غزنی : د روغتون په نوم روغتیا يې مجله چاپ شوه
10.06.2012 06:50
له لرغونې غزنې څخه د لومړي ځل لپاره د روغتون په نوم روغتيايي مجله له چاپه راووته
یاده مجله چې درحیم هلال تر مسول مدیریت لاندي خپره شوه د امتیاز څښتن يې د جنوبې زون په کچه د الخدمت په نوم یو شخصي روغتون دی .
لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري مجله روغتیا يې مضامینو ته ځانګړې شوې ده چې وخت په وخت به د لیکوالانو په مرسته د مینوالو تر لاسونو رسیږي
په مجله کې د تکړه ډاکټرانو او لیکوالو د لیکنو ترڅنګ د هیواد له تکړه ارواپوه ډاکټر نجیب زاخیلوال سره د ماشومانو د روان او روزنې په اړه مرکه هم خپره شوې ده
د راتلونکې ګڼې لپاره يې هغه لیکنې چې روغیتايې اړخ ولري په لاندي بریښنا لیک باندي را واستوئ
hillal.rahim12@gmail.com