د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولي دخمينی په نامه ؟

حبيب الله غمخور 07.01.2012 19:09

ايراني چارواکي دودوستۍ په نامه په زهرولړلی لاس راغځوی، ددوي په دوستۍ باورساده توب دی .

دافغانستان دولتي چارواکي قانوني مسوليت اودنده لري دنړۍ له هر هيوادپه ځانگړې توگه له  ايران اوپاکستان سره په مناسباتو کښي ملي گټو،ملي افتخاراتواوملي غروساتلوته جدي پاملرنه وکړي .

له نن څخه څو ورځې  وړاندي مې دملي تلوزيون په خبري سرويس کښي واورېدل چي دباميانوپه ولايت کښي دايرانی اخوندانولخوادخمينی په نامه يوروغتون په(( ۹ ))جريبه مځکه کښي ددوه نيم سوه ميليونوامريکايي ډالروپه لگښت جوړېږي اودروغتون چاري به دلس کلونولپاره دايراني اخوندانوپر غاړه وي .

داداسي  ورته خبر ددغه خبرترخپرېدويوه اونۍ وړاندي خپورسو،پدې خبرکښي موچي دښوونې اوروزنې وزارت لخوااعلان سوواورېدل چي ايران دڅوميليونوډالروپه لگښت په باميان ،کندهار، هرات ،ننگراهاراومزارشريف کښي ښوونځئ جوړوي .ددې وزارت مرستيال صاحب په ډير وياړسره وويل چي پدې ښوونځيوکښي به زموږ تعليمی نصاب پلی کيږي خويوشمير نورمضامين به هم پکښي لوستل کيږي. خومرستيال وزير صاحب  لکه چې دنورومضامينودنومونويادول  ډير محرم رازوو! ونه ويل چي کوم مضامين اودچاپه وړانديز به پکښي لوستل کيږي .

زموږ له نظره نه ددې روغتون لپاره ځاي اونوم اونه هم ددغوښوونځيولپاره ځايونه تصادفي اودنيک نظرپر بنياد ټاکل سوی دي .  پدې کښي روښانه سياسي اواستخباراتي موخي اوپلانونه نغښتي دي ،دابه ښوونځۍ نه بلکه داستخباراتو اوفرهنگی يرغل اوهم دخمينی دارشاداتواونفوذدپراختياقانوني مرکزونه وي،چي موږ افغانان ورسره هيڅ  ډول علاقه نه لرو .

ترهرڅه وړاندي ددولتي چارواکو،او ايران پلووته دايوه خبره کوم،چې نه زه اونه هم ماغوندې ميليونونه افغانان دايران داتباعو سره دښمني لرو.خودايراني چارواکولخواله هغې ورځی چي ددې رژيم مشرتابه له فرانسې نه تهران ته رسېدلې اوددولت چاري ورسپارل سوی دافغانانوسره دښمنۍ ته ملاتړې اوله هغه لمړی ورځی ئې غوښتي چي زموږ دهيوادپه ټولوچاروکي غوښن ځاي اونفوذولري .ښه ‌ېلگه ئي پدې ورستيوکښي د د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیرعلي اکبر ولایتي چې اوس د دغه هیواد د مذهبي مشر آیت الله خامنه يي د نړیوالو چارو سلاکار، څرگندونې دي چي وايي :په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماتې حتمي ده.ددې حتمی کېدولپاره دوي دخپلو ټولوامکاناتونه لکه په قراق کښي دلته هم استفاده کوي .

ایران له دې ډاره چې امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاته شي ډير زيات تلاښ کوي اوپدې موخه ئي دخپلو پخوانيو دوستانودامکاناتونه په استفادې سره  د افغانانو په منځ کې امریکا پرخلاف احساسات وپاروي او افغان چارواکوته دسياسي اومالي رشوتونوپه ورکولوسره دې وهڅوي چې له امریکا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک نه کړي .

د هندوسنتان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ایران په هڅو کې له طالبانو سره د نژدې اړیکو پالل، افغان سیاستوالو او رسنیو ته دپیسو ورکړه او له خپل ختیځ ګاونډي (افغانستان) سره د کلتوري اړیکو پراخوال شاملېږي.ورځپاڼه وايي، که څه هم د ایران دا ډول هلې ځلې له کلونو راهیسي دوام لري خو په وروستیو میاشتو کې یې خورا زیات قوت موندلی ځکه چې امریکا او افغانستان پر امنیتي تړون خبرې کوي چې ممکن دا تړون له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدو ته لاره اواره کړي . تاند01.05.2012



پدې ورستيوکښي دافغانستان دمسلې  څېړونکو اوسیاسی شخصيتونوپدې هکله ویره څرګنده کړې چي  دایران حکومت دافغانستان په  دننه کی خپلو هڅو اوکوښښونوته زور ورکړی .

