د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروسيې لمړۍ وزير ښاغلي ولادميرپوتین دروسيې په ولسمشريزوټاکنوکي برخه اخلي .

حبيب الله غمخور 28.11.2011 15:59

ايتر تاس  خبري اژانس (ИТАР-ТАСС)

له روسی ژباړونکی : حبيب الله غمخور

دنومبرپر ۲۷ ددروسيې په پلازمېنه دمسکوپه ښارکي د((واحدې روسې )) چي په روسيه کي حاکم گوند بلل کيږي په ۱۲ مه نوبتي کنگره دايره سول .دهمدې کنگرې دکارپه دوهمه برخه کښي دکنگري داجندي له مخې چي بايد دروسيې دولسمشريزيوټاکنولپاره دخپل گوند نوماندپه گوته کړي .کنگرې دروسيې دولسمشر دميتري ميدوېديف دسپتمبر دمياشتي د۲۴ مې نېټې دوړانديزله مخې دروسيې اوسنۍ لمړۍ وزير ښاغلي ولادميرپوتین په رسمي توگه په راتلونکو اولسمشریزو ټولټانوکې چې دراتلونکي کال دمارچ دمياشتي پر څلرمه ترسره کيږي د «واحدې روسیې» د گونددکنگرې  له خوا درايوپه اتفاق دې مقام ته د نوماند په توگه اعلان شو.

ښاغلی ولادیمیرپوتینو له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د اولسمشر دنده پر غاړه درلوده ،تر هغه وروسته ښاغلی دميتري مېدويديف دروسيې دولسمشر په توگه اوښاغلي ولادیمیرپوتین دلمړی وزيرپه توگه ترنن پوري دولتي دندي سرته رسوي .

دروسيې اوسني ولسمشر دکنگري داپرېکړه وستايل اوهغه ئي دروسيې دراتلونکي په گټه وبلل. هغه دخلکونه غوښتنه وکړه چي دد((واحدې روسيې )) گونداوددې گوند وهغه کانديدته رايه ورکړي کوم چي دولسمشری لپاره ونومول سو.

ښاغلي پوتين خپلو لمړنيو خبروکښي دکنگري دگډونوالواوميدوېديف نه دځان په هکله ددې اعتمادله امله دزړه له کومې مننه وکړه اوڅرگنده ئې کړه .ماتل ځان درسويې يوبرخه بللې اودخپل ژوندپه ټوله موده کښي مي دروسيې اوددې خاوري داوسېدونکولپاره خدمت کړی ،تاسوته ډاډدرکوم چي همدې ملي چوپته به دوام ورکړم او........!

ښاغلي پوتين په خپلو خبروکي دې مسلې ته گوته ونيول چي متاسفانه زموږ يوشمير بهرني دوستان دروسيې دپارلماني اوولسمشريزي ټاکنې په درشل کښي زموږپه هيوادکي ديوشمير کسانوسره اړېکې ساتي ،هغوي اماده کوي اوپدې لارکښي پيسې مصرفوی ترڅو دټاکنوپر بهيرته دځان په گټه تاثير وښندي ،خوزه بايد له همدې ځاي نه هغوي ته اعلام کړم چي په خپلو دې هڅو کښي ناکام اوهغه زموږ دخلکوعاميانه خبر پيسې به  ئي باديوسي .

بلې خواته ئي خپلو کورنيو سيالانوته هم گوتنيونه وکړه وئي ويل ،اوس يوشمير کسان  ددولت د ځينو ستونواوناخوالوپر بنياد دخلکوله ناخوښۍ نه دځان په گټه  استفاده کوي.همدغويو وخت خپله دحاکميت مزه څکلې اوپه دولتی مختلفومقامونوکښي ئې کارکړی،خودائي هيرسول کله چي دادولتی ماشين ددوي پلاس کښي وو څه ئي وکړه. دپوتين په خبره يوې ډلې داهيوادپه خرابه بدل کړاوبلې هرڅه ورنه  غلاکړل ،په حقيقت کښې ئي پدې هيوادکي کرهڼې اوصنعت ته مرگوني گزارونه ورکړه .

زماژباړونکی دمعلوماتوله مخې ښاغلی پوتين پدې ټاکنوکښي بريالی اوددې هيواد دخلکوپه وينازموږلپاره پوتين غوندي شخص دولسمشری په مقام کښي حياتي ارزښت لري ،دروسيې خلک غواړي چي هغه ئي ولسمشروي دادروسيې دخلکوعام منتلتيت دی چي پوتين غوندي کسانوته درناوی لري اوپه رښتياسره غواړي هغه ئي مشراوسي .

پدې پوهيږم چي دروسيې دسيالوهيوادودمشرتابه لپاره دروسيې دولسمشرپه توگه  دپوتين نومول اوبريالي کېدل خوښ خبرنه وي .

داهم مه هيروی چي داوسنۍ ولسمشرميدوېديف نوم دروسيې پارلمان( دوما)ته دواحدې روسيې دگوندلخوا دخپلو کانديدانودنوموپه ليست  کښي لمړۍ ليکل سوی، داپدې معناده چي اوسنۍ ولسمشربه پارلمان ته وټاکل سي اوکه دواحدې روسيې گوندپه پارلمان کي دواس پشان سترگوندپاته سي نوهغه به دپارلمان درئيس په توگه ونومول سي ،زه پدې ډاډه يم چي داکاربه وسی اودواحدې روسې گوندبه په پارلمان کښي ترټولونوروسياسي گوندونوډير استازي ولري .