د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتیار باید افغانستان ته د تګ له پاره د افغانستان وېزه واخلي

عبدالحی لغمانی 16.01.2012 10:51

ټول افغان وېب سایټ نن په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د متجاوزینو پرضد د امریکا د مالي او د پاکستان د نظامي استخباراتي ادارې آی اېس آی له خوا له فکري پلوه د حمایه شویو مجاهدینو د رهبرانو له جملې څخه د یوه ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره د افغان اسلامي آژانس مرکه خپره کړې ده. د عبدالعلي مزاري، عبدالرب رسول سیاف، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالرشید دوستم او یو شمېر نورو ترڅنګ د کابل ښار د ۱۳۷۰مو کلونو د ورانوونکو له ډلې څخه د دغه ورانوونکي ګلبدین حکمتیار مرکه ما ولوسته. د مرکې په لوستلو سره د یوه افغان په حیث زما ذهن ته دغه ډول پوښتنې او غوښتنې راغلې چې ښایي حکمتیار او ګوندیان یې ځواب او عملي کړي؛

۱. حکمتیار وایي چې له امریکا سره ستراتیژیک سند لاسلیکول د افغانستان د دایمي اشغال په معنی دی. پوښتنه دا ده چې آیا له پاکستان سره چې همېشه یې د افغان او افغانستان دښمني کړې ده او حتی د ګلبدین پر ضد یې طالب تجهیز او تمویل کړ او په لسګونو نورې داسې هڅې یې وکړې چې یو افغان یې په بل افغان وواژه او له مرګ نه یې خوند واخیست کنفدریشن جوړول لکه چې په تېر کې د حکمتیارغوښتنه وه او لا هم ده روا دي او له امریکا سره چې په یو نه یو ډول یې په بدو ورځو کې له افغانستان او په خپله له ګلبدین او د ده له حزب سره نغدي او لوژیستیکي مرسته کړې ده ستراتیژیک سند لاسلیکول ناروا دي؟ دا خو لکه لویې جرګې چې ثابته کړه د افغانستان د لوی اکثریت غوښتنه وه چې مونږ که نور هر څه پرېږدو نو د خپلو منافقو او شریرو ګاونډیانو پاکستان او ایران له شر نه د خلاصي له پاره له امریکا او نورو ولسونو سره ستراتیژیکې ملګرتیا ته اړتیا لرو.

۲. حکمتیار وایی چې د کابل حکومت نماینده حکومت نه دی نو آیا د ده ګوند چې کابل یې د آی اېس آی د پخواني مشراخترعبدالرحمن په فرمایش په بل مخ واړاوه هغه د افغانانو یو نماینده اورګان دی؟

۳. حکمتیار وایي چې د رباني حکومت له طالبانو سره لاس یو کړ چې حزب له منځه وېسي نو بیا حزب ولې بېرته هماغه د رباني د حکومت په نغري ورننوت چې وحیدالله سباوون یې د دفاع وزیرشو او نورې لوړې چوکۍ یې ورکړې چې په دوه درې ورځو کې یې د سروبي او ماهیپر برېښنا هم ورپرېښوده او کابل ښار له کلونو وروسته د رباني او ګلبدین د ماهیپر د تړون په نتیجه کې یوځل بیا برق ولید. دا په داسې حال کې وه چې جنت کابل د ګلبدین او د ده د نورو پنجاب پالو او ایران پالو یارانو له لاسه په کنډوالو بدل شوی وه او خواوشا شپېته زره کابل ښاریان شهیدان شوي او په لکونو یو خوا بل خوا کډه کولو ته مجبور شوي وو.