ویل کیږي ایرانی چارواکو له دی سره سره چي دطالبانو سره یی اړیکي ټینګی کړي، همدارنګه په افغانستان کي دننه  له يوشمير خپل پلوه سیاستوالو اودرسنیو له مختلفو څانګوسره هم خپلي مرستی زیاتي کړی  اودهیواد په ختیځ وسيموکی یې له اولسي وګړو سره کلتوری اومذهبي اړېکوتر نامه لاندي روابط پراخی کړی دي.

دایراني چارواکو هڅی هغه وخت لانوري هم گړندی شوی کله چی امریکایانو اعلان وکړ، له وسلوالوطالبانو سره دخبرو لپاره  به ډیرژر په قطرکي  يودفتر  پرانیستل شي اوداخبره طالبانوهم ومنله .

ایراني چارواکي دامريکايانودپاته کېدوپه وړاندي دعراق له تجربې نه استفاده کوي چيري چي دهغه هيواد شعيه چارواکي ئي دې ته وهڅول ترڅو دامريکايي پوځ ديوې وړې ډلې دپاته کېدوسره  دامريکادپوځ تروتلو وروسته مخالفت وکړي . پر عراق د امریکا د حملې په نتیجه کې د صدام حسین سني رژیم نسکورسوخوپر ځاي ئې هغه شیعه عراقیان واک ته ورسېدل چې د ایران له حکومت سره یې له کلونو کلونو راهیسي نژدې اړیکې لرلې .ځکه خوکله چي تيرکال ددسمبردپه مياشت کي امريکايي پوځ ووت ،خوپه دابله ورځ په عراق کښي دراپېښ سوی ناورين ،شعيه اوسوني ترمنځ اختلاف برملا کېدوپه داستان ټوله نړۍ خبره سول .

ايران چارواکي کوښښ کوي په عراق کي شعيه ډلې سپوټ کړي په افغانستان کي هم تلاښ کوي يوځل افغانستان له نړيوالي ټولنې جلاکړي بيابه هغه څه کوي دکوم  څه لپاره چي ئې داتلاښونه اوهراړخيزي هڅې راپيل کړي .  

تاسو خپله قضاوت وکړئ ،دايراني اخوندانوچالاکی اوهوښياری يادومخې سياست ته ښه ځيرسئ ، دوي شاوخوايومياشت وړاندي دافغان  حکومت سره یو دوه اړخیزه دفاعي تړون لاسلیک کړ،دکاغذ پر مخ دقلم رنگ لاوچ سوی نه وو،چي دایران دبهرنیو چارو وزیر څرگنده کړه په افغانستان کي دبهرنیو ځواکونو شته والی به دسیمي امن له ګواښ سره مخ کړي موږ ورسره په تکرار خپل مخالفت څرگندوو.

ايرانی چارواکوپه افغانستان کي هم دخپل نفوذ دپراختياپه خاطردشعيه مذهب  پيروانوله يوشميرملايانواوپېژندل سووڅېروسره دخپلو استخباراتي کړيوپوسيله دمذهبي اوژبنی روابطوترنامه لاندي اړېکي ټينگي اودهغوي له جملې ئي څونفره تهران ته وروبلل .دهغوي پوسيله ئي له دې ډاره چي بياهم دا افغانان دی که يوتنظيم جوړ کړی ممکن غښتلی سي اود ايراني اخوندانوامرونه ونه مني نوئې ((۹))تنظيمونه جوړکړه .اودهمدې تنظيموپوسيله ترډيره بريدهدادی  ترنن ورځې پوري دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنې کوي ،ان تردې کرښې چي موږ ته په دولتي اودنړيوالواړيکوپه کچه لارښودنې کوي .

دوي همدا اوس ایران  له هغه ډلوسره چې له  له کلونو راهیسي ښې اړیکې لرلې اوسي په دولت کي لوړمقامونه لري دهغوي په مرسته  په افغانستان کې په خلاص لاس دخپلو کلتوري، سیاسي اومذهبي هدفونو لپاره کار کوي .

ځکه خوموږ ددوي په دوستۍ اعتبارنلرواونه هم دوي زموږ سره په رښتيا دوستی کوي،دوي په خپل هرگام پورته کولوکښي خپلې گټې لټوي ،په همدې خاطر دولتي چارواکي بايد دايران سره په ډيپلوماتيکو اړيکو اومناسباتوکښي له ډيراحتياط نه کارواخلي .

