د صلحې خبرې/خپلمنځي ناندرې
26.01.2012 20:41د تېر کال ٢٠١١ په وروستيو شيبو کې رسنيو خبر ورکړ چې په قطر او کابل کې د افغان مسلح مقاومت او تيري کوونکو امريکايانو ترمنځ د افغان ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي، خو تر ننه د دغه خبرو په کلياتو جر او بحث روان دى لا يې هيڅ ډول جزئيات نه دي ښکاره شوي او دا هم معلومه نه ده چې د امريکايانو او مجاهدينو ترمنځ به دغه خبرې تر کومه حده توافق ته ورسيږي او دواړه طرفونه پرې راضي شي. دا اصول دي چې کله هم د کومې وړې يا غټې فردي او اجتماعي ستونزې په اړه خبرو ته کښېنو دا بايد په ذهن کې ولرو چې د خبرو د کاميابۍ لپاره د طرفونو انعطاف حتمي دى او دا هم بايد وپتيوو چې څه به اخلو او څه به ورکوو خو له قمار نه به ځان ساتو، له اصولو او مباديو به په هيڅ صورت نه تېرېږو او نه به هم په برخه ليک ټاکوونکو امورو معامله کوو ترڅو د تاريخ پېغور نه شو. دښمن بايد په څو اساسي خبرو پوه کړو.
اول دا چې په دې هېواد (افغانستان) يې ظالمانه غير مبرره حمله کړي فلهذا په دې دې اعتراف وکړي او بې له قيده او شرطه دې خپلې قواوې په لنډ وخت کې وباسي.
دوهم دا چې په دغه ظالمانه جنگ کې تقريباً دوه لکه افغانان وژل شوي د هغوى تاوان او فديه دې ادا کړي.
دريم ټول هغه بنديان چې دوى په گوانتانامو، باگرام، قندهار او د هېواد دننه او بهر په ظالمانه ډول وحشيانه بندي خانو کې ساتلي فوراً راخوشي کړي او ټولو بنديانو ته دې د هغوى د تعذيب په مقابل کې مالي تاوان ورکړل شي ځکه دا بنديان په کوم خارجي هېواد کې نه دي نيول شوي بلکې د خپلې خاورې دننه د يرغلگرو د ظالمانه فعل او فرعوني تسلط په وجه نيول شوي او په غير قانوني او غير انساني ډول په هېواد کې دننه او له هېواده بهر بې له کومې محاکمې او عدالته ساتل شوي چې دا پخپل ذات کې يو دولتي تروريزم دى چې بايد په هيڅ ډول ورڅخه انعطاف ونه شي، ځکه دا يوه ډېره مهمه ملي، اسلامي، انساني، موضوع ده، هيڅ ډول معامله پرې نه شي کيداى.
څلورم : له مجاهدينو سره موجود امريکايي فرانسوي او نور بنديان بايد تر هغه خوشې نه شي ترڅو چې امريکايانو په گوانتانامو کې ټول افغان بنديان راخوشي کړي نه وي او همدا ډول له امريکايانو څخه بايد د هغه بنديانو چې مړى او ژوندى يې ورک دى لسټونه وغوښتل شي او ځايونه يې معلوم شي او د هغه کسانو د شهادت په اړه چې گوانتانامو او باگرام زندانونو کې د دوى (امريکايانو) په اند ځانونه يې پخپله وژلي بشپړ تحقيق ترسره شي ځکه دغه بنديان پخپله د نورو بنديانو په شهادت او گواهۍ د امريکايانو لخوا د سخت تعذيب او شکنجې وروسته په شهادت رسيدلي لکه په گوانتانامو کې شهيد شوى اتل قوماندان معلم صاحب اول گل (عمر گل) او اتل شخصيت مولانا عنايت الله د کندز ولايت اوسيدونکى او نور، د دغه نومياليو شهداوو د مړينې په اړه بايد يو عدلي، طبي افغاني هيئت وټاکل شي، ترڅو معلومه شي چې څه پېښ شوي.
د افغان مجاهدينو ټول پلاوي که هغه په کابل کې خبرې کوي او که په قطر کې بايد د بنديانو مسئله په جدي توگه مطرح او د خپلو خبرو اجنډا وگرځوي او دا يوه تېروتنه ده چې د بنديانو مسئلې ته ثانوي مسئله ووايو ځکه دا بنديان څه په عامو ذاتي جرمونو کې هلته نه دي تللي، بلکې د دين، وطن نه د دفاع او ننگې په تور نيول شوي او هلته لېږدول شوي. تاسو وليدل چې د اسرائيلو د څو کلونو راهيسې بندي ضابط او عسکر شاليط په مقابل کې اسرائيلو د حماس د اسلامي جهادي او حرکي تنظيم تر زرو زيات بنديان راخوشي کړل، نو دا معقوله نه ده چې مونږ دې امريکايي او فرانسوي بنديان په ډېره آسانۍ او بې له کوم امتيازه خوشي کړو تاسو ته معلومه ده چې امريکايانو دا وخت په گوانتانامو کې افغان بنديان د همدا ډول سياسي معاملې لپاره ساتلي، نو مجاهدين هم بايد دې خبرې ته پام وکړي او خپل بندي افغان وروڼه په هيڅ قيمت هېر نه کړي، لکه چې مو وويل د گوانتانامو د بنديانو معامله بايد اولويت ولري ځکه دا هغه خوږ گوته ده چې دښمن مو ورڅخه نيسي.
