د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داولي هرڅه گنگ دي ؟

حبيب الله غمخور 29.07.2011 02:43

 داچنې وهل دستراتېژيکي اعلاميي ،ستراتيژيک تړون ياددايمې هډوجوړېدوپرسردي اوکه بله خبرده؟

 

پدې ورځوکي يوځل بيادافغانستان  امريکادستارتېژيکواړيکوپه هکله خبري تودې سوی دي .سوال دادی  ولي داټول هغه څه چي زموږ دهيواد او هيوادولاوپه برخليک  پوري نېغ په نېغه تړاولري په مبهموواوپېځلوعبارتونواومقولوکي ساتل کيږي  ؟اولي دواړي خواوي له دې خبري پرده نه پورته کوي چي دکوم سنددلاسليک کېدوپر مسوده چنې سره وهي؟

نږدې اوه  مياشتي ډله ايزي رسنۍ ،په اصطلاح سياسي اودچاروکارپوهان ،کرزی اودبهرنيو هيوادولوړپوړي چارواکو دايوډول غاړي ته اچولی اوږغوي چي دبهرنيانوشتون قانوني سي .څوک وايي پدې بهانه دبهرنيانوابدي شتون خبره مطرح ده اوڅوک بياوايي نه ددې ترڅنگ دامريکادپوځی هډودجوړېدوخبره اساسي ده .

داچي داکارپه گټه اوکه په تاوان دی دنظراختلاف سته ،خوله نېکه مرغه يوشمېرکسان دنظراختلاف دملي گټودساتلوپه موخه لري  ،چي البته يوه بله ډله چي دپاکستان ،ايران اويوشميرنوروهيوادوله استخباراتي کړيوپه استازيتوب ليکنې او ويناوي کوي هغوي بياخپلو گټوته  دافغانستان  په وروسته پاته والي کي ويني اودې کارته ئي ته سترگي غلي کړي . دهغوي لپاره په جگړه کي ښکلي اوله هره پلوه يوشاته پاته اوويجاړ افغانستان په گټه دي .دبلې خواهمدا اوس په دولت کي راښکيلو جنگسالارواوتنظیمونومشرانو  اودهيروئينودسوداگرواوپه دولتي فسادککړولپاره هم دافغانستان ددغه اوسنی پوځي ،سياسي ويجاړحالت گټوراودوي دخپل ژونددوام اوگټي پکښي رانغښتي بولي .

خو اوس سوال دادی چي تراوسه امريکااوافغاني لوري دامسله نه ده واضح کړې چي دوي دامريکاسره دستراتېژيک تړون ،په افغانستان کي دامريکادپوځی هډواوکه دامريکادنوي سفيرپه ويناديوې ستراتيژېکي اعلامې پر سرخبري سره کوي .

په حقيقت کي داهريوبېل مفهوم اوبېل تعريف اومعنالري .فکرکوم داخبره اړينه اوحياتي ده چي افغاني اړونده چارواکي دښاغلي کرزی په شمول زموږ ولس ته داخبره روښانه کړي چي دوي دامريکاسره دکوم سندپر لاسليک کولوچنې وهی .

دښاغلي کرزی له خبرواوبېځايه گوت څنډونواوسپنتاله خبرو داسي څرگندېږي چي دوي دامريکاسره دستراتيژيک تړون دلاسليک پر مسوده خبری کوي .

دافغانستان اوامريکاترمنځ دراتلونکو اړيکودپايداره ساتلوپر سره خبري دتړلو دروازوشاته اوپه ځانگړي محرميت ترسره کيږي .موږنه پوهيږو پردې مسله باندي دخبرودومره محرميت ته کومه اړتياسته ؟ شۀ اوبهتره خوبه داواي چي پدې هکله ټولوخپل نظروړاندي کژي واي اوټول پرې خبرواي .ترڅويوڅوک ديوې مسلې په منځ خبرنه وي هرډول نظرورکونه دړانده ډبره ده هرحچيري چي ومښته هلته ومښته ځکه خوتراوسه زماله نظردهيڅ يوه مبصراوڅېړونکي تحليل دقيق اوکره نه دی اونه هم دچاقناعت ترلاسه کولاي سي .دغه بې خبري اوددې مسلې په هکله دمعلوماتوخلاددي لامل گرځېدلي چي له يوې خوائي ټول ددې مسلې په اړوند مصروف ساتلي  اودبلې خوائې دافغان دښمنانوته دازمينه برابره کړې چي پر عادي مسائلودعام ولس احساسات دخپلوگټوپه خاطر راوپاروي .