موږافغانان ددې هيواد عام وگړوته درناوی کوواودايراني اخوندانوله منگولونه ددوي دگرېوانودخلاصون دعاهم کوو. دايراني چارواکولخواددوي په ټولوکړاونو،‌بېله محکمې زندانو،په دارځړول اودانسانانوپرخولومهرلگول راته معلوم دی . ښه بېلگه ئي دهغه نومونودلست رسواکېدل دی چي په ايران کې له بشري حقونو د دفاع يوې ټولنې په ويب سايټ کي خپورسوی .

په ايران کې له بشري حقونو د دفاع يوې ټولنې د ۱۳۸۹ لمريز کال له غبرګولي تر ليندۍ پورې د ۱۰۰ تنو اعدام شويو کسانو نومونه خپاره کړي، چې د دغو سلو کسانو ترمنځ چې په پټ ډول اعدام شوي دي، ۱۴ تنه يې افغانان، دوه تنه د نيجېريا او غانا او ۸۴ نور ايرانيان وو.دغه کسان چې د تېر لمريز کال د اوو مياشتو په اوږدو کې په مشهد کې اعدام شوي، نومونه يې د ايران د بشري حقونو نړيوالې مبارزې په نامه ټولنې پر وېبپاڼه خپاره شوي دي.BBC 01.06, .2012

ايران زموږ دولتي چارواکوته دومره رشوتونه ورکړی چي دافغان اعدام سوو په هکله چا غوږ هم ونه گراوه ،که په افغانستان کييوايرانۍ پداروځړول سي تاسوبه ئي خوری چي اخوندان څه کوي اوچيغې ئي ترکومه رسېږي ،ولي متاسفانه زموږ پلورل سوی چارواکي دايران اوپاکستان په وړاندي تل چوپه خوله پاتېږي .

چي بل ډول تعبير نسي پدې هم خبريوچي پدې هيوادکي دسوني مذهب پيروان هيڅ ډول ازادي نلري اونه هم ددوي انساني اوسلامي حقوقوته ديوه ايراني په توگه درناوی کيږي ،پدې بڼه لکه شعيه مذهبه سوني مذهبوته په خپل هيوادکي دمذهبی مرسموسرته رسول ستونزمن دي اوپه ډيرو برخوکي اجازه نه ورکول کيږي .

داچي هلته په خپل هيوادکي دافغان کډوالوسره څومره ظالمانه اوغيرانساني کړنې کوي ،اوله هرډول سپکاوی سره مخامخ دي، کرزی صاحب اودولتي چارواکې دې له ايران څخه راغلوافغانوڅخه پوښتنه وکړي چي هغوي څه ورته وايي . جالبه ده په ايران کي افغان کډوال وايي له مجبوريت نه دلته ژوندکوواوله ايران څخه اروپاته راغلي افغانان  دايراني چارواکودنوم له اوريدونه نفرت لري اووايي هغوي موږ ته دانسان په سترگه نه گوري ،ته داسلام خبره کوې،دايوتجارت دي چي دوي ئې پر اسلام کوي .

داخوټولوته لمر غوندي څرگنده ده چي داښاغلي پر ټوله اسلامي نړۍ اوپه ځانگړې توگه شعيه مسلمانانودباداری اوحاکميت  چلولوخوبونه ويني. ځکه خودعربي نړۍ مشران چي اسلامي هيوادونه دي ،ايراني چارواکي په سيمه کي دشرارت لاملين بولي.دا رښتياده ايران نه يوازي افغانستان بلکې د سیمې امن ته ګواښ دی،ايران د ټولو عربي هيوادونوپه کورنيو چاروکي برعالا لاس وهنه کوي .

دبېلگې په توگه دسعودي عربستان يومشهورخبرنگارخپلو خبروکيد((روتانا))له تلوېزوني شبکې سره پردې خبره ټينگاروکړ چي ايران دمذهبي شعارنه په استفادې سره دسيمي دهيوادوپه چاروکي مداخله کوي ،هغه وايي : ((چالشی که ایران به وجود آورده است از سال ها پیش ادامه دارد. از همان فردای پیروزی انقلاب ایران ، مقامات این کشور از صدور انقلاب سخن گفتند و برای اجرای آن گام هایی برداشتند.”

