د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبگرام او دزنګ آبادخونړۍ پېښه د نړيوال خطر زنگ

حبيب الله غمخور 13.03.2012 15:33

په کلي کښې ئې کاڼې پرسراوري

نابللی بېگانه ئې دکورخان دي

عبدالباري جهاني

زماله نظره په افغانستان کښي دبهرنيو عسکرولخواپر ملکي وگړودبرېدونواومقدساتوته په سپکه سترگه کتلوپېښې ديوخطرناک حساسيت دراپارېدوبېلگه ده،چې پايلې ئې هرلوروته خطرناکي برېښي .

کله چي جورج ډبليو بوش دالقاعدې سره دجگړې په نامه  دطالبانودرژيم دنسکورېدواعلان وکړ اوخپل دغه اعلان ته ئې په افغانستان کښي دښيرازه ،هوسااودموکراتيکي ټولنې دجوړېدو کالي ورواغوستل ،دخلکوپدې خاطرچي دشوروي نظام پرخلاف مبارزه کښي هرله بهرنه رالېږلې جنگی مشاورتل همدايوه خبره اورېدل ،په افغانستان کي عدالت نسته ،دموکراسي درک نلري اودخلکومقدساتوته سپکاوی کيږي اوستاسوملک ته بهرنيان راغلي،دامريکا اواروپايي ټولنې پوځی راتگ ومانه اودېته اميدواروه چي دامريکاپه شتون کښي چې ټوله اروپايي ټولنه ئي شاته ولاړه ده په افغانستان کي به دټولوترهگرو،بنسټپالو،پاټکسالارو،جنگسالارودقدرت اوحاکميت کمبله ټوله سي .

په رښتيابه زموږ ملک دسولې دلمر وړانگي روښانه اودلته به سوله اودموکراسي وي ،خلکوته به دهوسااوبسيا ژوند امکانات برابرسي.ويجاړي فابريکې په دوباره جوړي اوسوداگري به ورسره وغوړېږي،ځوانان اوماشومان به موله يوه سره تعليم اوتحصيل ته بېله کوم امتيازنه لارومومي،دټولوحقوق به تظمين اوتامين وي اوداسي نوري جنتي ارزوگانو دپوره کېدوخوبونه ئي ليدل  .

خودايولس کالودبهرنيانوترلاس لاندي حاکميت کړنوعملاوښودل ،نه يوازي داچي دورکړه سويووعدولس سلنه هم نده عملې سوې ،بېله پنځه په سلوکښي داړمارانودمملکت غوځ اکثريت په بدبختۍ کښي ژوندکوي .دهغوچيغې چي دهمدې ښاغلوترمډيانه رسېږې هغه خوپرېږده ،داچي ددموکراسی دتمثيل لپاره ئې خپروی دانسان ددوهمې جگړې وحشتونه ورپيادېږې .

پدې يولس کاله هره ورځ داسلام د[يکدارانواودموکراسی دسوداگرولخواددغه نامنلي حاکميت دتپلوپه موخه په لسهاو بېگناه انسانان خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي،دملگروملتودرسمی احصائې له مخې چي هرومروبه کمه وي په يوازي ۲۰۱۱ کال کښي د ۲۳۳۲ ملکي کسانو وژل کېدل ،داچي مسؤليت ئي دهرچاپر غاړه وي دردونکې نده ؟

داچي يودفترونو،ښوونځيو،پوهنتون مسجدونواونوروځايوباندي  دواسکټ په مټ اوبل پر ورااوجنازه دطالب په نوم بريدکوي دافغانستان عاموخلکوته يوشان اوبې توپيره دي .

دې يولس کلنې دورې ناخوالو داهم ثابته کړه چي بهرنۍ اردونظم اودسپلين نلري اونه هم داورزده سوی چي داښاغلی چيري عسکري کوي اوپه کوم ملک کښي دخپل هيوادگټې ساتي .

داهغه لويه تشه اوتېروتنه ده چي دامريکااواروپايي ټولنې مشرتابه بايد جدې دې ناخوالي ته پام واړوي ،کنه خداي خبرچې تر ۲۰۱۴ پوري به داعقدمن عسکرنور کوم گلان اوبوته ورکړي .

دې يولس کلن نظامي ناتاراوناخوالو،دافغانستان بې بنسټه دولت کړنو دملت اودولت ،دافغان ولس اونړيوالي ټولنې ترمنځ نه يوازي داچي واټن اوږدکړ بلکې داسي معلومېږي چي تاريخي دښمنې چاغېدولپاره کارپه بری روان دی،که په همدې بڼه دوام پيداکړی داورځ راتلونکې ده چې يودبل له ليدوبه هرچيري چي وي کرکه ولري .

