی په شا شوی، خو په څنګ کې دا هم ارزول غواړي چې؛ ولې کله "اصول" هم د اصولو خلاف وي؟
زما په فکر د ورور اړوند خبرې بايد لومړی او له هر چا ډېره اعتباري خبره د ده وي. دليل يې دا دی چې دی شايد د ځان په اړه له نورو ښه خبر وي، دوهم دا چې دی د مخالفينو له اکثريت سره مخامخ دی، دا خلک ټول حکمتيار صاحب ته ملامت دي، نو ولې د ملامتې نړۍ خبره پر ده وروتپئ؟ دی که څه هم د خپل ليدلوري له امله په خپل موقف کې يوازې دی، خو په خپله خبره کې ډېر نا معقول هم نه دی، بايد هغه اړخونه چې خلاف العقل نه دي، ومنل شي.
يوه بله خبره چې هغه بايد وويل شي دا ده، چې تاسې ځوانان بايد له ټولو رهبرانو سره د ده مقايسه داسې ونه کړئ، چې دی هم له هماغو شپږو رهبرانو دی، چې ناکام شول، د امريکا غېږې ته ولوېدل او غرب زده ګانو شمار شول. واقعيت دا دی، چې حکمتيار صاحب د کرزي مخالفينو کې شمارل کېدای شي او امريکا هم ورباندې د مخالف نوم ايښی، داسې بايد ونه شي چې ټول په يوه تله وتلئ، دا بې انصافي ده.
د علمي کاوش په اړه خبره تر دې بريده کېدای شي، چې حکمتيار صاحب په دې برخه کې هم ياد کار وزيار لري، که څه هم شهکار به نه وي او ضرور هم نه ده چې د هر چا کار دې شهکار وي، خو دا هم بايد ومنل شي، چې څه نا څه کار خو يې کړی. تاسې خو داسې ورباندې رادرومئ لکه په يوه امي انسان چې سړی پټکې کوي. اقلا په هغو مثقفينو کې خو شمار دی، چې صاحب نظر او فکر دي. دا خبره به زه درسره ومنم چې، ځه د اسلامي ښوونو عالم يې مه بولئ، خو داسې هم مه کوئ، چې په ټول کار يې خاورې واړوئ.
دې کې هيڅ شک نه شته چې حکمتيار صاحب د يوه افغان مثقف په بڼه او کچه ښه بروز کولی شي، خو دلته زه هم پښه نيولی کېږم چې مفسر، محدث او فقيه ورته ووايم. زه په خپله د دې طرفدار يم چې علامه سيوطي او زرکشي چې د تفسير د اهليت لپاره کوم شروط وضع کړي، بايد د همغې مطابق چلند وشي. زه ممکن دومره وويلی شم چې د حمتيار صاحب ترجمه او ځينې ځای کې د آيت د معنا له توضيح سره هم ښه طبع ازمايي کوي، خو دا يوه خواري او جرئت ضرور دی، چې د مفسر خطاب ورته وکړم. د ورور ښه صفت دا دی چې په کمپيوټر پوهېږي او تر ډېره خو ورته کمپيوټر کارۍ کار هم اسانه کړی. دې يو بله منفي اغېزه لرلې، هغه دا چې د يوه شي بحث کې په کمپيوټر اکتفاء کوي او ځينې وخت ترې د همدې له امله تفاخر هم کيږي، چې خدای مه کړه ورباندې ګناهګار نه شي. مثلا د نبي خېل په "بابا" لفظ يې نقد کړی، چې د ا ګوندې د عيسايانو ملا ته وايي او چې څوک يې مولوي بابا او احمدشاه بابا ته وايي، د هغه سپکاوی کوي!!
زه وايم چې حکمتيار صاحب انګليسي عربي قاموس په کمپيوټر کې کلِک کوي، ولې يې په اړه لسان العرب او القاموس المحيط يا اقلا المعجم الوسيط نه ګوري؟!! لسان العرب د (بابا) په اړه ليکي : و بأبأت به، قلت له بابا وقالوا بأبأ الصبي أبوه قال له بابا، و بأبأه الصبي قال له بابا. بابا د عربۍ په اوسنۍ محاوره کې هم پلار ته وايي، نو ځکه به د ورور خبره دلته سمه نه وي.
زه خو مې خپلو ملګرو ته دا توصيه او مشوره لرم چې بحث مثبتې خوا ته راواړئ او مه يې شاړوئ، فايده نه لري او که په پاک نيت دې بحث ته ورګډ شوئ شايد الله جل جلاله اجر درکړي.مننه