هغه وړاندي څرگندوي  :” صدور انقلاب یک اصطلاح خاکستری است و با پشتیبانی از اقلیت های شیعی در کشورهای مختلف آغاز می شود و در پایان کار به مداخله مستقیم منجر می شود.”

نوموړی پردې خبره ټينگارکوي چي (( ایران مساله پشتیبانی از شیعیان را به صورت سلیقه ای دنبال می کند. این کشور در حالی که به مسائل شیعیان در عراق ، بحرین ، کویت ، سعودی ، یمن و لبنان می پردازد خود را از امور این اقلیت در پاکستان و افغانستان دور نگه می دارد.)) گران افغانستان ويب پاڼه

په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پیټي  ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل ، دوی ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې نه تورنوي، بلکې دوی په مستقیم ډول د ایران هغه وسلې او مهمات نیولي، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته استول شوی وې .د ایران دا کار نه یوازې په افغانستان کې د سولې او امنیت په زیان دې بلکې د سیمې امنیت هم ګواښوي.موږ ایرانیان لاس په لاس نیولي، چې طالبانو ته یې توغندي وړل او دا هغه څه دي، چې موږ پرې باوري یو. موږ دا مساله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم راجع کړې او خپله مو مستقیم پوځي اقدام هم کړی، څو وسله والو مخالفینو ته د ایران د پوځي مرستو مخه ونیسو. ازادي راديوويب پاڼه  1390.09.26

دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزير سعود الفیصل يوځل بيادنومبرپر ۲۵  ايران دعربي هيوادوپه کورنيو چاروکي په لاس وهنه تورن کړاوددوي اټومي پروگرام ئي دسيمي سولي اوثبات ته جدي گوښ وباله .  نيوز ويب پانه  

تر ټولولاجالبه اودردونکې داده ،په هغه ورځ چې دښونځيودجوړېدوخبرخپورسو ترهغه وروسته ئي يولنډ راپورله ايران څخه هم خپور کړ،پدې راپورکښي ماشومان (انجونې اوهلکان ) ليدل کېده ،دوانجونووويل داسمه ده چي موږته ئې داوسيدولپاره کارتونه راکړي خونورئې له موږ سره کومه مرسته نده کړې،غيرله دې چي موږ توهين کړی اوبدورد ،سپکې سپوري راته ووايي،بل څه ئي موږ ندي ليدلي .يوبلې پېغلوټې وويل موږ دلته دافغانستان په اړونديوازي داسي خبرونه اوتلويزيوني پروگرامونه وينوچي په هغه کښي وژل ،ترټل اوهلته دوحشت صحني ښکاره کوي .

داپه خپل ذات کي دکرزی صاحب ددوستانولخوادافغانستان لپاره تلوېزيوني دوستانه خپرونودانعکاساتوبېلگه ده ، چي پدې بڼه غواړي زموږ ماشومان له خپله وطن څخه وډاره وي اوددوي په ذهنيتونوکښي دخپل هيوادپه وړاندي دبېگانگۍ اونفرت احساس وروزي .خودلته بياموږ ته راغلي او وايي موږ ستاسو دماشومانودراتلونکي په هکله تشويش لرو،چي له سوادنه محروم پاته نسي ،غواړوښوونځۍ درته جوړي کړو،داچي هلته په ايران کښي زموږ له ماشومانه سره څه ډول ظالمانه اوبې رحمانه چلند کوي په اورېدوئي دسړي پر سره غنم نينې کيږي .

دادرې لسيزي خوپرېږده پدې څواونيوکښي زموږ په کورنيوچاروکي دايراني چارواکو دمداخلواولاس وهنوڅوبېلگوته ستاسوپاملرنه راگرځوم :

دروان ۲۰۱۱ ز کال دنومبر پر ۳۰د ایران د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو ته نصيحت وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانوحضور په سیمه کې دناامنۍ اوترهګرۍ سبب کېږي او له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د تړون لاسلیک د افغانستان او سیمې په خیر نه دی . اوله افغانانو وغوښتل چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون ونه کړي  .تاند

زموږ هيره نه ده اوهر ورځ ئي اوروچي ايراني چارواکي واضح وايي، دامريکاسره دا ډول تړون د دوي د ملي ګټو پر ضداوددوي لپاره دقبول وړنه دی . دوي ډيره جالبه خبره کوي چي له اورېدوئي داله ورايه څرگندېږي موږ ماشومان يواودوي موږ ته لارښودنه کوي ،وايي دافغانستان نوي منځ ته راغلي فوځ ددي جوګه دی چي پدغه هیوادکي سوله اوثبات  دبهرنیو ځواکونو له موجودیت څخه بغیروساتي؛ زه نه غواړم پردې ټکو داوس لپاره نوره تبصره وکړم .

