د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بارک اوباما ئې بايد له پاکستانی چارواکوسره سپينه کړي

حبيب الله غمخور 03.05.2011 00:12

د  اسامه بن لادن پر خلاف عملياتودپاکستاني چارواکومخ دابدلپاره توراوپه نړيواله کچه دروغجن ثابت سول .

نن دمی دمياشتي دوهمه له سهارووختی نه دنړۍ ټولي ډله ايزي رسنۍ پرهمدې يوه مسله چي امريکابريالی شول اسامه بن لادن مړکړي خبري کوي اوداخبر ئې  دسياسي تبصرودپيل سرټکی  جوړي .

دامريکاپه وخت دشپې  د ۱۱ بجوپر شاوخوا د امريکا ولسمشر براک اوباما د سي ان ان تلوېزيوني شبکې له لارې د اسامه بن لادن د وژل کېدو خبرخپله اعلان کړ،ويې ويل چې اسامه  د پاکستان په خاوره کې اسلام اباد ته ور څېرمه د اېبټ اباد په سيمه کې دځانگړي گمارل سوي پوځی عملياتي گروپ لخواوژل شوی دی .

ښاغلي  اوباما په خپله وينا کې څرګنده کړه چې اوس عدالت تامين شو او په وینا يې هغه هدف  تر لاسه کړ چې له تېروڅوکلونو راهيسې يې په لټه کې وو .

 که څه هم تراوسه داسامه بن لادن پر خلاف اودهغه دوژنې په اړونددعملياتوټول اومفصل معلومات ندي خپاره سوي  يوازي د امریکا د استخباراتي څېړنو انستېتیوت ((ستراټفور)) چې دامريکا داستخبارتي کلۍ په نامه یادېږي،د القاعده ډلې دمشر  اسامه بن لادن د وژل کېدوځینې جزییات په ډاګه کړي دي .

دوي ليکي : (( اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړ ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه ۵۶ کیلومتره لیرې په ایبټ اباد کې ووژل شو .د سټراتفور په وینا، بن لادن په هغه یوې نوې ودانۍ کې پټ و، چې د جوړېدو یې لا پنځه کاله نه وو پوره شوي، په دې ماناچې دا ودانۍ د هغه د پټېدو په خاطر جوړه شوې وه .))

دوی وايي د لومړیو معلوماتوله مخې ویل کېږي چې د اسامه یو زوی هم پدې عملياتوکي وژل سوی دی .مگرنن دسهاردروسيې دولتي تلوېزيون دوهم کانال تي آر تي ( TRT ) خبرورکړچي داسامه سره يوځاي درې نارينه اويوښځه هم له منځه تللې دي . چي په راينه ووکښي داسامه زوي هم شامل دی  ددغه تلوزيزن په خبرممکن په مړوشويوکسانوکي ددې سازمان نورجگپوړي هم له منځه تللي وي . په رپوټ کې د امریکايي چارواکو په حواله راغلي، چې عملیاتو ۴۰ دقیقې وخت واخیست، چې اسامه بن لادن او د هغو ساتونکو له بریدګروسره ښه مقاومت وکړ،چې په پای کې اسامه او دهغه ساتونکي په کې ووژل شول .

داسوال بې جوابه پاته دی چي ايمن الظواهري  پدې مړوکسانوکښي شته اوکه هغه بل ځاي ژوندکوي  .

زه خپله فکر نه کوم چي هغه دې له بن لادن سره په يوه کورکي ژوند کاوه ځکه ددوي ژوندترکواښ لاندي وو پدې خاطرمنطقي داده چي دوي يوله بل  څخه جلاژوندکاوه . داچي هغه چيري دی څوک نه پوهيږي خويوه خبره باندي اوس (نن اوپرون) ټول باوري وه اودي چي ټول په پاکستان کښي دپاکستاني چارواکوترحمايي لاندي ساتل کيږي .

د سټراتفور په رپوټ کې د پام وړ خبره داده چې د پاکستان استخباراتي ادارې امریکایانو ته د اسامه د پټن ځاي په اړه معلوماتو ورکولوکې همکاري وکړ ېده.

ولي زه اوډير شنونکی پدې باوردي چي داعمليات دامريکالخواډير محرم ترسره سول  اوپاکستاني چارواکي له هغوي نه خبرنه وه .

که دپاکستان استخبارات پدې خبرواي  اودائي له امريکاسره منلې واي چي نورداسامه بن لادن له ژوندنه دکوم پټ ياښکاره امتيازپه مقابل کښي تيردي نوداکارئي هرومروکاوه چي هغه ئي په يوه بهانه يادکوزي پښتو نخوا سيمې اويا ان دافغانستان شرقی سيموته رساوه اوهلته ئي په امريکايانو واژه .

دغه کوردبن لادن دژوندکولو لپاره پدې خاطر ټاکل سوی وچي دهيچاورته فکرنسي ،ځکه داسيمه دپاکستاني پوځ دزړه  په نوم يادېږي،دلته دپاکستاني پوځ روزنيزمرکزونه اوپايگاوي شته،داسي فکرنشوکېداي چي هغه به دامريکااونړۍ دگوتنيونوسره دلته پټ وي . مگرحقيقت خودادی چي پاکستاني چارواکي پدې پوره خبروه اوخدغه سيمه ئي دده دژوندکولولپاره ټاکلې وه .

داکارپاکستاني چارواکوپدې دليل کاوه،له هغې ورځی چې امريکا دالقاعدې سازمان سره دمرستی او همکاری په خاطردطالبانودحاکميت  جرړوايستلولپاره پر افغانستان راودانگل  اودلته ئې دبي ۵۲ اونورو مډرنو وسلو اوپوځ په مټ پوځی عمليات پيل کړه،پاکستان  دامريکا اونړيوالي ټولنې سره ئي دنړيوال تروريزم پر خلاف مبارزې کښي دگډې همکاری او مرستې وعده وکړه اوپدې خاطر ئي بې پايه مالي اومادي گټي ترلاسه کړې . دلنډې مودې په تېرېدوسره ددافگان دولتي چارواکودناخوالواوبهرنی پوځ له تيروتنونه په استفادې سره پاکستاني چارواکو ددوهم ځل لپاره دطالب ځواک نه په افغانستان کي دجگړې ددوام اوله دې لاري خپلوکرغېړنوپلانوته درسېدوپه موخه ځانمرگي بريدونوسلسله پيل کړل . دپاکستاني چارواکوددې کرغېړن  سياست په مقابل کښي افغان روڼ اندوداږغ پورته کړچي داملي مقامت نه بلکي دپاکستان استخباراتی اوپوځی کړی دي چي غواړي پدې ډول اودطالب په نامه هلته اودلته جگړايزوعملياتوپيل اوپدې وسيله سياسي،پوځی اواقتصادي امتيازات تررلاسه کړي چي همداسي  هم  وسول .

 پاکستاني چارواکي امريکااواروپايي ټولنه دلنگې غواپه شکل لوشی .بل پلو ته افغانان دجگړې اوځانمرگی بريدوپه اورکښي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . همدا نن هم کرزی صاحب تربل هرچاپه لوړ اوازداخبره کوی وايي ښه سوه چي معلومه سول ترهگرچيري اوسېږي؟ بلې کژرزی صاحب مور هم وايوښه سوله چي معلومه سول  چي ستاسوپه خبره ترهگرستاسودپاکستاني وړنوپه کورکښي اوسېږي ،نورهم ددوي په وړاندي دخپل ملت ترگټوتيرسۍ!

امريکا اونړيوالي ټولنې ته زموږ وړانديز داوو چي دټولوبدمرغيوسرچينه په پاکستان اوايران کي ده هلته ئې بايد مخه ونيول شي . داپاکستان دی چي دخپل جوړښت له لمړۍ ورځې بياترنن پوري په افغانستان کي ددې ولس دارام اوهوساژوندپرخلاف له ټولوامکاناتونه پراخه استفاده کوي .

دافغان روڼ اندودتلاښونو اوزيارپه نتېجه کښي د نړيوالي ټولنې ځينواستازو،سياسي کړيواو شخصيتونودوخت په تېرېدوسره داومنل چي رښتياهم پاکستان  نه يوازي افغان ولس بلکي ټولي نړئ ته ترهرترهگر زيات خطرناک دي .

