د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونځیو د سوزولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

اسلامي امارت 27.05.2012 18:54
په هیواد کې د ښوونځیو د سوزولو او د نجونو شاګردانو د مسموم کیدو په اړوند د اسلامي امارت اعلامیه
د مطبوعاتي رپوټونو له مخې،  په دې وروستیو کې   په تخار کی د یوه ښوونځي  شاګردانې مسموم کړل شوې وې. د دې نه  څو ورځې مخکې،  په خوست او داسي ،  د هیواد په نورو برخو کې  هم د ورته پیښو رپوټونه ورکړل شوي وو.  په استعمار پورې تړلیو ځینو مزدورو او جهاد دښمنه رسنیو چې معمولآ تر ټولو د مخه،  د دغو پیښو رپوټونه خپروي، سملاسي د نوموړو پیښو تور په اسلامي امارت ولګاوه او د دې انتظار یې هم ونه ایست  چې پدې اړوند د اسلامي امارت ویاند څه وایي او یا د اسلامي امارت د اړوند منبع څخه د پیښې  په هکله تصدیق وکړي. خو  له بله پلوه ، دغه رسنۍ هغه رپوټ له پامه غورځوي چې په  تیر ۲۰۱۱ کال کې په لندن کې د ښوونې او روزنې په هکله،  یوه نړیوال کنفرانس  ته په وینا کې،  د کابل د ګوډاګۍ ادارې د معارف وزیر اعتراف وکړ چې دده په اصطلاح (وسله وال  مخا لفین ) د ذکورو او اناثوله  تعلیم سره مخالفت نلری. همداراز، ددې وزارت مسلکي مرستیال رسنیوته ویلي چې ښوونځۍ د طالبانو له خوا نه ،  بلکې د ځینو ( جنایت کارو کسانو) له خوا ورانیږي. په عین حال کې،  باید ووایو چې د روان کال د فبروري په ۲۲مه نیټه د خیوې ولسوالۍ د کاشکوټ په سیمه کی ، د یرغلګرو قواوود  چورلکو د ډزو په نتیجه کې ،  د سربند  د  ښوونځي  یو ښوونکی او ۹ تنه زده کوونکي ټپیان شول . خو دغو مزدورو رسنیو پدغو ټولو حقایقو سترګې پټې کړې دي.
 اصل خبره دا ده چې پدې وروستیو کې،  يرغلګرو قواوو د پنجوایي د زنګاوات په کلي  کې د بیګناه ملکیانو او ماشومانو د شهیدانولو او سوزولو، او ددې نه مخکې د شهیدانو د پاکو اجسادو د سپکاوي  وحشیانه عمل  ترسره کړی دي . همدا شان ،  د بګرام په هوایي ډګر کې  د قرآن کریم د بیحرمتي  د نه بښونکي جنایت مرتکب شول،  نو اوس  یرغلګران او داخلي لاس پوڅي یی هڅه کوي چې د نجونو د مسموم کولو  په څیر،  د پلان شویو پیښو په رامینځ ته کولو سره،  د افغان ولس او نړیوالو توجه له خپل وحشت او جنایت څخه بلې خوا ته واړوي.
 اسلامي امارت ، یو ځل بیا اعلانوي چې زموږ په ګران هیواد کې دغه ډول او دیته ورته نور ناوړه کارونه د ځینو استخباراتي شبکو له خوا تر سره کیږي چې پدې کې پخپله د کابل د ګوډاګۍ ادارې د ملي امنیت په نامه استخباراتي شبکه هم شامله ده.
باید وووایو چې  د مجاهدینو تګلاره معلومه ده. هغه په هیواد کې د یرغلګرو قواوو او د هغوئ د ملاتړو لاس پوڅو په مقابل کې وسله وال جهاد کول او د هیواد آزادول دي. د دې علاوه، ، د یرغلګرو او یا ددوئ  د مزدورو رسنیو له طرفه د مجاهدینو په خلاف ناوړه تورونه ، د روان جهاد په وړاندې د دښمن د روانې او مطبوعاتي جګړې برخه  ده، هیڅ حقیقت نلري.  اسلامي امارت ددغو اعمالو څخه کاملأ برائت اعلانوي او څرګندوي که  د هیواد په هره برخه کې ، ددې  اعمالو مرتکبین په لاس ورشي، شرعي سزا به ورکړي.
د افغانستان اسلامی امارت