دبېلگې په توگه  : دبې بې سي دخبرله مخې دروان کال دفبروري دمياشتي پر ۸ مه ولسمشر حامد کرزی په یوه خبري غونډه کی وویل چي، د متحده ایالاتو سره داسي اړیکي غواړي چي په هیواد او سیمه کي د امنیت په ټینګښت کي مرسته وکړی. هغه وویل د واشنګتن سره د یوې ستراتيژیکي موافقې پر جز یاتو باندي خبري کوي. BBC

 دبلې خوادجنوري په مياشت کي سناتور لیند سی ګراهام له  NBC  سره په یوه مرکه کی وویل چی   هغه د ولسمشر اوباما له اداری څخه غواړی چی د ناتو له وتلو وروسته، کله چی  افغان امنیتی ځواکونو ته په 2014 کال کی مسوولیت سپارل کیږی،  په دغه هیواد کی یوه « دایمی اډه په پام کی ونیسی.

ولسمشر کرزی هم دغه خبره مني او له واشنګتن سره د یوه ستراتیژیک تړون درلود د ملک په ګټه بولي . هغه وویل چی له واشنګټن سره په دی باب خبري کوي خو  ملت، حکومت ، ملي شورا او لویه جرګه به هم په دی باب خپل نظر  ورکوي.

حامد کرزی وویل: «له واشنګټن سره موستراتیژیکی اړیکي ډيري مهم دي،له امریکا سره داسي اړیکی غواړو چی په افغانستان کی د امن، اقتصادي ودی، او د تاوتریخوالي د ختمیدو او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ختمیدو لامل وګرځي.که چیرته دغه تړون لاسلیک سي امریکا به  د افغانستان له خلکو سره د اوږد مهالو پوځي او اقتصادي مرستو سربیره د القاعدی او طالبانو لاس ته د دغه ملک له لویدو مخ نیوی وکړي .

په افغانستان کی د امریکا د پوځي اډو احتمالي جوړیدو په هکله د ګاونډيانو  او په خاصه توګه ایران اندیښنوپه جواب کي کرزی وويل ، که دغه هډي جوړي هم سي کوم ملک ته به زیان نه پیښوي . BBC

 سره له دې چي دامريکاسره دستراتېژيک تړون په اړوند ډيري اندېښنې شته ،ښاغلی سپنتاپه پارلماني غونډه  کي وويل :پیمان استراتژیک با امریکا به سود ماست !

داسي ډير شواهد شته چي دافغانستان دبهرنيو چارووزيراودکرزی  دامنيت شورارئيس ډاکتر سپنتالخواپه کراتو دامريکاسره دستراتيژيک تړون دلاسليک اودهغه پر ارزښت خبري سوې اوپدې هکله دواړو چارواکودپارلمان سره په خپلو خبرواوليدنوکي ددې مسلې اارزښت اشاره کړې ده .

په همدې خاطرنن سبا په افغانستان کې د امریکې له خوا د دایمی اډو جوړیدل آوازې د خلکو تر منځ خورې دي او د نړۍ هیوادونه او افغانان ددغو ګنګوسو په اړه بیلابیل غبرګونونه ښیي خو د امریکې سفیر کارل ایکنبري  دهمدي عيسوي کال په پيل کښي دفبروري دمياشتي  پر ۲۰ مه په افغانستان کی د امریکی سفیر کارل ایکنبري  څرگنده کړه چي هیواد یې په افغانستان کي  د دایمی پوځی اډو د جوړولو لیوالتیا نلري او نه غواړو په افغانستان کې دایمي اډې ولرواو یا له دې اړخه د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته کوم خطر محسوس شي. خو کچیرې افغانان وغواړي نو امریکا به ورسره اوږده او همیشنۍ پوځي او اقتصادي مرسته وکړي . بي بي سي