پنځم : بايد دا خبره په واضحو الفاظو کې امريکايانو ته وکړل شي چې په افغانستان کې به ستاسو يو عسکر هم نه شي پاته کيداى او که پاتې شي د مرگ او ژوند ذمه به يې د امريکايانو په غاړه وي ځکه په دغه عسکرو به حملې کيږي او وژل کيږي به نو ځکه د امريکا د پوځيانو لپاره په افغانستان کې نه ځاى شته او نه امن.
شپږم : له امريکايانو سره خبرې بايد کاملاً شفافې واضحې او څرگندې وي ترڅو الله مه کړه له هر ډول تيندک نه په کې وژغورل شو ا و مکار دښمن د چل له لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي.
اووم : د دې لپاره چې په راتلونکي کې خپلمنځي اختلافات رامنځته نه شي مجاهد هيئتونه بايد خصوصاً هغه چې د مقاومت له لوري د مجاهدينو په نيابت دلته او هلته خبرې ترسره کوي يو ډول تنسيق ا و ترتيب موجود وي دا وخت بايد له دې خبرو بايد کلک پرهيز وشي چې څوک په افغانستان کې ډېر او څوک لږ نفوذ لري.
دا مسئله داخلي او کورنۍ مسئله ده اوس د دې وخت دى چې لږ او ډېر ته ونه کتل شي بايد له امريکايانو سره له يوه مصدره او په يوه متحده خوله خبرې له کلک دريځ او غبرگون له مخې ترسره شي دا وخت بايد له پوره احتياطه کار واخيستل شي ترڅو دښمن د (فرق تحکم) له معادلې څخه کار وانخلي.
اتم : دا وخت بايد د خپلمنځي تبليغاتو پروپاگند تا ويلي ما ويلي څخه کلک پرهيز وشي بايد ټوله توجه شريک مسلط او متغطرس دښمن ته واړول شي، دې کې شک نشته چې مونږ د هېواد په سطحه کورني بېلا بېل اختلافات لرو خو هغه به د افغان کورنۍ په چارچوب او لمن کې حلوو.
دا وخت چې په کابل او قطر کې د بهرنيانو سره خبرې روانې دي د رسنيو او ځينو مغرضو شبکو له لارې د مقاومت د طرفونو ترمنځ د اختلاف مسئلې ته د لمن وهلو او په يو بل د ځينو اتهاماتو د واردولو لړۍ روانه ده.
دا چې دا لړۍ د څه لپاره شروع ده ا و د چا لخوا شروع ده زه پرې تبصره نه کوم خو يوه خبره کوم چې دا کار به دښمن ته د دې چانس ورکړي چې په قطر او کابل کې روانې خبرې تر ډېره حده د ځان په نفعه وڅرخوي ځکه دښمن له پخوا څخه هم د همدغې ناولې نسخې څخه کار اخستى يو تعداد افغانان يې له ځانه سره ونيول او پوره لس کاله يې له مونږ سره وجنگول هغه په دې نامه چې گويا مونږ د آزادۍ، ديموکراسۍ، بشري حقوقو، د ښځو د حقوقو، د بيان د آزادۍ خلاف يو او هغه افغانان چې تر ننه هم د دښمن سره په يوه سنگر کې ولاړ دي همدغه دلايل وړاندې کوي چې ښه مثال يې استاد سياف دى. هغه ويل چې زه پخپله مجاهد يم نو بل مجاهد ته څنگه ټوپک تسليم کړم.
نو گرانو وروڼو بايد دا وخت خصوصاً او بل وخت عموماً په خبرو او شننو کې له پوره احتياط کار واخلو ځکه حالات پوره بدل شوي مونږ هم بايد بالخصوص د خپلو وروڼو په وړاندې له مثبت بدلون څخه ډډه ونه کړو، دا وخت د مجاهدينو په مقابل کې يوازې په افغانستان کې سل واړه او غټ رسمي گوندونه قرار لري. آيا دا ټول به يو خوا کوو او که نه د دوى لپاره به څه ميکانيزم جوړوو وروڼو کار ډېر دى په دې حساسو شيبو کې هر ډول اختلاف تاوان او ستر نقصان دى. دا وخت د دې نه دى چې مونږ دې خپلمنځي اختلافات په کې راپورته کړو.
ځکه ديگ پوخ نه دى او مونږ ورته کاسې په لاسو کې نيولي، دښمن لا له هېواده وتلى نه دى، بنديان خوشي شوي نه دي، مونږ پر يو بل د سياسي نيوکو بازار گرم کړى، که يو طرف نيوکه هم وکړي بل طرف ته پکار ده صبر وکړي نن په کابل او له کابله بهر اختلافاتو ته لمن وهل سم کار نه دى دا خو دښمن ته د بقا چانس ورکوي، افغانان بايد د هېواد دننه او بهر کې بايد يوه خوله وي او په يوه خوله د دشمن د وتلو او د ملي اسلامي حاکميت د رامنځته کولو اواز پورته کړي.

