د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان مدرسه

نظرمحمد مطمئن 01.06.2012 20:50

د افغان مدرسي مخي ته يوه ډله کوچني طالبان (زده کوونکي) ولاړ وو، دمدرسي مخکي دوه لوری پوخ سړک وو چې تر ډيره کوچني تیز چليدونکي موټران پري تګ راتګ کوي. په ډير ګومان چې طالبانو به په خپلو منځونو کې یو له بل سره پر لاره تلونکي موټران شميرل.

نږدې ماښام وو چې زه او ملګري مي هم د مدرسي د لويې دروازي سره ودريدلو، زده کوونکي چې د مدرسي مخي ته د تفريح په وخت کې راوتلي وو، په ليدو مو ټول را ولاړ شول او په ډیره مينه يې روغبړ راسره وکړ. دمدرسي اړوند مې ډول ډول خبري اوريدلي وي، د ښه نظم او ښو درسونو خبري يې کيدلي.

افغان مدرسه چې د خوشحال مېني په ج ساحه کې موقيعت لري، ليلیه او نهاري زده کوونکي لري، ليليه يې ۵۰ تنه د ولايتونو څخه راوستل شوي طالبان او ۳۰ تنه نهاري طالبان لري. له درېيم ټولګي څخه تر اتم ټولګي پوري طالبان پکې زده کړي کوي، او د اتو ښه تجربه لرونکو استاذانو له خوا څخه زده کوونکو ته ديني او ساينسي کتابونه تدريس کيږي.

افغان مدرسه په خپل جوړښت کې دارالحفاظ هم لري چې لس تنه ليليه حافظان او يو استاذ لري. ټول حافظان يې له ولايتونو څخه راوستل شي دي او بې وزلي او مستحق هلوکان دي.

دمدرسي اداره ډيره منظمه او په زړه پوري ځکه وه چې دا د افغانستان د نورو مدرسو په ډول يواځي د فرش لرونکي نه وه، د افغان مدرسي د مدير له پاره غټ ميز او څرخيدونکې چوکۍ ايښودل شوي وه، چې د ميز د سر پرتخته د مولوي مبارک صاحب لپ ټاپ کمپوټر او فرنټر هم ايښي وو. د مدير صاحب د ميز ترڅنګ د مالي چارو د مسؤل ميز وو چې په نوموړي ميز هم ښايسته ډسک ټاپ کمپيوټر د اداري کارونو له پاره ايښي وو، د ليدونکو او مراجعينو له پاره مناسبي چوکې او د چايو ښيښئ ميزونه ځای پر ځاي وو، د اداري پر يوه ديوال د مدرسي اړوند معلومات د سپينو کاغذونو پر لويو تختو ليکل شوي وو، چې د نوي راغلي کس له پاره د مدرسي اړوند په زړه پوري معلومات پکې ځای وو، د مخامخ بل ديوال په منځ باندي سپينه تخته ځوړونده او پر مارکرقلم ورځني کارونه پري ليک شوي وو، د المارۍ پر سر يو کوچني سپين بکس ايښودل شوی وو او پري ليکل شوي وو، د بيړنيو روغتيايې مرستو بکس.

دغه ډول د مدرسي منظم اداري جوړښت ښودله چې په مدرسه کې هر څه د نظم او مهال وېښ سره سم پرمخ روان دي،تر ټولو په زړه پوري داوه چې په افغان مدرسه کې د طالبانو له پاره د کمپيوټر خونه (کمپيوټر لب) هم موجود وو، لومړی ځل وو چې په هيواد کې دننه مې د مدرسي د طالبانو له پاره دکمپيوټر خونه وليدله، ډسک ټاپ نوي او قيمتي کمپیوټرونه د زده کوونکو د زده کړي له پاره ښودل شوي وو، د يوه تن حافظ څخه مې پوښتنه وکړه چې تاسي ته هم کمپيوټر وايې، هغه وويل چې هو! ددي ترڅنګ موږ ته عربې او انګليسي ژبه هم را زده کوي، او موږ په ډیر شوق سره د قرآن کريم د حفظ ترڅنګ د کمپيوټر او ژبو زده کړه کوو.

