د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد محمد شریف بهاند لنډ ژوند لیک

نوری 19.07.2011 20:29

په ټول افغان کې د ارواښاد شریف بهاند خپرې شوې یو څو لیکنې

خدای بښلی محمد شریف بهاند د محمد عمر زوی د ۱۹۵۲ کال د فبروري په اتمه نېټه د کابل په بریکوټ کې زېږېدلی و.    
لومړنۍ زده کړې يې  د کابل دعلاوالدین په  تجربوي ښوونځي  
او منځنۍ هغه يې د کابل د نجات په لیسه کې پای ته ورسولې .    
03. 1961-11. 1973    
لوړې زده کړې:    
03. 1976-11. 1979    د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی:
څانگه: د پلان جوړولو دیپارتمنت.
سند: لوړه درجه  B. A Economic
09. 1983- 10. 1985    د برلین د همبولت  پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي نه په لوړه درجه د ماسترۍ دیپلوم ترلاسه کول.  
دندې:    
03. 1974-02. 1976    د کابل ښاروالۍ د پلان جوړولو د څانگې کارکوونکی
03. 1980-06. 1981    د  صدرات عظمی د تفتیش او کنترول د ریاست کارکوونکی
07. 1981-09. 1982    د  پوځي خدمت تر سره کول
09. 1982-09. 1983    د  کابل پوهنتون د اقتصاد  پوهنځي استاد
11. 1985-07. 1986    د افغانستان  د علومو اکاډیمي د ټولنیزو علومو د څانگې علمی  غړی
08. 1986-08. 1987    د افغانستان په پوځ کې د احتیاط د خدمت تر سره کول
09. 1987-09. 1988    د افغانستان د علومو اکاډیمي د علمی  غړي په توگه دنده تر سره کول.
09. 1988    د المان دیموکراتیک جمهوریت د همبولت له پوهنتون څخه د دوکتورا د بورس ترلاسه کول او دغه هیواد ته راتګ. د تیزس موضوع
په پرمختیایي هیوادونو کې د سیمه ییزو پرمختیاوو له پاره د یوې ستراتیژۍ طرحه، د افغانستان په بیلگه یوه تاریخي ــ اقتصادي څېړنه
02. 1995-1996.09       د المان له یووالي نه وروسته د المان دیموکراتیک جمهوریت د ملی شتمنۍ د خصوصي کولو په شرکت کې دنده
09. 1996-1997.07    د منجمنت او ادارې په یوه کورس کې ګدډون. د کورس موضوع: د اقتصاد تصدی، منجمنت، محاسبه، د کار حقوق او کمپیوټري چارې.
08. 1997- 09. 1999    د المان په بیلا بیلو شرکتونو کې دنده تر سره کول او د تر څنگه یې د همبولت  پوهنتون د ختیځ پیژندنې په پوهنځی کې د پښتو ژبې تدریس او د افغانستان د ټولنې او اقتصادي جوړښت په اړه سیمینارونه .
09. 1999-03. 2002    د پرمختیايي هیوادونو او افغانستان په اړه د څیړنیزو پروژو د غړی په توگه دنده تر سره او همدارنگه د ختیځ پیژندنې په پوهنځی کې د پښتو ژبې د تدریس دوام.
04. 2002- 10. 2005    د دویچې ویلې په تلویزیون کې د پښتو د خپرونې مشر.
02. 2006-02. 2007    د همبولت پوهنتون په چوکات کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو په اړه د یوې څیړنیزې پروژې د غړی په توگه دنده تر سره کول.
03. 2008  تر 01.01. 2010    آزاده دنده. د کتابونو او مقالو لیکل او  ژباړه :
•    پرده دوم بازی بزرگ: تحقق منافع استراتیژیک در پوشش دموکراسی، د خپریدو کال ۱۳۸۸
•    د ارواسیا Eurasien پر سر سیالی، جیوپولتیکی څیړنه، خپریدو ته چمتو،
•    نړیوالیدل، د یوویشتمې پیړۍ ستراتیژې، د ژباړو یوه ټولگه، خپریدو ته چمتو،
•    د حقیقت ممنوع په نامه د بل کتاب ژباړه،
•    د پرمختیایي هیوادونو اقتصادي سیاست د
•    افغانستان په بېلگه، تر لیکنې لاندې.
ځانگړتیاوې:    په پښتو، دری ــ فارسی او المانی  خبرې او لیکنې او همدارنگه په همدې ژبو د نړیوال اقتصاد، سیاست او ټولنیزو ستونزو په باب په لسگونې څیړنیزې مقالې او لیکنې. دا لیکنې کولای شئ په افغان ــ جرمن  www.afghan-german.de/index.asp، ټول افغان  www.tolafghan.com  او همدارنگه نورو افغاني ویب پاڼو کې وگوري او ولولي.

