د امریکا او افغانستان تر منځ ستراتیژیک تړون (خرڅلاو تړون)!
19.06.2011 10:20بسم الله الرحمن الرحیم!
د امریکا او افغانستان د هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون د متن په نوم د ښاغلي میرویس جلالزي یوه لیکنه مې تر لاسه کړه. په لوستلو ېې ځمکې ځای رانه کړ او له جلالزي صیب نه مې په دې اړه وپوښتل! هغه ځواب راکړ چې دا متن د امریکا د سفارت له لوري لاسته ورغلی او دوی له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړلی دی. دا روښانه ده چې دا او یا په لږ توپیر تړون به زموږ چارواکي مني او غاړه به ورته ږدي. که څه هم ښاغلي کرزي په وار وار ویلي چې موږ خپلې ګټې په پام کې نیسو او (خوب سرش شرطها ماندیم، خوب دست وپایش بسته کردیم، منافع ملي را در نظر ګرفتیم). خو زموږ د هیواد حالت او د پردیو په لمن کې خاپوړو کولو ته په کتو څرګندیږي چې دا ډول تړونونه به خامخا زموږ د وګړو په سترګو کې خاورې وراچول وي او زموږ ویاړونه او لاسته راوړنې به یو ځل بیا له خاورو سره خاورې کړي. امریکا د یوه لوی ځواک په توګه په داسې ډول چې د نړۍ په کچه خپل سیال نه ویني، کله به په خپل لاس یوه کښینول شوي واکمن ته دومره واګې ورکړي چې د دوی لپاره بریدونه وټاکي؟! هیڅکله به هم امریکا داسې څه تر سره نه کړي چې د اوږده مهال لپاره خپلې ټولې ګټې پکې ونه نغاړي.
راځو او دا تړون لیکه پر لیکه ارزوو:
لومړۍ ماده: د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځيانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږي تضمین او مشخصه کیدای شي.
(هغه اصول او غوښتنې څه دي؟ اوږدمهالی حضور که لایتناهي شتون؟ فعالیتونه او کړنې به د اسامه له مړینې او د طالبانو له پرځیدو وروسته چې د دوی د راتګ اصلي موخه وه څه وي؟ د بیګناه افغانانو وژنه هم د دې کړنو یوه برخه ده؟
همغږي به څه ډول او له چا سره رامنځته کیږي؟ په تیرو لسو کلونو کې څه ډول همغږۍ شتون درلود؟)
دوهمه ماده: ټول هغه املاک او او موسسی چې د امریکا د دولت له لوري په ترتیب شوي نوم لړ کې په افغانستان کې ځانګړي شوي دي په افغانستان کې د امر یکایی ځواکونو د شتون تر وروستیو پوري چې په هوکړه کې یې نیټه مشخصه شوي د امریکا د دولت په اختیار کې قرار لري او دغه دولت کولای شي چې د موافقې د پلی کیدو له پیل سره سم له هغو څخه ګټه پورته کړي. ټول پوځي، غیر پوځي، امریکایی مالونه، شتمنۍ او د امریکایانو تجهیزات چې په افغانستان کې موجود دي د امریکایی ځواکونو د وضیعت برخه بلل کیږي.
د امریکایي ځواکونو په غړو کې ټول هغه کسان شامل دي چې د امریکا له پوځ سره تړلي دي، د اتلانتیک په تړون کې موجود مامورین، د بیاودانولو د برخې کار کونکي او د انساني مرستو مامورین .
په افغانستان کې موجود د امریکا غیر پوځي کسان هم د دغه تړون برخه ده چې د امریکا له پوځيانو سره د اطلاعاتي، تخصصي او مشورتي غړو په توګه په افغانستان کې دنده پر مخ بیایی.
له امریکا سره تړون کونکي ټول قراردادیان او هغه کادرونه چې له دغو قراردادیانو سره همکاري کوي په دغو کسانو کې ټول هغه امریکایان او غیر امریکایان شامل دي چې امریکایی ځواکونو ته د خدمتونو په برابرولو کې کار کوي.