زه اوزماپشان ډيرنورافغانانوسره داډار پيداسوی چې ددې ناخوالواوغيرمعقول سياست په پايله کښي داټوله نړۍ دافغان په وړاندي په تنور بدله نشي .

داخبره ځکه کوم چي زمادشوروي دوخت حوادث ټول پياددی اوهلته يوڅوکاله په تحصل مصروف وم . ددوي دتيری په وړاندي که دسپېڅلوافغانانو،نه دمذهبی سوداگرواوبهرنيولاسپوڅوملي احساسات راپارېدلې وه،دشوري اوافغان دولتي ماموراوعسکرپه وړاندي ئي يوډول برخوردکاوه ،بل لورته په شوروي کښي هم دافغان محصلينولپاره دتحصيلی چاپېريال نه پرته تگ راتگ اوژوندکول گران اوستونزمن سول .دشوروی هرعادي وگړي چي به پرې پوه سوچي دا افغان دی نوبه ئي دنفرت په سترگه ورته کتل اوکه به ئي توان ورسېدحمله ئي هم پرې کول .

اوس چې گورومتاسفانه دتاريخ دغه توره حلقه ياکړئ بياداسي څرخې چي ديوې خوادبهرنيو عسکرولخوازموږ دغيرتی ولس انساني کرامت ،ديني مقدساتواوژوندته په سپکه سترگه کتل کيږي،چې داپخپله دبهرني پوځ  اوپه دوي پوري مربوطوهيوادونوپه وړاندي دافغان ولس نفرت اوحساسيتونه رازېږی ،ان تردې بريده  همدا نن پارلمان اعلام وکړچي زموږ دصبرکاسه نوره مخ پر ډکېدوده،دکندهاردغيرتی خلکوپرهوښياری اودرايت دې آفرين وي چي ددې غم نه ئي دښمنانودخپلو تورومخولپاره داستفادې په تلاښونوکشي بريالي نسول اوپه سړه سېنه ئي دخپل قاتل دسزاقانوني غوښتنه وکړه.

دبلې خواپه طبعی ډول دجگړې ددوام دقربانيانوجسدونه امريکااونوروهيوادونوته يوپه بل پسې لېږل ددغو هيوادو خلک په سترگو ويني چې دبهرنيانوترحمايي لاندي دولتي چارواکي اوټېکداران تراروپايانوسپن،چاغ اودلکس ژوندخاوندان دي،خوبل لورته هره ورځ دبيات دخيراتونودويش ننداره تلوېظيونوکښي گوري چي دارگ بغل ته پرتو کورنيوباندي وېشل کيږي .

ددغې نه وروسته دوي حق لري له خپلو دولتونونه پوښتنه وکړي چي دازموږ دماليې پيسې چيري اودکوم هدف په لورمصرفېږي؟اوترڅوبه زموږځوانان چي موږ دلته په سوله کي ژوندکوو،جسدونه خاوروته سپارل کيږي؟

 دغه سوالونه په شوروي نظام کښي هم دخلکو سره راپيداسول پايله داسوه چي په شوروی کښي دافغانانوپه وړاندي ملي نفرت راوپارېده .اوس هم گوروچي له ېواخوا پدې تناره کښي بېگناه افغانان کبابېږي اودبلې خوادلته په بهرنيو هيوادونوکښي کرارکرار دافغانانوپه وړاندي حساسيتونه رازېږي .دهغې کورنۍ،خپلوانواوگاونډيانوئي هيڅکله له افغان څخه ښه نه راځې دکومې چې يوغړۍ ئي  په افغانستان کښي مړسوی اويازخمی سوي وي .

دبگرام پېښې ته چي هر رنگ ورکړه سي يوشئ بايدله نظره ونه غورځول سې ،هغه داچي ددې عسکروپدې کړنه کښې چي قرانکريم ئي سوځاوه دافغانانوسره عقده نغښتې وه .ديوعسکرسره دبل په وړاندي دعقدې پيداکېدودلايل بې شمېره ،دايوه طبعي اوروحي پروسه ده سترگې ترې پټول ناداني ده.