دروان کال دجولاي پر ۲۵ په افغانستان کې د امریکا نوي سفیر راین کروکر دخپل رسمي کاردپيل په لمړی ورځ وویل چې متحد ایالتونه په افغانستان کې نه د دایمي اډو له لرلو سره لېوالتیا لري او نه هم غواړي چې له افغانستانه د نورو هیوادونو پر ضد د یوې اډې په حیث کار واخلي. ده وویل:«موږ به دلته تر هغو پاتې شو چې اړتیا وي او هره ورځ چې مو اړتیا پوره شوه، یوه اضافي ورځ به هم پاتې نه شو.»

ښاغلي کروکر وړاندي وايي دامريکامتحده ايالتونه هیڅ پټه اجنډا نه لري.«موږ له افغانستان څخه په نورو هیوادونو کې د نفوذ لپاره نه کوم پلان لرو او نه کومه علاقه .په افغانستان کې زموږ یوازینۍ دلچسپي دا ده چې په دغه هیواد کې سوله او ثبات راولو او همداراز دا تضمین ترلاسه کړو چې دا هیواد به بیا د سخت دریځو په ځالې اوخوند ځاي نه بدلېږي امریکایان به په افغانستان کی نوره یوه شپه هم تیره نه کړې .» تاند ويب پاڼه

د۲۰۱۱ ز کال دفبروري پر ۲۵   د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانکړي استازي مرستيال ويکرام سينګهـ هم هغه راپورونه رد کړل چې ګني امريکا په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو نيت لري .هغه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو مسله د افغانانو له غوښتنې سره تړلې وبلله او ويې ويل، امريکا به ديوه تړون له مخې تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې ددغه هېوادخلک يې غواړي . گران افغانستان ويب پاڼه

موږنه پوهېږوچي مسله څنگه وه خواوس دډاکتر سپنتاصاحب له خبروداسي ښکاري چي دستراتېژيک تړون طرح دستراتېژيکواړيکوتراعلاميې پوري راټيټه سول او ولي ددواړوهيوادو دولتي چارواکي داسي گډې وډې خبري کوي چي دافغان ولس اونړيوالونه ئې لارورکړېده .

درسمی  سرچينودمعلوماتوله مخې په داسې حال کې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په اړه دوه ځلې خبرې شوي،اودخبرودبريالي پايته رسېدو خبر ورکړه سوی اوس يوځل بيا ښاغلی ډاکټر رنګین دادفرسپنتاداسدپه لمړۍ نېټه  پداسي حال کښي چي دبهرنيو چارو وزير ښاغلی زلمی رسول هم ورسره ودملي شوراپه تالارکي وکيلانوته وويل :  تراوسه پورې داسې هیڅ ضمانت نه شته، چې دوی به هرو مرو له امریکا سره داسې یو تړون لاسلیکوي .هغه زياته  کړه تر اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ په مهمو برخو کې دهغه جملې يومهم  اختلافا ت موجود دي. د دې تړون د حیثیت په اړه دې او افغان دولت غواړي، چې د دې تړون مواد باید الزامي وي .
دهغه په ويناافغانستان په دې باور دی، چې دا سند یوه اعلامیه نه بلکې باید یو قرارداد او یو تړون وي او هغه د دې لپاره، چې اعلامیې اخلاقي ژمنې لري او قرارداد یا تړون داسې موافقې دي، چې الزامي حیثیت لري.

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر له افغان حکومت سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول رد کړهاوڅرگنده ئي کړه چي تړون باید د امریکا د کانګرېس لخوا تصویب شي، خو اجرائيوي اعلامیه  ډيره ساده اوهغه به یوازې دامريکاد ولسمشرباراک اوباما له لخوا لاسلیک شي او د کانګرېس رایې اخيستوته به اړتیا نه وي .په همدی اساس له افغانستان سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې به د یوې اعلامیې له مخې تنظیم شي نه د تړون  چي پخواويل کېده  .دامريکاسفير رایان کروکر په کابل کښي په ډاگه وويل چي موږ دافغانستان سره ديوې ستراتېژيکي اعلاميې دمتن پر سره خبري کوونه دکوم ستراتيژيک پيمان په هکله کوم چي پخواويل کېده .