۴. حکمتیار وایي، دی له خلقیانو، پرچمیانو او د کابل د حکومت له ګډونوالو سره ګډ حکومت نه جوړوي خو آیا تڼی خلقی نه وه چې ده ټول جهادي بهیر پرېښود او منډه یې کړه له هغه سره یوځای شو؟ له هغه وروسته آیا دوستم او ببرک کارمل پرچمی او ستمی نه وه چې ده ورسره لاس یو کړ او د کابل څو جوړ دېوالونه یې د هماهنګۍ د شورا د الوتکو په واسطه په بل مخ واړول؟ که دا پرېږدو نو چې ته له یادو هغو سره یوځای نه کېنې بیا نو دا ستا ذیدخل اړخونه څوک دي چې ته ورسره مذاکرات کوې؟ دا ستا هیئتونه د څه له پاره کابل ته ځي راځي؟

۵. حکمتیار وایي، د بن په کنفرانس کې چې د وران افغانستان د خپلواکۍ یو نه یو ډول ضمانت او د پنجابیانو او د هغوی د مزدورانو له لاسه د در په در شوي ملت له پاره دوه درې روپیو خیرات د راټولولو له پاره یو فرصت وه ناروا دی په داسې حال کې چې ده ته د قدرت ورکولو هره لاره او چاره روا وه او ده.

۶. حکمتیار همېشه د اسلامي حکومت چیغې وهي خو هېڅکله یې هم ونه ښودله چې د ده اسلامي حکومت څنګه دی؟ آیا یوه نمونه یې لري؟ آیا یو سم تعریف یې لري؟ افغان ولس ته خو ستا اسلامي حکومت په کابل ښار د راکټونو ورول او ستا د زرداد او د هغه د سپي له خوا د لارویانو لوټل، او د مسافرو ښځو بې ستره کول وو او اوس هم هماغسې فکر کوي. آیا له دې نه د اضافه څه تمه هم څوک کولی شي؟

۷. حکمتیار وایي د کابل حکومت مشروع حکومت نه دی ځکه چې د ده په خوښه نه دی. ولس وایي چې که ته په کې نه یې نو نورکوټي خو دې په کې شته او بله دا چې د کابل اوسنی حکومت لږترلږه د یوې انتخاباتې پروسې په نتیجه کې رامنځته شوی دی چې په تېر کې هېڅکله هم داسې نه وه شوي. آیا ستا ګوند چې ته یې د ولسواکې پروسې زېږنده ګڼې او همېشه انتخابات انتخابات یادوې هغه مشروع دی؟ په ۱۳۷۰ کال کې حزب په پېښور کې ګوندي انتخابات کړي وو او نتیجه یې د دوی شهادت اخبار خپره کړه چې په کې ۹۹.۵ فیصده رایه ګلبدین اخیستې وه او ۰.۵ فیصده کوم بل چا چې نوم یې اوس زما هېر دی نو تاسو فکر وکړئ چې دا به څه ډول انتخابات وو؟ آیا اوس هم هماغه ډول انتخابات غواړې او مشروعیت غواړې؟

۸. حکمتیار وایي چې امریکایان او نورغربیان افغانستان ته له وېزې پرته ځي او راځي. ولس هم دا وایي چې دا په ریښتیا د نه منلو ده، خو دا امریکایان راوستل چا؟ ته په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړه او ووایه چې په دې کې له نورو افغانانو سره ستا د اختلافاتو څومره برخه وه؟ سربېره پر دې ته هم پنجابیان راولي هم عرب هم کشمیریان هم ایرانیان او بلکه ته پخپله هم معلوم نه یې چې آیا اوس هم افغان یې او که نه د پاکستان د تابعیت سوګند دې یاد کړی دی. تېره میاشت چې د افغانستان یوه ورانوونکي او ستا پخواني او اوسني مربي جنرال حمیدګل وویل چې «حکمتیار او حقاني هومره پاکستانیان دي لکه زه چې یم» او تا یا ستا کوم ګوندي تر نن ورځې پورې هم پرې څه عکس العمل ونه ښود چې د هغه دا خبره رد کړي نو اوس ته ووایه چې آیا ته پاکستانی یې او که نه لا هم افغان پاتې یې؟ که پاکستانی یې نو زه د یوه افغان په حیث له تانه دا غوښتنه کوم چې ته باید افغانستان ته د تلو په صورت کې په پاکستان کې د افغانستان له سفارت څخه د افغانستان وېزه واخلې.