د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وکیلانوته د هلمندي چارواکو ناوړه تشریفات

نظرمحمد مطمئن 16.10.2011 18:41

د کابل هوایې ډګرد انتظار خوني ته سهار نږدې ۷ بجي ورسیدم، دشنبي ورځ او د تلي ۱۶مه وه. تلاشي يې سخته وه، کله چې به له برقي کمپیوټري دروازي هر کس تیریدی نو د جیب ټول شیان، خولۍ، پټکی، بوټونه، کوټ، واسکټ دا هر څه کښل کیدل او وروسته به له دروازي د تیریدو اجازه ورکول کیدله.
د الوتنې وخت مو په ټکټونو کي سهار ۸ بجي ؤ، نږدې ۹ بجي زموږ الوتنه د لښکرګاه په لور وشوه. لیږ مخکي په ټلفون ملګري کسیه راته وکړه چې تیره اونۍ زه هم لښکرګاه ته تللی وم کله چې ورسیدو، الوتکې دوه ځله د کیناستلو حالت ته ځان چمتو کړ خو بیا به بیرته هوا ته پورته شوه او په دریم ځل يې ناسته وکړه، چې مسافرین ډیر وویریدل او تر پایه هم پوه نشؤ چې ستونزه څه وه.
کام ایر دکورنیو الوتنو لپاره ډیري زړي الوتکي کاروې، او خلک هم په سړک باندي د ویري له امله مجبور دې چې په داډول اکسپایر الوتکو کې ولاړشې.
کابل – لښکر ګاه الوتنه یو ساعت وې، زموږ الوتکې بې له کومې ستونزي هلته د لښکرګاه په هوایې ډګرناسته وکړه. د الوتکې د مسؤل کس لخوا وویل شول چې تر څو د هوايې ډګر لخوا مسافرینو ته د کښته کیدو اجازه نه وي شوي ارام په خپلو چوکیو کینئ.
الوتکي ته یو ټیټ چاغ کس را وخؤت، ويې ویل : موږ څه میلمانه درلودل چې هغه چيري ناست دي، میلمانه چې د ولسي جرګې غړې ؤ له خپلو چوکیو څخه را ولاړشول. نورو مسافرو ته وویل شول چې لیږ شیبه ځنډ وکړې. داچې زه په مخکنۍ چوکۍ کې وم، له دوو وکیلانو سره یوځای مې کښته کیدو ته ځان چمتو کړ.
الوتکې ته د زینې د دریدو سره سم ډیر عسکر د ښه راغلاست په موخه دواړه خواوو ته ودریدل. ډیر ژر د الوتکي څخه نږدي ۳۰متره لیري د هلمند ولایت د لوړپوړو چارواکو لویه لیکه جوړه شوه، ټول په یوه صف کې منظم ودریدل. د هلمند ولایت رئيسان، مرستیالان او د ادارو مشران هم وکیلانو ته د ښه راغلاست لپاره هوايې ډګر ته راغلي ؤ.
د هلمند ولایت د ملي راډیو تلویزون ټیم هم ځان راروسولی ؤ او د وکیلانو راتګ او د هلمندې چارواکو د ښه راغلاست انځوریز راپور يې ریکارډ کاؤ.
ډیری رئيسان ما هم پکې پیږندل چې بې له کومي اسرې څخه نه د باندي ؤځي او نه هم کوم کار کوي، پوهیدم چې کومه خبره شته چې دوی ټول داسي لاس په نامه وکیل صاحب ته په هوايې ډګر کې ولاړ دی. ما ډیر په زیر زیر وکتل چې د هلمند والی ووینم ولې هغه په دغه ډله کې نه ؤ، او مرستیال خو د میرزکوال له شړلو وروسته تر اوسه ندی ټاکل شوی.
دهوايې ډګر د ترمینل څخه دباندې وکیلانو ته دلوکس (کروزینګ، نوی ماډل پراډو او هایلیکس) موټرانو د پولسیو په بدرګه کې لوی کاروان ولاړ ؤ. دغه کاروا ن تر شل موټرو زیات ؤ.
د هلمند ولایت له یوه چارواکې څخه مې پوښتنه وکړه چې دا څوک دي؟ او څه ډول وکیلان دي چې ټول رئیسان مخته ورته راغلی دي؟ موږ خو نور وکیلان هم لیدلی دي چې ولایتو ته ځي خو دا ډول تشریفاتي ترتیبات نه وي ورته نیول شوې.