همداډول دتاريخي اوښکلې کندهاردپنجوايي دزنگ آبادپه کلې کښي ديوه اوياڅوامريکايي عسکرودغه وحشيانه اودانساني کرامت خلاف کړنه چي پايله ئې د۱۶ کسانوپه شهادت رسېدل اوڅونفروزخمی کېدل په هرنامه چې ئې اوس څوک يادوی داوحشيانه قتل اودعقدې نه ډکه کړنه ده .داچي ليونۍ و،عصبي تکليف ئي درلودسره لدې چي پردې بهانوهم کېداسي ژوربحث وسي ،دمنلووړ ځکه نده چي په يوه کور اوياپه يوه عملياتوکښي ئي دادومره کسان په شهادت ندي رسولي،ددې وحشانه عمل لپاره ئي دوخته فکرکړئ اوپلان ئي جوړکړیوو، پرنيمه شپه ئي بې گناه انسانان په شهادت رسولوته ملاوتړل؛دغه کړنه هم دليونتوب نه بلکې دهمدې پورته يادسوی عقدې يوه روښانه بېلگه ده .

ددوي سره زموږ دبېگناه ولس په وړاندي ددښمنۍ اوکينې احساس پيداسوئ اوددې په مقابل کښي ددوي افسرانودغه مسله هيڅکله خپلو عسکروته نه ده تشريح کړې چي ټول افغانان طالبان ندی اونه ټولافغانان  وسله پلاس په تاسوپسې گرځي .که چيري ددوي سره توضحي دقيق اودوامداره کارسوی واي پدې باوري يم چې ددې ډول ناخوالو بېلگې به ډيري کمې واي .

فکرکوم چي په يوه ورځ دالمان لمړۍ وزيري دسويډن دبهرنيو چارووزيرناڅاپه سفر اويوپه ل پسې دښکېلوهيوادونو مشرتابه غبرگونونه دا ښکاره کړل چي ددوي پوځيانوپه ليکوکښي داسي کسان شته چي په ناحقه دټوپک خولې ته يوافغان برابرولاي سي .اميدواريم چي ددغوهيوادونومشرتابه خپل افسران دې ټکې ته متوجه کړې وي چي يوخو په پردی هيوادکښي پوځی دسپلين ټينگ کړي اودبلې خواخپلو عسکروته داروښانه کړی چي ټول افغانان ژوند اوددوي ملي مذهبی مقدساتو ته په درنه سترگه وگوري ،دغو قاتلانو اوتېروسرغړونکوته داډول جزاورکړي چي بيابل عسکر دورته کړنوجرأت ونکړي   .

دبلې خواغواړم خپلو هيوادوالوته څرگنده کړم ،که زموږ دولتي مشرتابه په رشتياسره خپلو ملي مسؤليتونوته ديوه افغان په توگه پام کړئ واي اوپردې ملت ئي زړه سوځولۍ واي ډيرپخوابه ددې شرايط برابرسوی واي چي بهرنيان موله خپل ملک نه په خوښۍ رخصت کړي واي . له يوې خواگاونډيان دژورسې سياسي ستراتېژئ خوبونه زموږ په خاوره کشي وينې اودخوب رښتياکېدولپاره جگړه مار روزي اودبلې خوا متاسفانه همداپه دولتي چاپېريال کښي راښکيل اودقدرت دليونودگټوساتلولپاره تلاښونه دی چي دبهرنيانودشتون داوږېدولپاره مرسته کوي .

دايوه پېښه نه ده ،نه دالمړنۍ اونه به وروستنۍ وي ،اونه هم ددې ناخوالوڅخه دبيگانه ووپه هڅونکو شعارونواوطرحو خلاصېداي سو.ددې لپاره حي ماشوم،ښڅې اونارينه مودژوندله حق نه محرومې نسي،پردينی اوملي مقدساتوموڅوک تېری ونکړی ،دخپلې خاوري واک موخپل سی ،ملي شتمنی مودبازارپه نوم غصب نشي اړينه ده چي ټول له يوه سره په شعارونواولفاظوکښي پېچلو غولونکوشعارونه تير سو،په يوه ساده خبره دملي وحدت په روحيه  ملي نجات دندي سرته رسېدوته ملاوتړو.

پدې باورولرئ پدغوچي دا اوس دبهرنيانوپه مټ دسولي اوملي پخلاينې خبرې کوي اوپه تکرارقانون ترپښو لاندي کوي دټولنيزاودولتی فسادماهران دي دملت په گټه هيڅ کارشونی نه دئ .ددوي گټې دزنگ آباداوبگرام په وحشيانه کړنو کښي پټې اورانغښتې دي . که غواړوهيواداوهيوادوال ددې راپېښو بدمرغيونه نجات ورکړو،يوازۍ لارئي صداقت، ملي گټوته وفاداری اوملی حاکميت جوړېدولپاره سوله ايزتلاښ اوهڅې دي .