د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوګریانو د سوې زړه آواز

محمد یعقوب وطنمل 21.08.2011 13:32

لوګر ولایت د کابل په ګاونډ کې پروت ولایت دی، او د تاریخ په اوږدو کې د باب الجهادپه نامه یاد دې ده ، د اشغال ګرو انګریزانو یا د هغه مهال د خلکو په وینا د پرنګیانو د تجاوز او تیرې پر مهال به آزادې غوښتونکي، له دې ځایه په ګروپونو تنظیمیدل په وسلو به سنبالیدل او له همدې ځایه به یې خپل بریدونه او عملیات د کابل پر ګوډاګې رژیم باند په لاره اچول، همدارنګه د پخوانې شوروې اتحاد د تچاوزاو تیرې پر مهال به هم کله به چې مجاهدین او غازیان د ګاونډې هیواد پاکستان څخه د جهاد او خپلواکۍ د ګټلو لپاره به افغانستان ته راتلل په لومړې سرکې به لوګر ولایت ته راتلل او د کابل د ګوډاګې دولت سره به ېې د جګړې په خاطر په نوموړې ولایت کې ګروپونه جوړول او د جګړي پلانونه به هم له همدې ځایه نیول کیدل،نو په همدې اساس ویلی شو چې د لوګر ولایت دکابل حکومت لپاره د استراتیژیک موقعیت څخه برخمن دي.
د لوګر ولایت امنیت د مرګزي دولت لپاره ډیر مهم دی، حتي که مو مبالغه نه وې کړي، د لوګر ولایت امنیت د کابل حکومت لپاره ټاکونکې ده، ولې متأسفانه په دې وروستیو کې یې امنیتې وضعه ډیره خرابه شوې ده او ورځ تر بلي یې امنیت خرابیږې.
د وسلوالو مخالفینو خوځښتونه په لوګر ولایت کې مخ په ډیرېدو دي، او د دغه ولایت اوسیدونکې سخت په تشویش کې دي، د لوګر ولایت اکثر کلې او بانډې د وسلوالو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دې او آن چې ځینې وختونه خو د کابل او ګردیز لویه لاره هم د څه مهال لپاره د دوی تر حاکمیت لاندې وې او موټر تلاشې کوې او چا سره چې د دولت، د نړیوالو سازمانونو او د خارجې ځواکونو سره د کار کولو کارت پیداکړي د دوی فتوا داده چې، فاالقتلو معنا داچې مړ یې کړﺉ.
پخوا به ویل کیدل چې په لوګر ولایت کې د شپي له خوا د طالبانو حکومت او حاکمیت وې، معنا داچې د دوی اکثر عملیات،بریدونه اوخوځښتونه به د شپي پر مهال، د خلکو له سترګو څخه پټ وو، او نور فعالیتونه به یې مثلا دوی به د ورځې له خوا کتل چې څوک؟ د دولت ، بهرنیو ځواکونو او سازمانونو سره کار کوې، دوی به دا هم څارل چې په سیمه کې کوم کار د اسلامې شرعیت مخالف کاردی، یعني د امر باالمعروف او نهي عن المنکر کول، د خلکو جذبول خپلو لیکو ته اود افغان امنیتې څواکونو او د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروانونو باندې د سړک د غاړي د ماینونو خلاصول او نور داسې فعالیتونه به دوی د ورځي پر مهال کوې.
ولې اوس ټول د غه فعالیتونه د وسلوالو مخالفینو له خوا هم د ورځي او هم دشپي له خوا تر سره کیږې، دوی په رڼا ورځ د خلکو په منځ کې را ښکاره کیږې، د خلکو سره په بیلا بیلو مسایلو خبري کوې، د جمعي په لمانځه کې او د اخترونو په لمنځو کې د منبر له ځایه اود میګروفون له لارې خلکو ته د دولت پر وړاندې د جهاد خبرې کوې او په ځینو مواردو کې خلک د دوی له خوا ډول ډول جزاګانو تهدیدیږي، هغه کسان چې د دوی د ځانګړو محاکمو په فتوا په شرعې جزا محکومیږي هغه کسان د وسلوالو مخالفینو له لورې د خلکو پر وړاندې په عامه محضر کې، په جزا رسېږې (اعدام،لاس پریکول او داسې نورې جزګانې).
په دې وروستیو کې د لوګرولایت امنیتي مقاماتو، د رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي ووچې، د لوګر ولایت امنیتې ځواکونه د دې وړتیا نلرې او نه هم دومره تجهیزات لرې چې، د وسلوالو مخالفینو د خوځښتونو مخه ونیسې او نوموړو امنیتې مقاماتو له مرکزي دولت څخه د زیاتو امنیتې ځواکونو او تجهېزاتو د را استولو غوښتنه کړې وه، ولې مرکز دولت پر دې غوښتنې خپل غوږونه کاڼه واچول.