ټول هغه کسان چې د محافظتي نقلیه وسایلو په بر ابرولو په خاصه توګه په واټونو کې د امریکايي ځواکونو د کتارونو د تګ را تګ او انتقال لپاره خدمتونه وړاندي کوي او برخه لري.
ټول پوځي لیږدونکي وسایل چې په پوځي عملیاتونو کې د ویزې د پلاکاردونو سره کوم چې د امریکا د نظام معمول دي، او ټول هغه دفاعي او یرغلیز تجهیزات چې امریکایی ځواکونه په متعارفو جګړو کې هغوي ته اړتیا لري او له هغو ګټه اخلي.
دغه تجهیزات عبارت دې له وسلو، ادوات او پوځي تجهیزاتو څخه چې په هیڅ ډول هغو ته غیر متعارفې وسلي نه شو ویلای.
د امریکایی ځواکونو د پوځي تجهیزاتو د ساتلو لپاره د اړتیا وړ ګدامونه او زیرمې.
(له دې څخه جوتیږي چې د امریکا ټولې پوځي او غیر پوځي شتمنۍ او توکي او ورسره د بلک واټر (وژونکې) کمپنۍ او خصوصي ساتونکو په شان ډلې ټپلې به هم د امریکا د یرغل تر پایه په افغانستان کې خپل سری شتون لري. همدا شان د افغانستان دولت اړ دی چې د دوی لپاره وړ زیرمتونونه او د سمبالښت ځایون هم برابر کړي. متعارفې وسلې به د اتوم په عصر کې څه ډول وي؟ کوم داسې ضمانت شته چې دوی به دلته خپل هایدروجني بمونه او کیمیاوي وسلې نه آزمايي؟)
دریمه ماده: ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځي عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوې لپاره لازم تدابیر نیسي.
(دوی به یوازې د امریکايي وحشي قوانینو په رڼا کې کړنې تر سره کوي او هڅه به کوي چې د افغانستان دودونو او قوانینو ته د درناوي لپاره کومه پلمه پیدا کړي او یا ېې د ماتولو پر مهال یوه ساده بښنه وغواړي.)
څلورمه ماده: په افغانستان کې د کورنیو او امریکایی ځواکونو او نورو هم تړونو سرتیرو پر وړاندي د هر راز کورني او بهرني ګواښ د ځواب ورکولو په خاطر او همداراز د طالبانو او القاعدې او ټولو نورو قانون ماتونکو ډلو د ماتولو لپاره دواړو لورو پریکړه وکړه چې تر څو:
۱. افغان دولت د خپل ملي امنیت او ټیکاو لپاره د خپلو ملي پولیسو او ملي پوځيانو د تقویې په خاطر له امریکایی ځواکونو موقتي مرستي تر لاسه کولای شي.
۲. پوځي عملیات د دغې هوکړې له مخې په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي، همغږي کیږي او بیا په لاره اچول کیږي.
د ګډي کمیټې مدیریت او د ځانګړو عملیاتو مشري د امریکایی ځوا کونو پر غاړه دی او د اړتیا په صورت کې د امریکایی ځواکونو له لوري د یو اړخیزو عملیاتو تر سره کولو په اړه به امریکایی ځواکونه د کمیټي افغان مشرانو ته خبر ورکوي او بیا به یې له پایلو څخه افغان لوری خبریږي.
۳. دواړو لورو هوکړه کړي چې د امنیتي توانمندیو د پیاوړي کولو او د افغانستان او امریکی پر وړانډي د هر ډول کورني او بهرني ګواښ پر وړاندي لازم چمتو والي ونیسي. او په همدې خاطر امریکا کولای شي چې د شنډنډ، شورابک، قندهار، بګرام او خوست په سیمو کې دایمې پوځي هډي ولري او همدا راز امریکا کولای شي چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان په نورو برخو کې هم دایمې، مو قتي او یا هم عملیاتي هډي جوړي کړي.
