د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان مشرتابه ځان غوښتنه افغانستان له نړيوالي ټولنې جلا کوي

حبيب الله غمخور 02.03.2012 18:53

موږنه پوهيږودابې شمېره سياسي گوندونه ،سازمانونه اومدنې ټولنې چي په نړيوالو کنفرانسونوکښي دگډون پر سردعوې لري ځکه هلته هرڅه ورسېږي ، اوس چي ملک دبې کفايته دولتي چارواکواوناشولټه دولتي پاليسي داورپه لمبوکي سوځي ددوي څرک نه لگېږي !!!

داپه اصطلاح دملت خدمتگاران اوخواخوږي به کله دقدرت ترلاسه کولوله غافل خوب نه راپاڅېږي ؟؟؟؟

پدې وروستيوورځوکښي چي لاريونونه په تاوتريخوالي بدل اوله ځان سره ئي مالي اوځاني تلفات لرل ،له زياتودولتي ادارونه بهرنيو هيوادونوخپل مشاورين وروسته ترهغه وايستل چي کله دکورنيوچاروپه وزار ت کښي دامريکادوه پوځان په قتل ورسېدل. زماله نظره دناټب،دامريکا اونورواروپايي هيوادونودمشرتابه داپرېکړه احساساتي اوعجولانه وبرېښېدل .حيران پاته سوم چي سترهيوادونه هم ډير ژردوړوهيوادوداستخباراتي شبکودلوبوترتاثيرلاندي راځي .زموږ له ڼظره بهرنۍ ټولنې پدې تلواري اوبې گټې پرېکړې سرهدافغان ولس دارادې خلاف ئې  دولتي اداري په فساد ککړواودپردي شاته دگانډيواستخباراتي شبکوته پرېښودلې ،په پښتوکي متل  دی وايي : ((ليوه دخدايه باداوباران غواړي )) زموږ  دولتي چارواکي هم دنړيوالوترستگوپناه حاکميت چلول غواړي ترڅوپه ورستيوشپواوورځوکښي څومره چي کولاي شي دملت ويني وځبېښي .

دلته غواړم دجمهوري غوښتونکي گوند کانديد نويت گينگريچ ورستی څرگندوني ته هم گوته ونيسم چي وايي ((عذر خواهي بارک اوبامارئيس‌جمهور امريكا از حامد كرزي اشتباه بوده است.هغه وړاندي بواي ، اين افغانستان است كه بايد از امريكا به خاطر كشتن دو سرباز امريكايي عذرخواهي كند.))

دجمهوري غوښتنکودگوند دانوم اندی وايي: ((ما در افغانستان تلفات مي‌دهيم ومصارف هنگفتي را صرف مي‌كنيم و با اين وجودرئيس‌جمهورما به طور مداوم از مردم اين كشور عذرخواهي مي‌كند،مردمي كه سزاوار اين عذرخواهي نيستند!))گران افغانستان ويب پانه Feb 25th, 2012

بايدڅرگنده کړم،ښاغلې نويت گينگريچ  دادملت گناه نده چي داسي چارواکي ستاسو دگونددحاکميت پر وخت پر ملت تپل سوی ،کوم چي اوس ملت اوتاسودواړه سرترې ټکوي .داستاسو گونداوښاغلی جورج ډبليوبوش ووچي داناپېژاند کسان ئي دافغان راتلونکوچارواکوپه توگه افغان ولس د((ب۵۲))په زوردبن کنفرانس دپريکړوترنامه لاندي حاکم سول.

دانه يوازي  دشرم اوعارخبره ده بلکي جفاده چي دامريکا ولسمشر جورج ډبليوبوش په افغانستان کي داسي يوڅوک پيداکړ چي نه ئي ملت پېژني اونه خپله ملت ته وفاداردی .دده واک ته رسېدل دافغانستان د۳۰ ميليونووگړوسره ستره جفا اوتاريخي تېروتنه وه .