هغه دري متل دی وايي : ((ازدست ما سالم شد پس براي ما معلم شد))دومره سپين سترگی په کوم زور اومټ ؟ دشرم خبره ده چي دوي موږ ته لارښودنې اونصيحتونه کوي ؛خودادهغوتوروخلطوزوردی چي په ايروډکې ارگ اودارگ شاوخوا   چارواکوته هره مياشت رالېږل کيږي ،چي دوي موږته دلارښودنې هځې کوي،کنه دنړۍ په هيڅ گوټ کښي به ددوگاونډيو هيوادوترمنځ دداسي اړېکو بېلگه نه وي .داډول څرگندونې نه يوازي داچي ديوه هيوادخپلواکي اودهغه  هيوادولس اودولتي حاکميت ته په سپکه سترگه کتلوبرنبډه بېلگه ده، بلکي دزموږپه کورنيوچاروکي دلاسوهنوکره بېلگې دي . ښاغلي مصطفي محمد نجار دايران دکورنيو چارو وزيرتر خپلې دندي ،پوهی اوصلاحيت پښې اوږدې غځوي ،موږ ته ئې رازده کوي چي په سيمه کښي دناامنی لامل څوک دي اودارته په گوت څنډنه وايي، پوه سئ امريکايان ښه خلک نه دی داټولي بدمرغۍ ددوي له لاسه دي ،متاسفانه ځانونه اوزموږدولس په وړاندي ددريولسيزوراپدې خواخپلې کړنې ئي لکه چي هيري دي .داقسم خوړلي دښمنان دانه مني ،که دهمدې ايراني اخوندانواوپاکستاني جنرالانوبې شرمانه مداخلې اولاس وهنې نه واي،نودغوبهرنيو هيوادوکه هرډول سيمه ايزي گټې اوپلان درلوداي نه ئي سوه کولاي چي زموږ هيوادته پدې بڼه راسي . ايراني چارواکي موږ گټې بهانه کوي ،ولي په عمل کښي خپله ځان ترې ساتي،دوي دنړيوالي ټولنې شتون زموږپه خاوره کي دځان اوخپلو کرغېړنومخوپه ځانگړې توگه ددوي هستوی پروگرام پلي کولو تاوان بولي ،دوي دا ډارلري چي نړيواله ټولنه ممکن په اسانۍ سره ددوي دهستوی پروگرام دپرمختگ په هکله معلومات ترلاسه کړي اودسي نوروبرخوکي ډار .

ايراني اخوندانو او پاکستاني جنرالانوپدې دريولسزوکښي ځانونه په سیمه کې تر ټولوځواکمن او اعتبارڅښتنان بلل، خواوس چي نړيواله ټولنه په ځانگړې توگه امريکادلته  له ځانه پورته دیو داسې ځواک په توگه گوري چې ددوي دکرغېړنوپلانومخه نيو لاي سي اودوي ته گوت څنډنه کولاي سي ،دوي ئې وارخطاکړي اولارترېنه ورکه سوې ده لکه ليونی دېخوااوهاخوا خوله اچوي . ايراني اخوندان له دېنه ډارلري چي ممکن نړيواله ټولنه اوامريکاپه ايران کښي ديوشمير عربی هيوادوپه څير پدې هیوادکښي د رژیم یا حکومت د بدلولواورانسکورېدو نیت و لري اودې موخې ته درسېدولپاره په افغانستان کښي دشتون څخه گټه واخلي .

زموږ دهيواد زیات شمېرسياسي کارپوهان په دې باوردي چې له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیکې اړیکې به په افغانستان کې د پاکستان او ایران د مداخلو مخه ونیسي اوهمدا لامل دی،چې دغه دواړه هېوادونه هڅه کوي د داسې یو ستراتېژيک تړون دلاسليک کېدومخه ونیسي .دوي نه غواړي افغانستان غښتلي نړيوالي اړېکي ولري اوياددوي دتاثيراونفوذله ساحې ووزي .

