د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهيوادپرهره لوېشت باندي ژړېدلي شاعرښاغلي عبدالباري جهاني ته:

بشير احمد بشارت 09.10.2011 13:14

                                                                                                                        ته به راځې دغزلوپه قدم

نه مي هېرېږي جادوګرشاعره!
زماله هيواده مسافرشاعره!
ستادغزل زمزمې نه راځي اوس
ستادخيبرترانې نه راځي اوس
ستادغزل بلبل ګونګى ولي دى؟
ستادقلم دنوک زګېروى ولى دى؟
لکه چي هوډ دي ډېرمحکم کړى دى
له څه ويلودي قسم کړى دى
دادسقوط روژه که ماته ياره!
قلم ته لاس خفګان که شاته ياره!
راوله موږته دنظمونواختر
دمستو- مستوغزلونواختر
هيله مي داده زمادزړه شاعره!
زمادکورزمادکاله شاعره!
چي دا اولس ستاترانې غواړي بيا
ستادبيتونوزمزمې غواړي بيا
نوزماپردېسه مسافره اشنا!
چي په ژوندبېل يې دزړه سره اشنا!
بيادقلم په څوکه ورکه ګوزار
دابوجهل اولادوته اخطار
ستاکندهارچي دزمرووطن وو
هم دسرکښوپښتنووطن وو
کنداريان يودبل سرونه رېبي
هغه سرکښ دخپلوويني زبېښي
اوس دخداي ښکلى کورپه وينوژاړي
له دې ناترسوڅخه امن غواړي
دلته سوځېږي دقرآن سِپارې
پردي حالاتوته ځان ونه سپارې
دقلم ژبه دي که نوره تېره
چي سره سکروټه کې غليم ته شيبه
اوس له زلموټوپايکوبي تللې ده
له ماشومانوڅه مستي تللې ده
اوس په رخسارکي لحدونه دي جوړ
درڼواوښکومزارونه دي جوړ
اوس په څېروکي مستي نه ښکارېږي
پر سپېروشونډوخندامړه ښکارېږي
اوس د(شپېلۍ) په قدم نه يې روان
کوچۍ ته نه راوړې سورټيک اوپېزوان
مسته (شپېلۍ) دي زړونه نه ويښوي
خفګانه دزړونوڅخه نه پاڅوي
ستاپه (شرقي لمنو) اورپوري دى
په تاندوهيلوموپېغورپوري دى
اوس دپردي کلتورڅېره خپره ده
ستاپرنکلوباندي تياره خپره ده
اوس پر(ملي هينداره) ګردمېلمه دى
اوس نکلچي دماتموکوربه دى

راځي قيامت زموږدسروله پاسه
داهم دخپل هم دپردودلاسه
اوس په ميوندکي ملالۍ ګونګه ده
پرسرحدونوتورپېکۍ ګونګه ده
له ستوني نه وځي اوس هغه ټپه
چي يې راپورته کړله مړاوې جنډه
نوربه دي څه سرګرځوم په کيسو
دارا رواني دي له ډېروکلو
راځه دميني په سفرامامه
زمادغزل زمادهنرامامه
بياديوالي (کوه طور) ته ولاړسو
(دسباوون په تمه) نورته ولاړسو
په لمربه وموندوزموږ(ورکه مېنه)
وړانګي به جوړه کي پرمځکه مېنه
لپه به پورته کود(راز اودنياز)
بادته به وسپارودزړونوآواز
بيابه راستون کومرورپسرلى
وربه کي ونوته دپاڼوټيکرى
بيابه غوټۍ – غوټۍ ګلونه وا سي
بيابه (دمشکوکاروانونه) راسي
بيا(دپښتوپه سُراوتال کي) غزل
شرنګ به پيداکي لکه شرنګ دپايل
بيابه ځالۍ په زړوکي هيلي وکي
بيابه خبري ناويلي وکي
بيابه غزل پرپايزېبونوليکو
دميني نخښي به پرزړنوليکو

بيابه پرجوش تږي سيندونه راسي
څپې – څپې په خوله ځګونه راسي
ته به راځې دغزلوپه قدم
دويښونکوترانوپه قدم
زه به دستوروزرين هارجوړوم
دګلاب پاڼي دي پرلاره شيندم
ستا((بشارت)) به دنسيم پراوږو
راځي وبڼ ته دغنچوپرسرو

بشيراحمد بشارت
سنه: ٢٧\زمرى\١٣٩٠
څلرمه ناحيه کندهار. اتلسمه روژه