د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ربه ستـا درباردی لـوی

سمیع الدین افغانی 08.01.2012 03:02

ربه ستـا درباردی لـوی

ربه ستـــا دربار دی لــــــــوی
موږیو ټـول ستــــــــا ثنا ګوی

تـه عزت چــــــاته نصیب کړې
څـوک ذلیل کړې سیـــاه روی

تفـــــاوت لري خالقــــــــــــه
ستـا مخلوق په رنګ ا وخوی

یو هـــوښیـــارکـــــــوي کا رونه
بل جــــــــاهل بې ادب لـــــــوی

څــوک ظالم خـــــــانه خرابــــه
د ی مــــــکاره درواغـــــــګوی

ربـــــــــه تا دي پیـــــــــدا کړي
څوک عاجز څوک فضـول ګوی

تـــــکبر چې پـــــــــــکې نـه وي
هـــــــا عالم د عقلــــــــــه پوی

چې په پوهـــــــــه علمیت مري
د هغــــــوی شتــه دوعـــا ګوی

چې په جهــــــــل کې پیـــدا شي
خـدای دې نکړي چــــــاته لوی

چې په سمـــــــــــه لاره سر دی
افتخــــــــــــــار په داسې ځـوی

نورو صلحـــه کې ژوند تېر کړ
موږ په جنــګ کې شو ر ا لوی
******
سمیع الدین افغانی