د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واکمنان دې دملت پریکړې ملت ته پریږدي

ملاعبدالسلام ضعیف 03.11.2011 21:26

اوس هم دامریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په نامه چې کومه لوبه روانه ده او مطلب یې په دغه مشاع کور کې د امریکا ناروا اډو جوړول اوترډیره پاته کیدل  دي ترڅو په دې ترتیب سره د ځینو کسانو چې لا  له وړاندي یې له دغه بدغونې وجود څخه دځان په ګټه شخصي استفاده کړی ده او خپلوحقیقي حقدارانو په حقوقو یې خیټي اچولي غیر مشروع او ظالمانه تصرفات دي چې د غصب، ظلم او زور مانا لري.

افغانستان د ارضي تمامیت له کبله مشاع او وېشلی کور دی، ددغه کور غړي ټول افغانان دې، هر افغان ددغه کور حقیقي مالک بلل کیږې ټوله افغانان په دغه مشاع (ګډ) کور کې بې توپیره حق لري، نو ځکه هیڅوک ددغه حقیقي ملکیت څخه څوک ایستلی نشي او دارنګه په هر وګړي باندې ددغه ملکیت ساتنه او دفاع فرض ده. کله چې دا ثابته شي چې دغه مشاع کور د هر وګړې ملکیت دی، نودده دغه حق هیڅوک نسي ورڅخه اخستلای ، په دې توګه د هیواد ساتنه او دفاع هم په هر وګړي فرض ده، په داسي مشاع ملکیت کي معلومه خبره ده چې هیڅ یو شریک ملګری د نورو ټولو شریکانو د توافق پرته په دغه کورکي د ملکیت تصرف نسي کولای. ترڅو د نورو شریکانو وجود او حق نادیده ونیسي،په همدي توګه پاچا ، وزیر، والي، ولسوال او نور واکمنان ددغه ملکیت د ناظرینو او خادمانو حیثیت لري، ددوی واک هرکله ددوی تر صلاحیت پورې محدودوې او دی او هیڅکله دغه واکمنان په دغه ملکیت کې دحقیقي مالک په توګه د تصرف حق نلري. هغوی باید ددغه کور څارنه وکړي، ساتنه یې وکړي، خدمت یې وکړي، اباد یې کړي، دغلو او لوټمارو یې وساتي، مګر هیڅکله ددي حق نلري چې په ملکیت کې نامشروع او ناروا تصرف وکړي. ددغو ناروا او نا مشروع تصرفاتو پایله موږ په خپلو سترګو ولیدله موږ یې هم دااوس اوس عینې ژوندي شاهدان یو چې د ۱۳۵۷ هـ ش کال او دهغه وروسته ځینو نااهلو واکمنانو ددغه نظارت او خدمت څخه ناوړه استفاده وکړه.
اوس هم دامریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په نامه چې کومه لوبه روانه ده او مطلب یې په دغه مشاع کور کې د امریکا ناروا اډو جوړول اوترډیره پاته کیدل دي ترڅو په دې ترتیب سره د ځینو کسانو چې لا له وړاندي یې له دغه بدغونې وجود څخه دځان په ګټه شخصي استفاده کړی ده او خپلوحقیقي حقدارانو په حقوقو یې خیټي اچولي غیر مشروع او ظالمانه تصرفات دي چې د غصب، ظلم او زور مانا لري.
داچې وړاندې مو خبره سپینه کړه چې څوک په دغه مشاع کورکې دناظر، بزګر او مزدور پرته دنورو ملکي تصرفاتو حق نه لري ماناداده چې منتخب خلک دغه صلاحبت لري اما هغه کسان چې دبل پر اوږو او ټانکونو سپاره راغلي اودپردوپه فشار، زور او پردۍ ارادي سره په خلکو واکمنان اوتپل سویدي ددغه صلاحیت او حق څخه هم نسي برخمن کیدلای.
امریکايي یرغلګرو ته په دغه هیواد کې اډې ورکول د خلکو په ملکیت کي بې صلاحیته تصرف دی ځکه چې:
اول: امریکاهمدااوس د افغانستان د اکثریت ملت سره په جنګ کې ده کوم چې دامریکا دلنډ مهال حضور او وجود هم نسي زغملای، نود اوږد مهال وجود خو بیخي تصور هم نسي کیدلای، هم دغه افغانان ددغه ملکیت حقیقي شریکان او مالکان دي،امریکاته اډي ورکول ښکاره د افغانانو د مشروع او حقیقي ملکیت غصب دی کوم چې هیڅ یو څوک ددغه غصب حق نلري.
