غزل
22.01.2012 01:01دطبیعت له ښکلاګانوډک حسین کونړه
خداى دې ابادلره اباد اوسې نيازبين کونړه
هره دره دې منظرې لري ښکلاوې لري
ځکه رادورومې ستاليدوته سياحين کونړه
دنګونښتروته ستا سرخولۍ له سره لويږي
بل دې خوره غيږکې بهييږي څپاندسين کونړه
زمري په تاکې اوسي هرغليم له تامات شوى
تاده ساتلې زمونږ خاوره زمونږ دين کونړه
که خداى کول نوي راغلي اغيارته ماتوې
ستا په ميړانه مونږ باورلرويقين کونړه
ستاغيرتي غيږ کې لوى شوى افتخاردوطن
ته يې ټاټوبى دسيد جمال الدين کونړه
زمونږ وياړيې زمونږ فخرزمونږ دنګه شمله
زه دې په نوم وياړم اولین کونړه