ددې تر څنگ همدا نن دجولاي ۲۸ بياهمداسفير صاحب دښاغلي کرزی تر ستاينې وروسته وايي : په افغانستان کي د امريکا نوي سفير يوار بيا دا خبره وکړه، چي متحده ايالات په افغانستان کي د دايمي اډو د جوړولو په لټه که نه دي. خو د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د تړون پر سر لا خبري رواني دي. تاند ويب پاڼه

ښاغلي کروکروويل چي ددايمي هډودجوړېدوموضع هيڅ وخت مطرح نه ده ،هغه زياته کړه : ((زماهيڅ پيادنه دي چي موږ دې په افغانستان کي ددايمي هډودجوړېدواويادامريکاددايمي پاته کېدوخبره کړې وي .فکرکوم دادواړوخواته روښانه ده چي موږ دانه غواړو.))گران افغانستان ويب پاڼه
داعلاميې سره بياافغان دولت مخالفت لري  دوي وايي که امريکا غواړي له افغانستان سره دوامداره پوځي اواقتصادي مرستې وکړي اړينه ده چي دستراتېژيکواړيکوددوام يوتړون لاسليک سي ،ترڅودامريکادسولت دهغه تړون پر بنياد دخپلو وعدودپوره کېدومسوليت په غاړه ولري . دولتي چارواکي داڅرگندونې پداسي حال کي کوي چي ښاغلی کرزی په خپلوخبروکي دبهرنيانونه سرټکونه کوي اوداسي څرگندوي چي گواکي ډير ژربه دده وسله وال پوځ ددې جوگه سي چي دافغانستان امنت په خپلواکه توگه وساتلاي سي .هغه دخپلو خبروپه يوه برخه کي وايې ((موږ له تروريزم او دافغانستان له نورو دښمنانو سره مجادله دسرله زيان پرته او دخپلو خلکو په ملاتړ کولاي شو او توان يې هم لرو ))سره له دې چي دکرزی صاحب ددي خبري سره هيڅوک بېله هغوچي غواړي دا ملک يوځل بيادقدرت پرسردجگړې په ډگربدل سي موافق نه دی . عام خلک وايي ،نه دغه وسله وال پوځ ملي دی اونه دولتي اوملي گټوته وفاداردی .دايوکرايه سوی پوځ دی چي سخته ورباندي راغلل دورکړه سوی وسلې سره  به پر خپله ځي .ښاغلی کرزی خپله په هغه غونډه کي چي دافغانستان وسله وال ځواک ته ديوشمير سيمودامنيت ساتلو مسوليت سپارل کېدوپه وياړجوړسوی و داخبره هم وکړه چي ملي پوځ بايد يوازي دملت گټوته وفاداروي دتنظيمواونورواشخاصوتر تاثيرلاندي رانسي .ددې ترڅنگ خپله ښاغلی کرزی اودده چاپيريال پدې پوهيږی چي سبادغه ډالر اوبهرنيان نه وي داپوځ به دچاگټې ساتي ؟طبعي ده دهغوگټې به ساتي کوم چي دوي ئي دوسله وال ځواک په ليکو کښي راجسترکړي دي .

د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس پراساس داترلمر روښانه خبره ده چي  کرزي د امريکا پوځي او ملکي مرستو ته سخته اړتيا لري .
خوددې تر څنگ داهم له نظرونه غورځول سي چي د افغانانوپه منځ کې تر بل هر وخت امريکا ضد احساسات زيات شوي اوله امريکا څخه د افغانانو مايوسی کچه  ډېره شوې ده؛ ځکه چې عام افغانان وايي، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له لس کلن حضور سره سره نه امنيت ټينګ شوي او نه له ملياردونو ډالره مرستو سره د دوی په ژوند کې د پام وړ ښه والی راغلی اونه هم سالمه دولتي اداره جوړه سول .

