د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هاچې روږدي په تراخه دي

سمیع الدین افغاني 22.01.2012 22:48

هاچې روږدي په تراخه دي
که ځوانــــان دي که زاړه دي
ها چې روږدي پــــه تراخه دي

دوی دي خام کله پــــاخه دي
چې د ژونــــدځينې ماړه دي

د مـــــــاښامــــه تر سهاره
د خـــــــزانه تــــــر بــــهاره

دوی د کال په هر موسم کې
دغفلت پــــه خوب بيده دي

د دنيا د کـــارو زيــــاره
د زحـــمت او د روزګاره

ځانله نه ګوري ائینه کې
په اوږو د بــل پراته دي

د ژوندون ځانله مفهوم شته
حرکت شته هــم سکون شته

ددوی ټــــول عمر سکون دی
د يخنۍ پـــه شان ساړه دي

ژوندون کارژوندون زحمت دی
هر زحمت لــــره راحــــت دی

چې مقصد لري په ژوند کې
بـــا وقــــاره دي درانـــه دي

ژوند کې درد شته هم خوندونه
هم خــــوښي شــــته کــــړاوونه

مرد هغه وي چـــې روزګار کي
د صــــحرا هــــم د کـــالــــه دي

ګيــــله نشـــته د جــــاهله
د بــــې لارو د غـــافــــله

ښه د ښو خلکو نه غواړه
بدان ژوند نلـــري مړه دي
********************
سمیع الدین افغاني