که هغه وخت تاسوله درايت اوحوصلې نه کار اخيستۍ واي اوياموپر افغان روڼ اندوتکيه کړې واي،ياموله هغوي نه مشوره غوښتې واي چي دافغانستان په سياسي بهيرکښې ئي اړينه پوه اوتجربه درلوداي اوس به ملت ددغه ورپېښو ناخوالو له امله ستاسوکارپوهان دهغه دولت دفترونوپرېښودلوته نه مجبورېداي کوم چي ستاسوپه مټ ئې حاکميت  دوام لري .پدې ورستيوکښي دقرانکريم دسوځولواوبياپه کورنيو چارووزارت کښي ددوامريکايي افسرانو وژلو دټولي نړئ ډله ايزورسنيو فوکس دافغان ولس په لور راوگرځاوه .

دورستيوپېښوپه اړوند مختلف نظرونه اومختلف تحليلونه اورېدل کيږي . دلته په بهرکي کښي تر ډيره بريده ددې هيوادو سياسي گوندونه ،دولتي چارواکي دچاروکارپوهان دافغان دولت پرکمزوری اوله ملت نه دواټن پر مسله بحث کوي اودټولوناخوالواساسي لامل دگاونډيانودمداخلواولاسوهنوترڅنگ کمزوری مشرتابه اوله ملت نه بېگانه دولتي اداره بولي . ديويادوامريکا یي پوځی د تيروتنې په پايله کښي چي دامريکا ولسمشر اوټول مشرتابه ئي دملگروملتودسازمان په گډون  بخښنه وغوښتل اودمسلې دڅېړنې لپاره ئي دافغاني لوري په گډون دمسلې دڅېړلولپاره  هيئت وټاکه ،بياهم  دگاونډيانولاس وهنه دافغان ولس له پاکو اوسپېځلو مذهبي احساساتونه دنړيوالي ټولنې اوپه ځانگړې توگه امريکاپرخلاف دهغوي سوله ايزلاريون په تاوتريخوالي اړه وي له ورايه ددې شاهدي ورکوي چي ددې کړنوو شاته څوک ولاړدی اوپه څومره مهارت  دافغان ولس  په استازيتوب داسي کلک غبرگون ننداري ته وړاندي کوي دکوم په پايله کښي چي نړيوال موږته حيران پاته دي .متاسفانه پدې هکله زموږ دضعيف مشرتابه اودهغوي ناکاره سياست اوچلند زموږ دهيواددښمنوگاونډيانوپر هڅوئي دملي اندېښنې اوغبرگون ټاپه اودتائيدمهرولگاوه .

بلې!زموږدولس لپاره لکه دبل هرمسلمان لپاره زموږ پرديني عقايدوتاخت اوتاز،ياهغوته په سپکه سترگه کتل دمنلو وړنه دي اوپه وړاندي ئي کلک غبرگون څرگنده وي .ټول افغان ولس دخپلودينې مقدساتوته دسپکاوي په وړاندي چوپ  خوله اوبې تفاوته نه پاتېږي . خوزموږ هوښيار،پر دين اووطن مين هيوادوال  هيڅکله پدې ډول غبرگون کښي برخه نه اخلي په کوم کښي چې يوځل بيا قران سوځونې،ملي اوشخصی شتمنيوچوراوچپاورته لارپرانيزي . خونه پدې ډول کلک غبرگون چي له ښاروموداورلوگی پورته سول اوښاغلي کرزی ترېنه مننه وکړه .دادی يوه انۍ تېرېږي ،خودالوبه اوپدې بل سوی اور لاتراوسه ځينې کسان دخپلو مخولپاره لاسونه تودوی .

دگران  افغانستان په ويب پاڼه کښي مې دا حيرانونکی خبرترسترگوسو : ((ایران او پاکستان دافغانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي.))

غواړم څرگنده کړم چي دليکوال سره ئي کومه خبره نلرم ځکه دا ليکوال نه بلکې اداره ده،خوديوه افغان په توگه دخپل هيواددملي گټوپه وړاندي په ژوندکښي چوپ نه يم پاته سوی .

زه اوډير ليکوال اوڅېړونکي دسلام خان په نوم څوک  نه پېژنوخوډيرځله ئي دليکنو له بڼې اومنځپانگې نه له ورايه څرگندېږي چي داکوم ليکوال نه بلکې يوه دولتي اداره ده چي دسلام خان په نول ليکنې خپروي داپه ټوله نړۍ کښي معمول دي،يوازي افغانستان نه بلکې دنړۍ بې شمير مخته تللي اوشاته پاته هيوادونوکښي  امنيتی کړۍ دامعمول لري، ځکه نومااويابل هر هغه چاته چي په دولتي چاروئي سرخلاصېږي اويادسياست په هکله لږ اودډير معلومات لري داکومه نوي اوحيرانونکې خبره نده  .

