د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسيمينار پرېکړه ليک

د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه 04.12.2011 17:49

په جرمني کې د دوهم بن د کنفرانس په هکله د افغانانو پرېکړه ليک

د2011 ز کال د ډسمبر2 مه نېټه
هيورت، کولن ، جرمني

په جرمني کې «د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې» په نوښت، يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان، او (د بن د کنفرانس څخه د افغانانو هيلې) تر سرليک ﻻندې سيمينار جوړ کړ.
په دغه سيمينار کې چې شا و خوا څلورسوه افغانانو په کې برخه اخستې وه او د افغانستان د مختلفو مدني ټولنو استازو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو په کې ګډون درلود، ﻻندې ټکي يې د يوه پرېکړه ليک په توګه تصويب کړل:

1. د دوهم بن په کنفرانس کې بايد هغه تيروتنې بيا تکرار نشي، چې په لومړي کنفرانس کې رامنځته شوي وې. پرېکړې بايد داسې وشي، چې په افغانستان کې د جنګساﻻرانو اغيز پای ته ورسيږي او نور له دغه پياوړې سياسي، پوځي، اقتصادي مافيا څخه هېواد وژغول شي.
2. د غونډې برخوال په دې اند دي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د حل ﻻره نه ده او بايد د سولې رامنځته کولو لپاره د قضيې پر سياسي حل باندې فکر وشي. د بن په کنفرانس کې بايد تر ټولو زيات د سولې د بهير په پياوړتيا ټينګار وشي او په دې ﻻره کې د خنډونو د منځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه واخستل شي.
3. تر 2014 ز کال پورې، چې د افغانستان امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، د افغانستان امنيتي ځواکونه بايد له تنظيمي، حزبي او سياسي کړيو له منګولو وژغورل شي او يوازې د افغانستان د ملي ګټو ته د ژمنتوب پر بنسټ دې جوړ شي.
4. له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، اقتصادي چارې بايد داسې تنظيم شي، چې افغانستان وکولی شي خپلو اړتياوو ته ځواب وويل شي او داسې حالت رامنځته نشي، چې د اقتصادي ستونزو له امله بيا هېواد د بې ثباتۍ په لور روان شي. نړيوالې اقتصادي مرستې دې، د شفاف ميکانيزم له ﻻرې په دولتي سيستم کې تنظيم شي.
5. په افغانستان کې د مرکزي حکومت د پياوړتيا لپاره دې، له موازي ادارو او ځواکمنيو جوړولو څخه ډډه وشي.
6. له افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو د وتلو سره سم دې، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادنو د ﻻسوهنې د مخنيوي لپاره دې، د نړيوال تضمين د ورکولو ميکانيزم جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې په همدې اړه د بلجيم کلتوري بهير، په نيدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنه او په امريکا کې د خپلواک بهير هم خپلې پرېکړې له دغه پرېکړه ليک سره همغږي کړې.

ټول افغان: په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د غونډې راپور او پریکړه لیک

لس کلنه امریکايي ډیموکراسي او افغاني سیاسي بې وسي