د لويي جرګې د ګډوډولو لپاره هم ايراني چارواکولستوڼي بډوهلي وه،په افغانستان کي ځینې څارونکو ایران پدې تورن کړچې دامريکاسره دستراتېژيک تړون په اړوندد لویي جرګې د مشورې د اغیزمنولو لپاره یي دجرګې په ګډونوالو پیسې ویشلې دي. ازادی راديو ويب پاڼه 22.08.1390

افغان کارپوهان د ایران دا کار،چې د افغانستان او امریکا ترمنځ یې د ستراتیژیک تړون په اړه د افغان دولت په ادرس یو لیک استولی وود افغانستان په چارو کې بربنډه لاس وهنه بولي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د استانبول اوبن په کنفرانسونوکې د ګډون په مهال په خپله ويناکښي په څرگندوټکووویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ داسې ستراتیژیکې اړیکي دوی ته د منلو وړ نه دي .

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وایي، ایرانیان هېڅ کله نه غواړي، چې امریکا په سیمه کې ستراتیژیک شتون ولري، له بلې خوا نه دوی غواړي، چې افغانستان دې یو ضعیف هیواد وي، چې خپل ګاونډیو ته متحاج وي .

اساسي خبره اومنل سوی نړیوال اصل دا دی، چې  د افغانستان دولت ديوه خپلواک هيوادپه توگه حق لري  له چا سره چې غواړي  سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی اړیکې ولري اوحتا ستراتېريک تړونون  لاس ليک کړي ،پدې هکله هيڅوک اود هيڅ هيوادچارواکي داحق نلري افغانستان ته دبهرنيو اړېکوساتلولارښودنه وکړي.

افغانان وايي ایرانيان اوبل هر هيوادته  ته باید دمنلی ديپلوماسي اونړیوالوسياسي حقوقداصلونونه په استفادې سره یو قاطع ځواب ورکړل شي او دوي پدې وپوهول سي چې دا دافغانستان خلک دي، چې دخپل هېواد د سرنوشت اوبرخليک په اړه  په خپله پرېکړه کوي .

دوئ درې اونۍ وړاندي په ټولوتلوېزيونواوډله ايزورسنيوکښي دايران دورستی پرېکړې په اړوندچي غواړي په ايران کي دافغان کډوالوداوسېدوقانوني کولوتر نامه لاندي پدې  سره ژمي ((۹۰ ))زره افغان کډوال په زوراوجبر وباسي . دايوه بهانه ده په حقيقت کښي ايراني چارواکوڅوځله پر افغانستان اونړيوالي ټولنې باندي دفشار په بڼه کله په دوبي اوکله په داسي يخنيوکښي افغان کډوال په زوراوجبرله خپله هيواده ايستلې دي اوکله ،کله ئي ترانسپورټي لاربنده کړې ده،دبېلگې په توگه څه موده وړاندي ئي دپاکستان سره يوځاي پسله دو اونيوترانسپورټی لار خلاصه کړل ،هغه موټر لاترمزله ندي رسېدلي چي داددۍ بل ناوري ئي پيل کړاوغواړي افغان کډوال په بې رحمانه اوبې شرمانه بڼه له خپلې هيوادنه  وباسي . موږ ټول پرې پوهېږوچي ايراني چارواکي دوه مخی دي اودومخی سياست کوي،داوروستۍ پرېکړه ئي هرنوم چي ورکړي له يوې خوادافغان کډوالوزورونه اودبلې خوادافغانستان او امريکا داړيکو اوستراتېريک تړون سره دمخالفت او غبرگون بېلگه بللاي سو؛پاکه به ئي سره ووايودوي افغانستان يواشغال سوی اوله خپلواکی نه محروم هيوادبولي،ځکه ورته دحقارت اوسپکاوی په سترگه گوري .

دایران حکومت ددې لپاره چي پر افغانستان فشار راوړي په دی وروستیو کی هرکال دژمي په راتګ سره افغانستان ته دتیلو صادرول بندوياويا له هیواد څخه په زرګونو افغان ګډوالو دشړلوکواښ کوياودټولواسلامي اواخلاقي نورمونو خلاف په زورافغان کډوال باسي .ايراني اخوندان پدې ښه پوهېږي  چی دغه هیواد په سختو حالاتوکي ددومره زیاتو کډوالودمنلو توان نه لري .

دايران ددې کرغېړنې اوغير بشری کړني په وړاندي افغانان په يوه اوازداخبره کوی چي دايران ددې فشارونوپرخلاف بايد له نړيوالي ټولنې څخه وغوښتل سي چې دافغانستان له خاوري نه ددوي پزه پر مځکه ومږیاوددې غيري بشري عمل په سزائي ورسوي .