زماموخه هم پدې ليکنه کښي  ددي خبري سپيناوی نه دی  چي سلام خان څوک دی داپه ويب پاڼوپوري اړه لري .

خو همدا سلام خان په خپله ليکنه کښي ليکې :

ایران او پاکستان د دین او مذهب په نامه تل د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي،څوخپل اهداف ترلاسه کړي ،بلې موږ دادري لسيزونه زياتي مودې راپدې خواپدي پوهېدوچي دوي له همدي امکاناتونه استفاده کوي .

هغه ليکي ،وړمه ورځ په کابل کی دیوه مطبوعاتی کنفرانس به طرځ کی له ولسمشر کرزي نه د یو ایراني خبریال پوښتنې هغه شکونه په یقین بدل کړل، چې دقران  پاک ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د اعتراضونو تر شا د سیمې د استخباراتو لاسونه بولي،ددې اعتراضونو په شپږمه ورځ که څه هم افغان ولسمشر خلک ارامې ته هڅول .خو یو ایراني خبریال کلام پاک ته د سپکاوي په پیښه کې د ښکیلو سرتیرو د محاکمې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته د خلکو غوښتنه ورسوي،د مظاهره کوونکو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې د دې پیښې عاملان باید د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانیو په رڼا کې محاکمه شي، نو دوي ولې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې نه محاکمه کیږي.

داسي نده متاسفانه کرزی صاحب په ډير مهارت  چي بياورسته پري پښېمانه ووله خپلوټولوامکاناتونه استفاده وکړه چي زموږ سپېڅلې ولس دخپلوتبليغاتي شعارونواوڅرگندونوپه پايله کښي لاريونودوام ته وهڅوي ،په ډيرو ولايتونوکښي له ورايه څرگندېدل چي ددولتي چارواکوپه اشاره لاريون جوړېږي .چې له همدي اشاري نه زموږ هوښياروگاونډيانوپه افغانستان کي دننه له خپلو امکاناتونه په استفادې سره دلاريونوشکل ته تغيرورکړاوهغه دچاخبره  ((يک تيرودوپخته)) يعنې په يوه حرکت ئي هم افغاناننوپه وړاندي له نړيوالوسره قجيب اوغريب سوالونه پيداکړه اودبلې خوئي داسي څرگنده کړه چي په افغانستان کښي دنړيوالودشتون په وړاندي په کومه کچه حساسيت اودښمني وجودلري . دا دلاريون کوونکونه بلکي دښاغلي کرزي سندري دي .

متاسفانه کرزی صاحب  لکه زموږ دهيواددښمنان ددي ولس پر پاکو احساساتو سوداگري کوي .همدا شېبه چي داټکي ليکم شهراني صاحب چي په ټولودندوکي ناکام سو،دکرزی خدمتگارپه توگه اوس دجمهوررئيس مشاور دنده ورکړه سوې وايي،لاريون دافغانانو قانوني حق دي خوپه لاريوکي نه بايدعامو وگړو ته زيان ورسېږي .

تاسوفکروکړی يوه اونۍکرزی صاحب خلک هڅول اوپه ډاگه ئې ويل داستاسوغبرگون دی چې نړۍ زمانه بخښنه غواړي.

متاسفانه تردې وروسته چي هره ورځ لاريون په تاوتريخوالي اوړي داښاغلي خلکوته وايي چي لاريون ستاسو قانوني  حق دي يعني لاريون ته دوام ورکړی .هره مظاره په تاوترېخوالي بدله سوې اودخلکو خصوصي شتمنۍ ته زيان رسېدلی دملي شتمنۍ نه مي ځکه نوم وانه خيست چي هغه بيله مظاهروهم دکرزی صاحب دانډيوالانواوپه دولتي فسادکښي ماهروچاروا کولخواچورسوې ،دايوشير چور اوپه هرولايت کي دښارگوټوجوول ،دملي شتمنيوچورپروسې دوام  اوداسي نوري بېلگې ئي هره ورځ ددوي دکړنو شاهدي ورکوي .

