د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکوچنی اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور 30.08.2011 11:21

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی

داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو ،ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوحني اختر درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .

سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ ده ،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي .

موږ ته راپېښودغوستونزو دافغانستان په اوسنيو شرايطواو دنامعلوم سياسي بهير په درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ کړی دی .

پر خپل ځاي پاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونودتل لپاره کډه کړې .

درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو!

اجازه راکړی د خپلو هيوادوالو اوپه سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ، تاسوشرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د کمی اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم.

د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم .

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کوو چي ستاسې عبادت او طاعت په خپل دربربار کښې قبول او زموږاو ستاسو دالاهی طاعت اوعبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي افغانستان په نصيب سي .

الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتو ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

اميد واريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديو خپلواک او سوکاله افغانستان داتباعو په توگه ،کوم چي عام وگړي ئې پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په ټولواړخونوکښي دسياليو جوگه وي .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي يوه ورځ ټول افغانانود یووالي اوملي تفاهم په برکت دسرفرازی بريالۍ توب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

امین یارب العالمین

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور