د امریکا په ورجینیا کې د ارواښادحداد صیب په یاد غونډه وشوه
23.01.2012 18:27په ورجینیا امریکا کی د جنوری په یوویشتم د شنبه په ورځ غرمه دولس بجی په دنیا ریسټورنټ کی نامتو لیکوال، تاریخ پوه، جرنلسټ،د پښتانو بابا او د افغان ملت مشر ارواښاد قدرت الله حداد په یاد کی یوه درنه غونډه اوشوه چی پکی ختم القران اوشوو او د هغی نه وروسته د قران ایاتونو سره غونډه پیل شوه. په غونډی کی ګڼ شمیر کسانو ګډون اوکړو چی پکی ارواښاد قدرت الله حداد کورنۍ د هغی میرمن اغلی هما مریم، ځامن ښاغلې ایمل حداد فرهاد، ولی حداد فرهاد، منصور حداد فرهاد ، لوڼی زرغونه حداد، وږمه بارکزیی، زینب پشتون، شبنم اسحاق زیی نه علاوه ډاکټر نبی مصداق، ډاکټر بری، واکمن صیب، ښاغلی رحیم عزیز، سپون صیب، عبدلباری جهانی، رحیم بارکزیی، زلمی پشتون، ډاکټر رحمت اسحاق زیی،ډ اکټر عبدالمتین رویین، اسد فرهاد او نور نامتو لیکوالانو، ادیبانو،شاعرانو او د حداد صیب مینه والو پکی ګډون اوکړو. د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد صیب ځامنو ګډون والو ډیر تشکری اوکړه او ګډون والو ته یی وینا ګانی اوکړی . ښاغلی ولی حداد فرهاد په خپل وینا کی خپل پلار د ژوند په اړخه ډیر مفصل او منظم انداز رڼا واچوله. د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد صیب میرمن هما مریم یو څو ښکلی شعرونه چی یی حداد صیب په مړینه لیکلی وو، ګډون والو ته ولوستلی شوو. دی نه علاوه ډاکټر عبدالمتین رویین، رحیم عزیز، عبدلباری جهانی، اسد فرهاد ،ډاکټر بری او نورو کسانو په خپلو ویناګانو کی ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد صیب سره خپل عقیدت ښکاره کړو او په هغی مړینه یی ډیر خپګان ښکاره کړو او د هغی مړینه یی د پښتانو او افغانستان لپاره ډیر لویی تاوان او ضایعه اوبلله. د غونډی نه وروسته میلمانو ته ډوډۍ ورکړل شوه او په آخره کی د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد صیب روح ته ثواب رسولو د پاره تلاوت او دعا اوکړل شوه.
رپورټ ورکوونکی: احمد نواز بنګش ورجینیا امریکا