په ترياکو د روږدي ماشوم ليدلى خوب!!!
21.01.2012 11:38
درنو او پتمنو لوستونکو!!!
دا څه مې چې تر دغه عنوان لاندې ليکلي، ما ته هم ډېر څه نه برېښي د نثر لیکنې له اړخه به ډېرې ستونزې ولري خو دا هآغه څه دي چې ما په سترګو ليدلي!!! رښتیا دي!!! په ځانګړي ډول زموږ په شمالي ولایتونو کې ماشوم ته دتریاک ورکول بيخي دود ګرځېدلۍ، نه پوهېږم چې ستاسې به څومره د پام ور وګرځي خدای د وکړي چې پیغام مې در رسولۍ وي او هر افغان مسول دی چې د هېواد د هر بچي د راتلونکي په اړه فکر وکړي...درناوی
هآغه ده!!هلته لرې شين بڼ ښكاري
له بڼ نه چاپيره سيمي كټاره راتاو ده
ښايسته، ښايسته ګلان هرې خوا شنه دي
…سره، سپين، ژيړ بخن اوو څومره ډير ګلان دي
په بڼ كې هرې خوا نرى، نرى لارې جوړې شوي
او!! هآغه ده هلته يو دوكان جوړ ده
د دوكان مخې ته ميزونه او څوكۍ ښكاري
اوو هوو!! د اوبو څومره ښايسته فواره ده
دا اوبه څومره رڼي دي
په حوض کې رنګه، رنګه مرغاوى لامبي
د حوض چاپيره د نښترو وني ولاړې دي
له ونو د چڼچڼو ډير زړه راښكونكې آوازونه اورېدل کيږي
هآغه ده هلته يو ګلالى ماشوم ولاړ ده
څومره ښكلې جامې لري
پلار يې له لاس نه نيولى او ورو، ورو ورسره روان ده
پلار يې كله ور ټيټ شي او څه ورته وواېي
داسي ښكاري چې ماشوم يې ډير پرې ګران ده
اوو هوو!! څومره ډير ماشومان بڼ ته را ورسيدل
ګومان كوم هر يو ماښام همدغه بڼ ته راځي
دغه ده يو كمكى ماشوم په بايسكل سپور ده
د هغه زړه سواندې مور ورسره ورو، ورو روانه ده
وګوره!! هغې ښايسته جنۍ ته يې پلار له دوكانه آيسكريم واخيسته
دغه دي نور ماشومان، ټول زما همزولي دي
…هغوى له يو بل سره لوبې كوي، منډې وهي...
ميندې او پلرونه يې هآغلته ناست دي
…هو!! هغوى ميله جوړه كړې ده
هآغه بل پلار د خپلو ماشومانو تصويرونه اخلې
خپل ماشومان يې په ګلانو كې ودرول
نه، نه ټول يې ونه درېدل
ځينې يې د نورو تر مخې كښيناستل
هغوى رنګينې جامي اغوستي
!!! څومره خوشاله دي
رښتيا!! هغوى هره ورځ ښوونځي او وړكتون ته هم ځي
هلته سبقونه وايې
ټولو نه به غټ،غټ خلك جوړ شي
هو، د همدې لپاره زه نن دغه بڼ ته راغلى يم
په دغه لوى بڼ كې ...
په دومره انسانانو کې!! زه هيڅوك نلرم
هيڅوك له ما نه پوښتنه نكوي
هو!! زه ښايسته جامې نلرم
هيڅوك ما خپل خواته نه پريږدي
هيڅوك زما تصوير نه اخلې! آيسكريم مې غاښونه برېښوي نه يې خورم!!!
!؟ اووو خدايه!!! څه وكړم چې دوى له خپل ژونده خبر كړم
نه، نه كيداى شي څوك مې ورټې
... او له دغه بڼ نه مې وباسي
دغه مزې به هم را باندې ودروي!!!
نه داسي نده
دوى خو ډير هوښيار خلك دي، ما به ونه رټې
راځه الله به خير كړې
په دغه ماشوم غږ كوم
هي!! زما ملګريه
هي !! همزوليه
ولې زما خبره نه اورې
د رب لپاره!! ما ته غوږ شه
زه له تانه خيرات نه غواړم
ګوره!! زه له ډييير لري ځايه راغلى يم
تر څو دلته را ورسيدم
زه له تا څو ډير څه نه غواړم
پوهيږى چې له تاسې څه غواړم؟!