ماښام د لمانځه وخت شو، اذان همدلته د مدرسي په انګړ کې کوچني طالب وکړ، لمونځ په جماعت سره ادا شو، د مدرسي مشرف زده کوونکو ته وويل چې ځئ خپلو ټولګيو ته ولاړشئ.

ما هم د همدې خبري په اوريدو له مشرف او اداري مسؤل څخه پوښتنه وکړه چې که د طالبانو د ورځي او شپی ۲۴ ساعته مهال وېش راته وښئې.

هغوی وويل چې: د افغان مدرسي پېل (لېن) پر ۰۷:۰۰ دريږي او ۲۰ دقيقي پېل وي، په لس دقيقو کې په ټولګيو کې ځای پرځای کيږي، او په پوره ۰۷:۳۰ د استاذانو له خوا څخه طالبانو ته درس پېل کيږي. هره ورځ اته ساعته درس وي چې لومړي شپږ ساعتونه يې څلويښت دقيقي او وروستني دوه ساعتونه يې ۳۵ دقيقي وي، طالبانو ته ديني او عصري (ساینسي) کتابونه د تکړه او تجربه لرونکو مولويانو او ښوونکو له خوا څخه ويل کيږي، ۲۰ دقيقي تفريح ورکول کيږي او په ۱۲:۴۵بجو زده کوونکي رخصت کيږي، ماسپښين پر يوه بجه لمونځ په جماعت سره اداء کيږي او له هغه وروسته تر ۰۱:۳۰ پوري ډوډۍ زده کوونکو او  استاذانو ته ورکول کيږي، وروسته طالبانو ته د خوب له پاره وخت ورکول کيږي چې ټول طالبان تره ۰۳:۳۰ ماسپښين پوري حتمي ده چې خوب وکړي، کله چې په ۰۳:۳۰ راوېښ شي ټولګيو ته ځي او ترمازيګر ۰۵:۳۰ پوري خپل د همدې ورځي سهار ويل شوي درسونه تکراروي، د اودسونو له پاره ۱۵ دقيقي وخت لري او پر ۰۵:۴۵ دمازيګر لمونځ په جماعت سره اداء کيږي، له لمانځه وروسته د ماښام تر اذان پوري تفريح ورکول کيږي، څو ورځي مو د لوبو ميدان ته بيول، هلته هم اوس ستونزه ده ځکه طالبان ډير دي او ميدان کوچنی دی، د نورو شاوخوا هلوکانو له پاره ځای په ميدان کې نه وي، له همدې امله اوس هغه ميدان ته نه ځي، او په دي لټه کې يو چې کوم مناسب لوی د لوبو ځای پيدا کړو.

د ماښام لمانځه وروسته زده کوونکي ټولګيو ته ځي او د راتلونکې ورځي درسونه او د درسونو ياديدل تر ۰۸:۰۰ بجو پوري کوي، ۳۰ دقيقي د ماښام ډوډۍ له پاره دي او پر ۰۸:۳۰ د ماخستن لمونځ پرجماعت سره کيږي.

د ماخستن لمانځه وروسته لس دقيقي زده کوونکو ته ګټوري خبري د استاذ له خوا کيږي، او له دي وروسته بيا خپلو ټولګيوته ننوځي او هلته تر ۱۰:۰۰ بجو پوري خپله ازاده او د خپل خوښي مطالعه کوي. له لس بجو وروسته د شپي خوب دی او په ۰۳:۳۰ سهار د اودسونو له پاره ويښېږي او پر ۰۴:۰۰ د سهارلمونځ پرجماعت سره اداء کيږي، بيا تر ۰۵:۳۰ پوري د لمانځه اړوند زده کړه او د سهار دعاوي او اذکار ويل کيږي. لدې وروسته نيم ساعت تفريح ده او پر ۰۶:۰۰ بجي د سهار چای زده کوونکو ته ورکول کيږي، له چای کولو وروسته تر اوه بجو وخت ورکول کيږي چې ټولګيو ته د تګ له پاره چمتووالی ونيسي، چې د مدرسي يونيفورم واغوندې، خپلي د خوب بستري منظمي او ټولي کړي، د خوب کوټي يې له کاغذونو څخه پاکې چې وروسته يې پاکوونکې بيا جارو کړي، او خپل نور ضرورتونه سرته ورسوي ترڅو پر اووه بجي پېل ته حاضر شي.

