د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کښي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز احتجاج ليک

حبيب الله غمخور 13.03.2012 16:07

دډيرتاسف اوحيرانتياوړ خبره ده هغوي چي افغانانوته دسولې دراوستلوپه پلمه زموږ هيواد ته راغلل اوس عملأ په خپل لاس دوسلې په زوردبی دفاع اوربړېدلو افغانانونه خوږ ژوند اخلي!

په سويډن کښي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه اوهرغړی دزنگی آباددشهيدانو اوزخميانو دکورنيوسره ځان پدې سترغم اوناورين کښي شريک بولی . انا لله انا اليه راجعون

زموږ ټولنه پداسي حال کښي چې دغه وحشيانه پېښه په کلکه غندودامريکاله مشرتابه اونړيوالي ټولنې دمشرتابه نه په کلکه غوښتنه لروچې دکندهار دپنجوايي ولسوالی دزنگي آباددکلې د۱۶ تنوشهيدانواو زخميانووحشی قاتل ياقاتلان دې دجنگی جنايتکاراومجرم په توگه دنړيوالوقوانينوپر بنياد دننه په افغانستان کښي دشهيدانودکورنيو دپاته کسانوپه وړاندي دعلنی اعدام دسزاورسېږي .

دنړيوالومنل سوو اصولوله مخې غوښتنه لروچي ددې نارواپېښي دشهېدانودکورنيودپاته کسانو، زخميانو اودهغوي له کورنيو سره بايدژر تژر ه اړينې مرسته وشي اوټپيان دې درملنې لپاره هغو روغتونوته انتقال سي چيرې چې ئې دډاډمنې درملنې لازم امکانات برابروي .

داغوښتنه  زموږ دبېگناه اوکړېدلي ولس چي داڅولسيزي زورېږي اووژل کيږي دزړه اواز دی،دازموږ د ولس او زورېدلوهيوادوالو قانوني اوبشري حق دی .

موږ افغانان د بشري حقونو پرنړيوالوسازمانواو مؤسسو،دملگروملتواوناټودسازمان پر مشرتابه غږ کوو، چې په افغانستان کې د دا ډول جنایتونو مخنیوي وکړي اودټولوامکاناتونه په استفادې سره څومره چې ژرکېداي سي په افغانستان کي دملي پخلاينې اوتلپاتې سولې راوستولپاره لارهواره کړي .

دشهېدانوروح دي ښاداوياددې ابدي وي. امين يارب العلمين

د افغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز مشرتابه جرگه