چارواکي وویل چې د ولسي جرګې د شکایاتو د اوریدو کمسیون مشر او غړي راغلې دي او د هلمند ولایت کې به د خلکو شکایات اوري نو ځکه خو دا تشریفات ورته نیول شوی دې تر څو د هلمندې چارواکو څخه شکایت ونکړي، هغه زیاته کړه چې ته نه ویني چې له هوايې ډګر څخه د ولایت تر مقام پوري سړک هم ښاروالي اوپاشي کړی دی، هوايې ډګر هم پاک شوی او ترمینل ته نږدې برخې یې اوپاشی شوی وې، تاسي هم بختور یاست چې نن ورځ راغلاست ښار ټول اوپاشی شویدی، کنه اوس به تاسي هم په دوړو او ګردونو کې تګ کاؤ.
کله چې زه د هوايې ډګر له دروازې څخه ووتم ، هلته مسافرو ته راغلي ټول موټران لیري ولاړ ؤ او د پولیسو لخوا اجازه نه ورکول کیدله چې حرکت وکړي، موږ چې هرڅومره پولیسو ته وویل چې همدا اوس له کابل څخه راغلو که زموږ موټر ته اجازه ورکول شې ویې نه منله.
کله چې د چارواکو کاروان تیر شو او نور مسافرین هم راورسیدل (په الوتکه کې تر هغه د کښته کیدو اجازه نه وه ورکول شوی تر څو چې هلمندي چارواکې د وکیلانو په تشریفاتو بوخت ؤ) وروسته زموږ شخصي موټرانو ته د تګ اجازه ورکول شوه.
د موټر چلوونکي راته وویل چې پولیسو له سهار څخه تر اوسه پورې لاري بندې کړی دی، زه چې کله میدان ته راتلم هم په ډیر تکلیف راغلم او له میدان څخه تر ولایت پورې سړک خو پولیسو بیخي بند کړی ؤ، هغه موټران چې له وطن (نادعلي، مارجه، ناوه، ګرمسیر، هزارجفت اونورو ولسوالیو ) لښکرګاه ته راتلل په عمومي سړک ښارته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیدله، کوم موټروانان چې کوڅو او نورو فرعي لارو بلد ؤ ښارته ننوتل او هغه نور به تراوسه د ښار څخه دباندي ولاړ وي.
د ولسي جرګې غړي خو هر وخت دعوه کوي چې دوی د خلکو استازې دي، که د دوی دغه دعوه رښتیا وې نو بیا کوم لامل دی چې له خپلو خلکو ویره لري او له خلکو څخه پټیږي، بل داچې عام ولس ته ډول ډول ستونزي مستقیم او غیر مستقیم پېښوې.
داچې د هلمند ولایت رئيسانو، مرستیالانو او د ادارو مشرانو ټول کارونه پریښي ؤ او په دفترونو کې یې مراجعین چې له لیري ولسوالیو څخه به راغلي ؤ منتظر ناست ؤ، تر څو چارواکې يې کار ور خلاص کړي، کوم لامل کیدای شي چې رئیس دي هوايې ډګر ته د وکیل د ښه راغلاست لپاره ورشي او دولس ستونزي او کار دي ځنډنی شي.
که زه د شکایاتو د کمیسون مشر وای نو لومړۍ پوښتنه به مې د هلمند له چارواکو څخه دا وه چې ولي پخپله دنده کې رېښتوني ندي او ولي يې ټولي دولتي اداري بندي پري ایښي دی د خلکو کارونه يې ځنډني کړي دي. هغه خلک چې له ولسوالیو څخه راغلي دي په لښکر ګاه کې د شپي تیر ځای نلرې ولی يې کار بلي ورځي ته وځنډیدی.
په همدې ورځ د لښکر ګاه ټول ښاریان خبر ؤ چې وکیلان راځي داځکه چې لاري تړل شوی وي، ښار اوپاشي شوی ؤ، په هرچوک او هر ځای کې پولیس ولاړ ؤ. په ریاستونو کې کار ونه په ټپه ولاړ ؤ، ځکه رئيسان، مرستیالان او د ادارو مشران له وکیلانو سره په ولایت مقام کې ؤ، او ټولو د غرمې لپاره په پرمصرفه تیاره شوي میلمستیا کې برخه ورسره اخستله.
دوه پوښتني مې په ذهن کې راګرځي. اول داچې دغه د شکایاتو د کمیسون مشر او ورسره غړي يې هم ددي لپاره نه ؤ تللی چې هلته د خلکو ستونزي د خلکو له خولي واوري او بیا یې په ريښتوني ډول سره تر ولسي جرګې او کابیني پوري ورسوې، یواځې دومره به وکړي چې د چارواکو څخه به د تحفو په نوم لوړبیه تحفې (رشوت) ترلاسه کړي، په استثنايې ډول که د کابل څخه د کوم مشخص کس په اړه ورته ویل شوی وې چې ستونزه ورته جوړه کړي او داسي راپورچمتو کړي چې د هغه ددندې پريښودو لامل شي دا بیله خبره ده، ځکه ویل کیدل چې د کرزي صاحب لخوا نوموړو وکیلانو ته دنده ورکول شوې ده چې د والي ګلاب منګل په اړه داسي راپور چمتو کړي تر څو هغه له دندې څخه ګوښه شي.