دویم: په اسلامي اوشرعي توګه د وسلوالو غیر اسلامي قوتونو وجود په یوه اسلامي هیواد کې په هیڅ دلیل نسي تعریف کیدلای، موږ دغیر مسلم د وجودلپاره دري نومونه لرو، اول ‌ذمي، دویم مستأمن، دریم موالات دی، ذمي ځکه نسي تعریفدلای چې هغوی په کامله توګه پردي دي،مستأمن ځکه نسي تعریفدلاچي برعکس موږ ترې د امان اړتیا لرو اودوی په موږحاکمان دي، امادموالاتوشرطونه خوډیردي یومهم شرط دادی که ددنياپه هرګوټ کې دمسلمانانوسره هغوی جنګیږي ددنیاپه هغه بل ګوټ کې ورسره میثاق اوایتلاف کول ناروا کیږي، اوس خو امریکا ددنيا بل ګوټ لا څه ؟ په خپل کورکي درسره جنګيږي اوداسي نور..... نو کله چې ددوی د وجود لپاره دا تعریف ریښتونی نسي نو ددوی دوجود پریکړي به په کامله توګه د اسلام داصل سپیڅلي محور ماتول وي. کوم چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې هم دغه ماده غیر قابل تعدیل ده، نو که داپریکړه احیانا په اکثریت سره هم وي باطله ده او هیڅ څوک، که لږ وې که ډیر وې دداسې پریکړو او فیصلو حق نلري کوم چې د اسلام محور ماتوې.
دریم: افغانستان عملا تر اشغال لاندې دی، اشغالګر په تمامه مانا خپل کارپه خپله خوښه کوي، خلک بي محکمي اوبي کوم منلي دلیله وژنې، بندیان کوي يې هرهغه څوک چې د دوی په وړاندې لږ مخالفت وکړي هغه بیله دې چې دچانه پوښتنه وکړي وژنې، دافغانانو په کورونوبیله کومي اجازي دشپي او دورځي ورننوزي، هره لوبه اوتوهين چي یي زړه غواړي هغه کوي،هيڅ داسي ديني اوکلتوري ارزښت نسته چي دهغه توهين يي څوڅوځله نوې کړی، ددوی په خوښه ریس جمهور د ناوسي او بې وسي اوښکي د خلکو او ملت په وړاندي څوڅوځله توی کړې.نوپه داسي اشغالي حالت کې طبعي خبره ده چې هره فیصله او تړون به داشغال ګرو په خوښه اوګټه کیږي او ددوی د خوښي فیصله او تړون هیڅکله د افغانانو فیصله او تړون نه بلل کیږي نو له دې کبله داسي فیصله او تړون باطل او مردوده ده.
څلورم: دریس جمهور په شمول ټول هغه واکمنان چې یو څه اختیار او واک لري د امریکا په مستقیم کمک ،مشوره اومرسته واک او قدرت ته رسیدلي دي. دهغوی په مرستو پائې، دهغوی په پیسو غوښې اخلې دهغوی وجود د ځانونو د بقا یوازنۍ وسیله بولي نو لدي کبله هغوی هرو مرو غواړې چې امریکا ته د اډو ورکولو زمینه برابره کړی او ددې هدف لپاره په نامه څو معلوم هغه کسان راوغواړي د کلي او ټاټوبي د غیږي وتلي دي. او هغوی ته د ولس دنماینده ګانو نوم ورکړي لکه چې په پارلمان اوسنا کې دا ټګې برګې لا له وړاندې ددغه نامشروع هدف لپاره وشوه، نو دداډول شخصي بقا لپاره دداسي سمبولیکو نمایشي او دټګیو ډکو دسیسو پریکړي هیڅکله د ملت پریکړي ندي.
پنځم: دافغانستان ستونزه د سره د پردیو ګوډاګیو افغانانو او پردیو په لمسون راپیل سوې وه چې لاهم تر اوسه دغه پروسه د معصومو افغانانو په وینو چې په یوه او بل نامه وژل کیږي روانه ده نو ددغه ستونزو ابعاد تر ډیره په سیاسي او اقتصادي بنسټونو ولاړ دې، امریکا ته دایمي او یا لنډمهاله اډي ورکول به زموږ هیواد د دایمي رقابت دلوبو ډګر وګرځوې چې لوبغاړې به یې قوې او موږ به بې قوته یو، همیشه به دچا خبره د ګندګیو کټوری زموږ په سرونو ماتیږي، داچې یو څو اشخاص په قدرت کې پاته سي اودهیواد ټول وګړي په یوه دایمي لاینحله بحران کې لاهو سي، داسي پریکړه په کلي توګه ملي صبغه نسي خپلولای.
