د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لؤيه جرګه

مدير محمد زمان 20.11.2011 10:33

نننى مشورتي لويه جرګه ( يانې څه ؟ )



څرنګه چې ګران وطنوال او دنړۍ ټول خلک په نننى مشورتي لويه جرګه باندې چې په کابل ښار کې جوړه شوه خبرياست. دا داسې ارزښتمنده نه ده که څه هم د کابل واکداران هغسې هوا ورکوي په دې لويه جرګه به هلته ښايسته او ارزښتمنده واى چې د ولسواليو مربوطه ناحيو علاقداريو خلکو ته د خپل نمايندګانو اختيار ورکړل شوى وو او خلکو خپل منتخب اشخاص چې پوهه عالم او باسواده وطن دوسته او ايمانداره او هم د سياست فن څخه برخمن وى انتخاب او ورليږلي وى.
لکه اوس ليدل کېږي چې څو قسمه خلک په دې کې برخه لري او هغه اشخاص او افراد پکې شامل دي چې خپل افغانيت يې په بل نوم بدل کړى دى او ځان يې له افغانيت څخه خلاص کړى دى لکه جرمني افغانى کاډانايي افغانى استراليايي افغانى امريکايي افغانى او داسې نور.
هغوى ته داڅه ارزښت ورکوي چې د شپې لخوا دې د افغان په کور چاپه ووهل شي بې ګناه کسان دې ونيول شي او شکنجه يې کړي زنانه بې پرده او بې ستره کړې
دوهم داچې اکثريت اشحاص يې نالوستي بې تجربې او بېسواده او کوم صلاحيت نه لري.
هغه کسان چې په له پاکستان څخه د افغان دولت له خوا له سفارت او کونسلګرى په امر تللي دي انتصابي شکل لري په پاکستان افغان مهاجرينو په کمپونوکې له تللو کسانو څخه ډېر پوه او باصلاحيته کسان شتون لري لکه پروفيسران ډاکټران عالمان او داسې نور سياسي افراد. ولې هغوى ته چا بلنه نه ده ورکړې ځينې شخصي کسان په ذاتې ليول ليږل کېږي او د ملت غم ورسره نه وي.
دا خبره سمه ده چې دا کار يواځې د دوه زره کسانو کار نه دى دا د ټول افغانستان د ولسونو او وګړيو په شريکه کار بلل کېږي خو متاسفانه هغوى ته د ورتللو اجازه نه ده شوې او يا په اصطلاح غوښتل شوې نه دې او يا نورو سياسي کړيو د پرېکون اعلاميې خپرې کړې دي.
د جرګې دا ګډوال به په راتلونکې کې د تاريخ په تورو پاڼوکې د شاه شجاع او ببرک کارمل او نورو ګوډاګيانو په لست کې شامل شي.
ټول افغانان په دې خبره ښه پوهېږي چې د ا ستراتيژي نه ده بلکې د مسلمانانو اينده حکومتونو مخنيوى دى
که چېرې د موجوده واکمنۍ دوره پاى ته ورسيده او په راتلونکي کې ټولټاکنې وشي او اسلامې ډلې يې د اکثريت په ډول پارليمان ته ورسيږي دا کسان به ددې پر ځاى چې وزارت او يا نور لوړو څوکيو ته لاړ شي د دوى ځاى به بندي خاني او نور تهديدونه وي.
که چېرې دا ستراتيژي د افغانستان د دفاع په خاطر وي بيا ولې د هغو بمونو او اصلحو مخه ونه نيول شوه چې له ايران څخه راتللې او اوسنى ادارې پرې هېڅ سر و نه خوراوه او نه يې پرې څه عکس العمل وښوده دوى به چېرې په راتلونکې د افغانانو دفاع وکړي.