د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلي غوث خيبري په وياړدعلمي او ادبي غونډې خبرتيا

حبيب الله غمخور 06.07.2011 02:54

درنو هيوادولو،فرهنگيانواوفرهنگپالو !

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنه، دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکز او آريانا فرهنگي ټولنې په مرسته اوگډې همکارۍ د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اوعلمي کنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي دروان ۲۰۱۱ م  کال دسپتمبر پر لسمه  دافغانستان دمشهور ليکوال او ژورنالست ښاغلي غوث خيبري دعلمي اوڅېړنيزچوپړ د درناوي اود عمر د۷۸ پسرلي دپيل په وياړ علمي او ادبي  غونډه جوړه کړي .

ددې لپاره چې په رښتياسره مود نړۍ د نورو ويښو اوبيداروولسونوپه څېر دخپلو ژونديوپوهانو، ليکوالو او ژورنالستانودعلمي اوادبي څېرودرناوی کړی اوهغوی مو هڅولي  وي، دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانو څخه چې نشي کولای  زموږ سره په دې درنه غونډه کې گډون وکړي هيله کوو، دښاغلي غوث خيبري دعلمي شخصيت ،څېړنيزکاراوهڅوپه هکله خپلې ليکنې اوپيغامونه موږ ته  ددې غونډې په ادرس راولېږئ اوپدې ډول  د غونډې دبرخوالو او دښاغلي غوث خيبري له مينه والو سره  په خپل فعال گډون داغونډه نوره هم درنه اوپياوړې کړئ .

موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بياپه سويډن،اروپا اود نړۍ په نورو سيموکښې له فرهنگي ټولنو، سياسي  اوټولنيزوسازمانواوعلمي شخصيتونوڅخه دزړه په مينه غوښتنه لروچې دغونډې په اړوندخپل پيغامونه اوليکنې موږ ته په لاندې ليکل شوې برېښناپته راولېږي .  

هغه ټولنې اوعلمي شخصيتونه چې غواړي خپل پيغام اوياليکنه په غونډه کې ولولي هيله منديوموږته دبرېښناليک په وسيله خبر راکړي . موږ به دپروگرام د حوصلې په نظرکې نيولوسره دليکنې او پيغام داورېدولو امکانات برابر کړو، کنه  ددې درنې غونډې په وياړ به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځای په ځانگړې ټولگه کښي چاپ  شي .

له هغودوستانونه چې دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليرې هيوادونه په غونډه کې دگډون لپاره مالمو ته تشريف راوړي غوښتنه لرودخپل سفر دپيل اوختم په اړوندموږ ته د برېښناليک په وسيله خبر راکړي چې په کومه ورځ اوپرڅوبجوچيرته رارسېږي،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښې له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .

خپلي ليکنې اوپيغامونه  پدې  برېښنا پته موږ ته راولېږي :

  ghamkhor@hotmail.com  يا ghamkhor@gmail.com

يادونه :

داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولای شئ په لاندې ټليفون  شمېرو  له موږسره تماس ونيسی :

حبيب الله غمخور :

0046(0)736511569

دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکزمشر انجينر عزيزمقری :

0046(0)721775080

دآرياناکلتوري ټولنې مشرکبير اميري :

0046(0)705380002

ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لار .

په سويډن کي دافغانی فرهنگی ټولنولخوا