پدې ډاډه يم چي زموږلوستونکوته ايراني چارواکوافغان دښمنه پاليسي لمرغوندي څرگنده ده .پدې خاطرمي داخبره دومره اوږده کړه چي که ايران داډول دوستی زموږ سره پالي نوڅنگه کېداي سي چي دښوونځيواوروغتون په جوړولوکي دي هم دوي توري موخي ونلري اوڅنگه کېداي سي له دوي سره داومنوچي زموږ سره په رښتيابې غرضه اوبې پرې مرستې کوي  .

نوکه دوي غواړي زموږ سره په رښتياپه روغتيايي برخه کښي مرسته وکړي يوخودې دباميانوپرځاي په بل ولايت  کي داروغتون جوړسي لکه دايکنډي ،روزگان ،بادغيس،نيمرو،زابل ،پکتيا،کنړ،داهم دافغانستان خاوره ده. دابايد څرگنده کړم ترکومه ځايه چي زه خپل غيرتی اووياړلی ولس پېژنم  په هيڅ صورت موږ افغانانوته دادمنلو وړنده چي دخمينی په نامه دلته کوم روغتون جوړ سي اوپدې بڼه خمينی څخه په افغانستان کي يومنلی شخصيت جوړکړي،نن روغتون دی،سبازېږنتون بل سباکلتوري مرکزاوبلاخره جامع جومات اوخبره ترکلې اوښارونودنومولوپوري رسېږي .  

دوي دې مهرباني وکړي موږته دي ووايي ،دوي په خپل هيوادکښي کوم يوځاي (تعليمي موسسه،پوهنتون،کتانتون، فابريکه،روغتون،کلېنک ،کلتوري مرکز،پارک،سينما،واټ ،هوټل ،زېږنتون اويابل کوم دعاموگټواخيستنې ځاي دکوم افغان منلي او تاریخي شخصيت په نوم نومولی دي ؟؟؟  چي دوي اوس غواړي روغتون دخميني په نامه دلته روغتون جوړکړي ،نه اوهيڅکله به داکارونکړي .نه پوهېږم دکومونړيوالواصولواوزموږ سره دښوعلايقوپر بنياد غواړي زموږ هرڅه دخپلو ملايانواواخوندانو په نامه کړي ؟

سياسي اوديپلوماتيکي اړيکي يوه طرفه نه بلکه دوه طرفه جاده ده ،پردې لاردواړوخواوته  دتگ ،راتگ قوانينودرناوی اومنل حتمی دي .

که داسي ده نوايران دي مهرباني وکړي يوپوهنتون اوياروغتون دي دميرويس نېکه اولویي احمد شاه باباپه نامه ونوموي اوپرهغوښوونځيوچي دوي ئي غواړي دلته په افغانستان کي جوړې کړي هم زموږ دملي،علمی اوادبی شخصيتونونومونه چي شمير ئي  لږ نه دي کښېښودل سي .

اوبل سوال دادی چې داولي پردې روغتون باندي دلسوکالولپاره دايراني اخوندانوقموميت  قانوني بڼه ولري؟ دنړئ هيڅ يوبل هيوادزموږ سره پدي ډول شرطونومرسته نه ده کړې اونه هم ديوه هيوادلخواپر ۍوژسوی روغتون اويابلې مؤسسې باندي دجوړونکی هيوادلس کلن قموميت بېلگه شته .

دخندا خبره ده، ولي تر هره ورځ سپکو سپورواوگوت څنډنووروسته بايد دايرانی چارواکومرستي داسي شرطونه ولري کوم چي دوي ئي غواړي ؟ موږ دايران له دې روغتون څخه چي ډير ژربه زموږ بېله هغه کړېدلي اوبېچاره ولس ته په رنځتون بدل سي تيريو،داسي دپېغوراوحقارت مرسته چي پکي موږ ته زيان رسوی هڅکله نه غواړو .

پدې باوري يم چي پر ښوونځيوبه هم دکوم خميني اويااخوندنوم کښېږدي اوپه همدې ښوونځيوکښي به دخميني ارشادات لوستل کيږي . پداسي حال کښي چي دخميني ارشادات زموږ په هيوادکښي دبېلتون ،مذهبي ژبنی اختلاف چاغېدو اوپراخېدو لپاره تبليغ نه پرته بل څه نه دي .

