مفسد څوک دی
16.08.2011 19:11د روژی په میاشت کښۍ هم په دروغو ســـر دی
ده په لاس کښۍ یی همســـا د غلو رهـــــــبر دی
د مســــجد او د امام په نوم لوټمار کــــــــــــړی
چه په لاره ځی نو مــــــــات یی یــــــو وزر دی
داسلام نه یی شخصی ګټی پیـــل کـــــــــــــړی
رنګ یی تور دی مخ یی تور بد رنګ بشر دی
د جــــــــــهاد په نوم خلقیــــــــانو ته ګــډیږی
ځما یقین دی چه اسلام نه لاس په ســــــــــر دی
مسلمــــــانو نه یۍ لار ده بیـــــله کـــــــړی
د چپیـــانو په لښــــــــکرو کښ عســـــــــــکر دی
مجاهد وو بیا شیعه اوس قادیانــــــــي شو
رب خبــــــــر چه نور په څه نــادودو ســــــر دی
د دنیـــــــا لــــپاره هره لوبـــه کـــــاندی
د مفسد په نوم بی ښــــــــکرو ښــــــــــــکرور دی
ای صــافیه په همدی بسنه وکـــــــــــړه
دا بی تـــــــوپه او ټوپکــــــــــــه زورور دی