پر موقتو هډو باندي حاکم ضوابط به د امریکا د قوانینو په رڼا کې وي او په دغه برخه کې د افغانستان عرف او ضوابط د درناوي وړ دي.
د عملیاتو تر سره کول به د امریکا د دولت او نړیوالو قوانینو له مخې وي، او د افغانستان د ملي حاکمیت او ملي ګټو په پام کی نیول به په هغه ډول وي کومه چې د افغانستان دولت مشخص کړي او دواړه لوري به یې په پام کې نیسي.
(د ګډې کمیټې مدیریت او د ځانګړو عملیاتو مشري د امریکايي ځواکونو پر غاړه دی.؟؟؟ افغان دولت به څه رول لري؟ په سلګونه زره افغان ځواکونه به د څه لپاره شتون ولر ي؟ هغه مصارف چې په ملي اردو او ملي پولیسو تر سره کیږي د څه لپاره؟
افغان مشران به یوازې له پایلو خبریږي چې ورشئ دومره شمیر ملکیان مو درته ووژل.
د دې مادې د دریمې برخې پر بنسټ به امریکایان د هیواد په هره برخه کې د مؤقتي او دایمي اډو د جوړولو واک ولري، افغان دولت به ېې یوازې ننداره کوي.
عملیات به د امریکا دولت د قوانینو پر بنسټ کیږي او افغاني قوانین به یوازې د دې وړ وي چې درناوی ېې وشي.)
پینځمه ماده: د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجرا څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي د امریکا د دولت د حاکمیت لاندي دي.
د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لري، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوري اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لري.
(د دې مادې پر بنسټ هغه سیمې چې بهرنیان پکې شتون لري، په هر اړخیز ډول د دوی په واک کې دي او افغان دولت هلته د لاسوهنې حق نه لري. په حقیقت کې دا سیمې د امریکا د هیواد یوه برخه ګڼل کیږي.)
شپږمه ماده: تګ را تګ:
۱. د امریکايي او همکارو ځوا کونو پوځي او غیر پوځي ګاډي له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ننوتلو حق لري او د تګ را تګ اصول به د ګډي کميټي د پریکړې له مخې تعین کیږي.
۲. د امریکا پوځي او نا پوځي الوتکې د افغانستان په هوایې کرښو کې د تګ را تګ حق لري او کولای شي چې د افغانستان په خاوره کې د تیلو د اخیستلو لپاره را ښکته شي او د دغه تګ را تګ لپاره به ګډه کميټي لازمې اسانتیاوي برابروي.
۳. د افغانستان د هوایي حریم مسولیت ، نظارت او کنټرول د هوکړه لیک له پلی کیدو سره سم تر هغه پوري د امریکا د دولت په اختیار کې دي تر څو چې له ترهګرۍ سره عملیات روان دي او امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شتون لري.
د افغانستان ملکي پروازونه په موقتي او یا هم دایمې توګه د کميتي د لزوم دید په صورت کې د افغان دولت په واک کې ورکول کیږي.
۴. د امریکا په پوځي او ملکي الوتکو او موټرو چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د دفاع وزارت د پریکړې له مخې حرکت کوي هیڅ ډول مالیه نه لګول کیږي او همدا راز دغه الوتکې د افغان دولت له تلاشۍ څخه هم خوندي دي.
(د پورتنیو څو لیکو پر بنسټ د افغانستان هیواد پولې، هوا او ځمکه په پوره توګه د امریکایانو په واک کې ورکول کیږي. هیڅوک له بهرنیانو څخه د پوښتنې حق نه لري. د بهرنیو الوتکو او لیږدیدونوکو وسایلو لپاره به د اړتیا پر مهال افغان دولت آسانیتاوې برابروي. د افغانستان د ملکي پروازونو لپاره باید له امریکایانو څخه اجازه واخستل شي. همدا شان د امریکا فوځي او ملکي الوتکې او لیږدوونکي وسایل له هر ډول تلاشۍ او مالیې ورکولو څخه خوندي دي.)