پدې اړوندکه دډله ايزورسنيودتېرولسوکلنوآرشيف ته مراجعه وسي يوازي پرويزمشرف ته دافغان اونړيوالي ټولنې لخواتر ۱۵۰ ځله زيات ويل شوی چي دافغانستان دبدمرغيولامل تاسوياست اووژونکی ستاسوله خواراځی ولي ددوي يوه لوړپوړي چارواکي داونه منل .

متاسفانه  چي کله به ښاغلي کرزی پاکستان ته ولاړاويابه جنرال مشرف  کابل ته راغلی يواوبل ته ئې دگران ورورخطاب کاوه اويوپه بل پسي ديوې ماڼۍ په دروازې دننوتلووخت کي لکه نوکر ځغاستل . په يوه ليدنه کي داسي خبري نه دې شوی چي دافغانستان لپاره گټوري تمامي شي .

دادی اوس هم دکرزی صاحب  پاکستانی ورورجنرال مشرف له خپل پنجاپی غرورنه کښته سوی نه دي وايي  :  ((د اوسامه بن لادن مړينه پاکستان ته يوه لويه کاميابي ده، خو د امريکايانو عمليات په پاکستاني خاوره کي ددې هيواد پر خپلواکۍ څرګند تېرى دئ .))

مشرف په ډاگه وايي،((د بن لادن مړينه به د القاعدې پر شبکې بد تاثير ولري، خو داغلط فکر دئ چي ګنې د هغه په مړينه به د تروريزم ضد جنګ ختم سي .))

داخبره ځکه کوي چي داجنرال ترپرون پوري خپله  دافغان ولس دخواريواوزورونولامل وو،هرڅه ورته معلوم دي  . موږ ټول افغانان له دې تښتېدلي جنرال سره منوچي بن لادن زموږدهيوادپه ناخوالو اوجگړ ايزوفعاليتونوکي چندان غښتلی رول نه درلوداونه هم ټولوطالبانودهغه امرمانه ، داپاکستاني چارواکي اودهغوي گټې دي چي زموږ ولس دجگړې داورپه لمبوکي سوځي .

له بده مرغه داسلسله دزرداری په حاکميت کي هم په خپل ټول قوت روانه ده . اوس  چي امريکااعلان وکړموږ دخپلو پوځيانووتل پيلوو،پاکستاني چارواکي په ډاگه وايي ((که موږ ته امتياز راکړئ ، زموږ غلامان شئ اوزموږهرډول امرومنئ په هغه شېبه به خيرخيريت وي .))

زرداري صاحب هم وايي افغانستان ته دخوشبختۍ لارله پاکستان څخه تېره شوې ده . داپدې معناچي موږدخوشبختی مخ نشولېدلاي  ترڅودپاکستاني چارواکو پيرزوينه  پرموږنه ویسوې  .

بلې! زرداري صاحب موږ له ډيرپخواپدي پوهېدو،ځکه خوتاسودشوروي سره دجهادپه بهانه په لسگونه ډلې اوټپلې جوړې کړې اودجهادپه نامه مودافغان ولس دومره وځپی چي اوس ورته خپل سياست اوغوښتنې په ډاگه ديکتې کوی .

موږ هم دامنوترڅوچي ستاسو سره (پاکستان) امريکا اونړيواله ټولنه حساب  تصفيه نکړي،دوي به هم پدي ځاي کښي لکه بېگناه افغانان ژوندله لاسه ورکوي اوهره ورځ به تاسوبه په يوه اوبل نامه امتيازات ځني اخلئ .

رابسودې خبري ته چي همدااوس د سياسي محافلواودڅېړونکوسره داسامه دمړينې دعملياتوپه هکله ډول ډول سوالونه مطرح اوپه دې هکله تاوده بحثونه روان دي .

يوشمير وايي :

اوس به پاکستان نړیوالي ټولنې او امريکاته څنگه جواب ورکوي چي دوي پدغه سيمه کښي چي دپاکستان دپوځ اواستخباراتي شبکې زړه دی  هغه ژوندکاوه اودخلکو سره اړېکي نيولې ولي دوي پرې خبرنه وه ؟

دغه کورهغه ته چاجوړکړاواسامه څنگه دلته راکډه سو؟

جواب يودی هغه داچي پاکستاني چارواکي پدې خبروه مگرپه خبروکښي ئي له دې خبرتيانه انکارکاوه .

