د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخپلواکۍ دگټلو ۹۲ياددي ابدي وي

حبيب الله غمخور 19.08.2011 05:14

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۱ ز کال داگست ۱۸ 

 

ازادي

چي مېخونه ئي وهلي په اوازوي

څه به خوند اوڅه به سردهغه سازوي

يوژوندی په خاروښخ مړی دگوردی

دشاهين چي وزرسوی دپروازوي

دافغانستان پياوړی اومنلی شاعر عبدلوهاب سرتير

 

زموږ سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي خپلواکي رانه هېره سوېده .

 

د۲۰۱۱ کال ز کال داگست ۱۹په هر حال پدغه ورځ  په ټوله نړۍ کښي دافغانستان دخپلواکۍ په نوم  دخوښۍ مراسم جوړېږي . دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانواوکورنی تاوتريخوالي دناورين پر لمڅی ناستواودلسوکالوپه روان ناورين کښي کړېدلوکورنوته دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه راته ترهرڅه گرانو هيوادوالوسره داوښکونه په ډکوسترگوبې گهناه مسلاموهيوادوالودچيغواوغلبلو،کرېږواوساندونه په ډکه غمجنه فظاکښي کړېدلوهيوادوالوسره  دخپلواکی ترلاسه کولوخاطري دوياړ  خوشحالي شريکه کړم اوددې تاريخي اونه هېرېدونکی افتخارمبارکي ورته ووايم .

دغازي امان الله خان دخپلواکی دترلاسه کولودملي مبارزې اوشهامت ياد دي ابدي اوتل پاتی وي .

سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هيريدونکې خاطره د۹۲ ځل لپاره په خپلو يا دونو کي تازه کوي .

تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يو زبرځواک ته هم دغلامۍ اوتسيلمی سر نه دۍ ټيټ کړی .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي کله دنړۍ هر غاصب اوزبرچواک غوښتي ددغې سيمې  پر ولسونو تيرۍ وکژي اودلته خپل سياسي نذوذاواعتبار ژوندی وساتي هرو مرویې زموږ پاکي خاوري ته   يو ځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی دی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پزه په مځکه ورمښلې ده، تاريخ ئې شاهدي وايي .

دافغانستان په څوزره کلن تاريخ کښي دنړۍ دمختلفو هيوادو اودهغه زمان دزبرځواکوتر يرغلونو وروسته پدې ورستی سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي استعمارگرو يوځل شورويانو اوترهغو وروسته دافگاني وسله والوډلوترنامه لاندي پاکستان او ايران په يوه گډه پروسه  کي پرافغانستان تيری کړی ،دوي هڅه کړې چي په يوه اوبل نامه زمور په پاکه خاوره کي دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره له ټولوسياسي ،فرهنگی اوټولنيزامکاناتونه استفاده وکړي .ديادولووړ ده چي له نېکه مرغه خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل بشپړ سياسي واک زموږ پر خاوره تل پاتی وساتي  .

د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړه چي دافغان ولس په بې ساري سرښنده سره دافغان ولس دبې ساري قربانيواوشهامت په پايله کښي بريالی پاي ته ورسېده .دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان ميړني ولس دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښول سو.

که څه هم دتاريخي لاسوندونوله مخې افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيوادنه شړي ،خو دا پروسه هغه وخت نوره هم غښتلې اوبريالی شوه کله چي دغازي امانالله خان دملت مشری پر غاړه واخيستل.

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ ل کال دحوت په نهم دکابل دښار د عيدگاه په لوي جامع جومات کي جوړي شوي لويي غونډي په طرځ کښي دځانگړو مراسموپه ترسره کولوسره دځوان دامان الله خان پر سر ده پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې نه هغه دافغانستان پاچا اعلان شو .

دافغان دې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې داتاريخي اونه هېروېدونکي خبري وکړې ،هغه دنوروخبرونه ور وسته وويل :

اول : زه دافغانستان ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو څخه داده چي تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ .

دوهم :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي نظام کښي به نوي اومثبت تغيرات راځي .

امان الله خان دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړي او افغان ولس يې دانگريزانو پر خلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر مبارزې ته رابللۍ دئ .

هغه دکابل دښاريانولويي غونډي ته په خپله يوه وينا کي چي اوس دهر افغان پر ژبه ده وويل : زه ځان او خپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي آزاد او خپلواک اعلا نوم . پسله دېنه موږ دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهني او مداخلې ته زړه ښه کړي ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم ،او خپله توره يې له تېکي راويستل ، مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو ور واړاوه او ځيني ويې پوښتل : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په وارخطايي سره وويل: بلې صاحب !

پوه شوم  .

داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، ټول له يوه سره په زاياته ميړانه او صداقت دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل .

پسله هغه چي انگليسانو په يوه او بله بهانه دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا کول ،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياسي فعاليتونه ورځ په ورځ پياوړۍ کړه. او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه ۶۰ زره نفرپه هغه وسله چي دانگرېزانوپه لمړۍ او دوهمه جگړه کي  له دوي نه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه وسله وال کړه اودڅلورزره توپچی ځواک په گډون ئې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي  جبهو (محاز)په لور ي دانگريزانو سره ددريمې اووروستي پرېکنده جنگړې  ډگر ته ولېږل . دې ميړني ولس دانگريزانو ((۷۵۰ ))زره کسيز تربيه شوی اوتر غاښوپه وسلو سمبال پوځ ته چي دهوا له لاري  ئې دپوځی الوتکو لخواملاتړ کېده داسي تاريخي  ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو تيري کوونکوبهرنيانو لپاره تر اوسه بايد دعبرت درسونه ي .

دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبيښاک گر ځواک چي دزبرځواکی په قلروکښي ئي لمر نه ډوبېده  تريخي ماته ورکړه اوهغوي ئې مجبورکړل چي دافغان ولس تاريخي اومنلی حق يعني خپلواکی په رسميت وپېژني.

دافغان ولس دبې ساري قربانيو اوسرښندونوپايله وه چي دې مغروره زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي اوخبرو هغه کنفرانس ته غاړه کښېښوده کوم چي په تاريخ کي يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموندلی .

دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبروددوام په پايله کښي دافغان  ولس دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانو،دې دنړۍ پر مخ يوازني استعمارگر زبرځواک دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادووچي دانگريزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه. اوپدې ډول ئي ددزمان په تېرېدوسره دانگلسی استعمارکمبله په ټوله آسياکي ټوله اوداستعمارماڼئ ئي دتل لپاره پدې زه بڼه ړنگه کړل .

دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍشېبې  يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر ئي خپل ژونداوسر ونه قربان  ورکړ .

وياړ پداسي هيوادوالو!

وياړ پدې پر خپلواکی اوملي حاکميت مين ولس !

وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان !

وياړپه هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اودسژپه قربانی ئي دافغانستان خپلواکي وگټل  .

تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري ددښمن سره دجگړي په ميدان کي خپله قهرماني ټولي نړۍ ته ښودلې ده ،او ټولو دافغانانو دغه ميړاني ته گوته په غاښ نيولې.

متاسفانه افغانوتل په جگړه کښي گټلې خودسياست په ډگرکښي ئي بايللي ده دبېلگې په توگه : دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه .مگر ډيره موده لانه وتېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلو جاسوسانو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس دستر بچي پر خلاف نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرمتهم اوله هيوادنه بهرفرار ته مجبورکړ . ددغو دروغجنواونارواتبليغاتوپايله داسو چي امان الله خان دځينې عيني اوذهنی دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبورشواودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټوبی ونه ليد.

دډير افسوس ځاي دي  چې جلاوطنۍ کې وفات اويوازي مړی ئې پسله ډيروجنجالو ننگرهارته انتقال اوهلته خاوروته وسپارل سو.

له افغانستان څخه د غازي امان الله خان تروتلو وروسته زموږ دهيواد ليري او نږدې بهرنيو دښمنانو يوهشېبه  هم افغان  ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړې ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،له بدمرغه دا لړۍ همدا اوس هم پخپل ټول قوت  روانه ده .

له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونو، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ .په همدې خاطر پرپدې خاوره کي ټولو اوسېدونکوفرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتو سره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه په امان کي واستي .

دا روشانه اوڅرگند حقيقت بايد هيرنشي چي پردی پردی دۍ، وطن زموږ او ستاسو گډکوردۍ ؛ دلته موږ او تاسو گډاو يوشان کړيږواو زورېږو، تر څو چي موږ دخپل هيواد اوخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال نشواودراپېشو ستونزونه دنجات معقوله لارپه خپله ونه لټوو بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ اومرستې وکړي .

پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو اودولتي واک دتر لاسه کولو پر بنياد يې زموږ په هيواد کي ئې دمخالفت  ديگدان دومره سور(گرم )ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي.روانه تونده اوگرمه پروسه چي په چټکی روانه ده   بېله دي چي موږ يې په پايلو پوه سو زموږ دغمځپلي ولس هيڅ يو دردهم نشي دواکولاي .

پوهېم چي ۱۵۰ زره بهرنیوپوځيان شتون داسي ناکامه اوله ملت نه ليري دولت په شتون کښي چي موخه ئي وازي اويوازي دخپلو گټوساتل وي دخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی . دبلې خواداهم له نظره نسو غورځولاي چي دالس کاله اوکه ئي اوږده کړونوداڅولسيزي  دغه ملت چي دغم پر کملبه ناست وی اوهره ورځ يوازي  خپل خپلوان اوبېگناه انسانا ن خاوروته سپاري اوله کورونويوازي جناي اودکړېدلې مور کرږې اوساندي راوزې ،دکړېدلې  مور، پلار، ور ور،خور  اوبچی تر ستونې چيغې آسمانونه لړزوي ،هلته دهيڅ خوښئ اوخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی .

پد هم پوهېږم چي داسول ترډيره بريده لاجوابه پاتېږي  چي وايي  کومه خپلواکي اوکوم ملي دولت ياحکومت ؟؟؟؟

پدې ټکواودافغان شاعر وهاب ستير پدې شعر خپله ليکنه رانغاړم :دافغانستان دخپلواکۍ خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي .

که په کابل که په پروان تويږي

که په هرات که په لغمان توييږي

نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته

يواځې وينه دافغان توييږي

ومن الله التوفيق