اومه ماده: د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومي،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لري او همدا راز که چیرته اړتیا وي د امریکا دولت کولای شي چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړي.
(افغان دولت د امریکايي ځواکونو د قرارداد کوونکو په اړه د پوښتنې ګرویږنې او پلټنې حق نه لري او یوازې کولای شي د هغوی نومونه وګوري. قراردادیان هم د امریکايي ځواکونو برخه بلل کیږي او هر څه به په خپلواکه توګه تر سره کوي
اتمه ماده: خدمتونه او اړیکي:
۱. امریکایي ځواکونه حق لري چې د خپل فعالیت لاندی سیمو کې له اوبو، بریښنا او ارتباطاتي وسایلو څخه خپلي ګټي اخیستنی ته پراخ والی ورکړي او په دغه برخه کې ګډه کمیته په جریان کې واچوي.
۲. امریکایی ځواکونه د امریکا د قوانینو او د مخابراتو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلي اړتیا لپاره هر ډول مخابراتي سیستمونه فعال کړي او ویې کاروي.
۳. د دغې هوکړې له مخې امریکایی ځواکونه د مخابراتي وسایلو په برخه کې له هر راز مالیی ورکولو معاف دی.
۴. د افغانستان د دولت له لوري د هرې هغې ارتباطي او بنسټیزي طرحې په لاره اچول چې کولای شي امنیتي ستونزي پیښې کړي او یا هم د ترهګریزو ډلو د ګټي وړ وګرځي باید په ګډه کميته کې تر بحث لاندي ونیول سي او پرې د دواړو لورو توافق اړین دي.
(امریکايي ځواکونه د افغانستان له هر ډول طبعیي او بنسټیزو سرچینو او آسانتیاوو څخه په وړیا توګه ګټه اخستلی شي او دلته هر ډول ټکنالوژي وآزمايي. له دې سره افغان دولت حق نه لري چې په خپل سر له کړنې تر سره کړي او یا هم پرمختیايي پروژې پلې کړي.)
نهمه ماده: حقوقي مسولیت:
۱. د امریکایی ځواکونو او د هغوي د پوځي او ملکي قرار دادیانو ټول حقوقي او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی.
۲. که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړي چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدي کیسونه ځای شوي وي نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوري ته حقوقي ځواب ورکړي.
۳. د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندي د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کميټي ته د اوریدو لپاره وړانډي کړي.
۴. که چیرته امریکایی پوځيان او ملکیان د افغان دولت له لوري نیول کیږي نو افغانستان باید ډیر ژر هغوي امریکایی لوري ته وسپاري.
۵. د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو په اړه د افغانستان د دولت د شکایتونو د موجودیت په صورت کې به دواړه لوري د لاس وندونو او څیړنو په برخه کې لازمه همکاري صورت مومي.
۶. تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځي او غیر پوځي توب، د پوځي یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لري.
د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتي او پوځي توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکي توافق بنسټ دی.
( افغان دولت د هیڅ امریکايي د نیولو او محاکمې واک نه لري. هر امریکايي سر غړوونکی او جنایت کار آزاد دی او یوازې امریکایان د هغوی په اړه پریکړه کولای شي.)
پورتنیو ټکو ته په کتو څرګندیږي چې امریکایان نه یوازې دا چې پر افغانستان د تل پاتې واکمنۍ هوډ لري، بلکې دا هم جوتیږي چې افغان دولت یوازې د یوه لاسپوڅي په توګه شتون لري او هیڅ کله هم نشي کولای د یوه ریښتینې ولسواکه دولت څرګندويي وکړي.
د یوه ریښتیني اسلامي، خپلواک او سوکاله افغانستان په هیله