شپږم: امریکا تراوسه پورې په افغانستان کې یو سل او دیرش زره افغانان په شهادت رسولي دي، تر درې سوه زره ډیرافغانان یې معیوب کړی دي. ترپنځه سوه زره ډیر ماشومان يي یتیمان کړې دي. تر سل زره ډیرې تورسرې یې کونډیانې کړی دي، تر یو نیم میلیون ډیر افغانان یې د کور و پريښودلو ته مجبوره کړي دي، تر یومیلیون زیات ولاړ آباد کورونه یې د خاورو سره خاورې کړې دي. تر درې سوه زره ډیر کسان یې په یوه نامه او بل نامه سره توهین کړې او بندیان کړې دي، نو ددغه ټولو ورانیو او کرکو په نظر کي نیولو سره هیڅوک ددي صلاحیت نلري چې بیا ددغومعصومو قاتلانوته په خلکو باندې د تل لپاره حاکمیت ورکړي اودتل لپاره دملت غاړي ته دغه دغلامۍ ځنځیرورواچوې، دداسي پریکړو کول دملت سره دخیانت کولوڅخه بله هیڅ مانا نه لري.
اوم: کله چي دامریکا لپاره افغانستان دنظامي هډوځاله وګرځي معلومه خبره ده چي دوی به له څه وخت وروسته دګاونډيوهیوادونوپه ضدزموږخاوره استعمالوی چي دابه دتل لپاره زموږ،ګاونډیو اودسیمودهیوادونوترمنځ دستونزولامل وګرځې. داچې دکوريا هیواد په څیر به ددوی فحاشي نوره هم په هیواد کې زیاته سي او داسي نور... هغه نوبیخي یوه کتاب ته ضرورت لري نوپه هم دغودلائلوسره ویلای سوچي دپردیووجودهیڅکله زموږدهیوادپه ګټه ندی اوهيڅوک ددې کارصلاحیت نلري چي مارته په لستوڼي کي ځای ورکړي.
دیوه افغان په توګه زما مشوره د کرزي صاحب په شمول هغو کسانو ته چې ددې کار زمینه برابره وي داده چې دداسي هڅوڅخه ځانونه اوملت وژغورې او دملت پریکړې ملت ته پریږدې، خپل ځانونه امریکایانو ته د جواب په ورکولو کې داسي بېواکه وښئې لکه ملت ته چې يي څوڅوځله د بې وسې او ناوسې اوښکې په مخفي توګه اوهم دميډیا په وړاندې توی کړې. داحقیقت دی چې هم دومره اوتردې هم زیات بې وسه دی، د خپلو خلکودوينو په دفاع کې عاجز راغلی دی، ادراه یې د ملت په ځای د یو څو زورځواکو په قبضي کې راغلې ده چې کومي لوبي ورباندې کوې هغه ورباندې کولای سې،ترحقیقوتونویي مصلحتونه ډیره ترجیح لرې، د ملت سره یې مسافه دومره زیاته سویده لکه ځمکه او اسمان چې سره لیرې دې، دملت باور ورباندې د صفر نه هم هغه بلي خواته اوښتی دی، نو ښه به داوې چې دداسي پریکړو څخه ډډه وکړې چې دهیوادراتلونکی ورپوري تړلی وې اود ټول ملت توافق ته اړتیا لري، تردې چې دغه زمینه هم باید مساعده او برابره نکړې چې د لويې یا مشورتې جرګې په نامه یو څو کسان د بډو او پیسو په زور سره راغونډ کړې اوبیا دغه ناروا ظالمانه او ناځوانه بې انډوله یرغل ته په درغلې او درواغو لږ څه قانوني صبغه ورکړي، امریکایانو ته دې په ځغرده ووایې چې دا فیصله په ټول ملت پوري اړه لرې ترڅو چې ملت په کامله توګه ارام او مستقل سوی نه وې دداسي پریکړو کول ناشونې کار دی، اودابه ددوی لپاره یوه تاریخی بهانه هم سي، که باالفرض داکاروسي نوله یوې خواهيڅ ملي اواسلامي مشروعیت نلري اوبل داچي په هیوادکې به ستونزي نوري هم زیاتي کړې.