يوچاله افغانستان څخه په تليفون کښي راته وويل : پوهېږې؟ کله چي دکرزي نيولې بياترکښته  مقام پوري دملي شتمنيو دساتنې خبره کوي اورېدونکي ورباندي خاندي اويودبل سره پوس پوسک کوي وايي (( غوږورته ونيسه ،سړې مړکړه ، جايدايې دځان کړه اوبيادلته راسه پرستيج ږغ کړه داڅوک دی چي ملي اوخصوصي شتمنيوباندي تعرض کوي.))

ټولي نړې مشرتابه ددې امريکايي سربازدکړنې اودقرانکريم دسوځونې په هکله عفه وغوښتل،نړيوال  نه پوهيږي چي  نورڅه بايد وسي ؟

زموږ زيات شمير شريف اوله جگړې نه ستړی شوی هيوادوالودې ټکی ته فکرندۍ کړی چي پدې لاريونوکښي همدا اوس تر سلو زيات قرانشريفونه دهمدې په لاريون کونکو لخواچي شاته یي پاکستاني او ايراني استخبارات ولاړدي وسوځول سول ،ددې کړنې پر خلاف به څوک  اودچاپر خلاف  لاريون کېږي اوڅوک به دهغوپر خلاف شعارونه ورکړی کوم چې ددې بېچاره  اوزورېدلي ولس پر ديني احساساتودځان په گټه استفادې کوي ؟

فکر کوم دنړيوالي ټولڼي لپاره دخپلو پخوانيوتيروتنونه دلازم درس ترلاسه کولودې ټکوته جدي پام وکړي  :

۱/   پدې لس کلنه موده کښي لمر غوندي ثابته سول  چې نوردغه دولت کار نده  اوملت ته دمنلووړ دولت دی ،که دافغان ولس دژغورلو،ښېرازي اودلته ديوه ملي حاکميت دساتلواوټينگښت مسله په رښتياسره له نړيوالي ټولنې په ځانگړې توگه له امريکاسره مطرح وي بايد ډير ژردملت دارادې سره سم ددې نامنلي دولت بديل  وموندل سي .

۲/ همدا امريکاوه چي دبن په نامنلي کنفرانس کښي ئي پر ټوپکسالارواوپاټکسالارو،پر هغوي چي دپاکستاني اوايراني اسختباراتوپه تورومنگلوکښي راښکيل پاته دي تکيه وکړه اوپه پښتنوکښي ترټولوضعيف سړئ پيداکړاودټول ملت دارادې خلاف ئي پر ملت وتاپه . اوس هم ناوخته ندی، بايدډيرژرهغه دولتي مشرتابه اوچارواکي چي ملت ته ژمن ښکاره نسول  له  دولتی واک نه گوښه ه اوپرځاي ئي داسي کسان پدندووگمارل سی چي پاک اومسلکي وړتياولري ،په دولتداری پوه  وي اوهم افغانستان دنړيوال بهيرجوگه کړي .

لس کاله تيرسول خوبې امنيتي ،دولتي فساد،چورچپاول ،افغانستان دنړيوالوپه سترگواوذهنيتونوکښي ديوه ياغي اوباغي هيوادپه توگه پېژندل ،دهمدې نړيوالي ټولنې تر پوځی اومالي حمايت لاندي  دولت هغه لاسته راوړنې دي چي اوس ئي له شره ټوله اروپااو امريکاځان نسي خلاصولاي .

همدا دليل دی چي په ټوله نړۍ کښي عام وگړي وايي دغو۴۷ هيوادونوپه افغانستان کښي څه وکړه چي دنوروهيوادوسره به ئي وکړي ؟؟؟؟ يعنې دنړيوالي ټولنې دغونږدې دوستانودويته ددوستانوپر ځاي بې شمېردښمنان پيداکړه.