پدې هکله هم مختلف نظريات شته چي په رشتيا امريکاپر خپل سراوبېله دېنه چي پاکستان پرې خبرشي داعمليات وکړه ؟

۱/ يوه ډله څېړونکي وايي :که دمسلې حساسيت اودامنيتي پلوه رازداری ته فکروشي نوممکن امريکاداجرات نه وي کړی چي پاکستاني چارواکي پرې خبرکي . داچي وايي څنگه ددوي الوتکې دغې سيمي ته راغلې فکرکوم داکارپه پاکستان کي دامريکالپاره ډيره ستونزمنه خبره نه ده .

۲/ بله ډله نظر لري  چي امريکادپاکستاني چارواکوسره دعملياتومسله شريکه کړې وه،ځيني کورناستي پاکستاني افسران چي دپاکستان دکرغېړنې پالسی په هکله معلومات لري وايي چي پاکستاني چارواکونه غوښتل چي داسامه دمرگ پړه پر غاړه واخلي ،پدې خاطرئي امريکاپرېښودل خپلواک عمليات وکړي ځکه نورډير طالب اودالقاعدې مهم غړي هم دلته دامريکالخوانيول شوي دي  .

۳/ داسي نظرهم شته چي امريکاوتوانېدل دپاکستان په اردو اوستخباراتي کړيوکي خپل پلويان پيداکړی اودوي ئي پر دوبرخوويشلې ،دهمدې اختلاف نه په استفادې سره دوي داعمليات ترسره کړه .

دابه وروسته څرگنده شي چي داعمليات څنگه ترسره سول ؟خوددې عملياتوپه بری سره دامريکاپه عامو خلکو کښي دباراک اوبامامحبوبيت زيات اوددې هيوادپه راتلونکو ټاکنوکښي به دهغه په گټه تمام سي .

تراوسه دا څرگنده نده ترکومه بريده به داسامه بن لادن مړينه ددې سازمان پر نړيوالوفعاليتونومنفي تاثير وښندي . زه پدې فکريم چي دايوسازمان دی سره له دې چي اسامه بن لادن ئي رهبراودوي ته ئي ددې سازمان دسمبول حيثيت درلود،ديوه نفرپه مړينه ممکن زيات منفي تاثير ونه ښندي .

ښاغلی کرزی خوډير خوشحاله ښکاريده اوپر طالبانوئې ږغ وکړ  : ((طالبان بايد له دې څخه عبرت واخلي، طالبان بايد له جګړې څخه لاس واخلي .))

يوخوداخبره په تکراربايدوسي  چي له دې فاسد دولت اودې بې دروازي حکومت  سالمه دولتداری غوښته  خوب اوخيال دی .ډير بېچاره خلک ددولتي چارواکودغيرانساني کړنواوظلمونوله لاس غروته ختلي اوددولت له مخالفينوسره يوځاي سوي دي .که طالبان دکرزی وشاته وهم درېږي فکرنه کوم کرزی دي بېله پنځوسو ساتونکوله ارگ نه راووزي .

دکرزی خبري ډير ژر په پاکستان  کي دطالبانودوخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف د جرمني خبري اژانس سره په مرکه  کي په يوډول ردکړې هغه وايي : ((دا وژنه به په افغانستان کې پر جګړې اغېز ونه کړي دا د افغانانو په مشرۍ جګړه ده. دا جهاد دى،که څوک ژوندى پاتې کېږي هغه به بريالى وي، که وژل کېږي هغه به بريا وي.))

دادملاظعيف خپل نظردی .راځودې خبري ته چي که په رښتياسره امريکا غواړي داسريال ختم کړي بايد له پاکستاني چارواکوسره خپل حساب تصفيه کړي اوهغوي ته ووايي چي ددوي ټول مخالفين پلاس ورکړي اوپه افغانستان کي خپلو وحشيانه حملواوکړنوته خاتمه ورکړي .