چې پدې بڼه به دلته په گران افغانستان کي چي ټول اوسېدونکي شعيه دی اوکه سونی درونو پشکل ژوندکوي اوددوي ترمنځ دهر بېلتون پاله خوله ئې ورباندي ماته کړي اوغاښ ماتوونکی ځواب ئي ويلی دعراق ،سوريې اويوشمير نوروهيوادوپه څير دشعيه اوسوني ترمنځ اختلاف زېږېدوته لمن ووهی .سره لدې چي له نېکه مرغه زموږ دهيواد دښمنان تراوسه پدې ندې توانېدلي .ښه بېلگه ئې څه موده وړاندي په کابل ،کندهار،اومزار کي دعاشوراپه ورځ زموږپر متدينو مسلمانانوپه همدې موخه بريدوکړچي دشعيه اوسوني ترمنځ اختلاف راوزېږوی،خوله نېکه مرغه ټولوهمدايوه خبره کوله چي موږ وروڼه يواودازموږد وطنددښمنانوکاردی  دی ،ترڅومعلومه سول پدې کرغېړن کارکي دپاکستاني طالبانوپه نوم دپاکستان استخباراتو لوي لاس درلود .

دې ټکې ته هم دټولولوستونکواودولتي خواخوږاوافغان ولس ته ژمنوچارواکوپام را اړول غواړم چي زموږپه هيوادکښي دننه يوازي اويوازي بايد زموږ رسمی اوله قانوني پلوه منل سوی نصاب په ټولوښوونځيوکښي دهرچالخواچي دلته جوړېږي پلی شي .دپردونصاب زموږ ملي اوفرهنگی گټوته زيان رسوي اومنل ئي دپردې هيوادبربنډي مداخلې ته دقانوني وبڼې ورکولومعنالري .

ايران غواړي دکرزی صاحب اوخپلو رانيول سواوروزل سوو په مرسته له ټولوامکاناتونه په استفادې سره خپل اخوندي نفوذ زموږ په پاکه خاوره کې پياوړی کړي؛ پدې خاطردکرزی صاحب داعتراف له مخي داڅوکاله دويته سياسي اومالي رشوتونه ورکول کيږي،چي تر رسواکېدو وروسته ئې ورباندي دارگ دکاروبارپرمخ بېولولپاره مرستي نوم کښېښود اوسپنتا صاحب داومنل چي ددې سياسي رشوت ټول راپوربه ملت ته ورکوی،ملت ژوندی دی خودراپورخبره مړه سول . ايرانی چارواکي اوس پدې نوی تاکتيک اونوی ميتودغواړي خپل فرهنگی يرغل اوتېری ته قانوني اوددوستانه علمی مرستونوم ورکړي .داهغه ميتود دی چي دوي وايي که امريکايان په افغانستان کي پاتېږي نودوي هم په يوه اوبل نامه اوبهانه بې شمېره څوک دډاکتر ،انجنيراوڅوک دمعلم اواستاداونورونومونه په ټول افغانستان کي دقانوني اوسېدواوڅارحق ترلاسه کړي .

زموږ غيرتي،پر وطن مينوافغان عام ولس ته ژمنوپوهانو،روڼ اندو،سياسي گوندونو،مدني  اوفرهنگی ټولنو،پارلماني چارواکو،ملي اومذهبي شخصيتونو،دايراني چارواکودې افغان دښمنه مداخلواوزموږ د زورېدلي ولس په  وړاندي اسلام ضد اوښه گاونډېتوب دروحې خلاف سياسي اوفرهنگی فشارونوته چي دمرستواوخپلو لاسپوڅوپوسيله ئي پرمخ بيايي جدي پام وکړئ ،پرې نه ږدئ چي دوي په دې افغان دښمنو پلانونوکښي بريا ترلاسه کړي .

دايراني اوپاکستاني چارواکو له مداخلونه زموږدولتي چارواکي ددې هيواد دژغورلواوملي گټو ساتلوپه موخه ځانونه ژمن  نه بولي اونه هم له دې سره علاقه لري چي خپل ولس ته صادقانه خدمت وکړي،اوس چي دطالبانواومخالفينوسره دخبرومسله گرمه ده اوکه په رښتياخبري گټوري وي نوددوي ځاي به بل څوک نسي دوي غواړي پدې چوپتيااوزموږ دغوپېژندلسوو گاونډيانوته دچوپړپه موخه دسباورځي لپاره پدغو هيوادوکې دپشې اېښودلوځاي پيداکړي .

دويته سياسي اومالي رشوتونوداسي خوندورکړی چي ملت ، فرهنگي اوملي غرواوگټې ترېنه هيرسوی دي .راسی داوطن  له هره پلوه اودهرچاله مداخلونه خپله ديووالي اوورورگلوی په روحيه وساتو،کنه چاروکي ئي پلوري .

راځئ يوکېږواودملي گټوپه ارزښت ځان پوه کړو،کنه خرڅېږواوورکېږو . ومن الله التوفيق