د کرزي صاحب او ګلاب منګل ترمنځ اختلاف له هیچا هم پټ ندی، ګلاب منګل چې د انګلستان هیواد ملاتړ لري او دهغوی لخوا په شا ټکول کیږي، د کرزي صاحب امر نه مني او پخپله خوښه د هلمند ولایت په چارواکو کې ادلون بدلون راولي. بل خوا کرزی غواړي چې هلته هم د ده دپخوانیو دوستانو خپلوان په لوړو چوکیو کینوي چې دغه مسئله ددواړو د اختلافاتو لامل ګرځیدلي ده.
درې کاله مخکې چې کرزې د ګلاب منګل په ځای ملا شیرمحمد ته د والی فرمان ورکړ او ملاشیرمحمد هم خپل نږدې خپلوان خبر کړل چې والی شویدی او بیرته به هلمند ته ځي، فرما ن له اداره امور څخه هم خلاص شوی ؤ یواځې د ملاشیرمحمد تګ او رسمي اعلان پاتې ؤ، انګریزان خبر شول ، کرزي ته يې وویل چې که چیرته ګلاب منګل لیرې او په ځای یې ملا شیرمحمد راشي نو انګلستان به خپل پوځیان وباسي.
دغې موضوع نور هم د کرزي او ګلاب منګل اړیکې خراب کړل، یوځل داسي هم وشول، ګلاب منګل بهر ته سفر درلود او غوښتل يې ولاړشي خو په هوايې ډګر کې د تللو اجازه ورنکول شوه او بیرته خپل کورته ستون شو.
زه د ګلاب منګل ښه نه وایم، یواځي د کرزي او والي ترمنځ اختلافاتو باندي مې خبره وکړه، ګلاب منګل که څه هم په هلمند کې د بهرنیانو په مرسته ځینې سړکونه پاخه جوړ کړې دي ، ولي په ټوله کې دومره کار يې ندی کړي څومره چې لازم وي، په هلمند کې د بهرنیانو لخوا ډیري زیاتي پیسي مصرفیږي او هلمند ته بهرنیان خاص توجه لري، خو له دغو پیسو څخه ناوړه او ناسمه ګټه اخستل کیږي او ډیره برخه یې غلا کیږي.
دبشپړ شوو پروژو کیفیت دومره ټیټ دی چې غیر مسلکي او عام خلک هم د پروژي په ټیټ کیفیت پوهیږي، زه یوه مثال راوړم، دلښکرګاه – مارجي دوه لارې څخه د نادعلي ولسوالي تر مرکز چې کوم (DBST) پوخ سړک نږدې یو کال وړاندې بشپړ شو او فکر کوم چې د ګارنټي وخت به يې لا پاتې وي دومره خراب شوی دی چې د سږکال بارانونه پرې تیر شي بیا به موټروانان د هغه خامه سړک په ارمان کړي. دا ډول د نورو پروژو حال هم دی.
یوه ملګرې راته وویل چې په احمدشاه با با مېنه (ارزان قیمت) کې ګلاب منګل په یوه کوڅه کې ۱۴ کورونه لري او کوڅه د ګلاب منګل په نوم یادیږي، کورونه جوړ دي ، د هر کور د پاکوالي او ساتني لپاره یې کسان ګمارلي دي. د اچې ددې سیمي او کابل په نورو برخو کې به څومره کورونه او مارکیټونه لري، داچې په دوبۍ او بهر کې به څو کورنه او څومره پیسي لري، دی هم د نورو والیانو پشان حق لري چې د آینده غم وخوري.
بیرته موضوع ته ځم او دوهمه پوښتنه دا راسره پیداکیږي، چې په هوايې ډګر کې د وکیلانوپه مخ کې ولاړ چارواکي د خدای د رضا لپاره نه ؤ راغلي، هر یوه هڅه کوله چې ځان د شکایاتو کمیسون مشر او غړو ته نږدي وښيې او دهغوی ښه خدمت وکړي ترڅو دده په اړه شکایت وا نه وري، که څوک يې په اړه شکایت کوي وکیل صاحب به یواځي دومره ووايې چې هغه خو زه پېژنم ډیر ښه او په کار پوه سړی دی. شکایت کوونکې هم نور پوهیږي چې زما خبري کوم ارزښت او فایده نلري . زه ډیر داسي رئيسان پېژنم چې د کرزي د موقت حکومت له وخته تر اوسه پورې رئيسان دي چې کله نوی والي ورشي څو ورځي ستونزه ورسره لري په ژبه نه سره پوهیږې، د څو میاشتو په تیریدو سره بلد شي او په غلاوو کې سره شریک شي، که بیا هم والي ستونزه ورته جوړوي دغه رئيسانو د وزارت له مامورینو سره ښې اړیکې د رشوت په زور جوړې کړي دی، کابل ته منډه راواخلي او دلته د وزیر سپارښتنلیک ترلاسه او والي ته يې وړاندي کړي، خو لدې سره سره والي ته د غلا شوو پیسو ونډه هم ورکوي.