يوازي بن لادن په پاکستان کي نه اوسېدی داټول هلته اوسېږي اوددوي سره دجگړې په نامه بايد افغان وژنه ختمه سي اودپښتنومشران په دوي ونه وژل سی .

دې پېښي لمرغوندي ثابته کړه چي دټولوناخوالواوترهگريزوفعاليتونوسويچ بورډاوکلي دپاکستاني چارواکوسره ده .دادوي دې چي افغان ولس ئې داڅولسيزي اونږدې لس کاله  ئې دنړۍ په ډيرو اراموسيموکښي عام وگړی دلړزاوترس  په فضاکي ساتلي .

دوي خوهمدې امريکايي چارواکوته ويل چي  اسامه په پاکستان کي نشته اودادي اوس ئيپه خپل پوځی مرکزکښي دوژنې ننداره کوي .

دوي ممکن داننداره پدې خاطرکړې وې چي داسامه تر وژنې وروسته امريکاته ووايي دادی اسامه خومړسونوتاسو دلته دڅه لپاره پيسې مصرفوی ،تاسو ولاژسی اوپه افغانستان کي به داسي حکومت جوړکړوچي زموږ خبروته غوږنيسي ټولي ستونزي به حل شي . داهغه خوب دی چي دوي ئي ويني  اوددي خوب درشتياکېدولپاره له هرډول  امکاناتونه استفاده کوي  .

دکرزی نه موهيله داد چي پر افغان ولس خپلي سياسي سوداگری ته دپاي ټکی کښېږدي ،دبهرنۍ نړی اوافغان ولس ترمنځ احساساتي اوبې موسليته خبرواوڅرگندونونه جدې لاس واخلي . اوس موږدېته حاضرنه يوچي دبهرنی ټولنې سره ددې پر ځاي چي له امکاناتونه ئي دخپل وطن په گټه استفاده وکړواودجگړې اورمړکړو دهغوي سره سيالی ته ملاوتړو. پرېږده چي افغان ولس خپل برخليک په خپله وټاکي اوپدې ورستيوکي هرهغه څه چي دپاکستاني چارواکوپه هدايت پلي کېږي په ټپه ودرېږي . کرزی صاحب بايد پدې پوه سي چي موږ درته ويل ملي ستاتېژي اوملي گټې تعريف اوتعين کړه ،خوتاسو يوې اوبلې خواته تراوسه مندي وهی ،تراوسه دملي گټوتعير له چاسره نشته  اونه هم ستاسو دولت هغه تعريف کړي دي .

پاکستان ځانته ستاتېژيکي غوښتنې لري اودغوغوښتنوته درسېدولپاره ئي دالوبي او افغان وژنې پيل کړي دي . داسامه بن لادن دوژنې په پلمه زموږدهيوادپر راتلونکې اوبرخليک هرډول سوداگرۍ مخه ونيول شي .

په افغانستان له اوله افغانستان څخه بيرون ټول هغه افغانان چي وايي وطن راته گران دی  سياسي کړی او شخصيتونه ددې ورستيو روانو سياسی لوبوپه وړاندي دسياسي ميتودونواورويشونونه په استفادې  سره دملي گټوپر خلاف دکرزی داداري دکړنواونړيوالولوموپر وړاندي داعتراض ږغ اوچت کړي .

عام خلک پدې لوبونه پوهېږي ددې ولس روڼ اندي بايد ټول اختلافات اوچان غوښتنې شاته پرېږدي اودې هيوادته بېله ترس اوډارنه نجات ورکړي .پدې بايد هر لوستونکی پوه ولي چي ترنالوستودلوستی مسؤليت سل چنده دی اودملت په وړاندي ملي اواسلامي مسوليت لري .

اوس له هروخت نه پخوادا ډارسته چي سيمه ايزو اونړيوالي سياسي لوبوپه بهيرکي  افغانستان دډوبېدواو ورکېدوپه لوردرومي ،ډيري خطرناکي لوبي اودسيسې دپل کېدوپه حال کښي دي دافغان ولس پر گټو سياسي سوداگری روانه ده ،له پامه غورځول  ئي ملي خيانت بول . وطن مور ده، دمور ساتنه اودرناوی پر موږ فرض دی .