د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو ټوټه کوونکو ته دې مبارک وي!

په خپل نامه ده هيڅ مستعار نه دی 19.01.2012 14:14

انسان ځينې وخت د پيسو يا تعصب او کينې پر بنسټ ځينې کړنې کوي چې د نتيجې په اړه فکر نه کوي. د اوسني حکومت په شرميدلې لس کلنه دوره کې تر هرڅه ډېر د ملي نفاق لپاره ډېر کار وشو. داسې تمه کيده چې پخوانۍ بدنامې او نفاق اچوونکې څېرې لکه دوستم، محقق، خليلي، سياف او نور به محاکمه شي خو هغوی چې پخوا ټوپکسالاران وو د ښاغلي کرزي په لطف او کرم سره اوس ډالرسالاران هم شول. د دې ترڅنګ يې د پښتنو د هر اړخيزې تباهۍ لپاره داسې پروژې پلې کړې چې خدای خبر که دا شکيدلی کټ بيا په پېړيو پېړيو هم څوک ټينګ کړي.
له يوې خوا نړيوال ټيروريسم د پښتنو د سپېڅلتيا او ساده توبه غلته ګټه واخيسته او د دوی په خپلو لاسو يې د دوی پلونه او پلګوټي وران کړل، کلينيکونه او روغتونونه يې ونړول، ښوونځي يې پرې وسوزل، معلم او مامور ته يې سترګې برګې کړې او ګواښونه يې ورته وکړل، حتی غوږونه يې ترې پرې کړل او بالاخره يې پښتانه د بې سوادۍ هغې جهنمي کندې ته ورګوزار کړل چې په پېړيو پېړيو به راپورته نه شي. خو پښتانه دې ګيله نه کوي ځکه چې د دوی دښمنانو دا ټول کارونه د دوی پر خپلو مټو ترسره کړل. حتی د پښتنو روڼ اندو هم د پيسو لپاره هر ډول ټيټيدو ته غاړه کېښوده. دوی د پښتنو تر منځ موهومو او بې بنسټه تبعيضونو ته ريښتونې بڼه ورکړه څو پښتانه له دې اړخه هم وځپل شي، ټوټه ټوټه شي او د دښمن هدفونه ترسره شي. په دې برخه کې يو شمېر پښتنو په واز کومي لهجوي ژبې ته کار وکړ چې جګړو او مهاجرتونو ځپلي ځوانان يې د يو والي پر ځای نفاق ته وهڅول او د ارواښاد حبيبي، الفت، رښتين، بینوا، رشاد او د کوزې پښتونخوا د ژبپوهانو په ارمانونو يې خاورې واړولې، ژبه يې په لهجو ووېشله او څو ميراتمړي ډالر يې تر ګوتو کړل.
حتی په کابل کې د پاړسيوانانو په وينا يو شمېر بې ريشان خو به دفتر په دفتر او په اشخاصو ګرځيدل چې ته خو د پلاني ځای ياست نو هغه لهجه ولې نه کاروې، يا د بلې لهجې د کتاب چاپولو سره ولې مرسته کوې؟!
يو شمېر پوهانو يې د پښتو په زړو نسخو پسې راخيستې ده او غواړي په اړه يې د خلکو هغه شکونه پياوړي کړي چې ګوندې دا نسخې جعلي دي. ځکه دوی د سيمه ييزې لهجې د پياوړتيا لپاره په سيمه ييزه مفکوره استدلال کوي خو دې ته نه ګوري چې د پښتنو د مخالفينو د شک استدلال پياوړی کوي.
د دې مريضانو د تعصب مريضي دومره ساري ده چې ځينې خلک اوس په ټلويزيونونو کې هڅه کوي چې په عين حال کې د پښتنو په ګڼو لهجو خبرې وکړي چې پر موضوع اصلي تمرکز ترې پاتې وي او په ګډو وډو سر وي.
په همدې ترتيب يو شمېر تش په نامه او بې شعوره ملک ډوله قومي مشرانو د پښتنو کليواله ټولنه د (خېل، زي او سيمې ) په نومونو سره ووېشله او پخواني موهوم او د انګريز او مغل له خوا جوړ شوي دروغجن رامنځته شوي قومي تعصبونه يې وپالل. حتی ويل کېږي چې د ولسمشر تللي ورور احمد ولي به په کندهار کې په هره وړه او غټه غونډه کې په ګوته پوپلزي مشران کتل او د نورو لپاره به يې دسيسې جوړولې. باور وکړئ وايي يو ځل له ارزګان څخه قومي مشران راغلي وو چې له کرزي سره ليده کاته وکړي چې په هغوی کې جان محمدخان هم ؤ نو کرزي د ټولې ډلې پر وړاندې ورته ويل چې ( که دا نور د ځمکې له لارې راتلل نو ته څنګه د ځمکې له لارې راغلی يې؟) ماته د ارزګان يو مشر چې په دې ډله کې ؤ او پوپلزی نه ؤ وويل: باور وکړه چې دومره شرمينده شوم چې هيڅ د تېښتې لاره نه وه کنه له هغې غونډې به مې پښې سپکې کړې وای.
دا پټې خبرې نه وې بلکې د رسنيو له لارې هم همدا تبليغات روان وو چې تر ټولو زيات يوې کورنۍ راډيو (ازادۍ راډيو) ورته ډېر کار وکړ چې د هيواد ګوټ ګوټ ته يې دا تعصب ورساوه.
کله چې د سهيل ختيز او ختيزو ولايتونو پښتنو دا خبرې واوريدې نو هلته يو شمېر پخوانۍ داسې کورنۍ هم وې چې تش پښتانه وو او له هيڅ (خېل او زي) سره يې تړاو نه درلود، هغوی په زوره پر ځانونو د (بارکزي، الکوزي، کاکړ او پوپلزي) تخلصونه کېښودل او د اقتصادي ګټې دې ککړ مارکټ ته يې راودانګل.
باور وکړه چې غونی مې زيږ شو او پښې مې ورېږديدې چې د پښتنو د يو مبارز له خولې مې واوريدل چې ( زه ترکی يم او د ترکو ټولنه به جوړوم) . په داسې حال کې چې دی نوموړی يو پوخ ډاکټر دی او د پښتو ژبې او پښتون قوم لپاره يې په کلونو کلونو په سختو شرایطو کې خدمت کړی او دومره نوم يې ګټلی چې د افغانستان هر غټ او ووړ يې پېژني او ورته احترام لري خو نه پوهېږم چې د سپيرو ډالرو څومره زور دی چې غټ خلک هم واړه کولی شي؟!
همدا راز مې د پوهنتون يو شمېر استادان وليدل چې د استادۍ سره سره ورته ځانونه (بشپړ ) ونه برېښيدل او اوس يې قومي تخلصونه کېښودل.
ځينو کسانو چې لومړی يې يوه خيريه مؤسسه درلوده، ماينونه يې پاکول چې څوک پر وانه لوزي، ټلويزيون يې جوړ کړ او د لهجوي توپير داسې بمونه يې کېښودل چې تر قيامته به په دې ګناه کې شامل وي. په داسې حال کې چې لومړی يې معياري ژبه پيل کړه او د ټولو پښتنو د خدمت او حق غوښتنې دعوه يې کوله خو کله يې چې د پښتنو د وېشلو ډالري پروژې وليدې نو حتی په نطاقانو يې (شو او سو) جبري کړل څو خلک متوجه شي چې پښتانه يوه ژبه نه لري او حتی يو قوم هم نه دی.
