د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام

حبيب الله غمخور 12.06.2012 15:41

رښتياهم يوبل څلی ونړید!

دډله ايزو رسنيو له لاري موداخواشېنوونکی خبر ترلاسه کړ چې استاد بازمحمد ساپی د 2012 کال د جون د میاشتي پر 11 نیټه د سهار دورپېښې دوامدادري ناروغۍ له دخپلې کورنۍ ،دوستانو اوهيوادوالونه دابدي ژوند په لور رخصت واخيست اوله دې پانی نړۍ نه ئې سترگې پټې کړې .انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد استاد بازمحمد ساپی دهېواد په سياسي  ډګر کښې  تر ډيره بريده دافغانستان د سياسي اوټولنيزودمسائيلو په اړوند دژورفکر اودرک  خاوند شخصيت وو.

مرحوم استاد بازمحمدساپي د خپل ژوند زیاته برخه د ګران هيواد افغانستان  کښي ددې غمځپلي ولس دځوان نسل سالمې روزنې اوتربيې ته وقف کړې وه .

استادبازمحمد په خپلې کمينۍ اوخاکساری،نېک برخودر ،دوستۍ اوصمېميت ،پاکۍ اوعالي اخلاقو  دهرچازړه ته لارپيدا کول اودټولولپاره يودقدر وړشخصيت وو. هغه له وطن سره رښتيانۍ مينه درلوده اودهيوادپه ورپېښو ناخوالولکه بل هر وطنپرست افغان زورېده .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد استادبازمحمدساپي بې ځايه اوناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، علاقمندانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه ضايع بولي ،له ټولوسره پدې ستر غم کي ځان شريک بولو د لوی خدای ( ج ) له دربار نه  مرحوم ته فردوس جنت  اوکورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور