یووالی
24.01.2012 13:48یـــــووا لی
راته بیا نوي غــــمونه میلـــما نه شـوه
د فرنګ نــوي چــــلونه را تــازه شـوه
نا ببره یې هــجوم رابانــــدي را وړی
ارما نونـه مي تــــړلي زولانــه شـــوه
چاپیریـــال تـــورو اوریځو دی نیـولی
د دښمن اصلي چهـره پکې ښکاره شوه
دولس هیلي کـه زمــــاشي د ړي وړي
راتـــه مخته دغمونو پیمانـــه شـــــــوه
زور واکان چي نـن لمن وهي نـفـاق ته
د پرد یو پـــه دستـور یي اراده شــــوه
افغــاني چیغي شوې پـــــورته امانـزیه
په هـرکورکي دیـووالي هنګـامه شــوه
امانزی ۱۰/۰۱/۲۰۱۲

