د پروژې مدیریت – پروسې او معیارونه
17.12.2011 13:12پدې لیکنه کې به د یوې پروژې د مدیریت، پروسو او معیارونو په اړه لږ رڼا واچوو.
۱- د پروژې د مدیریت پروسې
په ټوله کې د پروژې مدیریت د پنځه لویو پروسو څخه جوړ شویدی:
• د پروسو په لار اچول، چې اعلامیه، د قوانینو (اصولو) تدوین، او نور ټول ګامونه چې د پروژې د پیلیدو لپاره اړین وي، پکې رانغښتي دي.
• د پروسو پلانګزاري کول، چې د موخو ټاکل، او د هغو پوره تعریف، په بریالیتوب سره د موخو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب (لوړ معیار) حل لارې پیدا کول، او د مسؤلیتونو ویش پکې شامل دي.
• د پروسو عملي کول، چې د پلان شوي مهال ویش سره سم د پروژې د ټولو څانګو او فعالیتونو ترمنځ د ګډو فعالیتونو همغږي کول پکې شامل دي.
• د پروسو کنټرولول، چې موخې ته د رسیدو لپاره د ټولو شته فعالیتونو کنټرول پکې راځي.
• د پروسو تړل، چې ټول ترسره شوي فعالیتونه ګام په ګام او اټکل شوې موخې پکې شامیلې دي.
۲- د پروژې د مدیریت معیارونه
د امریکا د مدیریت انسټیټوټ (The American Project Management Institute (PMI)) د ښه مدیریت په موخه د پروژې مدیریت په دریو لویو برخو ویشي:
• د علمي او مسلکي شخصیت تعریف، یا مُورال؛
• د پروژې د مدیریت د جوړښت تګلاره ( مفکوره)، یا معیارونه؛
• د مسلکي سړی تعریف، یا (د مسلکي سړي) سند ورکول؛
د امریکا دغه ادارې د پروژې د معیاري مدیریت لپاره لاندې ځانګړنې (Features) تعریف او راټولې کړیدي:
۲-۱ د پروژې د پیوستون مدیریت(Project Integration Management)
د فعالیتونو او د پروژې د اړوندو څانګو د ښې همغږۍ په موخه یو لړ پروسې اړینې دي. د پروژې د پیوستون (سر په سر کولو) یا پییلو مدیریت اړتیا زیاتره وخت په هغه برخو کې ډیره اړینه بریښې چې هغه د ټولې پروژې د زړه حیثیت ولري، یا د پروژې د نورو برخو سره هم ژورې اړیکې ولري. د پروژې د پیوستون د مدیریت غټې پروسې په لاندې ډول دي:
• د پروژې مهالویش؛
• د پروژې د مهالویش عملي کول؛
• د پروژې د انحراف کنټرولول،
۲-۲ د پروژې د تمرکز مدیریت
ددې لپاره چې ډاډمن شو ترڅو د پروژې اړوند ټول کارونه له پامه ندي غورځول شوي، د پروژې د تمرکز شامل او له هغه نه بهر پروسې په لاندې ډول دي:
• د لمړنیو او بنسټیزو موادو تعریف؛
• د تمرکز جدول (مهال ویش)؛
• د تمرکز تعریف؛
• مهالنۍ څارنه (Monitoring) او له تمرکز څخه د انحراف کنټرول.
۲-۳ د پروژې د وخت مدیریت
ددې لپاره چې ډاډمن شو تر څو راکړل شوې پروژه د خپل وخت سره سمه بشپړیږي، د وخت د مدیریت غټې پروسې په لاندې ډول دي:
• د فعالیتونو تعریف؛
• د فعالیتونو تسلسل؛
• د فعالیتونو د وخت مهالویش (جدول) اټکل کول؛
• د مهالویش برابرول او کنټرولول.
۲-۴ د پروژې د لګښت مدیریت
ددې لپاره چې ډاډمن شو تر څو راکړل شوې پروژه د ټاکلې بودیجې سره سمه بشپړیږي، د پروژې د لګښت د مدیریت دا لاندې پروسې باید په پام کې ونیسئ:
• د وړتیا (کیفیت) جدول؛
• د وړتیا (کیفیت) سند (د موادو د تولید او کمپنۍ سند) او تضمین؛
• د وړتیا کنټرول.
۲-۶ د پروژې د بشري قوې مدیریت
د بشري قوې لکه حکومتي چارواکي، ماهرین، ضمانت کونکي، او نور هغه اشخاص چې د پروژې د عملي کیدو په برخه کې مستقیم او یا غیر مستقیم برخه یا رول لري، باید په لوړه کچه ترې ګټه پورته شي، د بشري قوې د مدیریت لپاره لاندې پروسې شتون لري:
• د تشکیلاتو جدول،
• د بشرې قوې اړتیاوې؛
• د تشکیلاتو پرمختیا او اصلاح کول.
۲-۷ د پروژې د معلوماتو مدیریت
ددې لپاره چې د پروژې اړوند معلومات ښه برابر، راټول، تنظیم، خوندي، او توضیع ېې د وخت سره سم او په مناسبه توګه ترسره شي، د پروژې د معلوماتو مدیریت د بشري قوې، اندونو، او دیټا، ترمنځ د اړینو او مناسبو اړیکو د موجودیت پرته ناممکن دی. د پروژې د معلوماتو مدیریت لاندې پروسې لري:
• د معلوماتو جدول (Communication Schedule)؛
• د معلوماتو ویش یا توضیع؛
• د عملیاتو یا کار راپورونه؛
• د فعالیتونو بشپړیدا.
۲- ۸ د پروژې د ریسک (خطر) مدیریت
د پروژې ریسک ته د مناسب ځواب ترڅنګ د ریسک د پیژندنې، او تحلیل، د سیستماتیکو پروسو شتون، او د پروژې د پایلو د ښه والي، او یا د ریسک د کمولو پخاطر د پروژې د ریسک د مدیریت لاندې پروسې شتون لري:
• د ریسک د مدیریت جدول؛
• د ریسک تعریف او تشریح؛
• د ریسک تحلیل د کیفیت (وړتیا) او کمیت (مقدار) له مخې؛
• د ریسک مهالنۍ څارنه (Monitoring) او کنټرول.
۲-۹ د پروژې د اسبابو مدیریت
د پروژې د پلي کیدو لپاره د اړینو وسایلو او اسبابو د برابرولو او نورو توکو چې د کارونکې ادارې یا څانګې څخه بهر وي، د اسبابو مدیریت په لاندې پروسو کې خلاصه کیدای شي:
• د اړتیاو جدول؛
• اړتیاوې؛
• د اسبابو، او یا د برابرونکې کمپنۍ کیفیت؛
• د قرارداد (تړون) نتیجه یا خلاصه؛
• د قرارداد دوام یا ختمول.
نور بیا

