د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بد اخلاقي د بهرنيانو کار دى.

صادق افغان 24.01.2012 23:10

پر افغان ماشومانو د بريطانوى غاصبو او شيطان صفته عسکرو بيرحمانه او وحشيانه تيرى ددې ثبوت دي چې په گران هيواد افغانستان کې د ټولو بد اخلاقيو تر شاد همدغه حيوان صفته شيطانانو لاس دي، دا يو ځل نه دي چې بهرني عسکر د دا ډول بد اخلاقيو مرتکب کيږي او دا د تعجب خبره هم نده ځکه هغه څوک چې نه مور ولري او نه پلار د بداخلاقي پرته څه توقع ترې کيدلي شي.
د غربي قواوو عسکر که هغه د بريطانيا دي او يا هم د امريکا اتيا سلنه يې هغه ځوانان تشکيلوى چې د نارينه او ښځو ترمنځ د نامشروعو اړيکو په وجه يپدا شوى متاسفانه لکه څنگه چې غربيان په ټولو شعبو او ابعادو کې له اخلاقو، پت او عزت څخه پريوتي دا ډول د امريکا او بريطانيا اردو او پوځ هم د ټيټو اوکرغيړنو اخلاقو څښتنان دې.
خو بل طرف ته هغه تش په نامه افغان ملي اردو او ملي پوليس يا د داخلي وزارت او تش په نامه ملي امنيت چېرې دي چې علي الاقل که د افغانانو د وژلو مخه نه شي نيولي نو د بد اخلاقيو مخه خو نيولاى شي، نن سبا چې د ٣٧٠ دري لکه اويا زره افغان پوځ د جوړيدو خبره کيږي.
ددې پوځ دنده ده چې خپل هيوادوال وساتي بې له شکه چې دا د همدي پوځ او پوليسو دنده ده چې خپل هيوادوال د هر ډول مشکلاتو څخه وژغوري که داسې نه وي نو بيا دا ډول بې صلاحيته او بې کفايته ښځينکي اردو جوړولو ته څه اړتيا ده، اردو خو ددې لپاره وي چې خلک او خاوره وساتي چې دا دوه کاره پکې نه وي دا ډول اردو جوړو بې گټى دي بلکې خيانت دى نن امريکايان او د شيطان ځامن بريطانيان په خلاص لاس افغانستان کې د بد اخلاقيو مرتکب کيږي، خصوصي زندانونه جوړوى او په زندانونو کې پر نارينه وو، ماشومانو او ښځينوو اخلاقي تيرې کوي، خو ايا داسې څوک غير د الله جل جلاله او مجاهدينو پرته شته چې سرو او بې دينه يرغلگرو ته ووايي چې مه کوى دا څه کوى؟ زمونږ اردو ددې لپاره جوړيږى چې له ملت او خلکو نه مزدور حاکمان وساتي نه دا چې له زور اورو ښکيلاکگرو څخه مظلوم افغانان وساتي.
پرون د کمونستانو اردو وه چې افغانان يې له روسانو نه ساتل اونن داده بله اردو چې نه ورته افغاني اردو ويلاى شو او نه اسلامى گورو چې له يرغلگرو امريکايانو او بريطانويانو څخه افغانان نه ساتي، بلکې ددې پر ځاى له يرغلگرو سره اوږه په اوږه د افغان ملت د اصيلو بچيانو (مجاهدينو) په خلاف جنگيږي ، اوس نو څوک داسې شته چې د افغان اردو وطنيت ، اسلاميت، او خپلواکي تثبيت کړى؟
کله چې پدغه پردى پالى اردو بريدونه وه شي ټول خلک چغي وهي چې دا خو افغانان وو، د مسلمان مور او پلار څخه پيدا شوي وو ددوى وژل خو روانه وو، خو که له همدغه جنابانو پوښتنه وه شي چې که دا اردو رښتيا هم افغانى او اسلامي وي نو د خپلو هيوادوالو ساتنه ولي نکوي ولي ددوى په موجوديت کې پر افغانانو هر اړخيز تيرى او بريدونه کيږي خو که چېري دا اردو نه افغانۍ اردوى او نه هم اسلامي اردووى بيا خو يې جوړول هم گناه او پرېښودل يې تردې پورته گناه ده، دا بيا د افغان او اسلام اردونه د طاغوت عسکر او د پرديو غلامي مليشي دى.
بلخوا په کابل کې د بې واکه مزدوري اداري چلوونکي هم اخلاقي جرات نلري او نه هم د دا ډول شرمناکو کړنو ښکاره او کلک مخالفت کوي، ځکه ددغه حکومت د ښځو د چارو وزيري يو داسې تصوير د نيټ پر ليکه نشر شوي چې نوموړي وزيره د يوې بلي افغان ښځينه پوليسي په گډون چې غالباً جنرال خاتون به وى له يوه تورپوستي امريکايې عسکر سره د کوم مناسبت پرمهال کيک پريکوى او دا داسي تصوير دى چې اوس پرې ټول افغانان او بالخصوص ځوانان بېلا بېلي تبصري کوي، خو دغه ميرمنه چې د ازبک يا ترکمن او يا هزاره تبار څخه ده د افغانانو لپاره د شرم خبره جوړه شوي يوه شننونکې ويلي وه چې دغه ميرمن د مغلي قوم له پاته شونو څخه ده. دا ډير د افسوس خبره ده چې د افغانستان نفوس ورځ له بلي لدارنگه خليط څخه جوړيږى او دا گډو د تابعيتونه به الله مکړه هيواد له نورو مشکلاتو سره مخامخ کوي، تذکره ورسره د افغانستان ده، پخپله د ترکستان يا مغلستان او يا هم اذربائيجان وى، ايا دا خلک به د افغان د پت او عزت خيال وساتي، ښکاره خبره ده چې نه زه د اقليتونو مخالف يا نشنلست نه يم خونن ټولو وليدل چې اقليتونه هيواد پلوري او هيواد يې پلورلي.
که دا سلسله دوام وکړى لرى نده چې د اقليتونو خلاف د ملت اکثريت لاس يو کړى او خائنو خلکو ته مناسبه سزا ورکړي د ښځو د چارو وزيره که د هر توکم څخه ده خو نن د افغان ښځي په نوم له امريکايانو سره داسې عکسوه اخلي چې دا ډول عکسونه يو خاوند له ميرمن سره هم نه اخلي، دا د اقليتونو ځيني څيرى دى چې په افغانستان کې غربي کلچر او کلتور ته وده ورکول غواړي هغوى د پښتنو پرځاى امريکايانو ته ترجيح ورکوي، دا پخپله يو د تاسف ځاى دې چې د هيواد د اصيلو بچيانو پرځاى هغه چاته لاس اوږد کړى چې نه مور لرې او نه پلار .
په هر صورت له دوو افغانو کوچنيانو سره د شيطاني بريطاني د عسکرو تيري به بې له عبرتناکه ځوابه نه پاته کيږي او لدې حيوان صفته غربيانو سره بې له ټوپکه او بارودو خبرې کول ممکن نددې دوى هميشه په زور او په ټوپک سم شوى، په افغانستان کې پخوا هم بريطانويان افغانانو په داسې شرمناکه ماته سم کړى چې ترننه يې په ياد دى، انگريزى بزدلو او ډارنو عسکرو زمونږ د پلارونو او نيکونو زور او تور ليدلي ډاکټر برايډن ته ټولى قيصي معلومي دى.
پرون ټوني بلير ته او نن گورډن براون او کاميرون ته هم د قندهار، هلمند ، زابل، ارزگان، پکتيکا، پکتيا، کنړ، ننگرهار ، پروان د ځوانانو توره معلومه ده، فدايان ددوي د ناولي مرض لپاره ښه علاج دى د سنگر غازيان پوهېږى چې ماته خوړلي صليبي دښمن د زنکدن په وروستيو شيبو کې غواړى چې داسې څه وکړي چې پرمټ يې له افغان اولس څخه انتقام واخلي نو ځکه يوځل بيا د فدايانو زوراورو بارودي او قيامت جوړونکو حملو ته اړتيا ليدل کيږي، دا حملي به د لندن او واشنگټن طاغوتيان خامخا ځوروى.
مجاهدينو په خپلو غبرگونونو کې پر امريکايانو او بريطانويان غږ کړى چې ستاسو دا بد او دنه منلو عمل به جزاوينى او ډير زر به يې ان شاء الله چې په خپلو سترگو وگورئ ځکه تاسو انسانان نه بلکې د انسان په شکل کې تر ټولو ټيټ ځناور او بهايم يې پرتاسو رحم کول گناه ده، ستاسو وژل انسانيت ته خدمت او ستر عبادت دى، يوه خبره په اخر کې افغان اولس ته کوم او هغه دا چې که ترننه مو جهاد نه کاوه او دا او هغه بهانه مو کوله نن مو دادې وليدل چې غربي حيوانات ستاسو پر کوچنيو بچيانو هم رحم نکوى نو اوس بايد خپل ملي او اسلامي مسؤليت ادا کړى او ددې جهاد له مجاهدينو سره ودريږى.
همدا د عزت او شرافت لاره ده، دا قسم خوړلي دښمن دى نه مور لري نه پلار نو زما او ستا به څه خيال وساتى دوي انسان ته د انسان په سترگه نه گورى بلکې په وازکومي ويلاى شو چې دوى حيوانات دى دوى د ژوند حق نلري لدوى سره هميشه د ټوپک او کوتک په خوله وغږيږى تاسو به اوريدلي وى چې سپي په ډانگ سميږى نور له مجاهدينو هر اړخيز کومک وکړى همدا د نجات لاره ده مجاهدين ستاسو انتظار کوى، ستاسو د لوړ همت، افغاني، غيرت، ايماني جرات عاجل جهاد په هيله.