باوري یم چې هر رئیس او د اداري مشر به خامخا نوموړي هیئت ته د خپل وس او توان سره سم د خپل پوست د اهمیت په نظرکې نیولو سره ګران بیه تحفي (رشوت) او یا هم په د کاغذ په پاکټونوکې د ډالرو بستي وړاندې کړي وې.
خلک پوښتنه کوې چې په پارلمان کې د وکیلانو ترمنځ ولي هره ورځ ستونزي وي او دا معترض کاندیدان ولي تر اوسه لاهم هڅه کوی چې پارلمان ته ننوځي، بل خوا په درغلي کامیاب شوی وکیلان له پارلمان څخه نه ؤځي، داځکه چې وکیلان د خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي له مختلفو لارو څخه پیسي پیدا کوي.
په خپل ولایت کې خپلوان په لوړو او عاید لرونکو پوستونو ګمارې چې ښه مثال يې د هملند ولایت د پوهني رئیس دی، دارنګه له شتمنو اوپه ولایتي ریسانو سربیره له وزارتونو څخه هم یو ډول نه یو ډول ناسمه استفاده کوي، ډول ډول پروژې ترلاسه کوي، په ولایتونو او کابل کې دنمرو تر لاسه کول خو خپل حق ګڼي.
د تلي په ۱۸مه بیرته کابل ته راتلم، د لښکرګاه هوايې ډګرته راغلم، دشپي باران پیل او سهار مهال هم میده میده څاڅکي اوریدل. په ټکټ کې الوتنه لس بجې لیکل شوی وه خو د غرمي دولس بجو ته ورسیدله. داځل بیا هم هغه ډرامه وه، دکام ایر هوایې شرکت الوتکه د لښکرګاه هوايې ډګر کې کیناستله، چې کله الوتکه ترمینل ته نږدې شوه، شور ماشور شو، د پولیسو یوه لویه ډله د ترمینل سره نږدې له الوتکې څخه ۳۰ متره لیري بیا د صف په ډول ودریدل. کله چې الوتکې ته زینه کیښودل شوه، یوې ډلي پولیسو ورمنډه کړه او د زیني دواړو لورو ته سلامي ودریدل. هغه د ټیټي ونې او چاغ بدن څښتن الوتکې ته ور وخوت ، لیږ شیبه وروسته د هلمندولایت امنیه قومندان له الوتکې څخه راکښته شو، د هلمند د امنيې قومندانې اړوند لوړ رتبه پولیس يې په مخ کې سلامي ولاړ ؤ او تشریفات یې ورته په ځای کول.
زه پوه شوم چې دا ډول کړنې او دندو ته نه پاملرنه له ډیره وخته په لښکرګاه کې رواج شویده، نږدې د امنيې قومندانې ټول لوړ رتبه کسان د دیرشو ۳۰ موټرانو په بدرګه کې د امنيې قومندان د ښه راغلاست لپاراه هوايې ډګر ته راغلي ؤ، ټولو یې خپلي اداري پریښودلي وي او د قومندان راتګ ته منتظر ؤ. کوم لاملونه دي چې د قومندان په راتګ سره ټولي د پولیسو اداري یوه ورځ فلج او رخصت کیږي، بیا هم بې لدې چې ووایو اختلاس او فساد شتون لري بل دلیل نشی کیدالای. هر لوړرتبه پولیس ویره لري چې له دندې ونه شړل شې نو ځکه خو قومندان په غوړه مالي او داډول کړنو خوشحاله وي، او په خیانت او رشوت اخستل شوو پیسو کې هم قومندان ته پوره ونډه ورکوي. داچې قومندان له خپلو کسانو څخه راضي وي ، د شکایاتو کمیسون مشر له دولتي چارواکو راضي وي. که ملت او ولس هر څومره د ظلم ، زور زیاتي، فساد، اختلاس او ناوړه کړنو اوازونه جګ کړي داسی غوږ به پیدا نشي چې د مظلوم ولس اواز واورې.
پای