که څه هم ډير سخت مهال وېش دی او ما يې استاذانو او د مدرسي مشرف ته وويل چې د خوب او تفريح وخت کم په نظر کې نيول شوی دی، هغه وويل چې مخکې موږ ماخستن پر ۰۹:۳۰ بجو د خوب اجازه ورکوله خو طالبانو غوښتنه وکړه چې دغه وخت نيم ساعت نور هم ورته اوږد کړو او پرلس بجو د خوب له پاره اجازه ورکول شي.

په هرصورت دخوب له پاره ټول وخت ۷ ساعته په نظر کې نيول شوی دی او د لوبو له پاره هم مناسب وخت لري، وايې وخت سره زر دی، د وخت قدر په کار دی، داسي ښکاريده چې زده کوونکې خوشحاله وو، او تر ټولو په زړه پوري دا وه چې په ټولګيو کې د طالبانو له پاره دوه نفري چوکۍ له ميزسره نښتي ايښودل شوي وي، او طالبانو دخپلو ميزونو سربيره کتابونه غوړولي او درسونه يې ويل، داډول د ټولګي پرديوال سپينه تخته وه چې استاذانو يې د مارکرقلم پرکارولو سره طالبانو ته درس ورکاوو.

افغان مدرسه يو کوچنی کتابتون لري چې ترډیره پکې د طالبانو د زده کړي کتابونه ايښودل شوي دي، دلته هغه کتابونه دي چې يو زده کوونکې په ټولګي کې اړتيا ورته لري، کتابچي، قلمونه، پنسلونه، رنګيان او د زده کوونکو د اړتيا وړ څيزونه پکې شته.

افغان مدرسه ليليه او نهاريه طالبانو ته ځانګړی يونيفورم لري، چې ليليه طالبانو ته دغه يونيفورم وړيا ورکول کیږي، ددي ترڅنګ د اړوند ټولګي ټول کتابونه، کتابچي، قلمونه، پنسلونه ليليه زده کوونکي ته وړيا ورکول کيږي.

     د افغان مدرسي هر طالب مکلف دی چې په اونۍ کې دوه ځله ځان پاک ومينځي، د دوی هر یوه ته ځانګړی د ځان وچوني ټوټه (توليه)، د ځان مينځلو صابن، د غاښو بورس او کريم په منظم ډول سره ورکول کيږي، او د لمانځه له پاره هر طالب ته يوه دانه جای نماز او سپينه خولۍ هم ورکول شوي ده.

دخوب له پاره يې ځانګړي خوني دي، چې په هره کوټه کې هم عمره طالبان ځای پرځای شوي دي، دوه منزله چپرکټونه لري او هرطالب خپله ځانګړي المارۍ لري ترڅو خپل د اړتيا وړ شيان پکې خوندي کړي.

پاکې او نوي بستري (توشک او بالښت) او ورسره يو دانه توس هر طالب ته ويشل شوی دی، د بستري سربيره يې روجايې هم شته.

دوه ځله په هفته کې کالي د مدرسي د دوبي له خوا څخه ورته مينځل کيږي او له هوتو کولو ورسته بيرته طالب ته سپارل کيږي، د سر ويښتان په دوو اونيو کې د مؤظف کس له خوا څخه ورته ماشين کيږي او د ټولو زده کوونکو د سر ويښتان يو ډول ساتل کيږي، تر څو د مرضونو پر مخنيوي کې هم مرسته ؤشي.

داچې لومړی کال دی او ډير لږ وخت کيږي چې افغان مدرسي خپل فعاليت پېل کړی دی، نو د اوس له پاره ګرانه ده چې پر علمي اړخ يې ژور بحث ؤشي، د افغان بنسټ مشران او د افغان مدرسي مسؤل کارکوونکي هيله من دي چې افغان مدرسه په ښه راتلونکي ولري او خپلو هيوادوالو ته به په راتلونکي کې په ديني او عصري علومو پوه کدرونه وړاندي کړي.

  دپای خبره داده چې د افغان مدرسي ټول لګښتونه پر دين او هيواد مېن شتمن د خپلو مالونو د صدقو او زکاتونو څخه ورکوي او د دافغان بنسټ کارکوونکي يې په پوره ايمانداري او روڼوالي سره په اړو او مستحقو زده کوونکو مصرفوي.