د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته جايزه ورکړل شوه

فضل قادرانډيوال 24.05.2012 22:04

ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته د پښتو ادب په غوره خدمت جايزه ورکړل شوه

پېښور: د پېښور پوهنتون په تالار کې د افغان محصلينو د اتحاديې لخوا د تېرو کلنو په څير کلنۍ غونډه وشوه چې پکې دولتي او نادولتي ادارو د بېلا بېلو ټولنو مشرانو، سياسي اوټولنيزو مرکزونو تر څنګ د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته بلنه ورکړل شوې وه.د افغان محصلينو په کلنۍ غونډه کې ملي مشر افضل خان لالا خېبرپښتونخوا د ځنګلاتو وزير واجد علي خان په اسلام آباد کې د افغان سفارت فرهنګي استازى زردشت شمس په پېښور کې افغان کونسل ، افغان کميشنر. او يو شمېر ليکوالانو ژونالېستانو، استادانو او د ادبي ټولنو مشرانو برخه اخيستې وه.په غونډه کې په پاکستان کې افغان محصلينو او افغان کډوالو ته په ور پېښو ستونزو او د سيمې د امن په اړه ويناوې وشوې په آخر کې د بېلا بېلو ځانګو مشرانو، ليکوالانو، ژورنالېستانو جايزې په نظر کې نيول شوې وې چې د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته د پښتو ادب په غوره خدمت د دخېبرپښتونخوا د ځنګلاتو وزير ښاغلى واجد علي خان لخوا د الحاج امام الدين په نامه جايزه سردار خان سيرت ته ور کړل شوه د غونډې په پاى کې ليکوالو او شاعرانو ته د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا د مرکز لخوا چاپ شوې د ارواښاد قدرت الله حداد ليکلى شوى افغان ملي تاريخ ډاليو په توګه د افضل خان لالا لخوا ورکړل شوې