د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وطن خاوره

محمد نعيم كاكړ 23.01.2012 20:32

ښكلوم به يې تور كاڼي دا العلونه
دوطن په هر ګودر به ننداره كړم

پر هروته به يې ځان پټي پټي كړم
ښكلي ښكلي به يې جوړه كنډواله كړم

له دى دنګو دنګو غرونو د زار شم
د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپانه كړم

چه در واړوي په بدو خړى سترګې
هر غليم به د كاروان سره ايره كړم

نعيم به دى دا شاړي ګلعزار كړم
د وطن بوټي به ټول ګل دلاله كړم