د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده

نظرمحمد مطمئن 09.03.2012 15:49

ښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين ، مذهب او ټولني نه ورکړي  وو، نه يې ورکړي او نه به يې هم ورکړي.
ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر دي ګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، نېکه او ښه ميرمن هغه عزتمنده ا و ګرانه ښځه ده چې خاوند ته يې بې له مور،اولاد او پلار څخه تر دي کوم بل شي محبوب او ګران نشته. ښځه هغه خور ده چې وروڼه  يې ددوي د عزت او پت ساتلو لپاره له سرونو څخه تيريږي.
ښځه هغه عزتمنده او قدرمنه څيره  ده چې د کور څخه بهر او دننه ټولي ستونزي نارينه په ورين تندي ددي د خوشحالي او هوسايې لپاره ګالي.
ښځه د کور هغه سرداره او مشره ده چې په کور کې دننه د ټولو اړوند ښځينه پريکړو کې اخرنۍ پريکړه او نظر يې نارينه عملي کوي.
په قرآن کې د ښځي  (مور) په اړه الله  عزوجل ډير آيتونه نازل کړي دي:
وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا ۞
 
اوتاسي ټول د الله بندګي وکړئ، له هغه سره هیڅ شی شریک مه نیسئ، له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ، له خپلوانو، یتيمانو او مسکينانو سره نیک چلن وکړئ، او له خپلوانو ګاونډيو سره ، پرديو ګاونډيو سره ، د څنګ له ملګري او پردیس سره او له هغو وینزو او غلامانو سره چې ستاسي په لاس کښې وي، د احسان چار چلن وکړئ، باور ولرئ چې الله يو داسئ څوک نه خوښوي چې په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتيا وياړي.
 
قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ۞
ای محمد ه (ص)! دوی ته ووایه چې راشئ زه تاسې ته اوروم چې ستاسې رب پر تاسې څه بنديزونه لګولي دي:  (۱) دا چې له هغه سره څوک مه شریکوئ، (۲) له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ، (۳) خپل اولاد د مفلسئ له وېرې مه وژنئ ، موږ تاسې ته هم روزي درکوو او هغو ته به يې هم ورکړو، (۴) او دبې حسايۍ کارونو ته نژدې کيږئ هم مه که ښکاره وي او که پټې، (۵) او هغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولی دی مه وژنئ مګر په  حق سره، دا خبرې دي چې ددې لارښودنه هغه تاسي ته کړېده، تاسې باید له پوهې او ادراک نه کار واخلئ.
 
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ ۞
خلک له تانه پوښتنه کوي مونږ څه مصرف کړو؟ ځواب ورکړه کوم مال چې تاسې لګوئ پر خپل مور او پلار، خپلوانو يتيمانو، مسکينانو او پرديسانو يې ولګوئ او تاسې چې هره ښېګڼه کوئ الله پرې پوهېږي..
 
دا ډول په لاندې آيت کريمه کې د ميرمن او خاوند په اړه الله عزوجل  فرمايې:
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ۞
او د هغه له نښانو څخه (بله) داده چې ستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پیداکړې ترڅو چې تاسي له هغو سره ارام ترلاسه کړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په مينځ کښې يې مينه او خواخوږي پیداکړه. په باوري ډول په دې کښې د هغو خلکو له پاره ډیرې نښانې دي چې غور او فکر کوي.
 
د نظرونو ساتلو په اړه الله عزوجل نر او ښځي  دواړو ته امر کړی چې خپل نظرونه او شرمځايونه وساتئ:
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ۞ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۞
ای پيغمبره! مؤمنانو نارينه و ته ووايه چې خپل نظرترکنتول لاندې وساتي او دخپلو شرمځایونو ساتنه وکړي، دا دهغو له پاره ډېره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبرېږي.
او ای پیغمبره! مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ترکنترول لاندې وساتي، او دخپلو شرمځايونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښکاره کوي پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پرخپلو سينو دې د خپلو پړنو پلوونه واچوي، هغوی دې خپله ځان جوړونه سينګار نه ښکاره کوي مګر ددې خلکو په واړاندې:مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوريونه، د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوک، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، او هغه ماشومان چې لا تراوسه پروې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي او هغوی دې پرځمکه باندې په زوړه پښو وهلو سره  په داسې شان تګ نه کوي چې دهغو د پټ کړي سينګار خلکوته معلومات وشي. ای مؤمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايې چې بری درپه برخه شي.
 