د پښتنو د داخلي دښمنانو چې د پښتنو دې ضعف ته پام شو نو وزير فرهنګ د خپل پلار متعصب کتاب دوباره چاپ کړ او د پښتنو په اړه يې دې مفکورې ته نوره وده هم ورکړه چې پښتانه يو قوم نه دی بلکې څوک له عربو راغلي، څوک مغل او منګوليان، څوک يهود دي او څوک ... له همدې کبله د افغانستان رسمي او يوه ژبه بايد پاړسي وي ځکه چې په کل کې يوه معياري ليکنۍ ژبه لري، د ټول افغانستان يوه فرهنګي ژبه ده او پښتو دا کمال نه لري. که فکر مو کړی وي اوس په اکثرو وزارتونو کې د پښتو او پاړسي ژبې تناسب نه مراعت کېږي، د AIB په نامه بانک حتی نه په اعلانونو کې ټکی پښتو لري، نه په چيکونو او سندونو کې او نه هم په لوحه او د پيسو ورکولو په مشينونو کې. په داسې حال کې چې د پاړسيوانانو هره دره ځانګړې لهجه لري خو داسې خواخوږي ژبپوهان او روڼ اندي لري چې هيڅکله به هم يو بدخشی دا هڅه ونه کړي چې (کُس ته قِيس) وليکي! دا يې لا څه کوې چې هيڅ هزاره به هم ونه ګورې چې مېروم ته (مورم) وليکي. حتی په خپلو ټلويزيونونو کې يې دا تبليغات وکړل چې د پاړسيوانو ځانګړنه او اهميت همدا دی چې دوی يوه معياري ليکنۍ ژبه لري او د خېل او زي پر غير متمدنو وېشونو حساب نه کوي.
دا يې لا څه کوئ چې دکرزي حکومت د ده په امر د هزاره ګانو د خوشالولو په خاطر په ملي ټلويزيون کې د وړو ژبو تر څنګ د هزاره ګي لهجې ځانګړی پروګرام شروع کړی ؤ خو کله چې هزاره ګان پوه شول چې له غټې او فرهنګي پاړسيوانې کتلې رابېلېږي، وېشل کېږي او تجريد کېږي نو په شعوري ډول يې پر دغې امتياز خاورې واړولې او د هزاره ګي لهجې پروګرام يې بند کړ او خپله لهجه يې د وړو ژبو له کتاره راوويستله.
خو پښتنو ته چې کله د (پولې هاخوا) لهجوي راډيوګانې جوړې شوې نو هم يې ورته غورځي وکړل، که د مشال، ډېوې او ازدۍ په نامه لهجوي راډيوګانې ورته جوړې شوې نو هم يې پياږې ورته وتښتيدې او که لهجوي او سيمه ييز ټلويزيونونه او ټلويزيوني پروګرامونه ورته جوړ شول نو بيا هم ورته ونڅېدل. دوی هيڅ شعوري فکر ونه کړ چې په لهجو او سيمو وېشل د دوی د ټوټه کيدو لپاره هڅې دي.
پاړسيوانان ځانونه دومره متمدن ښيي چې دوی غواړي له ايران او تاجکستان سره هم خپله ليکنۍ ژبه يوه کړي چې پاړسي يوه ستره او مهمه ژبه شي خو پښتانه، هۍ هۍ هۍ
نه خپله مخ ته ځي او نه نور مخته پرېږدي
د دې ټولو هڅو نتيجه دا شوه چې اوس انګريز او امريکا غواړي چې د افغانستان جنوبي برخه يو ډول بېله کړي. دوی ته بېل نصاب جوړ کړي او د طالب په نامه يې له افغانستانه جلا کړي!
په داسې حال کې چې پښتانه په خوله د ټول افغانستان د يو والي دعوه کوي او د فډرالي نظام سره په دې خاطر مخالف دي چې د افغانستان د تجزيه کيدو بوی ترې ورځي خو خپلو روڼ اندو ته نه ګوري چې په زرګونو ټوټو يې تجزيه کول غواړي.
نو زه له ډېرې مجبورۍ د پښتنو د وېشلو د پروژو پلي کوونکو ته مبارکي وايم چې خولو يې ځای ونيو، په جرمني کې د فډرالي نظام ډنډوره او د افغانستان جنوب برخه بېلول هغه ډنډورې دي چې دوی ورته دا لس کاله کار کړی دی!