د هيواد پلورلو امريکايې جرگه ناکامه شوه
23.11.2011 19:56تيره ورځ په کابل کې دامريکا په فرمايش او د افغان غلامانو په مرسته لويه افغاني نه بلکي ايې جرگه جوړه شوه ، چې لا دمخه يې د ناکامۍ اوازه پورته شوي وه.
هغه دا ډول چې ددغه فرمايشي غير افغاني جرگي امنيتي پلان مسلحو مجاهدينو ته په لاس ورغلي وو او کولاي يې شول چې جرگه اصلاً انعقاد ته پرې نږدي خو دا چې جرگه دايره شوه او هغي ته کرزى افتتاحيه وينا وکړه بيا هم د مسلحو مجاهدينو د راکيټي او توغندوې بريد سره مخ شوه يوځل نه بلکې څو ځله د جرگى په لويه خيمه چې تقريباً ٢٠٠٠ کسانو پکې گډون درلود توغندى ورپريوتل په کابل کې ميشتو ټولو مجاهدو گروپونو دغه اتلواله عمليات تر سره کړل او خپل برائت يې لدغه غير افغاني جرگي څخه د اور په خوله اعلان کړ او دايې کرزى او دده بادارانو او ورسره ټولو افغان تالڅټو ته څرگنده کړه چې پر امريکايانو افغانستان خرڅول د مرگ په بيه دى او هغه کسان چې ددغه ستر ملي جرم مرتکب کيږى د پخواني کمونست مشر ډاکټر نجيب، د شمالى ټلوالي پخوانى هلاک شوى مشر احمد شاه مسعود او د افغان ملي امنيت پخواني مرستيال ډاکټر عبدالله (لغمانى) د شيعه اقليتى گوند د يوه مشر کاظمي او دکندز دوالي انجنير عمر او د شمالي زون عمومي قوماندان جنرال داود داود په مشئوم برخليک به اخته کيږى دا ډول لرى نده چې کرزى، سپنتا، او ددوى نور غلام ملگرى به هم له ډير بدبرخليک او شرمناکي مړيني سره مخ کيږي.
اوس د سنگر مجاهدينو ته پکار ده چې د کابل په اداره کې ټول هغه ملي خائنان چې له ناولو امريکايانو سره يې د افغانستان پلورلو ستراتيژيک ظالمانه سند امضا کړى بلارحمة او بلا رافه په نښه او د بارودو خوراک يې کړى دا مسخ شوى شخصيتونه په هيڅ دين او مذهب کې نور د ژوند حق نلري او دا د افغان ملت داصيلو بچيانو اساسي دنده ده چې نور د کابل په اداره کې له گوډاگيانو د خير تمه ونکړى، جهادى عمليات تند، فدايې حملي زياتي او د مرگ بهير چټک او گړندى کړى دا هغه څوک دى چې گران هيواد يې لس کاله دمخه د بن په ظالمانه استعماري غونډه کې امضا کړى وو، خو دا چې دا سند تر اوسه پټ ساتل شوى وو وجه هماغه د افغان اولس له غضب څخه ويره وه اوس چې امريکايان وځي نو غواړى دغه جنجالي سند را برسيره او خپلو ژمنو او غوښتنو ته عملي جامه ورواغواندى، دا نن هم تاسو گورى چې ددى سند يو اساسى لوبغاړى شعله اي او ستمي شخصيت چې څو بهرني تابعيتونه لرى رنگين داد فرسپنتا ويلي چې لويې جرگي ته مو د ستراتيژيک سند په اړه توضيحات ورکړى.
د توضيحاتو معنى داده چې صرف هغه ټکي جرگي ته ښکاره شوي چې عام حيثيت لرى اما هغه ټکي چې په ملي افغاني گټو پورى تړاو لرى پټ ساتل شوى ځکه هغه ټکى ډير خطرناک او افغان ملي گټو ته ستر گواښ دى ځکه خو سپنتا نشى کولاى د دغه سند جزئيات را برسيره کړى.