دالله عزوجل استازي ګران پېغمبر حضرت محمد (ص) احاديث د ښځو په اړه زيات د احاديثوپه کتابونوکې شته، د ښځو په اړه يې څو لنډ احاديث را نقلوم:
 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ t قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ r: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».  (بخاري)
ژباړه: ابو هريره رض وايې: نبي کريم (ص) وفرمايل: هغه څوک چې د کونډي  ښځي او غريب اړتياوو په پوره کولو کې هڅه او مرسته کوي، دغه څوک دهغه چا په ډول دی څوک چې د الله عزوجل په لاره کې جهاد کوي او يا دهغه چا په ډول دی څوک چې د شپي له خوا عبادت او د ورځي روژه وي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: لَعَنَ النَّبِيُّ r الْمُخَنَّثِينَ مِنَ الرِّجَالِ، وَالْمُتَرَجِّلاتِ مِنَ النِّسَاءِ، وَقَالَ: «أَخْرِجُوهُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ». قَالَ فَأَخْرَجَ النَّبِيُّ r فُلانًا، وَأَخْرَجَ عُمَرُ فُلانًا. (بخاري)
ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايې: نبي اكرم (ص) لعنت کړی دی په هغه نارينه وو چې خپل ځانونه د ښځو په ډول کوي، او لعنت يې کړی په هغه ښځو چې ځانونه د نارينه وو په ډول کوي. محمد رسول الله وويل چې دغه ډول نارينه او ښځينه له خپلو کورونو څخه د باندي وشړئ. ابن عباس رضي الله عنهما وايې چې هغه وخت نبي کريم (ص) پلانی او عمر (رض) پلانی  د هغوی له کورنوڅخه وشړل.
 
حضرت عايشه رَضِي اللَّه عَنْهَا وايې چې حضرت محمد (ص) به د حضرت خديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ډير زيات ياد کاوو، او کله چې به يې پسه حلال کړ هغه به يې ټوټه ټوټه کړ او غوښه به يې د حضرت خديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ملګرو ښځو او دوستانو ښځو ته وليږله.
 
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ t: أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ r مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللَّهِ r قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ. (بخارى)
ژباړه: عبد الله‏ بن عمر رضي الله عنهما وايې: د نبي کريم (ص) د غزواتو څخه په يوه کې يې يوه مړه شوي ښځه پيدا شوه، د الله عزوجل رسول د ښځو او کوچنيانو وژل ناخوښ وګڼل.
 
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ r يَقُولُ: «لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ». فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً؟ قَالَ: «اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ». (بخاري)
ژباړه: ابن‏ عباس  رضي الله عنهما وايې:چې وامې وريدل چې نبي کريم (ص) وفرمايل چې (هيڅ سړی دي له بيګانه ښځي سره خلوت ونه کړي، او هيڅ يوه ښځه دي پرته له خپل محرم څخه په سفر نه ځي). يو سړی ولاړ شو او ويې ويل: ای د الله رسوله! ما د پلانۍ غزا لپاره خپل نوم ليکلی دی، او ښځه مې غواړي چې حج ته ولاړه شي؟ دالله رسول محمد (ص) ورته وويل چې: د خپلي ښځي سره حج ته ولاړ شه.
 
که ننۍ انساني ټولنه ښځي ته هغه ټول حقوق چې قران او سنت ښودلي ورکړي نو بيا به د نړۍ په هيڅ ځای کې داسي ښځه پيدا نه شي چې ځان ته د غرب سپک او له تمدنه څخه وتلي حقوق وغواړي. هغه حقوق چې ننۍ غربي او شرقي ښځه يواځي د نانځکي په ډول د جنسي غريضي د اشباع او مادي ګټو لپاره کاروي. هغه حقوق چې پتمنه او عزتمنه مور، خور او لور په بربنډ ډول د سينما په پرده اوياد هم د تلويزونو په ښيښه د شتمنو د اعلاناتو لپاره په ناسم لباس او ناسم ډول ښکاره کول کيږي.
په دي هيله چې اسلامي نړۍ مسلمانو ښځو ته  د قرآن او سنت سره سم خپل ټول حقوق ورکړي او دښځو لپاره د غرب ناولي او ناسم حقوق له منځه ولاړشي.