نه، نه تا څو نه پوهيږى
ځكه چې د دنيا دستور همدا ده
كله چې د يوه جامې زړې وي
او په ټولنه كې پر نورو غږ وكړي
سمدستي هغه ته ځواب وركوي!! زه ما معاف كړه!!
آلله دې دركړې!! زه نور مه درېږه!!!
خو ما ته غوږ شه زه پيسې نه غواړم
زما غوښتنه واوره
كه غږ مې نه اورې يوه ورځ به ته هم ما غوندې شې!!
که ته بچ شوې يا به دې ورور يا به دې بل خپل زما په شان شي
هو!! زه يواځې او يواځې يوه غوښتنه لرم
كله په ژړا شى ګورى تاسو چې
نو مور مو شيدې او يا نور خوندور خواړه دركوې
رښتيا!! هغه بسكيټ مو چې پلار له بازاره راوړي هغه دركوي
آيا پوهيږى ؟؟
چې زه كله په ژړا شم نو مور مې څه راكوي ؟؟
زه هم ستاسو ملګرى او همزولى يم
زه هم كله، كله ژاړم
كله چې وږى شم نو بيا خو خامخا ژاړم
مور مې خپل كار ته نه پريږدم
څه فكر كوى، آيا زه پرې ګران نه يم !؟
نه، داسې نده
زه پرې ځښت ډير ګران يم
ټوله شپه راته ويښه ناسته وي
خو د ورځې ...
هو! د ورځې هغه كار كوي
موږ ته ډوډى ګټي
زه يتيم يم
زما پلار څو کاله وړاندی مړ شوی
خو زما مور لوړ همت لرې
رښتيا!! زما كمبخته مور په خپلو نازكو ګوتو تاسو ته غالۍ اوبي
هو! كومې غالۍ چې ستاسو كور پرې ښايسته شوى
پوهيږۍ چې دا چا اوبدلي؟
دا ټولې زما مور اوبدلي!!!
هو!! كله چې زه په ژړا شم هغه ډيره خپه كيږي
مور خو رښتيا د خپل ماشوم ژړا نشي زغملای!!
هغې سره هيڅ شى نه وي چې ماته يې راكړې
او كه ورسره وي، نو پرې وخت لګيږي
!!! هو!! زما كمبخته مور يواځې او يواځې ترياك لري، هو ترياك!!!!!
ډير نه، كله چې په ژړا شم د يوه نخود قدرې راكوي!!
تر څو ويده شم او هغه خپل كار ته پرېږدم
نو د رب لپاره
د لوى څښتن لپاره
ستاسې په شان خلک ما کله نه و ليدلي!!!
ښاري ياستۍ!!! په هر څه به پوه ياستۍ!!!
ما اورېدلي چې د ښار ماشومان هوښيار وي
نو تاسې ته خپله لمن غوړوم!!!
تاسې ته سوال کومه!!!
زه هم ستاسې په شان ماشوم يم
انسان يم
زه هم غواړم چې وړكتون ته لاړ شم
ستاسې په شان ښونځي ته لاړ شم
په همدغه بڼ كې تاسې سره ميلې ته راشم او تصويرونه واخلم
خپلو همزولو سره لوبې وكړم
يو ځل بيا تاسې ته عذر كوم
سوال كومه
پر ما رحم وكړى
خپلو ميندو او پلرونو ته ووايۍ
چې زموږ كلې ته راشي
زما مور .... هو زما مور ته راشي
دلته زما ډير همزولي دي
بيا د هغوی ميندو ته هم ورشي
تر څو هغو ته ووايي
چې دا خواړه نه دي!!! نه درمل دي!!! دا زهر دي ... زهر
په خپلو ګلاليو ماشومانو ورحميږۍ
خپل نازولي ماشومان په ترياكو مه كراروى
دا خو زهر دي
كله چې ځلميان شي بيا به روږدي وي!!
او د دغې بې وزلې ټولنې پر اوږو به يو پيټى ... هو پيټى وي!!