د سپنتا مثال د فلسطين د محمود عباس ابومازن دى هغه چې په پټه او سلو کې له اسرائيلو سره د فلسطين ستراتيژيک سند امضا کړى وو چې ترننه د همدغه ظالمانه سند د امضا په وجه فلسطينيان وژل کيږى او ځمکى يې په اسرائيلى ښار گوټو بدليږى دا ډول سپنتا غواړى چې امريکايانو ته د تل لپاره په افغانستان کې د ښپو ايښودلو ځمکو رانيولو او بلاخره الله مکړه د امريکايانو څخه د افغانستان اصلي تبعه جوړولو کوښښ کوى چې پدې کار افغانان ملي او دينى هويت له لاسه ورکوي او لدې څخه سپنتا يوازې دا هدف لري چې د کرزي د لري کيدو نه وروسته د افغانستان واگي په لاس کې واخلي او ددى کار لپاره زما او د ډيرو په اند تر کرزى وروسته سپنتتا او خليلزاد مرشح کسان دى خو دا چې عبدالله ډبل هسي خنجتى وهى او امر الله صالح هم وزر ډه ډوى دا بيله خبره ده، د شمالي ټلوالي مشران هسي هم کله خام دى لا تر اوسه يې سياست ندې زده کړى هغه د چا خبره د سياست په کوڅه هم ندې تير شوى، لوبه بل ډول روانه ده چې ټول به ورته حيران شي، ستراتيژيک سند ډير خطرناک او غامض دى ځکه حتى د کابل په اداره کې له سپنتا او کرزى او خليلزاد پرته هيڅوک ددى سند په فحوى او محتوى ندې خبر خو هغه کسان چې پخوايې د بن په شرمناکه غونډه کې گډون کړى ښايې خبروى، يو کس چې ددغه تړون سره يې مخالفت کړى وو هغه حاجى عبدالقدير دى چې وروسته په کابل کې امريکايانو د شمالي ټلوالي د بړيڅو پر لاس وواژه ځکه حاجى عبدالقدير د بن په غونډه کې په ښکاره ويلي وه چې له مونږ سره دوکه شوى او پدې غونډه کې د پښتنو شميره د نشت په حساب ده او په اعتراض اميز ډول د بن له غونډى وتلي وه او هيڅ ډول توافق يې نه وه کړي او همدغه مخالفت ددى سبب شو چې هغه ووژل شو ځکه چې امريکا نه غوښتل چې په بن يا نورو غونډو او يا حکومتونو کې دى پښتانه زيات مطرح شي، اوس هم ټول پوهيږى چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند په امضاء کې کرزى او افغان اقليت گوندونه او لږ کې شخصيتونه ستر رول ادا کوى ترڅو په اکثريت افغان اولس يې وومني، خو دا کار شونې ندى ځکه افغان اکثريت پرون او هغه بل پرون خپل قاطعانه عسکرى چټک غبرگون اوښود او تر دى وروسته به ان شاء الله مجاهدين هغه څه وکړى چې تر اوسه يې نه کول او کوښښ يې کاوه چې افغان تالڅټي به رجوع وکړى د بې غيرتي لار به پريږدى خو نن دا ټولي نړۍ او ټول افغان اولس ته جوته شوه چې افغان تالڅټي نه مسلمانان دى او نه افغانان دوى يوازې د امريکا وفاداره ټيټ سترگى غلامان دى که تر پرونه مو د دوى په قتل کې احتياط کاوه نو نن پکار نده چې د دوى په قتل او وژلو کې تردد وکړو فقاتلو ائمة الکفر انهم لا ايمان لهم .
ژباړه پس مړه کړى د کفر امامان او مشران بيشکه دوى چې دى ايمان نلري تر دى غټه بې ايماني به څه وى چې سړى دى پلار وطن او مور وطن ولد الزنا امريکايانو ته حواله کړى هغه هم د څو ورځو ذليلي چوکۍ او د څو زرو ناولو ډالرو لپاره، تاسو او خداى چې خطر په امريکا کې دى که افغانستان ته خطر له همسايه گانو دى.
لکه چې مو وويل د کابل امريکايي لويه جرگه ځکه ناکامه شوه چې په ظلم او عدوان سره جوړه شوى وه، د افغان ملت تمثيل پکې نه کيده يوازې دوه زره فرمايشي کسان چې مخکي له مخکې د ذاتى انډيواليو او ډالرو په پاکټي بلنليکونو سره راغوښتل شوى وو جوړه شوى وه، بل دا چې امنيتي پلان يې د مجاهدينو امنيتى رجالو او کارمندانو لا د مخه لاسته راوړى وو ټولو ته معلومه ده چې مجاهدينو د کابل د حکومت ټولى امنيتي دايري او حکومتى ارگانونه خرق او تسخير کړى، په هيواد کې ټول عسکرى عمليات د همدغه کارمندانو پر مټ پرمخ بيول کيږي.
بلکې ويلاى شو چې د افغانستان ټولي رسمي ادارى په اکثريت مطلق کې له مجاهدينو سره اړيکي نيسي او حتى خپل مالي او نورى مرستې مجاهدينو ته په خاص او سري ډول ورليږى ځکه خو امريکا نشى کولاى چې د مجاهدينو مالى مصدر بند کړي د مجاهدينو مالي مصدر يوازې او يوازې الله جل جلاله او بيا همدغه وياړلي افغان اولس دى چې د خپلى خولي ډوډى هم له مجاهدينو سره شريکوى.