له 01.01. 2010  را پدېخواد المان په یوې اکادیمۍ کې د استاد په توگه دنده.
 د افغانستان د ژبو تدریس، د هیواد د ټولنیز جوړښت او کلتور په اړه د سيمینارونو جوړول، د محصلینو د علمي لیکنو سمون او دوی ته په دې برخه کې لارښوونه .
ښاعلي بهاند واده کړې، زوی یې ارین نومیږي او دنهو کلونو دی. دغه راز هغه خپلې دوې وریرې هم لویې کړي او په ټول ژوند کې یې د هغوی روزنه، پالنه او ساتنه کوله.
له همدې امله ده هم پخپله، هم یې خپلوانو او هم نورو دوستانو دی د درېو ماشومانو پلار ګاڼه.

    ده د ورپېښې یوې لنډې، خو خورا  وژونکې ناروغۍ له کبله د سرطان پر شپږویشتمه د یکشنبې پر سهار د برلین په یوه روغتون کې له دې فاني دنیا نه سترګې پټې کړې.
قالوا انا لله و انا الیه راجعون
ژوند یې تاسو ته دروباښه
ده ته له خدای (ج) نه فردوس جنت ، د روح ارامتیا او کورنۍ  ته يې د جمیل او بې پایه صبر هیله لرو.

    د محترم شریف بهاند ښې ځانګړتیاوې دومره زیاتې دي چې قلمونه یې په انځورولو عاجز دي، خو دلته به د هغه دیوه دوست ښاعلي نوري څو کرښې ولولو چې یو بل دوست ته یې لیکلې دي.

گران انجنیر!
سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم او ستا د روغتیا، سلامتیا او په ورځنیو چارو کې د بریاوو غوښتونکی یم.
زه په لومړی ځل له شریف بهاند سره، د هیوادوالو په یوه علمي ــ څیړنیز کنفرانس کې معرفی شوم. بهاند په دغه کنفرانس کې د افغانستان د څولسیزې غمیزې د وینا کونکی په توگه راڅرگند شو. نوموړی د ورسپارل موضوع په څیړنې سره، په هیواد کې د جگړې رښتینې وحشي څېره او د هغې د پردې تر شأ لامَلونه (عوامل) په بنسټیزه توگه راوسپړل. ده په خپله وینا کې د ټوپک او د مرمیو پر ځای د کلمو غاړکۍ پر ټټر وپييله او د کنفرانس د گډونکونکو د پوهاوي او خبرتیا په موخه یې، د دې غمیزې تاریخي او اوسنې ریښې او زړی په علمي ــ څیړنیز توگه انځور او د هغې تصویر یې د نړۍ د اوسنیو شرایطو او حالاتو په رڼا کې وړاندې کړ.
نو ځکه زه پدې تکل شوم، چې شیبه ورسره دیره شم او د هغه له ښکاره، بربنډو او څرگندو، خو له کرکو عاري خبرو اترو او ژبنې شتمنتیا څخه، چې نه یوازې زموږ د ولس د سیاسي ــ اقتصادي څانگو ادبي پانګه یې نوره هم درنه او ښکلې کړې، بلکې د لیکوالې د ښایست یوه نښه هم ده، خوند ترلاسه کړم. نو له بهانده مې هیله وکړه، چې راسره میلمه شي. نوموړي هم زما دې غوښتنې ته په ورین تندی مثبت ځواب ووایه.
په شخصي خبرو اترو کې هم نوموړي، د هیواد د ټولنیزو، اقتصادي ـــ سیاسي ستونزو، د گاونډیو هیوادو د ستراتیژیکو موخو او د نړیوالو نظام د ستونزو ژوره ارزونه، نه یوازې په روانو کلمو کې، بلکې هر هغه یې د زړه د هندارې په څیر د مجلس د کډونکونکو مخې ته کیښوده، لکه چې یو ښه پوه او د تجربې خاوند روانپوه د ناروغانو د زړه خبرې وکړي. دا ټول د دې ښکارندوي دي، چې شریف بهاند د سیاست د څانگې د کلماتو د یوه سحرگر  او همدارنگه د روانپوه په شان د کلماتو د گوگل له رازونو خبر او په هغو پوه دی. ځکه کلمې هم د بلې هرې پدیدې په څیر ځانته، ځانگړې پیچلتیا او راز لري او د ناسپړلو خبرو او پیښو د بیان ښکارندوي کوي. لنډه دا چې: لکه څنگه چې شاعر د خپلې مینې د ښکلا د انځورولو لپاره بله ژبه جوړوي، نوموړي هم د خپل هیواد د ستونزې د حل، د ملي گټو د ساتنې او د افغاني ټولنې ارزښتونو ته بشپړه پاملرنه او هغه د سیاست او دیپلوماسې په سمبولیکه ژبه انځوروي. دغه ځانگړتیاوې د دې لامَل شوي، چې دی د سیاست او اقتصاد د څانگیز لیکوال په توگه تر نورو زیات وځلیږی. نو ځکه   زه هغه تاته در معرفي کوم، چې ...
په مینه او درنښت