د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

میرویس نجیبي 15.09.2011 21:54

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دلمړي نظراحسان په اوږو وړم
چی غمونه د جانان په اوږو وړم
شیخ یی هسی ښکلوي په دواړه مخه
زه دښکلو غونډ جهان په اوږو وړم
داووکوڅو خزل راته لوګی کړی
نن یی زلفوته ګلان په اوږو وړم
له حاله مستقبل ته رانګ به راوړي
پسرلی چی دارمان په اوږو وړم
رقیبه ستا دکوډو پدل سوزی
زه جوړه ملایکان په اوږو وړم
د حسن زکات ځکه میرویس غواړي
وایی حکم دقرآن په اوږو وړم