ددوي داسوالونه دلسوکالوپه تېرېدوسره لابې جوابه پاته دي چي وايي :  د امريکا اوبهرني پوځيانودشتون سره به په افغانستان کې د امن فضا کله رامنځته شي؟کله به زموږپه پاکه خاوره کښي د گاونډي هېوادونو لاسوهنه اومداخلې بندي شي ؟او کله به موږد يو باثباته حکومت اوسالمي دولتي ادارې خاوندان شو؟ او کله به داسي شرايط راسی چي دولت ددې مکلفيت درسېدوسره علاقه پيدااوددې جوگه سي چي زموږپه زورېدلې اوکړېدلي خاوره کښي دافغانانو ژوند، مال او ناموس خوندياودهرډول اوپه هرنامه دزورمندانواودولتي واکدارانوله  گواښ څخه خوندي پاته سي؟

داچي يوشمير دامريکااو افغانستان دراتلونکو سياسي ،اقتصادي اوپوځي اړېکودراتلونکي په هکله د خبري سره دپوځې  هډود جوړېدواودايمی شتون خبره غوټه کوي يوڅه احساساتي اوبې مسوليته څرگندونې معلوميږي ،داځکه چي تراوسه ماديوه امريکايي  لوړپوړي چارواکي نه چي ددې خبري دمطرح کېدو صلاحيت دي ولري  پدې  هکله کومه خبره نه ده اورېدلې  .هغه دامريکادنوي سفير خبره چي وايي  : ((موږ په افغانستان کې د دايمي اډو له لرلو سره دلچسپي نه لرو. دا خبره ولسمشر کړې، د بهرنيو چارو وزيرې او د دفاع وزير کړې او زه يې دلته تکراروم. موږ به تر اړتيا يوه ورځ هم زيات دلته پاتې نه شو.)) 05 05 1390 ازادي راديو
ددې ترڅنگ پدې هم ټولوپوهېږي چي په ظاهري بڼه پر امريکايانو انتقادونه اودخلکواحساسات دځان په گټه اروپايي ټولنې او امريکاپر خلاف راپارونې کوي مگرپه حقيقت کښي لکه يوڅوک چي دژونددوام لپاره  خوړو،اوبواوهواته  اړتيالري کرزی صاحب  هم د امريکا د متحدو ايالتونو پوځی اومالي مرستېوته په همدې پيمانه ضرورت لري .

زماله نظر دامريکا اودافغانستان دبهرنيو چارو وزارتونه  اونوري اړونده ادارې ترټولودمخه داخبره روښانه کړي چي دوي دکوم ډول سنددلاسليکېدوپر مسوده خبري کوي ؟ تراوسه هرچارواکی هرڅه چې ئي په فکرکي ورگرځي هغه وايي ، چي مائې مثالونه پورته يادکړه.

کله چي دامسله څرگنده شي چي دکوم ډول سندپرسرخبري رواني دي بيانودواړي خواوي مکلفيت لري دافغان ولس دخبرتيااوپوهاوي لپاره دهغه سندمتن  دډله ايزورسنيوله لاري خپوراودهغه په هکله دنظرله خاوندانو، سياسي کړيواوشخصيتونوسره خبري وشي اودهغوي نظرياتواووړانديزونوته غوږ ونيول سي .

پدې بڼه ديوسند جوړېدل به ممکن دنړيوالوعنعنوسره برابرنه وي خونړيواله ټولنه ،امريکااوددوي ترحمايي لاندي افغان دولتي چارواکي بايد دافغانی ټولنې دټولنيزجوړښت اودغه ټولنيز جوړښت پر بنيادنظرونو او غوښتنوپېچلتياته ددرناوی په سترگه وگوري .

زماپه نظرهر هغه سندبه دپلي کېدوډير عملي چانس ولري چي دافغان ولس په خوښه جوړسوی وي، نه دافغان دولتي چارواکواوبهرنيانوپه خوښه . ومن الله التوفيق