دادې ديوه غبرگون په پايلو کښي چي ښاغلي کرزی غوښتل يوه ورځ دامريکا جمهوررئيس دهغه نه بخښنه وغواړي ،بارک اوبامااودنړۍ نوروهيوادونومشرانواودمللگروملتودسازمان له هغه نه بخښنه وغوښتل .کرزی صاحب خوشحاله سوخو دافغانستان دراتلونکې په وړاندي بې شمېره ستونزي راوزېږدې. سره له دې چي بهرني چارواکي وايي  چي افغانستان پر وړاندی د دوی په ژمنیتا کی څه توپیر نه دی راغلی ،خوحقيقت دادی چي اوس به دوي زموږدهيوادسره دهراخيزومرستو ددوام په هکله نړيوال ژورفکراوسوچ کوي  .

له نړيوالي ټولنې سره په دښمنۍ کښي موږ نسوکولاي دافغانستان روښانه راتلونکې تامين کړو.موږ نه بايد دپاکستاني او ايراني استخباراتي شعارونوچي جنگ تر ورستی افغانه دافغان دښمنه  شعارونوقرباني سو.موږ دولتي چارواکي اويابل سياسي اومذهبی ځواک اوډله نسي کولاي زموږ ولس ټوپک اخيستلو اودا هيوادداحساساتوداورپه لمبوکې وسوځولوته وهڅوي .

افغانستان دنړۍ يوله هيوادونه دی، دهمدې تړاو له مخې بايدله نړيوالي ټولنې سره لکه نورهوښياراوبيدارملتونه دمځکې دکري پر مخ دخپلو ملي گټوپر بنياد ددوستانه اوښواړېکودتامين اوپراختيالپاره زياروباسو .

موږ نه سوکولاي ديوه نفر په تيروتنه ممکن هغه هم يوچا استخدام کړی وي اويايوبې عقل عقدمن وي ، دټولي نړۍ اوپه سرکښي دهغوهيوادوسره چي زموږ دهيوادپه بيارغاونه کښي گټوررول لوبولاي سي دښمنۍ ته ملاوتړو.

همدا سلام خان وړاندي خپله ليکي : ایرانې خبریال حاجي نژاد چې د ایران صدا او سیما ته یي کارکاو،که څه هم افغان ولسمشر په خپل ځواب کې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو او نړېوالو قوانینو په پام کې ساتل ضروري وبلل، خو ځینې کتونکو بیا د ولسمشر په ځواب انتقاد کوي او وایی چی،ایران او پاکستان دواړه مسلمان هېوادونه دي، خو کلام پاک ته د سپکاوي د پیښې د غندلو لپاره یو وګړې یي هم واټ ته راونتولو، دسیاسی چارو کارپوه احمد سعدی دازادی رادیو سره په خپله ځانګړی مرکه کی ویلی دی  چی دا قران کریم دټول امت مقدس کتاب  دی ، نو په ایران او پاکستان کی ولی مظاهری ونشوې؟

پدې هر هوښيارسړۍ پوهيږي چې دنړيوالي ټولنې له مرستونه پرته پدې حساسو اونازکو شرايطوکښي چي هرچارواکی ځان خپلواک اومستحق بولي اودبلي  خواموهيواددنړۍ دغريب ترينو اوشاته پاته هيوادونه شمېرل کيږي ،بيااقتصاتي اوټولنيزي جوړونې اوملي حاکميت چي پکښې دټولوخلکواراده تمثيل سوی وي دجوړېدو جوگه نه يو.اونه هم دغه چي اوس وايي پوځ لويه وواوپه مدرنو وسلوئي سمبالوو ،دهمدې پوځ اوحتادولتي ملکي مامورينودمعاش ورکولوتوان نلرو،حقيقت خودادی چي دالس کاله دو:لتي واک دهغوپه لاس کښي پاته سوی چي په ډوبۍ کښي دبلډينگونو جوولو اوبهرکي دبانکي حسابونوپراستلوپه فکر پدې وطن کښي مسافرغوندي شپه او ورځ  سبا کوي.

زموږ ځوان اوتکړه ليکوال ښاغلي زمریالی بهادرصاحب  په لراوبرويب پاڼه کي خپله جالبه اوخوندوره ليکنه ((کنفرانس که مېله))پدې ټکوپايته رسولې ،چي زهم دهغه پدې ښکلي دعاباندي خپله ليکنه رانغاړم چي وايي،خدای ج دې په دې هیوادورحمیږئ . آمین