د لوګر والې چې د امریکائیانو سره د همکاری په بدله کې یې دامقام لاس ته راوړی، کله چې امریکاییانو په افغانستان حمله وکړه، نودجنرال عتیق الله لودین غوندې کسان له لودیځ یا نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راغلل، او د افغانانو د ځپلولپاره یې کمپینونه(وسلوالې ډلې) جوړ کړل او په زرګونه افغانان یې ترخاورو لاندې کړل ماشومان یې یتمان کړل اوښځي یې کونډې کړي، اوس نو د دې لپاره چې خارجیان د دې کار پاداش جنرال عتیق الله لودین ته ورکړی وې دایې د لوګر والې وټاکه، په داسې حال کې چې دومره علم او پوه نلرې چې غنم او اوربشې سره بیلې کړې، ټول مسایل د قوره کشی او لند او بل له لارې حل وې، او خپل دفتر ته په اونې کې یو یا دوه ځلې سر ورښکاره کوې هغه هم که په طبعیت یا(...) یې جوړه وه او که نه نو په میاشتو میاشتو به یې په دفتر کې ونه وینې، او نور خو تاسو پوهیږي چې جنرال صاحب یو آزاد طبعیت سړی دي،بس یا خو جکر وهې یا خو په خپل تجارت مصروف وې د ولس په قصه کې هم نده او په(...).
یو مهال خو د جنرال صاحب عتیق الله پلار ګوډ خر نه درلود،ولې اوس یې په ځوي پسې لس لکسسونه روان وې او د لوګر او ګردیزپه لویه لاره، په لس ګونه پولیس یې سلامې ته ولاړ وې چې نن شین هوالذي راځې او له طالبانو سره یې دا قراداد امضأ کړی چې دی(جنرال صاحب) به طالبانوته باج ورکوې اوطالبان به د دې په موټریز کاروان باندې برید نه کوې او نه به هم ورته د سړک د غاړې ماینونه ږدې، د دې په مقابل کې به جنرال صاحب بلا د دې جنرالي درواړه وې او دا کوم شین هوالذ به تا ته د جنرالي رتبه درکړي وې، طالبانو ته به په هر راتګ له کابل نه تر لوګر پورې ... افغانی ور کوې، ماته یو ټوکه را یاد شو، وایې یو چیرې دوه بوډاګان ناست وو، په دې وخت کې عزرائیل په دوی باندې راغی، دا یوبوډا یې ځان سره ویوړ ( روح یې قبض کړ) او دا بل بوډا ته وویل ستا نوبت به هم په دې نږدي ورځو کې راشي، نو دې بوډا فکر کاو چې دا مرګ صرف بوډګان او زاړه وړې، نو د دې پخاطر چې دي بوډا ځان له مرګ نه ساتلی وې، کودکستان ته ولاړ او هلته له مشانو سره لوبي کولې او شپي او ورځي به یې له ماشومانو سره تیرولې،کوم مهال چې عزرائیل کودکستان ته د بوډا د روح د قبض ولو پخاطر ولاړ، دی د ماشومانو په منځ کې ناست وو، عزرائیل بوډات ته وویل، راځه چې ځو، نو بوډا د ماشومانو په لهجه عزراییل ته وویل ځه نه ځم، زه پپه غواړم د بوډا دې خبرې دا معني ورکوله چې دی خو ماشوم دی، عزراییل خو د دې بوډا په دې چل او ول ښه پوهیده نو ورته یې وویل را ځه بو ته ځو .
جنرال صاحب د لوګریانو لپاره هیڅ کار ندی کړی او نه یې په لوګر کې ټول ګټي پروژې په لاره اچولې دې خلکو ته یې د کار زمینه په لوګر کې نه د آمده کړي او د عینکو د مسو په کان کې د لوګر ولایت اوسیدونکو ته د کار کولو اجازه نشته بلکه د نورو ولایاتوکسان د دوسو ډالرو په مقابل کې د عینکو د مسو په کان کې په کار کمارل کیږې او دغه د بډونه لاس ته راغلې ډالر ټول د جنرال صاحب جیبو ته چې د پلار په جیبو کې یې ....قمار واهه، ځې.
لوګریان له یوې خوا د ځینو وسلوالو مخالفینو له بد چلند څخه سر ټکوې او له بلي خوا هم د ولایتې چارواکو له بې غوری نه سر ټکوې، چې خپلو دندو ته نه حاضریږې او که د چا د د لوګر ولایت د یو چارواکې یو امضأ په کار وې باید په ورځو ورځو منتظر اوسې ترڅو نوموړی چارواکې خپل دفتر راشي او امضأ واخلې، د دوی په وینا چې با وجود د دې چې، په لوګر ولایت کې په لسو ګونه نړیوالې مؤسسې شتون لرې مګر د لوګر ولایت چارواکو د دې طلایی فرصت نه چې نوموړو چارواکو ته په لاس ورغلی ګټه نه اخلې د لوګر ولایت لپاره کار نه کوې او د خلکو په چوپړ کې نه دي، دوی خپلې چړچې کوې، د خپل ولس په قصه کې هم نه ده.
او له بلي خوا د لوګر اوسیدونکې د مرګزي دولت څخه کله من دې، د دوی په وینا چې مرکزي دولت د دوی د ستونزود هواری په برخه کې هیڅ نه دې کړې او د لوګر ولایت ته مرکزي دولت هیڅ توجه نه ده کړې